Apr 20, 2017 11:14 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۳۱

نن د پنجشنبې ورځ، د دیارلس سوه شپږ نوېم هجري لمریز کال د وري د میاشتې یو دیرشمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د رجب د میاشتې له دوه ویشتمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د اپریل له شلمې نیټې سره برابره ده.

««««««««««««

دوه سوه پینځلس کاله پخوا، د اتلس سوه دویم  میلادي کال  د  اپریل  په  شلمه نیټه، د حجاز  وهابیانو د  کربلا پر سپیڅلي  ښار حمله  وکړه او په سل هاو شیعه مسلمانان یې شهیدان کړل. د نولسمې میلادي سلیزې په لومړیو کښې په حجاز کښې قدرت ته  د وهابیانو په رسیدو سره د هغوئ چې تند مذهبي اعتقادات  لري  او  نورو  مسلمانانو  په  تیره  بیا شیعیانو ترمینځ نښتې کیدلې چې  یو مورد  یې  د اتلس سوه دویم  میلادي کال  د اپریل  په  شلمه  نیټه  د  نجف  اشرف  او کربلائ  معلی  پر سپیڅلو ښارونو د وهابیانو  تیری  دی. دې  ته  په  پام  سره  چې  نجف  او  کربلا  ښارونه  د  شیعیانو لپاره  ډیر محترم او زیارتي ښارونه دي، دا چاره  سبب  شوه  چې  په  دغو دواړو ښارونو باندې  د وهابیانو حملې په  لا زیاته  او  لاسخته  توګه  متمرکزې  شي.

وهابیانو پر کربلا په  حملې  سره  د امام  حسین (ع)  د  مقدسې بارګاه  ګنبد او ضریح  له  ورانولو  وروسته  د حرم  خزانه  هم  ولوټله. د دغه  وحشیانه  یرغل  په دوران  کښې د کربلا تر دوو زرو زیات شیعه مسلمانان شهیدان شول. وهابیانو  همداشان  د مالونو په  لوټلو او د ښار د ډیرو برخو په ورانولو سره هغه  په  کنډولو  بدل  کړ. دې  پیښې  د مسلمانانو قهر  راوپاروه  او  له  وهابیت څخه کرکه  د  هغوئ  په  زړونو کښې لازیاته شوه.

وهابیانو د سعودي حکومت  له جوړیدو وروسته  هم  د شیعیانو په  خلاف خپل  اعمال  جاري وساتل او په یو دیني ضده خوځښت کښې یې د پیغمبر اکرم حضرت محمد مصطفی (ص) د کورنۍ او د بقیع د امامانو ملکوتي بارګاه  ورانه کړه.

نن سبا هم د آل سعود د وهابیانو شیعه دښمنه اقدامات په یمن کښې د شیعیانو خلاف روان دي او د دغه هیواد مسلمانان پخپلو ناځوانمردانه بریدونو کښې وژني.

««««««««««««

یو سلو  دوه نوي کاله پخوا، د دولس سوه شپږ څلویښتم هجري قمري کال د رجب  په  دوه ویشتمه نیټه ، په  آخوند نوري  مشهور  یو حکیم  او عالم  ملا علی  بن  جمشید وفات شو. هغه  د تدریس کار نه  علاوه  څیړنو او  مطالعو ته دوام  ورکړ  تر دې  چې  د حکمت  په  څانګه  کښې  یې لوړ مقام ترلاسه کړ،  تر دې حده  چې  د فلسفې ځینو  پوهانو  د  هغه  بنسټ له دې پلوه د صدر المتالهین  مقام  او  موقعیت  ته  نږدی  بللئ دی. د ګڼ شمیر آثارو په  مینځ کښې  چې  له  ملا علي نوري څخه په یادګار پاتې دي، کولئ  شو (حواشی اسفار)  او  (رساله ای  در  وحدت  وجود)  ته  اشاره  وکړو.

««««««««««««

دوه سوه لس کاله پخوا، د دولس سوه  اته  ویشتم  هجري  قمري کال  د رجب په دوه ویشتمه  (یا اووه ویشتمه نیټه )، یو نامتو شیعه فقیه شیخ جعفر کاشف الغطاء وفات شو. شیخ جعفر کاشف الغطاء په یولس سوه څلور پنځوسم هجري قمري کال کښې په نجف اشرف کښې وزیږیداو له همغه ماشومتوبه یې د دیني علومو زده کړی ته مخه وکړه . په پیل کښې یې  د زده کړو مقدمات له خپل پلاره زده کړل  او وروسته یې د شیخ محمد مهدی فتونی ، محمد باقر وحید بهبهانی او سید مهدی بحرالعلوم  په شان لوړو استازانو له محضره دانش حاصل کړ. شیخ جعفر وروسته تالیف او تدریس ته مخه وکړه او پریمان شاګړدان یې و روزل او ګڼ شمیر کتابونه یې ولیکل . د هغه په مهمو کارونوکښې یو کار ، له اخباري ګرۍ سره مقابله وه  او د دغه فتنې له مینځه وړلو کښې یوه اغیزمنه هڅه وکړه . بالاخره دغه ستر عالم دخپل برکتناک عمر له څلور اویا کاله وروسته د چهار شنبې په ورځ ، د دولس سوه اته ویشتم هجري قمري کال د رجب په دویشتمه یا اوه ویشتمه نیټه له فاني دنیا سره  وداع وکړه.

