تاریخ پاڼه شماره ۴۱
نن د یکشنبې ورځ، د دیارلس سوه شپږ نوېم هجري لمریز کال د غوایي د میاشتې لسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د شعبان د میاشتې له دریمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د اپریل له دیرشمې نیټې سره برابره ده.
««««««««««««
د ایران په کال هنداره کې د غوايي لسمه نېټه د فارس خلیج د ملي ورځې په توګه نومول شوې ده.
دغه ورځ ځکه د فارس خلیج د ملي ورځې په توګه نومول شوې ده چې ځینې ایران ضد خلکو د تاریخ په اړولو سره په فارس خلیج نور نومونه کېښودل.
ددې خلیج تاریخي نوم، په بېلا بېلو ژبو ژباړل شوی، عبارت دی له فارس خلیج یا پارس سمندر .
فارس خلیج د مکسیکو او هودسن له خلیج وروسته د نړۍ درېیم ستر خلیج ګڼل کېږي.
په فارس خلیج او د هغو په سواحلو کې د ګازو او تیلو د پرېمانه سرچینو د شتون له امله، دغه اوب لاره په نړیواله او سیمه ییزه کچه مهمه او سټراټژيکه ګڼل کېږي.
فارس خلیج، ترټولو اصلي نوم دی چې له ترټولو پخوانیو سرچینو څخه پاتې دي.
اسلامي تاریخ لیکونکي او جغرافیه پوهان، لکه طبري، مسعودي او یعقوبي په یوه خوله، له ځانه په پاتې خطي کتابونو کې اعتراف کړی چې له اسلامه پخوا وختونو کې د فارس خلیج ټولې سیمې د ایران اړونده وې.
د ایران د اسلامي جمهوریت د فرهنګي انقلاب لوړې شورا، د ایران د ملت د تاریخي او کلتوري هویت په نښه کولو ته په پام سره، د غوايي په لسمه، د هرمز له تنګي څخه د پرتګالیانو د وتلو ورځ، د فارس خلیج ملي ورځ و نوموله.
د فارس خلیج لرغونتوب، په همدې نامه دومره پخوانی دی چې ځينې پردې باور دي چې فارس خلیج د نړۍ د تمدن زانګو ده.
لرغوني یونانیان دغه خلیج، پرسیکوس سینوس، یا سینوس پرسیکوس چې هماغه فارس خلیج دی، نوماوه، ځکه دا چې دغه نوم په لومړي ځل په سمو سرچینو او باوري تاریخ چې غیر ایرانیانو لیکلې دي راغلي دي، د هغو په وضع کې هیڅ ډول توکمیز شک نشته.
««««««««««««
یو زرو څلور سوه څلور دیرش کاله پخوا، د څلورم هجري قمري کال د شعبان یا شوقدر د میاشتې په دریمه نیټه، د رسول پاک (ص) لمسی حضرت امام حسین (ع) نړۍ ته سترګې رڼې کړې. د حضرت امام حسین (ع) د ژوند ډیر ښه دوران د پيغمبر اکرم (ص) په خوا کښې د هغه شتون او د هغوئ خدمت ؤ چې شپږ کاله اوږد ؤ. حضرت امام حسین (ع) په یوې داسې کورنۍ کښې وروزل شو چې د عرفاني او اخلاقي کمالاتو او فضائلو سرچینه وه. د حضرت امام علي (ع) په شا ن د پلار او د بي بي فاطمه زهرا (س) په شان مور شتون چې دواړه د خدائ ګران رسول حضرت محمد مصطفی (ص) روزلي وو، هغه حضرت له ډیرو لوړو الهي فضایلو او حقایقو سره بلد کړ.
حضرت امام حسین (ع) په هغو مختلفو ډګرونو کښې چې اسلام له خطر سره مخامخ ؤ، فعال شتون درلود. هغه د درس د غونډو په ترسره کولو او د اعتقادي، فکري او سیاسي موضوعاتو په شمول د مختلفو مسايلو په اړه د بحث په کولو سره تل د خپل ګران نیکه یعني رسول ... (ص) د ګرانبیه میراث ساتندویه ؤ. هغه حضرت په پنځوسم هجري قمري کال کښې د خپل مشر ورور حضرت امام حسن (ع) له شهادت وروسته د مسلمانانو هدایت او امامت نیغ په نیغه په غاړه واخیست او بالاخره د خپل خوږ نیکه حضرت محمد مصطفی (ص) د دین په دفاع کښې په یو شپیتم هجري قمري کال کښې په کربلا کښې شهید شو او دا شان پخپل شهادت سره یې داسې تل پاتې حماسه وزیږوله چې د اسلام تنکی بوټی یې پياوړئ کړ او د انسان ټولو نسلونو ته د پتمنۍ او د ظالمانو په وړاندې د نه تسلیمیدو درس ورزده کړ.
د حضرت امام حسین (ع) د ولادت کلیزه د ایران په اسلامي جمهوریت کښې د پاسدارانو ورځه نومول شوې ده ځکه چې په ایران کښې د اسلامي انقلاب پاسدارانو یا ساتونکو د هدف په لاره کښې د حضرت امام حسین (ع) د میړانې، ځوانمردۍ او ټینګیدو په مثال ګرځولو سره د اسلام او اسلامي انقلاب د ارمانونو د ساتنې او همداشان د ایران د ځمکنۍ بشپړتیا او وطن د حفاظت لپاره ښکلې او پرتمینې صحنې وپنځولې او پخپله د نړۍ د آزادي غواړي او باایمانه ځوانانو سرمشق وګرځیدل.
