May 24, 2017 12:35 Asia/Kabul
  • د غبرګولي د میاشتې د دریمې نیټې ورځپاڼې

د تهران راډیو مینه والو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام مو چمتو کړی دی. عزیزانو په دې نني پروګرام کښې هم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې به د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریک کړو.

د تهران ورځپاڼو په سر کښې اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د امام خمیني(رح) پاک حرم ته د ولسمشر حسن روحاني د تګ خبر راخیستی او د هغه له قوله یې په غټو ټکیو لیکلي دي: خلکو فیصله وکړه چې ټولې پرګنې او افکار د انقلاب قطار ته ستانه شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د ارواښاد بنسټګر په حرم کښې د ولسمشر د خبرو ځینې برخې په دا ډول دي: حضرت امام خمیني(رح) مونږ ته رازده کړل چې دا انقلاب په خلکو سره ساتل کیږي.

که انتخابات او د رایه ورکونې په مرکزونو کښې د خلکو زوږناک شتون نه وی نو د ډول ډول شیطاني دسیسو په وړاندې مو د خپل نظام او انقلاب ساتنه نه شوه کوله.

د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په لارښوونې او یووالي سره به خپل مقصد ته رسیږو.

ولسمشر د خپلو څرګندونو په دوام کښې زیاته کړه چې له خلکو سره خپلې کړې ژمنې به پوره کړي. هغه وویل: آیت ا... هاشمي په ټولو ډګرونو کښې د ولس عزت او بریالیتوب غوښتنه.

د ایران ولسمشر حسن روحاني همداشان د اسلامي انقلاب له معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي سره هم وکتل.

په دې موقع د حضرت امام خمیني(رح) لمسي او د هغه د حرم متولي هم وویل: د خلکو ډله ایزې پوهې سمه پریکړه وکړه.

هغه زیاته کړه چې امام خمیني د خلکو په عقل او پوهې باور درلود. د غويي د ۲۹ نیټې په حماسه کښې د خلکو د ټولو پرګنو موثر، ولوله ناک او تاند ګډون ملي هوډ په ډاګه کړ.

خلکو د انقلاب یو ملګری انتخاب کړ خو د دې شتون او ګډون اصل یو ډیر ستر کال او دا ملي اعتماد یوه لویه پانګه ده.

 

اطلاعات په یو بل کوچني خبر کښې لیکلي چې د عربستان باچا نتانیاهو ته د دوستۍ پیغام ولیږه.

د عربستان باچا ملک سلمان په دغه پيغام کښې چې د ټرمپ له لارې یې د صهیونیسټي رژيم وزیراعظم بنیامین نتانیاهو ته لیږلی دی، ویلي چې د سولې د ټینګولو وخت رارسیدلی دی.

د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم له نتانیاهو سره په کتنه کښې ویلي دي: عرب نړۍ له اسرائیلو سره د سولې عملي کیدو ته ګروهنه لري.

 

د تهران چاپ ایران ورځپاڼې بیا په بریتانیا کښې د وروستۍ ترهګرې حملې په هکله یو سرټکي کښې لیکلي دي: د مانچسټر خونړۍ کنسرټ.

د خبر په تفصیل کښې لولو چې دانګلستان په مانچسټر ښار کښې په یوې بم چاودنې کښې (۲۲) کسان وژل شوی او له پنځوسو(۵۰) زیات ژوبل شوی دی او ډیر خلک بې درکه شوی هم دی .

دانګلستان چارواکو وویل دغه بم چاودنه په مانچسټر کښې د امریکا د سندرغاړی اریانه ګرانډې (Ariana Grande )د کنسټر له ختمیدا وروسته شوی ده او ویل کیږی ځان وژونکی حمله وه چې په ارینه(Arena) سیمه کښې شوی ده .

له بلې خوا د بریتانیا پولیسو د مانچسټر د ترهګرې حملې په تړاو د یو کس د نیولو خبر ورکړ.

د بریتانیا پولیسو پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې د مانچسټر په سویل کښې یو ۲۳ کلن سړی یې د وروستۍ ترهګرې حملې په شک نیولی دی.

له بلې خوا د انګلستان لومړۍ وزیرې ټیریزامی خبریالانوسره په خبرو کې د دې خبرې په کولو سره چې د مانچسټر ښار په ترهه ګرې پیښې پسې  په برتانیا کې  امنیتي خبرداری، له سختیداڅخه، بحراني شونې ته رسیدلی دی، وویل:  پوځی ځواک او پولیس  به  دانګلستان په  مهمو ښارونو کښې د ترهه ګرۍ له ګواښونو سره دمقابلې لپاره مرسته وکړی .

په انګلستان کې :بحرانی سوئې : ته  دامنیتی خبرداری دسوئې زیاتیدا  ، په دې معنا  ده چې  په انګلستان کې  په نزدې راتلونکی کې  دیوې بلې ترهه ګرې حملې احتمال هم شته .

 

جوان:

                له تهرانه چاپیدونکې جوان ورځپاڼې بیا د بحرین ګډووډو حالاتو ته انعکاس ورکړی او په یو خبر کښې یې لیکلي دي: پرون د شیخ عیسی قاسم په کور باندې د آل خلیفه رژيم د ځواکونو له برید سره هم مهاله د دغه هیواد سل هاو کسانو د خپل مشر دیني عالم د کور په خوا کښې تجمع وکړه.

