د بې پَردې امریکاکورني حالات
دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو ښه او نیکمرغه ژوند درته غواړو ،دوستانو دبې پَردې امریکا کورنیو حالاتو ته دکتنې له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو ، دتیرو پروګرامونو په شان په نننۍ برخې کې هم په تیرې اونۍ کې د دغه هیواد د مهمو خبرونو خلاصه او ځینوتحلیلونو ته ستاسو پام راغواړو،هیله ده ترپایه راسره دملګرتیافرصت ولرئ .
په تیرې اونۍ کې دامریکاپه ځینو مهمو پيښوکې باید د ډونالډ ټرمپ له خوا د سی آئي اې د پخواني مشر جان برنن ځينو اطلاعاتو ته د لاس رسي د منع کولو دجنجال او د هغو په نسبت غبرګونونو،دامریکا د اوه سوه شپاړس میلیارډ ډالري بې مخینې پوځي بودجې له تصویبیدا سره په یو وخت د بهرنیو لاسوهنو او جنګ سره د دغه هیواد د نوي نسل دمخالفت په باب په امریکا کې دنوي څيړنوخپریدا،په امریکائي رسنیوکې د ټرمپ د خولې د شخړو او دریځونو په باب په غبرګون کې په دغه هیواد کې د خپل ولسمشر په ضد د مطبوعاتو د بغاوت پیلیدا،د دغه هیواد په خارجه وزارت کې د ځانګړي اقدام د ډلې په جوړیدا سره د ایران په ضد د امریکا دغلیمانه کړچار سختیدا اودغه راز له ترکیې سره دامریکا داړیکو دسوئې د کمیدا او دانقرې د حکومت په ضد ددریځ دسختیدا په باب د ډونالډ ټرمپ ټینګارونو ته اشاره ووکړو .
دوستانو په امریکا کې په تیرې اونۍ کې یوه مهمه پيښّه، د ډونالډ ټرمپ د حکومت له خوا د دغه هیواد د پخوانیو امنیتي چارواکو دلاس رسي د لغوه کیدا په باب دشخړې دوام ؤ . په دې باب دامریکا د مرکزی اطلاعاتو د ادارې(سي آئي اې )پخواني مشرجان برنن د لاس رسي له لغوه کیدا وروسته هغه اعلان وکړ،چې د هغه د امنیتی لاس رسیو په لغوه کولو کې د دغه هیواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اقدام ،باید درست امریکایان اندیښمن کړي . د جان برنن له نظره ، دهغه امنیتی چارو ته دلاس رسي لغوه کیدا د نیوکه کونکو د غلي کولو لپاره د ټرمپ دهڅې یوه برخه ده .
هغه پخپل ټولنیز چینل کې لیکلي دي ، دغه اقدام د د نیوکه کونکو د رټنې او د بیان د آزادۍ دځپلو لپاره د ټرمپ له خوا دپراخې هڅې یوه برخه ده . دغه اقدام باید د استخباراتي متخصصانو پشمول د درستو امریکایانو د اندیښنې لامل شي او د لګښتونو په باب ئې خبرې وشي .زما اصول ،له امنیتي تائيدئې څخه لازیات ارزښتمند دي ، زه به هیڅکله هم تسلیم نه شم ::
په عین حال کې دجان برنن په دریځ د ډونالډ ټرمپ غبرګون ډير سخت ؤ. ټرمپ ، پخپل ټولنیز چینل کې لیکلي دي ،جان برنن دهیواد پيغور اوننګ لامل دی او مونږ له دې لا غوره او وړ یوو .
