د افغانستان او ازبکستان ترمینځ د سوداګرۍ ارزښتناکې هوکړې وشوې
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې د افغانستان او ازبکستان ترمینځ د «B2B» تجارتي ټولګې غونډه د دواړو هیوادونو د سوداګرو او پانګه والو په شتون سره، په کابل کښې ترسره شوه او په دغې غونډې کښې په مختلفو اقتصادي برخو کښې د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې.

په یاده غونډه کښې د افغانستان او ازبکستان سوداګرو او پانګه والو د اقتصادي ملګرتیاو د پراختیا، د دوه اړخیزه تجارت د سویې د لوړاوي او د پانګونې د نویو فرصتونو د رامینځته کولو په سر خبرې اترې وکړې.
د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، په لاسلیک شویو هوکړه لیکونو کښې د مالوچو، ټوکرو، د درملو د تولید، خوراکي موادو، سمنټو او ګرانیټ ډبرو برخې شاملې دي.