Jan 15, 2018 15:56 Asia/Kabul
  •  اسلامی بشری حقوق(میلمه او کوربه)

دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو د خپرونې په دې شیبو کې یو ځل بیا داسلامی بشری حقوقو دلړۍ له ننني یو اویایم مطلب سره ستاسوپه خدمت کې یوو ، هیله ده ترپایه راسره مله ووسئ.

دوستانو  اسلام     درستو انساني اړیکو ته    ځانګړی پام لري  او  د لورو لپاره داسې حقوق په نظر کې نیول شوي دي ، چې  د بشری حقوقو    په یوه سند کې هم ورته اشاره نه ده  شوې ،  داسلام په حقوقي مکتب کې  یو مطرح شوی حق  د میلمه او کوربه  حقوق او دندې دي .

 اسلام  د میلمه پالنې  موضوع ته  ځانګړی پام کوي  تر دې چې  دپيغبمبر اکرم حضرت محمد مصطفی (ص)  په یوه حدیث کې  لولو؛،   میلمه  د جنت د لارې  لارښود دی . دمیلمه  اهمیّت او احترام تر دې حده دی چې  په اسلام کې  دیوې آسماني ډالۍ په توګه ګڼل شوی دی. دخداي رسول فرمائي ؛کله چې  خداوندمتعال اراده وکړي،  له یوې ټولنې سره نیکي وکړي ،نو  دهغوي لپاره  ډيره  ګران بیّه ډالۍ   ورلیږي ،عرض وشو،  یارسول ا.....! ، دا څه ډالۍ ده ؟ وې فرمائيل ؛ میلمه  له خپلې روزۍ سره واریدیږي  او  دکورنۍ  ګناهانې  له ځان سره وړي  او  بخښل کیږي .  جالبه دا ،چا  پيغمبر اکرم  ته   عرض وکړ،  مور پلار  مو له تاقربان شه ،زما پروګرام دا دی چې    وضو  په بشپړ ډول ترسره کوم ،  لمونځ  ادا کوم  ،زکواة په موقعه ورکوم  او   له میلمانو  په وریّن تندي سره  دخداي  په خاطر  میلمه پالنه کوم .  وې فرمائيل؛  آفرین ،آفرین ، شاباش پر  تاوي ، جهنم  د  تاپه لور هیڅ دروازه نه لري ، که  دغه شان ووسې ، نوخداوندمتعال   ته  له   هر ډول بخل څخه پاک ساتلی ئې .:::  بیا ئې وفرمائيل ؛ له میلمانو سره مینه  کونکی یو مومن هم نشته مګر دا چې  له قبره راپورته شي ، په داسې حال کې چې  دهغه  مخ  د څوارلسم  سپوږمۍ  په څير ځلیږي .  اهل قیامت وائي ،  آیا دغه کس پيغمبر دی ؟ نو یوه فرښته وائي ،   دا  هغه مومن  دی  چې  دمیلمنو قدر ئې کړی او  محترم ئې  ګڼلي  او  دهغه له لپاره له جنت پرته بله لاره نشته :::: 

        دوستانو داسلام ګران پیغمبر  فرمائي ؛ چا ته  خواړه  ورکول   په هغه  حالت کې  چې څلور خصلته  ولري ، بشپړ  دی ، یعني  حلال وي ، نان خور ډير وي  ، د خواړو په سر کې بسم ا...     او دهغه به آخر کې هم  الحمد ا...  ووئيل شي .::: پيغمبر اکرم  بیا فرمائي ؛ کله څوک یوه ښار ته داخل شي  دهغه ښار پر اوسیدونکو  میلمه دی تر څو چې له هغه ځایه  بیرته تللی نه وي  او  میلمه  د کور  دخاوند  ، یعني دکوربه  له اجازت پرته   مستحبه روژه  هم نشي نیولی،دا په دې خاطر دی  چې پر میلمنو سخت وخت تیر نشي :::: 

 په هغه ټول اهمیّت سره چې  میلمه ئې لري ،  داسلام له نظره ، دهغه لپاره  له تکّلفه  ډکه  میلمه پالنه  او  پړَک  پړُوک، نه  یوازې  ښه کار نه دی ، بلکې  رسما   ئې نفي شوي ده .اسلام سپارښتنه کوي چې  میلمه پالنه  ساده وي او  او د میلمه اوکوربه ترمینځ یوه جالبه عادلانه  کرښه  ئې انځور کړې ده  او هغه  دا چې  کوربه  هغه څه چې لري ئې ،  په هماغه بسّنه وکړي   او میلمه  هم  له دې زیاته   تمه ونه  لري . 

