Sep 11, 2017 06:42 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۱۷۵

نن د ګل ورځ یا دوشنبه د ۱۳۹۶ هجري لمریز کال د وږي دمیاشتې او همداشان د ۱۴۳۸ هجري قمري کال د ذي الحجې یا لوې اختر د میاشتې شلمه او د ۲۰۱۷ میلادي کال د ستمبر یولسمه نیټه ده. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            له ننه ۶۹ کاله مخکې د نولس سوه اته څلویښتم میلادي کال د ستمبر په یولسمه نیټه، د قائداعظم لقب لرونکی د پاکستان بنسټګر محمد علی جناح وفات شو. هغه په اتلس سوه شپږ اویایم میلادي کال کښې د اوسني پاکستان په جنوب کښې د کراچي په ښار کښې زیږیدلی و. جناح په نولس سوه شپږم میلادي کال کښې د جوړ شوي مسلم لیګ ګوند له بنسټګرو څخه ؤ. دغه ګوند په لومړیو کښې کلتوري او مذهبي فعالیتونه درلودل، خو ورو ورو یې سیاسي مسئلو ته ګروهنه ومونده او د مسلمانانو لپاره د یوه خپلواکي هیواد د جوړولو غوښتونکی شو.

د محمد علي جناح له اقداماتو او پلانونو سره ، د هند ډیرو مسلمانان په مسلم لیګ ګوند کښې شامل شول او دغه ګوند په قدرتمنو تشکیلاتو بدل شو، په دی ډول چې په پارلماني انتخاباتو کښې چې له دوهم نړیوال جنګه وروسته ترسره شول، مسلم لیګ تقریبا د هند د براعظمګي په ټولو مسلمان میشته سیمو کښې بریالیتوب ترلاسه کړ. داشان پاکستان په نولس سوه اوه څلویښتم میلادي کال کښې د ګورنر جنرالي له حکومت سره خپلواکه شو او د هغه لومړنی ګورنر جنرال هم محمد علی جناح ؤ. د پاکستان خلک د خپل هیواد د خپلواکۍ په لاره کښې د جناح د خدمتونو په وجه، هغه د ملت پلار ګڼي او د قائداعظم په لقب یې پیژني.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/

=            شپږ دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه شپیتم لمریز کال د وږي میاشت په شلمه نیټه، د ایران په شمال لویدیځ کښې د تبریز ښار د جمعې امام آیت ا... سید اسد ا... مدني د جمعې لمونځ ترسره کولو په وخت د منافقینو ترهګری ډلې په وسیله شهید شو. هغه په دولس سوه درې نوېم لمریز کال کښې زیږیدلی و او خپلې زده کړې یې د اجتهاد درجې په ترلاسه کولو سره د قم او نجف په علمیه حوزو کښې ترسره کړې. آیت ا... مدني د خپلو زده کړو په پړاؤ کښې په سیاسي مبارزو کښې ګډون درلود او د دیارلس سوه دوه څلویښتم لمریز کال د غبرګولې د پینځلسمې نیټی په پاڅون کښې د امام خمیني په پیروۍ سره یې د باچا رژیم  د جنایتونو او پلیدې څیرې ایشوا کولو ته مخه کړه. په دې وجه یې ډیر کلونه په زندان او جلاوطنۍ کښې تیر کړل.

آیت ا... مدني په ایران کښې د اسلامي انقلاب له بریالیتوبه وروسته، د حضرت امام خمیني (رح) په حکم سره د تبریز ښار د جمعې امامت پر غاړه واخیسته او بالاخره د جمعې د  لمونځ په مهراب کښې د منافقو ترهګرو په لاس شهید شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            درویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه درې اویایم لمریز کال د وږي میاشتې په شلمه نیټه، د ایران یو اوسمهاله قرآن پیژاندی او څیړاند ډاکټر محمود رامیار وفات شو.