««««««««««««

درې اویا کاله پخوا، د دیارلس سوه درویشتم هجری لمریز کال د وری د میاشتې په یو دیرشمه نیټه، نامتو ادیب او فقیه آقا نجفی قوچانی وفات شو. په آقانجفی قوچانی مشهور سید محمد حسن بن سید محمد په کابو دولس سوه شپږ پنځوسم هجری لمریز کال کښې د خراسان ولایت د قوچان د خسرویه کلی په خوا او شا سیمه کښې وزیږید. مقدماتی زده کړې یې په قوچان، سبزوار او مشهد کښې ترسره کړې او په شل کلنۍ کښې اصفهان ته لاړ. آقا نجفی قوچانی په اصفهان کښې د څلورو کلونو له اقامت او د آخوند کاشانی، میرزا جهانګیر خان قشقایی، شیخ عبدالکریم ګزی او سید محمد باقر درچه ای په شان استادانو څخه له علمی استفادې وروسته نجف اشرف ته لاړ او د آخوند خراسانی او شیخ الشریعه اصفهانی شاګردی یې وکړه. هغه په دیرش کلنۍ کښې د اجتهاد درجې ته ورسید او په نجف اشرف کښې له شلو کالو تیرولو وروسته خپل زیږنځائ ته راستون شو. آقا نجفی له دې وروسته د خپل عمر له پینځه ویشتو نه زیات کلونه په قوچان کښې د فقیه او د شرعی واکمن په توګه تیر کړل او د ښار د دینی علومو د حوزې اداره کولو ته یې مخه کړه. له دغه ستر علمی شخصیت څخه یو لړ ارزښتناک اثار په یادګار پاتې دی، (سیاحت غرب در کیفیت عالم برزخ و سیر ارواح پس از مرگ؛ سیاحت شرق) چې د هغه تر ټولو مهم اثر او له ماشومتوبه د اجتهاد تر مقامه پورې د هغه د ژوند د حالاتو په اړه دی او اثبات رجعت او شرح و ترجمه رساله تُفّاحیه ارسطو له هغو څخه دی. دغه ربانی عالم بالاخره د دیارلس سوه درویشتم هجری لمریز کال د وری د میاشتې په یو دیرشمه نیټه، په اوه شپېته کلنۍ کښې وفات شو او پخپلې امام بارګاه کښې خاورو ته وسپارل شو. د هغه روضه تر اوسه پورې د خلکو د زیارت ځائ دی.

««««««««««««

او له ننه دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږ شپیتم هجری لمریز کال د وری د میاشتې په یو دیرشمه نیټه، مسلمان ایرانی متفکر او د قران کریم مفسر استاد محمد تقی شریعتی په اتیا کلنۍ کښې وفات شو. استاد محمد تقی شریعتی په دولس سوه شپږ اتیایم هجری لمریز کال کښې د سبزوار په مزینان کلی کښې وزیږید. مقدماتی درسونه یې له خپل پلار او تره څخه زده کړل او په دیارلس سوه اووم هجری لمریز کال کښې د زده کړو د دوام لپاره د مشهد سپیڅلی ښار ته لاړ. په مشهد کښې یې چې د ایران یو ستر زیارتی ښار دی، د شیخ هاشم قزوینی، ادیب نیشابوری بزرګ، ادیب نیشابوری ثانی، شیخ کاظم دامغانی او میرزا احمد مدرس په شان استادانو له محضره علمی ګټه پورته کړه. له دیارلس سوه یوولسم لمریز کال څخه د هغه اجتماعی فعالیت د کلتور وزارت ته په ورتلو او په ابن یمین مدرسه کښې په مسئولیت او هلته په تدریس سره پیل شو. له دیارلس سوه شلم لمریز کاله وروسته د متفقینو لخوا د ایران له نیواک او د تودې ګوند له فعالیت سره په یو وخت یوازې په خراسان کښې له انحرافی او اسلام ضدو افکارو سره مبارزې ته راپاڅیده. هغه په مشهد کښې د اسلامی حقائقو د خپرندویه مرکز په جوړولو او د اونیزو غونډو په جوړولو او د ویناوو او تفسیر په کولو سره د ځوانانو ذهنونه روښانه کول. استاد محمد تقی شریعتی له دیارلس سوه درویشتم لمریز کاله د سیاست په ډګر کښې فعال شتون لره او د خپلو استبدادی ضدو مبارزو په وجه دوه ځلې زندان ته لاړ خو هیڅکله یې له هغې لارې چې یې موندلی وه، شاتګ ونکړ. هغه به بیا د تهران په هدایت جومات کښې د آیت ا... طالقانی په ځائ د قران کریم تفسیر کاوه. د ارشاد په نوم د امام بارګاه په جوړیدا او د استاد مطهری په بلنې سره تر څلورو کلونو پورې هلته په تدریس او ویناؤو بوخت ؤ.

له دغه نامتو شخصیت څخه د (تفسیر نوین)، (کتاب خلافت و ولایت)، (امامت در نهج البلاغه و على) او (شاهد رسالت) کتابونه په یادګار پاتې دی. دغه ستر او نامتو استاد بالاخره د دیارلس سوه شپږ شپیتم لمریز کال د وری د میاشتې په یو دیرشمه نیټه، په اتیا کلنۍ کښې په لندن کښې د خپل زوئ ډاکټر علی شریعتی له مرګه لس کاله وروسته وفات شو او د مشهد په سپیڅلی ښار کښې د امام علی بن موسی الرضا (ع) په حرم کښې خاورو ته وسپارل شو.

 

ذیشان حیدر بنګش