تاریخ پاڼه شماره ۳۵
نن د دوشنبې ورځ، د دیارلس سوه شپږ نوېم هجري لمریز کال د غوایي د میاشتې څلورمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د رجب د میاشتې له شپږ ویشتمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د اپریل له څلور ویشتمې نیټې سره برابره ده.
««««««««««««
یو زرو څلور سوه پینځه شپیته کاله پخوا، د ډیروتاریخ لیکونکو د محاسباتو په اساس د پینځه سوه دوه پنځوسم میلادی کال د اپریل په څلورویشتمه نیټه، په نړۍ کښې د کتابونو د تالیف او ژباړې لومړنی بنیاد په ایران کښې کار پیل کړ. دغه بنسټ د ایران د ساسانی باچا خسرو انو شیروان په پریکړه کیښودل شو. د نړۍ د تالیف او ژباړې لومړنی مرکز په خپل څنګ کښې یو عمومی – څیړنیز کتابتون هم درلود چې په همدې کال کښې بشپړ شوې ؤ.
دغه مرکز ته د نړۍ له کونج او کناره د ژباړې په اړه د کتابونو راوړلو لپاره حتی خسرو انوشیروان خپل ځانګړی طبیب برزویه هند ته ولیږه او د دغه سفر نتیجه ایران ته د کلیله او دِمنِه کتاب راوړل وو چې په مینځنۍ فارسۍ یا ساسانی فارسۍ، بیا په عربۍ او وروسته په نوی فارسۍ یا درۍ ژباړل شوئ دی . له دې څلور پیړۍ وروسته، سامانیانو همدا ډول یو مرکز د مرو له عمومی کتابتون سره په څنګ کښې جوړ کړ. د مرو کتابتون دایرة المعارف او چاپ ځائ چې د سامانیانو په همت جوړ شوئ ؤ او د چنګیز خان تر حملې پورې دایر ؤ، په پخوانۍ نړۍ کښې تر ټولو ستر کتابتون او د تالیف او ژباړې تر ټولو ستر مرکز ګڼل شوئ دی چې هره ورځ به پکښې لږ تر لږه څلور سوو محررانو کتابونه له سره لیکل او تکثیرول.
همدغه مرکز د فارسی ژبې او ادبیاتو له احیاء سره ډیره مرسته وکړه.
د مرو د کتابتون د کار روده اوس مهال هم د نړۍ د ډیرو عمومی او څیړنیزو کتابتونونو لپاره بیلګه جوړه شوې ده. د مرو ښار اوس مهال د ترکمنستان په جمهوریت پورې اړه لری.
««««««««««««
یو زرو څلور سوه یو څلویښت کاله پخوا، له هجرته درې کاله وړاندې د رجب د میاشتې په شپږ ویشتمه نیټه، د اسلام د پیغمبر (ص) تره او د حضرت علی (ع) پلار حضرت ابو طالب (ع) په داسې حال کښې چې له نورو ټولو مسلمانانو سره یو ځائ په شعب ابو طالب سیمه کښې د مشرکینو په محاصره کښې ؤ، وفات شو.
حضرت محمد (ص) د خپل نیکه حضرت عبدالمطلب (ع) له وفاته وروسته له اته کلنۍ څخه د حضرت ابو طالب (ع) تر سر پرستۍ لاندې ؤ.
حضرت ابوطالب (ع) د پیغمبر اکرم (ص) له بعثت وروسته اسلام قبول کړ او د قریشو د مشرکانو په وړاندې د حضرت محمد (ص) تر ټولو ستر پلوئ او مدافع ؤ. حضرت ابو طالب (ع) تر دې وړاندې چې له نړۍ سترګې پټې کړی، خپلو خپلوانو او دوستانو ته له اسلامه د پیروۍ او د پیغمبر اکرم (ص) د دفاع وصیت وکړ. د حضرت ابو طالب (ع) د وفات په کال د پیغمبر اکرم (ص) وفادارې میرمن حضرت خدیجه (س) هم وفات شوه او د اسلام ګران پیغمبر (ص) د دغو دوو پیښو او د غم او خفګان د زیاتوالی له امله دغه کال (عام الحزن) یعنی د غم کال ونوماوه.
رسول اکرم (ص) د حضرت ابوطالب (ع) له وفاته وروسته وفرمایل : قریش تل له مانه په ویره کښې ؤ خو نه یې شو کولائ په ما غلبه ومومی تر دې چې ابو طالب وفات شو.
««««««««««««
اووه سوه شپږ څلویښت کاله پخوا، د دولس سوه یو اویایم میلادی کال د اپریل په څلورویشتمه نیټه، آسیا ته د وینزویلا د یوه سیلانی د مارکوپولو تاریخی سفر پیل شو. له هغه وړاندې د هغه پلار او تره د وړې آسیا او ایران له لارې چین ته سفر کړئ ؤ. په هغه وختونو کښې چین ، مغلوستان ، ختیځی ترکستان او ایران د مغول چنګیز د ځائ ناستو واکوالانو په نیواک کښې وو.