د حضرت امام حسین (ع) د ولادت یا زوکړې د کلیزې په مناسبت د مبارکۍ ویلو په ترڅ کښې د دغه معصوم امام په هکله د پیغمبر اکرم (ص) یوه غوره وینا درته نقلوو چې ويې فرمایل: بیشکه چې حسین د هدایت څراغ او د نجات او ژغورنې کشتۍ ده.
««««««««««««
یو زرو درې سوه اته اویا کاله پخوا، د شپیتم هجري قمري کال د شعبان یا شوقدر د میاشتې په دریمه نیټه، د رسول پاک حضرت محمد مصطفی (ص) د ګران لمسي حضرت امام حسین (ع) قافله مکې مکرمې ته ورسیدله. هغه حضرت چې ژوند یې د یزید په حکومت باندې د اعتراض او له هغه سره د بیعت نه کولو په وجه په خطر کښې ؤ، مدینه پریښودله او مکې ته ولاړ. حضرت امام حسین ابن علي (ع) په مکه کښې د ښار د خلکو او مشرانو له هرکلي سره مخامخ شو او د بني امیه په تیره بیا د یزید بن معاویه د فساد د رسوا کولو لپاره یې د حاجیانو د تګ راتګ له فرصته ګټه پورته کړه او دا شان خپل پيغام یې د اسلامي ټاټوبي لیرولیرو سیمو ته ورساوه.
له بلې خوا حضرت امام حسین (ع) په مکې کښې د کوفې د خلکو لخوا په زرهاو لیکونه ترلاسه کړل چې پکښې له یزید سره د مخالفت تر څنګ دغه ښار ته د امام د تګ او د بني امیه د حکومت په خلاف د پاڅون غوښتنه شوې وه. حضرت امام حسین (ع) په مکې کښې کابو له څلورو میاشتو پاتې کیدو وروسته د کوفې د خلکو بیا بیا بلنو او همداشان هغه خطر ته په پام سره چې د یزید د مامورانو لخوا یې دوئ ګواښل، د شپیتم قمري کال د ذی الحجې په اتمه نیټه کوفې ته روان شو.
««««««««««««
شپږ شپیته کاله پخوا، د دیارلس سوه دیرشم هجري لمریز کال د غوايي په لسمه نيټه، د ایران د ملي شورا له خوا د انګلیستان د تیلو شرکت د لاس لنډولو قانون تصویب شو.
د تیلو د صنعت له ملي کېدو وروسته، د ایران دولت پرېکړه وکړه چې د ایران له تیلي شرکت څخه د انګریزانو لاس لنډ کړي، نو ځکه یې پارلمان ته لایحه واستوله چې په هغو کې، د ایران د تیلو په چارو کې دانګلیستان لاس لنډ او واک ترې اخیستل کېدو.
ددغه قانون په تصویبېدو سره، له تیلي شرکت څخه انګریز کار کوونکي و ایستل شول او د تیلو صنعت د ایرانیانو لاس ته ورغی.
انګلیستان چې خپلې ګټې یې له لاسه وتلو په حال کې لیدلې، ملګرو ملتونو او د هالنډ د هیګ نړیوالې محکمې ته شکایت وکړ ، خو محکمې د ایران په ګټه حکم وکړ، په نتیجه کې د ایران او انګلیستان سیاسي اړیکې پرې شوې.
انګریزان چې ددې پېښې اصلي عامل یې مصدق باله، پرېکړه یې وکړه چې مصدق له واکه لرې او پر پاچا یې فشار واچاوه چې د زمري یا اسد د ۲۸مې امریکايي او انګلیستاني کودتا په شمول ورپسې ډېرې پېښې یې رامنځ ته کړې.
««««««««««««
او له ننه اته دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجري لمریز کال د غوايي په لسمه نيټه، د مصر له رژيم سره د ایران د اسلامي جمهوریت سیاسي اړیکې پرې شوې.
وروسته له دې چې د مصر ولسمشر محمد انور سادات له صهیونیسټ رژيم سره د کیمپ ډیویډ شرمونکي تړون په لاسلیکولو سره د فلسطین د ملت او اسلامي نړۍ له هیلو سره خیانت وکړ، په همدې ورځ د اسلامي انقلاب ستر رهبر، امام خمیني رح په حکم د ایران د اسلامي جمهوریت دولت د مصر له دولت سره اړیکې پرې کړې.
د مصر او اسراییلو ترمنځ د خاینانه تړون لاسلیکېدل د فلسطین د ملت او اسلامي امت ګټو او روا غوښتنو ته له پام پرته و چې د فلسطین د خلکو د حقوقو تر پښو لاندې کول او د صهیونیزم نړیوالو یرغلونو ته یې روا والی ورکاوه.
انور سادات څه موده وروسته د همدې شرمونکي تړون د لاسلیکولو په جرم د یوه پوځي پریټ د ترسره کېدو په حال کې د خالد اسلامبولي په نامه د یوه مبارز له خو په ډزو سره د خپلو اعمالو په سزا ورسید او ووژل شو.
ذیشان حیدر بنګش