 حضرت امام جعفر صادق علیه السلام هم فرمائي ؛  ایمان دار کسان  له خپل مومن ورورسره هیڅ تکلّف  (رودرواسی) نه لری او  زه نه پوهیږم کې   چې په دوي کې کوم یولازیات  عجیبه دی ؟  څو ک چې  دخپل ورور  د ورتلو په وخت  ورته   سات ( تکلفّ ) کوي   او یا څوک چې شخصا  دمیلمه لپاره په تکلفّاتو پسې  ځي .:

حضرت سلمان فارسی له پیغمبر اکرم (ص)څخه داسې نقلوي چې فرمائي ؛ د میلمه لپاره   دهغه څه په نسبت  چې  ئې نه لرو  سات (تکلف)   ونه کړو  او  له هغه څه زیات  چې موجود دي ، بندوبست ونه  کړو::::  

*******************

       دوستانو ومو وئيل میلمه ، د اسلام له نظره   یوه آسماني ډالۍ او د  خداي د رسول خوښ دی ،او باید هغه،لکه دخپل ځان  وبلل شي او ډير احترام ئې وشي، لکه څنګه چې  حضرت امام علی علیه السلام هم  له پیغمبر اکرمه نقل  کوی چې فرمائي ؛دمیلمه  حقوق دادي چې  د  هغه په کور کې ډیر قدر وکړئ ، البته تر هغه حده چې تکلفّ ونه بلل شي،باید د هغه د آرامښت اوخوښې وسایل برابر شي،لکه څنګه چې په حدیث کې راغلي دي ،دمیلمه یو  حق دادی چې  حتی بیله ځاي (خلال)  ورته برابر شي :::: 

 البته  کله کله  داسې هم کیږي چې میلمانه شرمیږي ،  په همدې خاطر   حکم ورکړل شوی دی  چې  له هغه د ډوډۍ دخوړلو   به باب پوښتنه  مه کوئ ،بلکې  د خواړو دستر خوان  تیار کړ ئ ، کله ئې   خوښه وي ،نو  ودې خوري :::    حضرت امام جعفر صادق  علیه السلام فرمائي ؛ کله چې  د تا  ورور  کور ته درشي ،  نو له هغه پوښتنه مه کوه ، چې آیانن د ډوډۍ خوړلې ده که  نه ؟، هغه  څه چې ئې لرې ، هغه ته ئې وړاندې کړه ، ځکه چې  واقعي سخي  هغه دی چې څه  لري، له  هغو زیات بندوبست ونه   کړي .

        دخدا وندمتعال په درګاه کې  دکوربه یوه  دنده داده چې،هغه خواړۀ  چې  ئې تیار کړي دي ،سپک ئې  ونه ګني،ځکه  چې دخداي نعمت هرڅه چې وي ، محترم او  غوره دی،خو په ارباب اختیار یا واکوالانو کې تکلفّ  او زیات بندوبست کول یو معمول دی،چې  هرڅومره  دسترخوان رنګین وي ، نو بیا هم وائي  چې ،د تاقابل  نه دي  او دا ټول هیڅ دي  او د تا د شان په اساس نه دي.  البته  هماغه شان میلمه هم دنده لري ، چې   دسترخوان  وړوکی، کم او سپک  ونه ګڼي .

 امام جعفر صادق علیه السلام  بیا فرمائي ؛ یو کوربه ،  هغه څه چې  ئې دخپل ورور لپاره برابر کړي وي ،واړۀ یا کم وګڼي ،نو هلاک  او ګمراه شوی دی . همدااراز  هغه میلمه  چې  هغه څه  چې  هغه ته  وړاندې کړائ شوي دی ،کم یا واړۀ  وګڼي  ګمراه دی .::  اسلام  دمیلمه  په قدرونې کې دومره  واضح دی چې  فرمائي ، کله  میلمه  وارد شي ، نو ورسره مرسته وکړئ ،خو  له کوره  په بیرته  تلو کې ورسره مرسته مه کوئ ،ګواکې د ا خیال ونه کړي ، چې  دهغه له تلو سره دلچسپي لرئ .::::  

 میلمه هم ځينی دندې لري ،ځکه تل  مسئولیّتونه متقابل اړخ  هم لري . یعني  هماغه ډول چې  کوربه دخپل میلمه په  وړاندې مهمې دندې  په غاړه لري ، همداشان  میلمه هم دپام وړ دندې په غاړه لري .پر هغه څه سربیره چې   په حدیثونو کې بیان شول .  میلمه  دنده لري ، هغه څه چې  دکورخاوند یا کوربه   ئې ورته وړاندیز کړي ،  ترسره ئې کړي ، یا فی المثل  هر چرته  ئې چې وغواړي  کیښناوي ،نوباید میلمه ئې ومني . . حضرت اما م صادق علیه السلام  فرمائي ؛  کله چې  په تاسو کې څوک  ، د خپل مسلمان کورته  ورشي ،نو هرچرته ئې چې کیښناوي ،نو  هلته کیني ، ځکه چې  کوربه  دخپل کور  په حالاتو او  په هغو ځایونو چې  باید ښکاره نشي ،  لازیات بلد دی .