ډونالډ ټرمپ پخپلو کړنو د سی آئي اې د پخواني مشر دنیوکو په غچ کې ، د هغه امنیتي لاس رسي څه موده مخکې لغوه کړي دي . جان برنن تل په تیره بیا له روسیې سره په ارتباط کې د ډونالډټرمپ په سیاستونو جدي نیوکه کونکی دی . دامریکا د استخباراتو دولسو پخوانیو لوړپوړو چارواکو په یوې اعلامیې کې دسي آېي اې دپخواني مشر جان برنن دامنیتي صلاحیّت د لغوه کولو په زمینې کې د دغه هیواد د ولسمشر ټرمپ اقدام محکوم کړی دی . دغو چارواکو پخپلې اعلامیې کې د ډونالډ ټرمپ فیصله ناسمه او بې مخینې بللې او وئيلي ئې دي ، د جان برنن په باب د ولسمشر ټرمپ اقدام او د نورو پخوانیو چارواکو په ضد د ورته اقدام د غوره کولو ګواښ ،د بیان د آزادۍ د ځپلو لپاره یوه هڅه ده . د استخباراتو دغو پخوانیو چارواکو وئيلي دي،مونږ هیڅکله هم نه وو لیدلي چې د امنیتی صلاحیّت تائيد یا لغوه کیدا، د یوه سیاسی آوزار په توګه وکارول شي .ټرمپ باوري دی ،چې له روسیې سره د هغه د انتخاباتي کمیشن د پَټو رمَنډو په باب مطرح شوي تورونه ،یوه ستره ګڼ ګپي ده . په داسې حال کې چې د ټرمپ دحکومت له ویستل شوو یو شمیر کسانو سره یو ځای د باراک اوباما دحکومت ځیني امنیتی چارواکي د ۲۰۱۶کال د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته او مخکې د روسیې له حکومت سره دامریکا د ولسمشر دځينو خپلوانو او حتی د هغه پخپله د ارتباط مدعي دي . د ټرمپ حکومت ادعا کوي چې دغه ځينو پخوانيو استخباراتي چارواکو ، پټو اطلاعاتو ته له خپل لاس رسي څخه په ناسمې استفادې سره د امریکا په کورنیو چارو کې د ماسکو د نفوذ یا له روسیې سره د ټرمپ د ارتباط په باب یو شمیر ناروا تورونه وارد کړي دي . ټرمپ باؤري دی چې پټو اطلاعاتو ته د هغوي لاس رسی د هغوی بې اساسه اوبې مدرکه تورونو ته رواوالی ورکوي . په عین حال کې ټرمپ له دې مخکې ویره درلوده چې د دغو پخوانیو استخباراتي چارواکو د څرګندونو او تورونو ټولګه د هغه د مقام او موقعیّت د لازیاتې کمزورتیا لامل کیږي .
په امریکا کې یوه بله مهمه پيښه دهغو نوو څیړنو خپریدا ده چې ښئ ، په دغه هیواد کې نوی نسل له جنګ او بهرنیو لاسوهنو سره مخالف دی . د شیکاګو د نړیوالو چارو د شورا په نوو څيړنو کې چې د تیرې چارشبنې په ورځې خپرې شوي ،راغلي دي ،دسپینې ماڼۍ د جنګ غواړو سیاستونو په اپوټه ،په امریکا کې نوی نسل،سوکه سوکه له مخکینیو نسلونو سره په پرتله کې لازیات له بهرنیو پوځي لاسوهنو سره مخالفت کوي .دغه راپور په داسې شرائطو کې خپور شوی،چې ټرمپ د دوشنبې په ورځې د اوه سوه شپاړس میلیارډ ډالرو په ارزښت ددغه هیواد دپوځي بودجې خورا زیاته لګښتي مسوده لاسلیک کړه . ټرمپ په اساسي توګه ، دنړیوالو مسئلو په ډګر کې سخت آوزاری کړچار وړاندې کړی دی چې دا موضوع بهرنیو موخو ته د رسیدا لپاره له پوځي قدرته داستفادې له لومړیتوب سره په مقابل کې ده . په عین حال کې دټرمپ بهرنی سیاست،په ښکاره ډول په یو اړخیزپالنې مشتمل دی . البته دټرمپ یو اړخیز پالنه له هغه پوځي او امنیتی اړخ ورتیر، چې نورو هیوادونو ته په نیغ په نیغه په وکړه ،او مه کړه ، سره ئې دنړیوال پولیس د رول په توګه وړاندې کړې ده ، ځينی نور اړخونه هم لري . په دې باب امریکا د نیم سخت آوزاري قدرت په کارولو سره ،یعني د اقتصادي قدرت په کارولو سره دنورو هیوادونو په ضد د بندیزونو په چوکاټ کې هم شدغه شان کارونه ترسره کړي دي . په عین حال کې تر دې دمه ، دنورو هیوادونو د ویرولو لپاره پوځي قدرت او دقدرت نندارې ټه وړاندې کول ، دامریکا بهرنیو موخو ته درسیدا په زمینې کې د دغه هیواد لپاره ، له اساسی اهمیته برخمن دی . ددې په ترڅ کې چې د امریکا دپوځي بودجې زیاتول ، د دغه هیواد د وسلو دجوړونکو شرکتونو او صنائعو دګټو لپاره ترسره کیږي .
