روژه د خدای میلمستیا-۱
ګلونو اوریدونکو سلامونه! په دې هیله چې روغ جوړ به یئ ، تهران ریډیو د روژې دمبارکې میاشتې په مناسبت د بلنې په نامه په دیرشو برخو مشتمل یو پروګرام برابر کړی چې د روژې د میاشتې په مناسبت مختلف موضوعات پکې رانغاړل شوې دي دا دی د دغه لړۍ له لومړي پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو.
د دې ټکي په یادولو سره چې تاسو ټول د روژې په دغه مبارکه میاشته کې د خدای دسترخوان ته بلل شوې او د هغه لوی ذات میلمانه یئ.
د میلمستیا خوږه وږمه مو طبیعت ورو ورو برابروي او ډیر کم کسان پوهیږي چې به په دې خبره کې څه راز پټ دی! خو په دې پوهیږو چې د میلمستیا ښه والی په هغو لیدو کتو کې وي چې په میلمستیا کې کیږي او په هغو مینو او محبتونو کې چې راڅرګندیږي په هغو ډالیو کې چې وړل کیږي او په هغه خواړو او میملستیا کې وي چې کوربه یې برابروي.
میلمستیا ته د ورتګ لپاره اول انسان د ښو جامو، ښه تګ او ښو خبرو په فکر کې کیږي او که په دې پوه شو چې کوربه د کور په دروازه کې مونږ ته ولاړ او سترګې په لاره دی نو ګامونه مو چټک کیږي ، د هرې میلمستیا پیل له کوربه سره په هم کلامه کیدلو او د سترګو په یوځای کولو سره وي او کوربه چې څومره خوږ او مینه ناک وي میلمستیا هغومره خونده وره وي . دا دی اوس بیا بلل شوې یوو دخدای میلسمتیا ته ، د هغه ذات میلمستیا ته د چې ډير مینه ناک ، مهربان او تر هر کوربه زیات سخي او ښندونکی دی، هو خالق او حکیم خدای چې نوم یې زمونږ د بې قراره زړونو قرار دی.
×××
یو ځل بیا د اسمان ورونه مومنانو ته پرانستل شوې چې د خدای امن کور ته ورننوځي او د زمانې له اندیښنو او جنجالونو اوزګار یوازې د ځان او خدای د پیژندلو په فکر کې شي. نن سبا د نوي او ماډرن ژوند په شورماشور کې له هر انسانه د ځان په اړه د فکر کولو فرصت اخستل شوی او انسان یې په یو له ځانه پردي او ماديت ګروهي مخلوق بدل کړی دی. خو روژه یو داسې ښار دی چې انسان د نن سبا له ښاري ګڼې ګوڼې لرې کوي او باطني ښار ته یې بیایي. هغه ځای ته چې انسان له ځان سره چهل قدمي کولی او د ځان د ښه کولو فکر کولی شي. د خپل خدای په اړه فکر کولی شي او خپل حاجتونه یوازې خپل رب ته وړلی شي. ، روژه هغه میاشته ده چې د قران په بیان او د رسول الله مبارک او پاکو امامانو په وینا پر ټولو میاشتو لوړاوی او فضیلت لري ، کافي ده چې یوازې یو نوم ته یې پام وشي « شهر الله» د خدای میاشته ، ټولې میاشتې دخدای دي خو یوازې یوې ته پکې دخدای میاشته ویل شوې ټولې شپې د خدای دي خو یوازې یوه شپه د قدر او عزت شپه بلل شوې ده او هغه عزتمنه شپه په همدې روژې کې ده. روژه د خدای د میلمستیا میاشته ده هغ میلمستیا چې کوربه یې خالق خدای دی او ټول پکې بلل شوې دي . د حج په شان نه ده چې یوازې استطاعت لرونکي ورتللی شي او د خمس او زکات په شان هم نه ده چې په خاصو محصولاتو او شیانو واجب دی او حتی د لمانځه په شان هم نه ده چې په ټولو حالاتو او ورځو کې پر انسان واجب دی.
کیدی شي ځینو کسانو ته دا پوښتنه پیدا شي چې دا څنګه میلمستیا ده چې میلمه باید له خوراک څښاکه ډډه وکړي؟ په ځواب کې یې باید ووایو چې خدای تعالی د روژې میلمستیا د جسم د میلمستیا او پذیرایۍ لپاره نه ده برابره کړې ځکه چې بدنونه د نورو مخلوقاتو په شان همیشه دخدای میلمانه دي او د هغه ذات له دسترخوانه خوان اخلي. د روژې په میلمستیا کې روحونه ځلا مومي او جسمونه ارامښت او سلامتیا ته رسیږي. د روژې د مبارکې میاشتې معنوي آداب او پروګرامونه د انسان د ګروهنو د تنظیم او انډولو لپاره دي چې هغه د خپل وجود اصلي ګوهر وځلوي. په حقیقت کې د روژې د مبارکې میاشتې اصلي اهداف د انسان روح او زړه ته متوجې دي . په دغه میاشته کې روژه ، لمنځ، د قرآن تلاوت، ښندنه ، ښیګړه، له انسانانو سره مرسته او نور ښه عملونه روح صیقلوي او د انسان د معنوي ودې او تکامل زمینه برابروي. دا هغه میلمستیا ده چې په قدر یې بې له خدایه بل څوک نه پوهیږي.البته د روژې لپاره د میلمستیا د ټکي استعمالول یو ذوقي تعبیر نه دی چې د ادب او عرفان خاوندانو جوړ کړی وي بلکې یو داسې تعبیر دی چې په خپله ګران رسول حضرت محمد (ص) چې د عالم په ټولو حقایقو خبر دی دغه تعبیر د روژې لپاره استعمال کړی دی دوي د شعبانیه خطبې په لومړیو جملو کې فرمایي: هو شهر دعیتم فیه الی ضیافة ا... ، دا هغه میاشته ده چې تاسو په کې د خدای میلمستیا ته بلل شوې یاستئ. نو باید د دغه تعبیر او توصیف ځانګړتیاوو ته پام وکړو او په روژې د پوهیدلو لباره له دغه فرصته پوره پوره استفاده وکړو.
