Nov 06, 2017 16:09 Asia/Kabul
  • دمینځنی ختیځ بدلونونه

دتهران دپښتو خپرونې او ا نټرنیټي پاڼې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې دمینځنی ختیځ د بدلونونو نومې اونیز پرورګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو . دوستانو په تیرې اونۍکې په مینځني ختیځ سیمې کې د ډیرو مهمو بدلونونو کتونکي وو،په سورئې او عراق کې دترهه ګرو په ضد بریالیتوبونه ،دبالفور اعلامیې په سلمې کلیزې غبرګونونه او دعراق پر کردستان سیمې د مسعودبارزاني دمشرۍ پاي،د دغو مهمو بدلونونوځيني برخې وې چې په اوسني پرورګرام کې به ئې وسپړو .

دسورئې په ختیځ کې د  دیرالزور ولایت  مرکز  :دیرالزور ښار :  دتیرې جمعې په ورځې  د داعش تکفیری ترهه ګرو   له درې کلن نیواکه وروسته  آزاد شو. د سورئې  دپوځ  لوي درستیزوالۍ  په یوې اعلامیې کې  اعلان وکړ، پوځ د خپلو متحدانو  په ملګرتیا سره  وتوانید،  دیرالزور ښار ته د بشپړ امنیت او ثبات په ستنولوکې پخپلو دندو عمل وکړي .دسورئې له مخالفانو سره   اړونده د سورئې دبشری حقوقو   د دفاع په نامه   ډلې  هم د جمعې په شپه  اعلان وکړ چې  دسورئې پوځ   دیرالزور ښار په بشپړ ډول د  دداعش ډ لې له  منګولو آزاد کړ .

 د دیرالزور ښار آزادي  له دې اړخه ډير اهمیّت لري،چې دغه ښار د داعش د سرغنو  اصلی  مرکز ؤ او  د دغه ښار په  له لاسه ورکولو سره،د  هغو ترهه ګرو ډ لو د عملیاتو په قوماندانۍکې  د داعش توانمنۍ چې  د دغه ښار  په ختیځي ساحو کې کلابند  شوي ،په له مینځه تلو دي .  په عین حال کې  دیرالزور ښار ، له اقتصادي پلوه ، په تیره بیا  دکرهڼیزو چارو له لحاظه ډیر اهمیّت لري  او د دغه ښار آزاديدا، د سورئې دخوراکي موادو ډيره زیاته برخه تامینولی شي.

 د سورئې  :شام ټایمز:خبری سایټ   د دیرالزور  د آزادۍ د اهمیّت په باب لیکلی  دي ،نن سبا  د سورئې  دیرالزور  ولایت   له یوه خاص اهمیّته برخمن  دی  ، ځکه چې په همداوروستیوکې دسورئې دنظام دپوځ او دسورئې دهغه  ډیموکراټيک مخالف  ځواک  ترمینځ دسیالۍ لپاره په یوه ډګر بدل شوی دی  چې  د امریکا  له ملاتړه برخمن دی . په عین حال   کې  د سورئې  شاوخوا سیمې  د هغو ځواکونو لپاره چې  دسورئې له پلوه  د دغو سیمو د آزادولو لپاره  هڅه کوي ، له خاص اهمیّته برخمنې دي .  د دغو سیمو د اهمیّت علت  دادی چې  د دغو سیمو  آزادول  ،  له سورئې سره  دعراق  دپولو بیایوځاي کیدا او  تماس او  په نتیجې کې  د مقاومت دچورلیز د ډلو   تماس او ارتباط ټينګول دي . 

  سورئې د دیرالزور ښار په آزادیدیدو سره،یوازې هغه مرکز چې   په دیرالزور ولایت کې  د  داعش ترهه ګرې ډلې  په نیواک کې  دی، :البوکمال :ښار دی .  ابوکمال ښار  دعراق له پولو سره نزدې دی  او  دسورئې  پوځ اومقاومت ځواک  ورسره په پنځوس کلومیټرۍ کې دیره شوی دی .