د روسیې د ټيکنالوجیکي او سټراټژيکو چارو د ارزونې دمرکز یوه کارپوه آندرې فرولف وائي ، د امریکا پوځي صنعتي ټولګې ، تل دجمهوری غواړو دڅارنې په محدودې کې دي او ډونالډ ټرمپ ،د دغه شان بودجې په مخصوص کولو سره ، دهغو رضایت جلب کړی دی . ټرمپ د خپلو هغو یو اړخیز پالو سیاستونو لپاره چې امنیتی او بهرنیو سیاسی موخو ته د رسیدا لپاره د زور (فورس) په کارولو مشتمل دي ، د روغتیائي ، خیرښیګڼو او ټولنیزو بودجو دکمولو په بّیو سره ئې دپوځي بودجې د دوامدارې زیاتیدا بهیر وړاندې کړی دی .
یوه ډيموکراټیک سینټر برني سنډرز پخپلې ټولینزې پاڼې کې لیکلي دي ، په داسې شرائطو کې چې په میلیونونو امریکایان خواړۀ نه لري ، او د اوسیدو له خدماتو او طبي درملنو بې برخې دي ، مونږ د خپل پوځ لپاره ، د لسو هیوادونو د بودجو له ټولګې ،لازیاتې پیسې نه شو لګولی .
په تیرې اونۍ کې د امریکا یو بل مهم بدلون د ډونالډ ټرمپ په ضد د مطبوعاتو د نیوکو سترې څپې رامینځة کیدل وو . ډونالډټرمپ له هغه وخت څخه چې د دغه هیواد دچارو واګې ئې په لاس کې اخستي دي ، دخپلو مخالفانو اونیوکه کونکو د رټلو او ځپلو لپاره ئې دوامدارې هڅې کړي دي. د ټرمپ له نظره ، رسانۍ، دروغجنې او رسنئي فعالان ، د مځکې پرمخ تر ټولو ګڼ ګپ او دوکه باز انسانان دي او په همدې دلیل ، په هریوه فرصت کې پر دوي غُوریږي . ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۷کال په فرورۍ کې پخپل یوه ټولینز پیغام کې لیکلي دي ، جعلی خبري رسنۍ ،یعني نیویارک ټایمز ورځپاڼه ا و این بی سی نیوز ، اې بي سی ، سی بی ایس او سی این این خبری چینلونه ، د ما دښمنان نه دي ، بلکې دوي دامریکا د ولس دښمنان دي .
درسنیو په ضد د ډونالډ ټرمپ منفي چلند او دوامدارې حملې اوټکونه ، د هغه په ضد د امریکا د مطبوعاتو په وسیله د پروپیګنډیزې وسیلې د رامینځةکیدا لامل شوي دي .ټرمپ له یوې خوا د امریکا ډیرې ورځپاڼې او مطبوعات په آزادو مطبوعاتو په دوامدارو حملو تورن کړي دي . په دې چوکاټ کې دامریکا څه دپاسه درې سوه څلویښتو خپرونو او ورځپاڼو د تیرې پنجشنبې په ورځې په یوه غږمله اقدام کې د امریکا د رسنیو په ضد د ټرمپ په غلیمانه سیاستونو باندې په نیوکو کې بیلابیلې مقالې خپرې کړې.
دګارډيّن ورځپاڼې مسئول چلونکي کاترین وینر د دغه پلان اومطرح کونې څخه په ملاتړ کې وئيلی دي ، دا د مطبوعاتو دنده نه ده چې ا مریکا ته له ډونالډټرمپه نجات ورکړي ، د مطبوعاتو د نده دا ده چې له کومې ویرې او ترس پرته ،د بیلابیلومسئلو سپړلو او ارزونو په باب تحلیلونه او راپورونه خپرۀ کړي . اوس د ډونالډټرمپ درسنئي کړچار په محکومیّت کې د امریکا په ځاي،ایالتي او عمومی مطبوعاتوکې دڅه دپاسه درې سوه څلویښتو مقالو په خپریدا سره ،هغه له لوئې تبلیغاتي حملې سره مخامخ کیږي ، چې له هغو سره به مقابله ډيره سخته شي . په تیره بیا دا چې په دغو سرمقالو کې د ټرمپ د دریځونو اوکړنو په بیلابیلو اړخونو سختې نیوکې اوټکونه کیږي چې د خصوصي ژوند،کارکسب او تجارتي چارو او هم دامریکا د ولسمشر په توګه د هغه د اقداماتو او دریځونو د بیلابیلو اړخونو په ایشواکونې کې ډير رول درلودلی شي . .