××××
رسول الله مبارک صل الله علیه و آله وسلم د شعبان د میاشتې په وروستۍ جمعه یوه خطبه ولوستله او مسلمانانو ته یې د روژې میاشتې زیری ورکړ. د دغه خطبې په یوه برخه کې لولو: « ای خلکو د رحمتونو برکتونو او بخښښونو میاشتې تاسو ته مخ کړی دی هغه میاشته چې د خدای په نزد تر ټولو میاشتو غوره ده ، روزې یې ترټولو غوره او شپې یې تر ټولو ښې او شیبې یې بهترینې شیبې دي هغه میاشته ده چې تاسو پکې د خدای میلمستیا ته بلل شوې او له هغو کسانو ګرځول شوې یئ چې د خدای له کرامته برخمنیږي په دې میاشتې کې ستاسو ساګانې تسبیح او خوبونه عبادت دي او کارونه مو قبول او دعاګانې مو منل شوې دي. نو له خدایه په پاکو زړونو او رښتینو نیتونو سره وغواړئ چې په دې میاشته کې د هغه لپاره د روژې نیولو او د هغه دکتاب د تلاوت توفیق درکاندي... ای خلکو بې شکه په دغه میاشته کې د جنت ورونه خلاص دي نو له خدایه وغواړئ چې پر تاسو یې بند نه کړي او د دوزخ ورونه بند دي نو له خدایه یې وغواړئ چې پر تاسو یې پرانه نیزي. په دې میاشته کې شیطانان په زنځیرونو کې دي نو له خدایه وغواړئ چې هغه پر تاسو واکمن نه کړي.
د ګران رسول حضرت محمد (ص) په تعبیر په دغه میاشته کې خدای تعالی د انسانانو ډیرو کم عملونو ته په ډیره ښه توګه توجه کوي او بدله یې ورکوي. او خدای تعالی د ډیرو وړو عبادتونو په بدل کې ډیر لوی نعمتونه ورکوي په ډیرې وړې توبې سره ډیر لوی ګناهونه معاف کیږي او عبادت او بندګۍ او حقیقي کمال او ابدي سعادت ته د رسیدلو زمینه تر بل هر وخته زیاته برابره ده. دا یعنې ترټولو ښه فرصت چې ممکنه ده د یو کس لپاره په یوې پرتمینې او برمناکې میلمستیا کې برابر شي. که روژتي د زړه له کومي او هغه شان چې بایده ده روژه ونیسي په رښتیا چې د خدای میلمستیا په کور کې یې ګام ایښی او د خدای په مرسته د کمالاتو او بهرمندۍ او مقاماتو لوړو درجو ته رسیدلی دی. په روایتونو کې راغلې دي چې یو ورځ حضرت موسی وویل: ای خدایه زه څومره نیکمرغه یم چې داسې له نزدې او بې واسطې له تاسره خبرې کوم آیا زما په شان بل څوک هم دا سعادت لري؟ خدای تعالی وفرمایل : « ای موسی اوس تا د زړه له اویا زره پردو شاته له ما سره خبرې وکړې خو په اخره زمانه کې به داسې کسان وي چې زما لپاره به په اوږدو او سختو ورځو کې روژه نیسي او زه د روژه ماتي په وخت له دغو اویا زره پردو پرته له هغوي سره خبرې کوم.
×××
خدای تعالی خپلې میملستیا ته د مومنانو په بللو سره هغوی له مادي ژونده جدا کوي او خپل ځان ته یې نزدې کوي. د دین د مشرانو او روایتونو سپارښتنه دا ده چې باید د خدای لپاره ښه میلمانه جوړ شو . له ګناه په ډډه کولو سره د خدای د حریم خیال وساتو په واقعي روژې ځان پوه کړو چې الهی تقوا ته ورسیږو هغه شان چې خدای د بقرې سورې په ۱۸۳ ایت کې فرمایي: « ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی روژه پرتاسو واجبه شوې ده له څنګه چې په تیرو قومونو واجبه شوې وه چې پرهیزګار شئ»
××××
څومره په ناز او په ښکلا راځې چې د زړونو له هندارو مو زنګونه وتوږې. په رښتیا چې روژه د هغه چا لپاره چې د زړه اشنا دی تر ویښتو نرۍ زر زر ټکي لري. هغه میاشته چې د انسان ټولې بې ثمره نفساني غوښتنې سوزوي او د معنوي الوتونو ماتې وزرې زرغونوي روژه چې کله په ارام زمونږ په لور را خوځیږيته وا لکه پوست باران چې وریږي او څه ښه لګیږي.
سلام دې وي د روژې په مبارکه میاشته ، د الهي مغفرت او برکتونو میاشته او د هغه دمیلمستیا میاشته، سلام دې وي د روژې په پیشمنیو ، دهغې په دعاګانو او د روژه ماتې په مهال او د دعاګانو په قبلیدو، سلام دې وي د قدر په شپو او د بندګانو د الغوث الغوث په فریادوونو ، او سلام دې وي په وړوکي اختر چې د دعاګانو د قبلیدو مهال دی او سلام دې وي په روژې او د خدای په در کې په خالصانه لمنځ او دعاګانو.