Apr 30, 2017 11:32 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۳۷

نن د چهارشنبې ورځ، د دیارلس سوه شپږ نوېم هجري لمریز کال د غوایي د میاشتې شپږمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د رجب د میاشتې له اته ویشتمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د اپریل له شپږویشتمې نیټې سره برابره ده.

««««««««««««

یو زرو درې سوه اته اویا کاله پخوا، د شپیتم هجری قمری کال د رجب په اته ویشتمه نیټه، د حضرت امام حسین (ع) قافلی د مدینی له سپیڅلی ښاره خپل حرکت پیل کړ. د هغه حضرت دغه اقدام د همدې (رجب) میاشتی په پینځلسمه د معاویه په مړینې او د هغه د زوئ یزید قدرت ته په رسیدا پسی وشو.

یزید سم لاسی د مدینی له واکمنه و غوښتل چې د هغه لپاره له حسین ابن علی بیعت واخلی او یا دی هغه ووژنی. خو هغه حضرت چې یزید یې یو فاسد، ګناهګار او منحرف کس باله، له بیعته یې انکار وکړ او له خپلې کورنۍ او یو شمیر ملګرو سره یې د مکې په اراده مدینه پریښودله. هغه په خپلې وصیت پاڼه کښې چې له تلو مخکښې یې خپل ورور محمد حنفیه ته وسپارله، ټینګار وکړ :( ما د خپل نیکه د خدائ رسول (ص) امت د اصلاح او ژغوریدنې پوره کولو لپاره پاڅون وکړ. غواړم چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر وکړم او د خپل نیکه حضرت محمد (ص) او خپل پلار حضرت علی بن ابی طالب (ع) په سیرت عمل وکړم...). له امام حسین (ع) پر بیعت اخیستلو د یزید په ټینګار او د هغه حضرت په مخالفت پسې، له مدینې څخه د امام له روانیدا کابو پینځه نیمې میاشتې وروسته هغه حضرت له خپلو یو شمیر ملګرو سره یو ځائ په کربلا کښې د یزید د لښکریانو پر لاس شهادت ته ورسید.

««««««««««««

یو سلو نهه کاله پخوا، د دیارلس سوه نهه ویشتم هجری قمری کال د رجب د میاشتې په اته ویشتمه نیټه، په طاهر زاده مشهور د قفقاز یو شاعر میرزا علی اکبر صابر وفات شو. هغه په دولس سوه اته اویایم هجری قمری کال کښې د جنوبی قفقاز په شروان ښار کښې وزیږید. طاهرزاده د پیغمبر اکرم (ص) او د هغه د کورنۍ او د اهلبییتو (ع) په مدح کښې شعرونه ویلی دی. دغه فققازی شاعر به په خپلو شعرونو کښې چې په ګڼ شمیرو مجالو کښې خپاریدل، تل له بې وزلو او غریبانو څخه ملاتړ کاوه او په ډیر خوږ طنز سره یې د خپلې زمانې د خلکو ټولنیزې ستونزې بیانولې. له طاهر زاده څځه د شعرونو یو دیوان په یادګار پاتې دی.

««««««««««««

یو سلو یو کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه دیرشم هجری قمری کال د رجب په اته ویشتمه نیټه، په علامه یزدی مشهور یو ایرانی فقیه آیت ا... العظمی محمد کاظم طباطبایی یزدی وفات شو. هغه له مقدماتی زده کړو وروسته په عراق کښې د نجف علمیه حوزې ته ولاړ او د میرزای شیرازی په شان د نامتو استادانو له محضره په استفادې سره د اجتهاد درجې ته ورسید او د دینی علومو تدریس ته یې ملا وتړله. هغه د تدریس، د نفس د تهذیب او د الهی حکمونو د خپرولو تر څنګ د عمومی ګټو مرکزونو، خیریه موسسو، جوماتونو او مدرسو جوړولو ته هم ځانګرئ پام درلود. له علامه یزدی څخه د مشهور کتاب (عروة الوثقی) او د دعا او مناجاتو په اړه د بستان نیاز په شان آثار په یادګار پاتې دی.