امریکا له جامعې ایټمی موافقې له وتلو وروسته په بیلابیلو اړخونو کې دایران په ضد ددباؤ د زیاتولو کړچار ته مخه کړې ده . په اوسني وخت کې د ایټمي بندیزونو په بیا او دوو مرحلو کې په اعمالولو سره دامریکا موخه ، دتیلو دخرڅلاؤ مخنیوی او هم دایران اونورو هیوادونو ترمینځ د هرډول مالی ،بانکي ،تجارتي او اقتصادي تعاملاتو مخه نیولل او په نهایت کې د ایران داقتصاد دړې وړې کول دي . په حقیقت کې امریکا له ایران سره پراخ اقتصادي جنګ ته وارده شوې ده . په دې باب دامریکا خارجه وزیر مایک پمئو په یوه خبري کنفرانس کې وئيلي دي ، دغه وزارت ، له جامعې ایټمی موافقې له وتلو وروسته د ایران په ضد د هلوځلو د هدایتولو او غږملولو لپاره د: ځانګړي اقدام ډله : (ایمرجنسي ایکشن ګروپ) جوړه کړې ده . د پمپئو دخبرو په اساس،ددغې ډلې مشري دامریکا دخارجه وزارت دسیاست جوړونې د دفتر مدیر برایّن هوک په غاړه ده ، چې له جامعې ایټمي موافقې د ټرمپ له وتلو مخکې د هغه څه لپاره ئې له اروپائي اتحادئې سره د واشنګټن دخبرواترو سرپرستي په غاړه درلوده، چې یوه موافقه ئې بلله . د برایّن هوک په وینا،واشنګټن د تهران په وړاندې یوه جامعه سټراټژي وړاندې کوي .په دې باب د دغې ډلې موخه په نړیواله سویه د ایران د چلند د بدلولو لپاره هڅه ده . که ایران پخپل چلند کې بنیادي بدلون ته ژمنتیا وښئ، نو له ایران سره خبرې اترې کیدلی شی .
په حقیقت کې د ځانګړي اقدام د ډلې د جوړیدا موخه دایران په ضد د دباؤنو د زیاتولو په زمینې کې له واشنګټن سره دملګرتیا لپاره د نورو هیوادونو قانع کول دي . دځانګړی اقدام ډلې رسمي موخه هماغه ډول چې مشر ئې هم وئيلي دي ، هغو دولسو شرطونو ته دایران اړباسل ، چې څه موده مخکې د امریکا خارجه وزیر ئې له ایرانه غوښتنه کړې ده ،څو په دې توګه په دغو حوزو کې د ایران دچلند بدلون عملی شي . په دې باب تر دې دمه د امریکا خارجه چارو اوخزانې چارو وزارتونو یوه ځانګړي پلاوي دایران دبایکاټولو په باب څه دپاسه څلورویشتو هیوادونو ته سفرونه کړي دي او په راتلونکو میاشتو کې به نور سفرونه هم وکړي.امریکایان مدعي دي چې په دغو خبرواترو کې ئې مثبتې نتیجې درلودلي دي او هیله مند دي ، چې دایران د تیلو اخستونکي هیوادونه د ایران دتیلو دصادراتو سفر ته د رسولو په زمینې کې د امریکا دموخې له عملي کولو سره مرسته وکړي او ورته ژمن پاتې شي . په عین حال کې شواهد او نښې نښانې ددې ښودنه کوي ، چې د ایران د تیلو دبایکاټولو په باب د واشنګټن هیله چټي ده . ددې په ترڅ کې چې په دې باب دامریکایانو ادعاګانې،چې له نړیوالو بازارونو دایران دتیلو په حذفیداسره به خاص پيښې رامینځةشي ،ناسمې دي . دتیلو دبازار فعالان اټکل کوي ، چې دایران دتیلو دصادراتو ضد امریکائي بندیزونه د تیلو بیّې یو سل پنځوس ډالرو ته رسولی شي . دا موضوع د نړۍ پر اقتصادي ودې هیڅ منفي اغیزې نه شیندي او د ډيرو هیوادونو لپآره به دمنلو وړ نه وي . د دې په ترڅ کې چې امریکا د ایران په ضد دخپلو بندیزونو په نوی پړاؤ کې خپل اروپائي متحدان او نور هیوادونه هم له ځان سره یو ځای نه کړائ شول او یوازې له زوره په استفادې سره،د ایران په ضد د بندیزونو د رعایتولو لپاره د نورو هیوادونو په مجبورولو پسې ده .