             داعشی ترهه ګرو تیره اونۍ په عراق کې درندې ماتې زغملي دي  او په  عراق کې دخپل شتون په ورستیو شپوورځو کې دي .دعراق لومړی وزیر حیدرالعبادی  د اکتوبر په شپږویشتمه نیټه   په الانبار ولایت کې  د :راوه  : او  دغه را ز د : القائم:  ښارونو د آزادولو فرمان  صادر کړ .  دعراق  دپوځ  او له ترهه ګرۍ سره دمبارزې  ځواک ، حشد الشعبي ولسی مبارز ځواک،  قبایلي ځواک او  دعراق هوائي ځواک  پشمول ګډو ځواکونو  د دغو دواړو ښارونو په آزادونکو عملیاتو کې برخه   واخسته . دغه ځواکونه په پیل کې  بریالی شول،  :راوه : ښار  د تکفیری ترهه ګرو داعشیانو له سپیرومنګولو آزاد کړي  او وروسته   د :القائم  : ښار د آزادولو عملیات پیل شول .  دعراق  ځواکونه دجمعې په شپه بریالي شول  په الانبار ولایت کې القایم  ښارهم په بشبړ ډول د داعشی تکفیری ترهه ګروله سپيرو منګولو آزادکړي.دعراق لومړی وزیر حیدرالعبادی  په یوه پیغام کې ،  القائم ښار ته دعراقي ځواک ورتلل او  له سورئې  سره د :حصیبه : نومې سرحدي سترې لارې  د آزادولو په باب  دعراق  ولس ته مبارکي ووئيله .

د القائم ښار آزادول ډير زیات اهمیّت لري ،ځکه  له یوې خوا  په عراق کې د داعش پاي دی او داعش تکفیری ډله   له  عراقه په بشپړ ډول  پاکه کیږي  او له بل پلوه دعراقي او سوریاوالو پوځونو ترمینځ ارتباط هم ټينګیږي .ځکه القائم  ښار  د عراق او سورئې   له پولې  سره نزدې  دی .  په عین حال کې  د عراق د  حزب ا...غورځنګ دکنډکونو  پوځي ویندوي  جعفر الحسینی  د القائم  ښآر  د آزادۍ په باب وئيلی دي ،د  القائم  ښار آزادي،په درستې سیمې کې  د د مقاومت له چورلیز سره غږملتیا او له سورئې سره ارتباط پوره کوي او   د مقاومت  دچورلیزي هیوادونو د منزوي  کولو په باب  د امریکا دپلان  د دړې وړې کیدا لامل کیږي . 

               تیرې پنجشنبې ورځې  یعني د  نومبر  دوهمه نیټه  د بالفور اعلامیې  سلمه کیزه وه .په داسې حال کې چې د بالفور  دبې شرمه اعلامیې د صادریدو  د سلمې کلیزې دستورې  د انګریز چارواکو او د صهونیسټي رژيم  د سرغنو په شتون سره په لندن کې ترسره شوې او  انګریز لومړۍ وزیرې تزرامي  د اسرائيلی رژيم په تاسیس کې د خپل هیواد  په رول ویاړ وکړ،  دنړۍ بیلابیلې سیمې  د دغې اعلامیې په محکومیّت کې د مظاهرو  کتونکي  وې  او  مظاهره چیانو پر انګریز حکومت غږ کړی ،  دبالفور اعلامیې   له امله  دې  د فلسطین له ملته بخښنه وغواړي .

   انګریز لومړۍ وزیرې  تزرامي  د بالفور اعلامیې  دسلمې کلیزې  په مناسبت   د ماښامنۍ  په پرورګرام کې  یو ځل بیا  د دغې بې شرمې اوبې عزته  اعلامیې ملاتړ وکړ  او دا ئې  د وخت انګریز خارجه وزیر  آرتر جیمز بالفور  نوښت وبالهّ.  په عین حال کې انګریز لومړۍ وزیرې  د بالفور اعلامیې   د دفاع او  دفلسطین  په ټاټوبي کې د صهونیسټ رژيم  د نیواکګرۍ په باب مدعي شوه دغې اعلامیې  د فلسطنیانو حقوق هم په نظر کې  نیولي او  له دې منظره  انګلستان  د بالفور  اعلامیې په خاطر  بخښنه نه وغواړي .