هغه د خپل ژوند له پيل څخه په خپل زیږنځي یعنې د ایران په مذهبي ښار مشهد کښې د اسلامي معارفو او علومو زده کولو ته مخه کړه. ډاکټر رامیار د حقوق او فلسفی په څانګو کښې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او له هغې ورسته په دیارلس سوه شپږ پنځوسم لمریز کال کښې د ادینبورګ له پوهنتون څخه په فلسفی کښې د ډاکټری درجې په ترلاسه کولو بریالئ شو. هغه څه موده د تهران پوهنتون د اسلامي معارفو او الهیات پوهنځي مشري او د دغه پوهنتون استادي پر غاړه درلوده. د هغه په اثارو کښې کولئ شو د تاریخ قرآن او کشف المطالب کتابونو ته اشاره وکړو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            له ننه ۱۹ کاله مخکښې د ۱۴۱۹ سپوږمیز کال د ذي الحجې د میاشتې په شلمه نیټه الهي عارف او رباني عالم آیت ا... سید عبدالکریم کشمیري په ۷۲ کلنۍ کښې په قم کښې وفات شو. آیت ا... سید عبدالکریم کشمیري په ۱۳۴۵ کال کښې په نجف اشرف کښې زیږیدلی و. هغه په نجف کښې له ابتدایي زده کړو وروسته د آیات عظام خويي، سید عبدالاعلی سبزواري، سید عبدالهادي شیرازي او شیخ کاظم شیرازي د درس خارج په کلاسونو کښې ګډون وکړ او د خپلې هوښیارۍ په وجه یې په ډيره لنډه موده کښې یې له آیت ا... خويي څخه د اجتهاد درجه ترلاسه کړه. په تدریس کښې د آیت ا... کشمیري زیار داسې و چې هره ورځ به یې د فقهې، اصولو، فلسفې او عرب ادبیاتو په شمول د درس یولس ټولګي جوړول. له تدریس او ښوونې، تحقیق او لیکلو نه علاوه یې د نفس په تهذیب او معنوي سیر کښې هم لوړو درجو ته لاس پيدا کړ او د ډیرو کرامتونو خاوند شو.

د عراق د بعث رژيم له سختګیریو وروسته له خپلې کورنۍ سره یوځاې په پټه توګه ایران ته روان شو او د ایران او عراق په پوله کښې د هغوي ټولې علمي لیکنې د عراق د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            او له ننه شپاړس کاله پخوا د دوه زره لومړي میلادي کال د ستمبر په یولسمه نیټه،  د امریکا له څلورو تښتول شویو الوتکو څخه دوه، په نیویارک کښې د  تجارت د نړیوال مرکز له دوو برجونو او یوه  د دغه هیواد د د فاع وزارت له ودانۍ پینټاګان  سره وجنګیدې  او څلورمه  یې د  پنسلوانیا په  هوا کښې په نښه شوه او نسکوره شوه.  په دغه لویې ترهه ګرې حملې کې  د نړیوال تجارت برجونه ونړیدل او د پینټاګان یوې برخې ته هم تاوان  ورسیده او له امله یې ټول ټال  درې زره دوه سوه کسان ووژل شول. 

له دغې پیښې وروسته  امریکا   د اسامه بن لادن په مشرۍ  القاعده ډله د دغو  عملیاتو  ذمه واره وبلله او  ورپسې بیا  له اسلام سره د دښمنۍ یوه لویه څپه او  په لویدیځو هیوادونو کې په مسلمانانو او اسلامي مرکزونو بریدونه پیل شول.  د امریکا دهغه وخت ولسمشر جارج ډبلیو بوش هم له دغه  فرصته په استفادې سره  له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په پلمه  د اسلامي هیوادونو په خلاف  جګړه مار  اوپراختیا غواړي سیاستونه پیل کړل. د امریکا پوځ د دغه سیاست په لړ کې  د دوه زره لومړي کال په اکتوبر کې افغانستان او  د دوه زره  دریم کال په مارچ میاشته کې  عراق ونیوه او په لکونو ملکي کسان یې  مړه او ژوبل کړل.  په دې ډول واشنګټن  د ستمبر د یوولسمې نیټې د پیښو  له فرصته چې  د ترهه ګرۍ د  مونډ ایستلو لپاره د ټولو هیوادونو د ملګرتیا په یو فرصت بدلیدی شو، د خپلو تیری ګرو او تاړاک ګرو سیاستونو لپاره کار واخيسته.  په امریکا کې دننه هم  د امریکا دولت   د دغه هیواد په خلاف د امنیتي ګواښونو په  سترښودلو سره  فردي او مدني ازادۍ  کمې کړې  او د امریکا پوځي او امنیتي بودجه یې ډیره زیاته کړه .

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*