Mar 09, 2017 10:35 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۳۵۵

نن د پنجشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د کب د میاشتې نولسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادي الثاني د میاشتې له لسمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د مارچ له نهمې نیټې سره برابره ده.

اته سوه یوولس کاله وړاندې، د ۶۲۷ سپوږمیز کال د جمادی الثانی په لسمه نېټه، ددوامداره تاریخی ویناوو له مخې، مشهور ایرانی ادیب او ستر عارف، شیخ فریدالدین عطار نیشابوری وفات شو.

شیخ فریدالدین محمد بن ابراهیم عطار نیشابوری یو لوی عارف او د صوفیه مشهور شیخ او نامتو شاعر، په ۵۱۳ کال کې په نیشابور ښار کې وزږید.

هغه لومړی د عطاری شغل درلود او د شتمنۍ خاوند شوی و.

وروسته د یوې پېښې له امله یې د سیر او سلوک په لاره ګام کېښود.

او د عمر تر وروستیو شیبو پورې یې په دې وادې کې الوت کاوه.

په رښتیا هم عطار د تصوف یو ستر شاعر و چې د هغه ساده او جذاب کلام له سوه ځنده مینې سره اخشل شوی دی.

د هغه په زړه پورې وینا او نرمه ژبه چې له سوځېدلی او مین زړه پورته کېږی، عرفانی حقیقتونه په ځانګړې رودې سره په زړونو پریباسی.

عطار د یوې عرفانی موضوع د طرحه کولو په وخت کې د مختلفو پندونو له بیان او بیلا بیلو تمثیلونو څخه استفاده کوی تر څو د عادی خلکو لپاره د عرفانی ځایونو او خانقا وو له معتکفانو موخې، په غوره، زیاته او روښانه توګه بیان کړی.

عطار د ډېرو آثارو درلودلو له امله، د صوفی شاعرانو په منځ کې غوره دی.

د عطار په نظمی او نثری آثارو کې، د توحید او الهی معارف په اړه دقیقې ټکی پیدا کېږی.

د هغه تالیفات تر ۱۱۴ ډېر دی او په لسګونو زره بیته شعرونه یې ویلی دی.

اخوان الصفا، اسرار نامه، بلبل نامه، دیوان اشعار، منطق الطیر، تذکره الاولیاء او جواهر نامه د هغه له آثارو څخه دی.

عطار په ۶۲۷ یا ۶۲۸ سپوږمیز کال کې د مغولو په فتنه کې په ۱۱۴ کلنۍ کې وفات شو او ځینې وایی چې هغه وژل شوی دی.

د عطار نیشابوری زیارت د ایران د خراسان ولایت له نیشابوری ښار سره نږدې واقع دی او د فارسی ژبې او ادب د مینه والو محفل وی.

««««««««««««

یو سلو شل کاله پخوا،  د 1275 هجری لمریز کال د کب د میاشتې په ۱۹مه نیټه پوه او بېدار عالم او د مسلمانو ملتونو استعمار ضدو مبارزو یو مشر سید جمال الدین اسد ابادی شهید کړای شو.

هغه د ایران د لویدیځ ښار همدان په اسد اباد کلی کښې وزږید او د فلسفې، نجوم او تاریخ په علومو کښې د خپلو زدکړو په دوران کښې زیات مهارت ترلاسه کړ.هغۀ له عربی، فارسی او ترکی ژبو علاوه له انګرېزۍ، فرانسوۍ او روسۍ ژبو سره هم په ښه توګه اشنائی لرله. سید جمال الدین اسد ابادی د اسلامی یووالی د تفکر یو مخکښ او په اسلامی هېوادونو کښې د استعمار د نفوذ یو ډېر سخت مخالف ؤ.دغه ستر اسلامی متفکر او مصلح له اتلس کلنۍ څخه اکثر اسلامی هېوادونو او سیمو ته خپل سفرونه شروع کړل او د مسلمانو ملتونو د اتحاد او یووالی لپاره یې ډېر کوششونه وکړل. سید جمال الدین اسدابادی په پېرس کښې د «عروة الوثقی» او په لندن کښې د«ضیاء الخافقین» ورځپاڼو په خپرولو سره د مسلمانانو د بېدارولو کوشش وکړ. هغۀ به همدارنګ له ولولو نه په ډکو وېناګانو سره د خلقو ترمېنځ ازادی غوښتونکی افکار خپرول او په همدې وجه تل به د استعمارګرو او مستبدو حکومتونو له مخالفت سره مخامخ ؤ.بالاخره سید جمال الدین اسد ابادی له دې وروسته چې په اروپا کښې تر تعقیب لاندې راغی د عثمانی امپراطورۍ پائېتخت استنبول ته لاړ. خو د هغه وخت عثمانی باچا عبدالحمید ورته زهر ورکړل او هغه یې شهید کړ، خو د سید جمال الدین اسد ابادی بېدارونو د مسلمانانو په راویښولو کښې زیات تاثیرات وکړل او د نړۍ په ځینو اسلامی هېوادونو کښې د وحدت غوښتونکو او استعمار ضدو مبارزو سبب شوې.

««««««««««««

او له ننه پینځه ویشت کاله پخوا، د 1992 ميلادي کال د مارچ په نهمه نېټه د صهيونېسټ رژيم او ليکوئيډ ښي پاله ګوند يو بنسټ اېښودونکے مناخم بېګېن مړ شو. بېګېن په 1913 کال کښې په سپينې روسيې کښې وزېږېد. د هغۀ پلار يو تندلارے صهيونېسټ ؤ او د هغۀ د شخصيت په جوړونه کښې يې زيات موثره رول لرۀ. بېګېن په دولس کلنۍ کښې د صهيونېسټوځوانانوګارډ جوړ کړ او فلسطين ته له مهاجرته دوه کاله وروسته په 1942 کال کښې د ايرګون تندلاري ترهه ګر تنظيم قوماندان شو. دغه تنظيم د صهيونېسټانو يوه اصلي او تندلارې ترهه ګره ډله وه چې د فلسطينيانو په قتل عام او له خپل وطن څخه د هغوي په وېستلو کښې يې موثره رول لرۀ. د دهشتګردانه عمليانو په قوماندانۍ کښې د بېګېن تشدد او بې رحمي تر دومره حده وه چې بن ګوريون چې خپله د صهيونېسټ رژيم له بانيانو څخه دے بېګېن يو حقيقي  هټلر بللے دے. هغه د صهيونېسټ رژيم په څو کابينو کښې د يو لړ پوسټونو له حاصلولو وروسته په 1977 کال کښې له ليکويډ ښي پاله ګوند څخه د دغه رژيم د وړومبني وزيراعظم په توګه غوره شو. په 1982 کال کښې په لبنان کښې په صبرا او شتيلا کېمپونو کښې د فلسطيني کډوالو له قتل عامه وروسته چې د بېګېن په حکم ترسره شو هغه په اجباري توګه د خپل وزيراعظمۍ له پوسټه څنګته شو او څو مياشتې وروسته په ماليخوليا بيمارۍ اخته شو او د همدغې بيمارۍ له کبله په 1992 کال کښې مړ شو.

 

ذیشان حیدر بنګش