««««««««««««

یو نوي کاله پخوا، د دیارلس سوه پنځم لمریز کال د غوایی په شپږمه نیټه ، د ایران اول بی سیمه ټیلیګراف او د راډیو بوسټر په کار پیل وکړ. د ایران لومړی راډیو بوسټر او بی سیمه ټیلیګراف په پیل کښې د جنګ وزارت تر کنټرول لاندې ؤ. په تبریز ، مشهد ، شیراز ، کرمان ، خرمشهر او کرمانشاه ښارونو کښې د وارلیس سیسټمونو نصبول چې له دیارلس سوه څلورم کاله پیل شوی وو، د دیارلس سوه پنځم کال په نیمایې کښې تر سره شول.په نهایت کښې د دیارلس سوه پنځم کال په مرغومی میاشت کښې د تهران او ولسوالیو د وارلیس ټول سیسټمونه د هغو دکارکونکو سره چې د هغو د ادارې لپاره روزل شوی وو، د ټیلیګراف او پوسټ د وزارت په واک کښې ورکړی شوی وو.

««««««««««««

دوه دیرش کاله پخوا، د نولس سوه پینځه اتیایم میلادی کال د اپریل په شپږ ویشتمه نیټه، د ملګرو ملتو امنیت شورا په یوې اعلامیې کښې د پریکړې له صادرولوڅخه په ډډه کولو سره د ایران اسلامی جمهوریت پر ضد د صدام رژیم له خوا د کیمیایی وسلوکارول وغندل. صدام رژیم چې د ایرانی جنګیالیو له بریالیو عملیاتو وروسته له شرمونکی ماتې سره مخامخ شوې ؤ، د نړیوالو قوانینو په خلاف یې د دغو ماتو د جبرانولو لپاره د لویدیځوحکومتونو لخوا ورکړل شویو کیمیایی وسلو څخه استفاده وکړه. په داسې حال کښې چې ګڼ شمیرکیمیایی ټپیان د درملنې لپاره اروپا ته لیږل شوی وو او له کیمیایی وسلو څخه د صدام رژیم د استفادې په هکله روښانه دلیلونه موجود وو ،خو دختیځ او لویدیځ په دوو بلاکونو کښې د صدام ملاتړو حتی د صدام د دغو جنایتونو له غندلو هم ډډه کوله. بالاخره د عمومی افکارو په دباؤ پسې لویدیځ حکومتونه او د ختیځ زبرځواک د یوې بیانیې په چوکاټ کښې، د صدام رژیم د دغو اقداماتو غندلې ته حاضر شول خو داسې پریکړه لیک یې صادر نه کړچې په چوکاټ کښې یې د صدام رژیم او د هغه د لویدیځو او ختیځو ملاتړو ژمنو ته پام کیدلئ شو.

««««««««««««

او له ننه یویشت کاله پخوا، د نولس سوه شپږ نوېم میلادی کال د اپریل په شپږ ویشتمه نیټه، د لبنان پر ضد د صیهونیسټ رژیم شپاړس ورځینی عملیات، چې (د غوسې وږی) نومول شوی وو، ختم شول. په دغو عملیاتو کښې، د صیهونیسټ رژیم پوځیانو له مځکې ، هوا او سمندر څخه د لبنان پر پلازمینې او جنوب حمله وکړه. په دغه پوځی تیری کښې، د پراخو عامو سیمو او اقتصادی تاسیساتو له ویجاړیدا سربیره، د دغه هیواد یو سلو اتیا کسان شهیدان او په سلونو کسان ټپیان شول. (د غوسې وږو) عملیات ، د لبنان د اسلامی مقاومت د جنګیالیو او خلکو د روحیې د کمزورولو او د لبنان له جنوب څخه د وتلو په منظور د تل آبیب د شرایطو د تپلو لپاره ، تر سره شول. خو لبنان همداراز د امنیت شورا څلورسوه پینځه ویشتم پریکړه لیک سره سم د دغه هیواد له جنوب څخه د صیهونیسټانو چټک او د بی لا قید او شرطه وتلو پر ضرورت ټینګار وکړ. د لبنان او اسلامی مقاومت د دغه دریځ له امله صیهونیسټ رژیم په دوه زرم میلادی کال کښې له جنوبی لبنانه د خپلو ځواکونو ویستلو ته اړ شو. د اسرائیلو د ناروا رژیم د جوړیدا له وخت راهیسې د لومړی ځل لپاره دغه رژیم د ولسی مقاومت له امله تر خپل نیواک لاندې ټاټوبو څخه شاتګ ته مجبور شو. دغه شاتګ د لبنان اسلامی مقاومت لپاره یو لوئ بریالیتوب ؤ او د لبنان خلک هر کال په دغه ورځ جشن لمانځی.

 

ذیشان حیدر بنګش