په یادو نښتو کښې یو تن وژل شوی او سل تنه زخمي شو ي دي.

د ایران د خارجه وزارت ویاند د منامې په الدُراز سیمې د بحرین رژیم د امنیتي ځواکونو یرغل او د دغه هیواد د لوړرتبه عالم شیخ عیسی قاسم د کور حریم ته د هغوي ننوتل وغندل.

بهرام قاسمي څرګنده کړه: د بحرین رژیم  د شیخ عیسی قاسم پر کور په برید او د دغه هیواد د لس هاو بې دفاع خلکو په وهلو ټکولو سره په بحرین کښې موجوده وضعه لا پيچلې کړه.

 

قاسمي د بحرین د پلازمینې په الدراز سیمه کښې د شیخ عیسی قاسم په کور او معترضانو باندې د آل خلیفه رژیم د امنیت ځواکونو ننی تیری د دغه هیواد محاسباتي غلطي وبلله او ټینګار یې وکړ چې د بحرین د خلکو ځپل او د هغوي خلاف د مذهبي او قبیله ایزو کړچارونو غوره کول په دغه هیواد کښې د کړکیچ له هواري سره هیڅ مرسته نه کوي او د سوله ایزو اعتراضونو بهیر نه شي بندولی.

 

جمهوري اسلامي:

                د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې په یوه سرخۍ کښې لیکلي دي: د اسلامي ملګرتیا سازمان د یمنیانو د ژوند ژغورلو لپاره د نړیوالې ټولنې د مداخلې غوښتنه وکړه.

د اسلامي ملګرتیا سازمان دارالانشاء  د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د وبا د وژونکې ناروغۍ له خپریدو څخه د یمنیانو د ژوند ژغورلو لپاره د نړیوالې ټولنې د مداخلې غوښتنه کړې او دا په داسې حال کښې دي چې دغه سازمان د یمن د خلکو په وژله کښې د سعودیانو د جنایتونو په هکله تراوسه خوله ګنډلې ده.

د اسلامي ملګرتیا سازمان په دغه خبرپاڼه کښې ویلي دي: په یمن کښې ګڼ خلک د وبا په بیمارۍ اخته شوي دي دا شان چې تراوسه یې ۲۳ زره کسان ناروغه کړي دي او اټکل کیږي چې تر راتلونکو شپږو میاشتو کښې ۲۰ زره نور کسان هم په دغې ناروغۍ اخته شي چې دا د دې ناروغۍ د چټکې خپریدا ښودنه کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د وبا له امله د ۳۱۵ کسانو د وژل کیدو او په دغې ناروغۍ د ۲۹ زره او ۳۰۰ کسانو د اخته کیدو خبر ورکړ. دا شمیره د یمن په ۱۹ ولایتونو کښې د اپریل له ۲۷ نه د مۍ تر ۲۱ نیټې پورې ده.

 

کابل چاپ:

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان په سوله کې د سعودي عربستان په رول او د سیمې د امنیت په اړه د روسیې د کنفرانس په هکله لیکنې او تبصرې کړي دي.

د انیس دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی سعودي عربستان کولای شي د افغانستان د سولې په ټینګښت کې ګټور رول ادا کړي.

وړاندې په سرمقاله کې د افغان ولسمشر له قوله ویل شوي چې د ریاض د غونډې هغه پرېکړې چې د ترورېزم د تمویل سرچینې وچوي یو نیک اقدام دی.

 

انصار خپلواکې ورځپاڼې د پاکستاني سیاست وال عمران خان له قوله لیکي د ریاض په غونډه کې د پاکستان د صدراعظم نوازشریف ګډون د پاکستان لپاره شرمناکه خبره وه.

سرمقاله لیکونکی وړاندې لیکي چې د ریاض په کنفرانس کې د پاکستان صدراعظم ته بې توجه يې نه یوازې نوازشریف ته ارزښت نه ورکول دي بلکې هر پاکستاني وګړي ته په سپکه سترګه کتل دي.

 

هېواد دولتي ورځپاڼې د پاکستان د سعودي په غونډه کې سخت تاوان وکړ تر عنوان لاندې مقاله کې کښلي چې د پاکستان صدراعظم په زړه کې ګوړې ماتولې چې د اسلامي هېوادونو په دغه کنفرانس کې به د ترهګرۍ ضد مبارزې په نوم خپله تش په نامه داعیه ښه خرڅه او د نورو توجه به جلب کړي.

سرمقاله وړاندې لیکي خو داسې ونه شول او راحیل شریف ته چې د سعودي په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو قوماندان دی هم دخبرو کولو وخت ورنه کړل شو.

 

او اصلاح ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله کې د سیمې د امنیت په اړه د روسیې کنفرانس ته اشاره کړې ده.

سرمقاله لیکونکی لیکي د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر وار له مخه په دغه کنفرانس کې د ګډون لپاره روسیې ته رسېدلی او تمه ده چې په دغه کنفرانس کې به د افغانستان او سیمې د امنیت او ثبات د ټینګښت برخه کې هر اړخېزې او ګټورې خبرې وشي.