          یو هغه مطلب چې  دتل لپاره  په ملتونو او قومونو کې دود  دی ،  او اسلام  ئې هم تائيدوي ،بلکې  هغه ته ډير فضیلت ورکوي ،   دمیلمه پالنې موضوع ده  او که مونږ وغواړو په دې باب  د دینا ټول  اخلاقي کتابونه  وسپړو ،  دخلکو چلند اوکړنې  ووینو ،نو   په یوه اخلاقي کتاب کې او په یوه قوم اوملت کې هم د مسلمان ملت په شان  او داسلامی  اخلاقي کتابونو په شان   میلمه ته اهمیّت  نه ورکوي .حضرت امام رضاعلیه السلام  فرمائي؛ یوه کس  حضرت امیر المومنین علیه السلام  خپل کور ته دعوت کړ .  هغه بزرګوار وفرمائيل؛ زه هاله درځم چې  درې کارونه وکړې ؟ هغه کس ترې وپوښتل ، هغه دې کارونه څه  دي ؟،  امام بزرګوار ورته ځواب ورکړ، له کور بهره راته هیڅ شی  رانه وړې ، په کور کې له ماڅه شی پټ او زیرمه نه کړې ، پر خپلې کورنۍ تنګڅه رانه ولې آو دهغوي خوراکي ونډه کمه نه کړې . هغه کس ومنله .  نو امام بزرګوار  هم دهغه دعوت او بلنه ومنله .

 حضرت امام جعفر صادق علیه السلام  فرمائي ؛ کله کور ته یو دیني ورور درغلو،نو هر څه چې په کور کې لرې ، ورته ئې وړاندې کړه ، او  که دې دعوت کړ،  نو بیا  د خوراک  او  دمیلمه پالنې  دشیانو په برابرولو کې هڅه وکړه .  همداراز  دخدای رسول فرمائي ؛ هر څوک چې  په نابللي توګه  پر دستورخوان کیښني ،  نو دهغه راتګ  د غلو په شان  او  کله بهر شي ، نو دغلا کونکي  په څير دی .  هغه بزرګوار په یوه بل ځاي کې هم فرمائي ؛ له خپل میلمه سره ډوډۍ وخوره ،ځکه  میلمه شرمیږي  چې یوازې ډوډۍ  خوري .::

=    داسلامی روایتونو په اساس  میلمه پر کوربه لابرلاسی لري .حسین بن نعیم  وائي ، چې  حضرت امام جعفر صادق علیه السلام  ماته وفرمائيل ؛  آیا  له خپلو وروڼو سره مینه کوې ؟ ، نوعرض مو وکړ، هو!، بیا ئې وفرمائيل ،بې وزلو او اړمنو سره  مرسته کوې ؟،ځواب مو ورکړ،هو! .بیا ئې وفرمائيل ، خیال کوه چې  لازمه ده  هغه سره مینه وکړې  او دوستی ورسره ولرې ، آیا هغه خپل کور ته بولې ،؟  عرض مو وکړ ، هیڅکله ډوډۍ نه خورم مګردا چې   یو یا دوه وروڼه زما میلمانه  نشي . وې فرمائيل ؛  پر تا دهغوي فضیلت  د تا له فضیلته   لازیات دی .، نو عرض  مو وکړ ، زه  له تاسو قربان شم ، زه ئې میلمه کوم ،  او پخپل کور کې ورځيني میلمه پالنه کوم ، نو بیا  ئې هم  فضیلت لازیات دی ؟ هغه بزرګوار وفرمائيل؛همداسې ده،کله چې د تاکور ته  واریدیږي ، نو د تا او د تا د کورنۍ له  روزۍ سره  واریدیږي  اوکله چې بیرته ځي،نو د تا او دتا د کورنۍ ګناهانې  هم له  ځان سره وړي .::::::

(سیماب)

*******************************************************************************************************************************

 

ټیګونه