Mar 26, 2017 14:29 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۳۶۳

نن د جمعې مبارکه ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د کب د میاشتې اووه ویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادي الثاني د میاشتې له اتلسمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د مارچ له اوولسمې نیټې سره برابره ده.

««««««««««««

څلور سوه نولس کاله پخوا، د ۱۰۱۹ هجري قمري کال د جمادي الثانی یا څلورمې خور د میاشتې په اتلسمه نیټه، تکړه فقیه، متکلم او عالم قاضي سید نور ا... شوشتری  شهید شو. هغه په کال ۹۵۶ قمری کښې د ایران د سویل لویدیځ د شوشتر سیمې په یوه فاضله او عالمه کورنۍ کښې وزیږید. سید نور ا.... شوشتری ابتدایی زده کړه له خپل پلاره وکړه او بیا مشهد ښار ته لاړ څو د ګرانقدره استاذانو له محضره ګټه پورته کړی. هغه د ۹۹۳ قمری کال خواوشا د تبلیغ لپاره هندوستان ته لاړ چې په هغه زمانه کښې یې د اکبر شاه تیموری تر حکومت لاندې یو ارامه دوران تیروه.

د شوشتری لیاقت، علم او عدالت سبب شو چې په لاهور کښې د قضاوت لپاره وره شی. د اکبر شاه له مړینې وروسته د قاضی شوشتری مخالفانو د باچا ځاې ناستی جهانګیر شاه د قاضی خلاف ولمسوه او د دغه تکړه عالم د شیعه مذهب په پلمه ګرځولو سره یې هغه شهید کړ.

قاضی نور ا... شوشتری ډیر کتابونه لیکلی دی چې له هغو نه (مجالس المومنین، احقاق الحق او تحفة العقول ته اشاره کوی شو.

««««««««««««

یو سلو پینځه پنځوس کاله مخکښې، د ۱۲۸۱ هجری قمری کال د جمادی الثانی د میاشتې په اتلسمه نیټه، د اسلامی نړۍ ګرانقدره فقیه، پوه او عالم شیخ مرتضی انصاری د عراق په نجف ښار کښې وفات شو.

هغه په ۱۲۱۴ سپوږمیز کال کښې د ایران د سویل په دزفول ښار کښې زیږیدلی و او له ابتدایی زده کړو وروسته د خپل پلار سره یوځاې عراق ته لاړ او د کربلا او نجف ښارونو په علمیه حوزو کښې یې د هغې زمانې له تکړه استاذانو فیض ترلاسه کړ او د خپلو دینی زده کړو بشپړولو ته یې مخه کړه.

هغه څه موده پس د هغې زمانې په سترو استاذانو کښې شامل شو او تدریس یا ښوونه یې پیل کړه. شیخ مرتضی انصاری ډیر کلونه د فقې او اصول فقې په تدریس بوخت و او د هغه د درس په محضر کښې ډیر ستر دینی عالمان او فاضلان وروزل شول. له دغه مشهور فقیه څخه ډیر تالیفات پرځاې پاتې دی چې (رسائل) او (مکاسب محرمه) کتابونه پکښې هم شامل دی چې د دینی مدرسو مهم درسی کتابونه ګڼل کیږی.

««««««««««««

یو سلو نهه څلویښت کاله وړاندې، د ۱۲۸۹ هجری سپوږمیز کال د جمادی الثانی په اتلسمه نیټه، د انګلیس استعمار یو عامل جولیسو دو رویټر ته د ناصر الدین شاه قاجار لخوا د ایران له حیاتی سرچینو د استفادې امتیاز ورکړی شو. په دغه امتیاز کښې د لندن د ناروا ګټو په لړ کښې د ایران د معدنونو استخراج، له ځنګلونو ګټه پورته کول او د اورګاډی د پټلۍ، د پوسټخانو، بانکونو او د ټیلیګراف د کرښو په شان امکاناتو جوړول شاملیدل.

د حاج ملا علی کنی په مشرۍ خلکو او عالمانو رویټر ته د دغه ستر او پراخ امتیاز له ورکړې سره مخالفت وکړ او بلآخره د عالمانو په مشرۍ د خلکو د مخالفتونو په زیاتیدو سره دغه امتیاز لغوه شو. خو د ایران له مهمو سرچینو د رویټر د استفادې د امتیاز د لغوه کیدو په بدل کښې ناصرالدین شاه د شاهی بانک د جوړولو او د شپیتو کالو په موده په ایران کښې د نوټونو د چاپولو امتیاز رویټر ته ورکړ.

««««««««««««

یویشت کاله وړاندې، د ۱۳۷۴ لمریز کال د کب په ۲۷مه نېټه، مشهور او پیاوړی عالم، آیت الله ابوالقاسم رحمانی خلیلی وفات شو.

هغه په ۱۳۰۲لمریز کال کې د ایران په شمتال، بهشهر سره نږدې وزږید او له ماشوم توب څخه یې علم زده کړه پیل کړه.

آیت الله رحمانی لومړنی دینی علوم په خپله سیمه کې ترلاسه کړل او ۲۳ کلن و چې نجف ته ولاړ او ددې ښار له سترو عالمانو څخه یې علم زده کړ او پخپله یې هم تدریس ته مخه کړه.

هغه په ۱۳۳۸ لمریز کال کې خپل ښار ته ستون شو او تبلیغ او تدریس ته یې مخه کړه او جومات، علمیه مدرسه او حسینیه یې جوړه کړه او ورپسې قم ته ولاړ او په لوړه کچه یې تدریس ته مخه کړه.

د آیت الله رحمانی خلیلی له آثارو څخه تفسیر سوره حمد، رساله در طلب و اراده و نامه ها و مکتوبات عرفاتی ته یې اشاره کولای شوو.

««««««««««««

او له ننه پینځلس کاله وړاندې، د ۱۳۸۰ لمریز کال د کب په ۲۷مه نېټه، تکړه ایرانی عالم، آیت الله محمد مظفری قزوینی وفات شو.

هغه په ۱۳۰۴ لمریز کال کې د ایران په شمال، قزوین کې وزږید او د مدرسې په دوران یې په همدې ښار کې تېر کړ.

مظفری قزوینی ورپسې ددینی علومو زده کړه پیل کړه او له څه وخت وروسته، په ۲۶ کلنۍ کې د خپلو دینی معلوماتو د بشپړولو لپاره د قم او ورپسې د نجف سپېڅلو ښارونو ته ولاړ او له سترو استادانو څخه یې علمی ګټه پورته کړه تر دې چې د اجتهاد لوړې درجې ته ورسید.

هغه په نجف کې پر تدریس لګیا شو، خو په ۱۳۵۲ لمریز کال کې خپل ښار، قزوین ته بیرته ستون شو او ددین د دودولو ، تدریس او تدریس کار ته یې په لا جدیت سره دوام ورکړ.

آیت الله مظفری د ډېرو شاګردانو پر روزنې سربېره، کتابونه هم لیکلی چې په اتو ټوکو کې ایضاح الحجه فی شرح العروه او اسلام و فلسفه احکام او اسلام و قانون بردګی کتابونو ته یې اشاره کولای شوو.

 

ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه