حکومت د ایران د وسله والو ځواکونو د پیاوړي کولو ملاتړ کوي
پارس ټوډې – د ایران ولسمشر «مسعود پزشکیان» د امریکا او د صهیونیسټ رژیم له تیریو سره په مقابلې کښې د ایران د وسله والو ځواکونو په تیره بیا د پوځ د قدرتمن کړچار او زړورتیاو د قدرونې په ترڅ کښې د وسله والو ځواکونو د جنګي چمتووالي له لوړتیا او د دفاعي توان له پیاوړتیا څخه د حکومت په هراړخیزه ملاتړ او حمایت ټینګار وکړ.
پارس ټوډې سایټ زمونږ د خبریال په قول راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ له قومندان برید جنرال «حاتمي» سره په کتنه کښې د امریکا او د صهیونیسټ رژیم له تیریو او یرغلونو سره په مقابلې کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو په تیره بیا د ویاړمن پوځ د زړروتیا، سرشیندونو او قدرتمن کړچار د قدرونې په ترڅ کښې د دوښمانانو غلیمانه اقداماتو ته د وسله والو ځواکونو د پریکنده ، هوشمندانه او د دفاعي ځوابونو د ورکولو قدرونه وکړه.
ولسمشر پزشکیان په دغه کتنه کښې د ملي امنیت په تامینولو د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا په ساتلو او د دفاع په لوړولو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت رول ټاکونکی او سټراټيژیک وباله او ویې ویل د ایران د اسلامي جمهوریت وسله والو ځواکونو په تیره بیا مومن، ولسي او انقلابي پوځ د وروستیو ګواښونو او بدلونونو په بهیر کښې په لوړ عملیاتي چمتووالي، استخباراتي اشراف، د قومندنۍ په کوټلتیا او اغیز شیندونکي جنګي توان سره د ایران دفاعي اقتدار نندې ته وړاندې کړ او اجازه یې ورنکړه دوښمانان د ایران د ملت پرضد خپلو سپیرو هدفونو ته ورسیږي.
د ایران ولسمشر پزشکیان د وسله والو ځواکونو د جنګي توان د لوړولو او د دفاعي بنسټ د پرله پسې پیاوړي کولو ضرورت ته په اشارې سره ټینګار وکړ:حکومت په ټول ظرفیت سره د وسله والو ځواکونو په څنګ کښې دی او د هیواد د دفاعي توان د زیاتولو ، د عملیاتي جوړښتونو د پیاوړي کولو، د تجهیزاتو د نوي کولو ، لاجیسټیکي ملاتړ او د دفاعي توان د لوړولو د سټراټيژیکو پروګرامونو ملاتړ به وکړي.
په دغه کتنه کښې د ایران د پوځ مشر جنرال حاتمي هم د دوښمانانو له غلیمانه حرکتونو او تیریو سره په مقابلې کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د ماموریتونو ، د دفاعي اقداماتو او د نوي عملیاتي حالت په هکله یو راپور وړاندې کړ او د تیریګرانو پرضد د ترسره یوشو عملیاتو او د ځوابونو د یوې برخې په بیانولو سره سره یې په بیلابیلو حوزو کښې د پوځ د بیلابیلو یونټونو په بشپړه چمتووالي ټینګار وکړ.
د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ مشر حاتمي دغه راز د اوربند په پړاو کښې د پوځي د جنګي یونټونو د توان لوړتیا او چمتووالي ته په اشارې سره وویل د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ د جنګ د ډګر له تجربو په ګټه پورته کولو ، د عملیاتو د چمتووالي په پیاوړي کولو، د وسله والو ځواکونو ترمینځ د غږملتیا په زیاتولو او د جنګي او د ملاتړ د ظرفیتونو په نوي کولو سره بشپړه چمتووالی لري چې د ایران پرضد هر ډول ګواښ، تیري یا ماجرا غوښتونکي اقدام ته پریکنده ، ، پښیمانه کونکی او د ایران د اسلامي جمهوریت له قدرت سره سم ځواب ورکړي.