 بالفور اعلامیه   د ۱۹۱۷کال  دنومبر په دوهمه او د لومړي نړیوال جنګ  په وخت کې  له  سایس – پیکو تړونه  یو کال وروسته   د انګلستان د پارلیمان یوه غړي او یهودي توکمه  سیاستوال  او هم  د بریتانیا-آئرلینډ د یهودي ټولنې  رهبر   لیونل  والټر روتشیلډ ته په خطاب کې  دانګلستان د وخت خارجه وزیر  آرتر  جیمز بالفور  په وسیله  صادره شوه .   دغه اعلامیه روښانه کوي ، چې  په فلسطین  کې د یوه  یهودي  حکومت جوړیدا  ضروري ده  او ددې په اساس  انګلستان  د دغه تاریخي ماموریت ترسره کولو ته ژمن دی . بالفور اعلامیه   دیهودیانو لپاره د  وطن  دجوړولو    لپاره لومړنی ګام ؤ ، یو داسې وطن چې  خاوند ئې درلود او قانوني خاوندان ئې  هماغه فلسطینیان  وو . په دغې اعلامیې کې  په ډاګه   دې ته اشاره شوې ده چې  انګریز حکومت  دیهودیانو لپاره  د یوه وطن په تاسیس پسې دی .  د بالفور اعلامیې  په دوهمې مادې کې  راغلي دي ، چې  انګریز حکومت  دیهودیانو لپاره  دیوه ملی وطن  له جوړیدا  ملاتړ او  ملګرتیا ته پابند دی .  په حقیقت کې   په داسې حال کې چې   دصهونزم  دسیاسی غورځنګ  بنسټګر بینامین تئوډر هرټسل د یهودیانو لپاره د یوه وطن  په تاسیس کولو کې ناکامه شو،نو انګلستان  د یهودیانو لپاره  وطن  تاسیس  کړ . په عین حال کې  ځيني شناندي   بالفور اعلامیه داسې تعریف کوي ، چې   یو هیواد  بل هیواد ته  ژمنه ورکوي ، دریم هیواد  دهغوي په اختیار کې ورکوي . ::: 

 دلبنان یو تاریخ پوه او  څيړاند  د بالفور اعلامیې په باب په یوې مقالې  کې لیکي ،  بې شکه   د   ۱۹۱۷کال  دنومبر په  دوهمه  د  بالفور    اعلامیې صادریدا  دیوې  له سریزې  او زمینې پرته پیښه نه  ده  او  دا موضوع  په نړیواله، عربی او اسلامی  سویه  اوږدمهاله  موخې او  ژورې ریښې  لري .  دې ته په پام سره چې  بریتانیا  په نړۍ کې  د عربی سیمې    په مهم موقعیَت او اهمیّت  پوهه شوې وه ،   دنړیوال صهونزم  له غورځنګ  سره  د رابطې  او  متحد کیدا په سبب  او له دې وروسته چې   په مینځني ختیځ کې  ئې  دخپلو ګټو ترلاسه کول  له خطرې سره  مخامخ شول ،  نو د بالفور اعلامیه ئې صادره کړه .  په دې مینځو میان کې    په فلسطین کې  د یوه :یهودي  ملی وطن  :  ته درسیدو لپاره   په ۱۹۱۷ کال کې  دجرمني د صهونیسټانو  هڅه پیل شوه او دا موضوع  ،د بالفور  داعلامیې  داعلانولو لپاره  پر انګریز حکومت د دباؤ  یو عامله ده .  امریکا هم  په دې زمینې کې  رول لوبولی دی  ، لکه څنګه  چې په  استانبول کې د دغه هیواد سفیر ، د ۱۹۱۶کال  په مئ میاشت کې  د  امریکا په سینسیناټي  ښار کې  په وینا   سره ،دیهودیانو په ګټه  له ترکانو دفلسطین  د ټاټوبي داخستو دزمینې دبرابریدو دامکان خبره کړې وه . :::: 

 که څه هم  بالفور اعلامیه  یوازې  ۶۷کلمې لري ،خو   دنړۍ دیوه نه حل کیدونکي  خورا مهم  کشمکش   زمینه ئې برابره کړه .   د بالفور اعلامیې  له صادریدو  نه یوازې  سل کاله وروسته  له فلسطیني ولس سره  دصهونیسټانو  دشخړې  د کمیدا  کومې نښې نښآنې  نشته ، بلکې  د غه شخړه  هماغه راز په زیاتیدو هم ده .  په دې باب داسې  ډيرې نښې نښآنې  شته  چې  دغزې تړانګې  دڅه  د پاسه لس کلنې کلابندۍ  او  په دغې سیمې کې  دبوږنونکي وضعیّت رامینځةکیدا  او همداراز  دفلسطین د  اسلامی مقاومت غورځنګ  حماس  د بې وسلې کولو  لپاره  د صهونیسټ رژيم دباؤنه  چې    حماس غورځنګ ئې خپله سره کرښه ګڼي ،  په دغو نښو نښانو کې شامل دي .