اروپا ته د پولو وروڼو له ستانیدا وروسته، مارکو پولو بیا له خپل پلار سره یو ځائ چین ته ولاړ او تر یوې مودې یې په دې ټاټوبی او د ختیځی آسیا په ټاپوګانو کښې سیاحت ته مخه کړه.
هغه خپل هیواد ته له ستنیدا وروسته، د (عجایب) په نوم د چین، مغلستان، ختیځی ترکستان او د جنوب ختیځی آسیا د یو شمیر سیمو د جغرافیایی ځانګړنو په اړه یوه سفرنامه ولیکله.
هغه په دې کتاب کښې په چین کښې د کاغذی روپیو، د تشنابونو سیستم، لوړو پلونو، اور وژنې ادارې او ډاکخانې د شتون په اړه خبرې کړی دی.
دا خبرې د هغه مهال اروپایانو ته چې د منځنیو پیړیو په خرافاتو او لنډ فکریو کښې ډوب وو، د باور وړ نه وې. له دې امله د وینزویلا خلکو د مارکوپولو د کورنۍ غړی ریشخندول او هغوئ به یې دروغجن او لاپی ویونکی بلل.
د مارکو پولو د سفرنامې کتاب تر ډیر وخته له دروغو ډک کتاب بلل کیده تر دې چې د سیاحت پراختیا د مارکوپولو خبرې ریښتیا ثابتې کړې.
««««««««««««
یو نوي کاله وړاندې د ۱۳۰۵ ه ل کال د غوايي یا ثور د میاشتې په څلورمه نیټه رضا میر پنج د پادشاهۍ تاج په سر کړ او په رضاء شاه مشهور شو .
رضاء شاه ډير پخوا د قاجار د لړۍ د راپرځولو په لټه کې ؤ نو په دې پلمه ېې د جمهوریت د جوړیدا طرحه مطرح کړه خو د جمهوریت د طرحې له ماتې وروسته د هغو پراخو تبلیغاتو په ترځ کې چې د قاجار په وړاندې د رضاء خان د پلویانو له خوا تر سره کیدل د ایران نهم پارلمان د ۱۳۰۴ لمریز کال دلړم په نهمه د یوې مادې په تصویبولو سره د قاجار د پاچاهۍ ړنګیدا اعلان کړه او رضاء خان چې د ۱۲۹۹ لمریز کال د کب په ۳مه ېې د یوې کودتا په ترځ کې د جنګ وزارت او د ټولو قواو، قومانداني نیولې وه او سردار سپه ورته ویل کیده د ایران د پاچا په توګه معرفي کړ .
څه موده وروسته د مؤسسانو مجلس د لیندۍ په ۱۵مه جوړ شو او بلآخره ېې د اساسي قانون د یو شمیر بشپړوونکو مادو په بدلولو سره د ایران سلطنت رضا شاه پهلوي او د هغه زامنو ته وروسپاره .
رضاء خان میر پنج د سلطنت مقام ته له رسیدا وروسته د ۱۳۰۵ لمزیز کال د غوايي په څلورمه د پهلوي لړۍ د لومړني پاچا په توګه تاج په سر کړ او په رسمي ډول ېې ځان د ایران پاچا وباله .
رضاء شاه تر ۱۳۲۰ کاله کابو ۱۶ کاله په ظلم او استبدادپاچاهي وکړه او بلآخره د متفقینو په لاس د ایران له نیول کیدا وروسته د دوهمې نړیوالې جګړې په ترځ کې په ۱۳۲۰ لمریز کال کې د برتانویانو د فشار په نتیجه کې له واکه لرې کیدا ته مجبور او زوی محمد رضا یې د خپل پلار په ځائ د واک په ګدۍ کښیناست .
««««««««««««
او له ننه اووه اویا کاله پخوا، د ۱۳۱۹لمریزکال د غوائ دمیاشتې په څلورمه نیټه، په ایران کښې د لومړي ځل لپاره د ریډیو اداره جوړه او د تهران ریډیو له بوسټره د هیواد د کورنیو حالاتو راپور خپور شو. د ریډیو د تاسیس په پيل کښې يې د هغې اداره کول د ټيلیفون، پوسټ او ټيلیګراف د وزارت تر نظر لاندې وو او پروګرامونه يې د لنډو او مینځنیو څپو په وسیله د دوو فریکانسونو دوه کلوهاټس او دوه دیرشو کلوهاټس له لارې خپریدل. د تهران ریډیو له پرانیسته پینځه کاله وروسته سوکه سوکه د ایران ځيني ولسوالیو هم په ځايي فریکانسونو سره محدود پروګرامونه خپرول، تردې چې ورو ورو د فریکانسونو قدرت او د پروګرامونو د خپریدو وخت هم زیات شو. په ۱۳۵۷ لمریز کال کښې د ایران د اسلامي انقلاب له بريالیتوب وروسته ریډیويي او ټيلیویژني چینلونه زیات شول، په دې توګه چې همدا اوس د ایران د اسلامي جمهوریت د ریډیو او ټيلیوژني ادارې د بهرنیو خپرونو یا برونمرزي په چینلونو کښې په څه د پاسه دیرشو ژبو هم ریډیوئي اوټيلیوژني پروګرامونه خپریږي .
ذیشان حیدر بنګش