                      د ۲۰۱۷ کال د نومبر لومړۍ نیټه،دعراق په کردستان سیمې  د مسعود بارزاني   مشرۍ پاي ته ورسیده او له  دغې ورځې وروسته  بارزاني هیڅ رسمي څوکۍ نه لري  . مسعود بارزاني  دعراق پارلیمان ته د   خطاب په  یوه لیک کې  وئيلی  چې پر کردستان سیمې به خپله مشري بیا تمدید نه  کړي  او له دې وروسته به یو پیشمرګه  وي :::  دعراق دکردستان پارلیمان هم  د تیر  اکتوبر  په ۲۹نیټه   په اویاؤ  مثبتو  او ۲۳مخالفو رایو سره  د دغې سیمې  دمشر  داختیاراتو له ویشلو سره موافقه وکړه .

  دمسعود بارزاني د مشرۍ دپړاؤ  نه تمدیدیدا  او   د درو قواؤ   ترمینځ دهغه داختیاراتو ویشل ،  دعراق په کردستان سیمې  دمسعود بارزاني  دسیاسی ژوند دپاي په معنا دي . مسعود بارزاني  له ۲۰۰۵کال څخه   د  ۲۰۱۷کال داکتوبر تر   یودیرشمې نیټې پورې  تر دولسو  کلونو پورې   دعراق دکردستان سیمې مشري په غاړه درلوده.  هغه  لومړي ځل   په ۲۰۰۵کال کې  د کردستان سیمې  دپارلیمان له لارې  او  دوهم ځل  هم  په ۲۰۰۹کال کې   دولسی رایو له لارې   د دغې سیمې   دمشرۍ په څوکۍ  غوره شو .  دمسعود بارزاني   دمشرۍ پړاؤ  باید  د ۲۰۱۳کال  په اووړي کې ختم شوي وائ ، خو   دکردستان ډیموکراټيک ګوند او د وطن پالې اتحادئې  استازو  د ۲۰۱۳کال په جون کې   د دغې سیمې دپارلیمان  په غونډې کې  دنولسم شمیر  دقانوني مسودې  په تصویبولو سره موافقه وکړه  چې  د سیمې دمشرۍ انتخابات  د وو کلونو لپاره وځنډول شي .  په  عین حال کې وټاکل شوه ،  دکردستان سیمې  دمشرۍ تمیدیدیدا دوو کلونو ته محدوده شي  او باید بیا  تمدید   نه شي . په عین حال کې ،  په ۲۰۱۵کال کې  په داسې حال کې چې  دکردستان پارلیمان  دمسعود بارزاني په لاس ځنډول شوی ؤ ، دا د کردستان  لوړه قضائی شورا وه چې    د مسعود بارزاني   مشري ئې تر دوو نورو کلونو لپاره  تمدید کړه ، یوه داسې موضوع چې  مخالفو ګوندونو   هغه ونه منله  او تل ئې د مسعود بارزاني  مشري غیر قانوني بلله  او   دهغه  دڅنګةکیدا غوښتنه  ئې  وکړه ، چې په نهایت کې  د تیر اکتوبر په یو دیرشمه نیټه  هغه  څنګةکیدا ته مجبوره  شو . 

 مسعود بارزاني  په داسې حال کې  دعراق په کردستان سیمې کې  دسیاست له ډګره  څنګةشو چې  دغه سیمه د  دوویشت میلیارډ ډالري پور ،  ټولنیزو اعتراضونو ،  پراخ فساد او البته   له عراق سره  دتاؤتریخوالو  له سختیدو سره  مخامخ ده .  مسعود بارزاني  په ځِل سره  له عراقه د  کردستان سیمې  دجلا  د ټول پوښتنې په ترسره کونکي اقدام سره ،   په دغې سیمې کې  داخلی ا ختلافات    هم ښکاره اوحتی لاسخت  کړل .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************