دامریکا او ترکیې اړیکې د یوه امریکائي پادري آندرو برانسّن د خوشي کولو لپاره د واشنګټن له دباؤنو سره چې د انقره په ضد دسختو بندیزونو په اعمالولو له ګواښ او تجارتي جنګ سره یو ځاي شوي ، نوي مرحلې ته واردې شوي دي . د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وئيلي دي ، له ترکیې سره د امریکا د اړیکو سویه ټيټه شوې او هیواد به ئې د امریکائي پادري دخوشي کولو لپاره ترکیې ته هیڅ شی ورنکړي . ټرمپ وئيلي دي ، له ترکیې سره د خپلو اړیکو دسوئې د کمولو په حال کې یوو . البته دا لومړنی ځل نه دی ، چې ټرمپ له امریکا د خپل یوه متحد دګټه پورته کولو تورونه مطرح کوي ، هغه، له هغه وخته چې واک ته رسیدلی دی ،په کرتو ئې د واشنګټن اروپائي متحدان هغه که له اقتصادي پلوه وي او که دفاعي اوامنیتی پلوه ، دخپلو ګټو لپاره دامریکا له امکاناتو او مقدوراتو څخه په وړیا استفادې او مفتې سواریدا تورن کړي دي .اوس وار د ترکیې دی چې دغه تورونه ورباندې لګیږي . اساسا ټرمپ د ا مریکا اوترکیې د اړیکو په بیاتعریفولو فکر کوي، او د امریکائي پادري دخوشي کولو لپاره ئې له انقرې غوښتنه،د دباؤ او بندیز لپاره یوازې یوه پلمه او په نهایت کې په بیلابیلو موردونو کې د واشنګټن له غوښتنو پیروۍ ته د انقرې اړباسل دي .ددې په ترڅ کې چې واشنګټن په خپلو خورا وروستیو دریځونو کې ، دهغوي له غوښتنو دانقرې د پيروۍ د نه کولو په بڼه کې دترکیې په ضد دبندیزونو پر اعمالولو ټینګار کړی دی .
د ا مریکا دسیاسی چارو یو کارپوه جې کورب وائي، له بندیزونو له حده زیاته استفادې ، د دباؤ له دغه آوزاره د لااغیزمنې استفادې لپاره د امریکا توانمني تر اغیز لااندې راوستي او په امریکا کې ئې تجارت ګډوډ کړی دی.
داسې ښکاري چې واشنګټن اساسا نور ترکیې ته مخکینی نظر نه لري او په سیمه ایزه سویه د انقرې ځینو اقداماتوته په پام سره په تیره بیا دایران په ضد د امریکا له بندیزونو پر نه پیروۍ ټينګار ته په پام سره ، پر دوي بې باؤره شوې ده . ددې په ترڅ کې چې دترکیې لوړپوړو چارواکو په تیره بیا د دغه هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان په کرتو د ۲۰۱۶کال دجولائي په ناکامې کودتا کې د واشنګټن پر مستقیم اواغیزمن رول ټینګار کړی ، او اوس له بل هر وخته زیات پرې بې اعتماده شوي دي . اټکل کیدلی شي ، چې دامریکا او ترکیې په اړیکو کې به په نزدې راتلونکي کې ټيټې هسکې نوره هم زیاتې شي او د ټرمپ سختې لهجې او ځِل او د هغه سرزوري اوبدماش دریځ ته په پام سره به انقره هڅه وکړي ، څو د روسیې ، چین او ایران په څير له نورو هیوادونو سره داړیکو د پراختیا په چوکاټ کې خپلې اړیکې او ګټې تعریف کړي . د دې په ترڅ کې چې دترکیې اوقطر نزدو اړیکو ته په پام سره اوس دوحې په ترکیې کې د پنځلس میلیارډ ډالرو په ارزښت دپانګونې په اعلان سره ، عملا د انقرې مرستې ته دنګلي او د دغه هیواد له اقتصاده د ملاتړ په لټه کې شوی دی .
دوستانو د بې پَردې امریکا کورنیو حالاتو ته دګتنې د اونیز پروګرام وخت همدومره ؤ ، تر بلې اونۍ پورې چې له یوه بل نوي مطلب سره به ستاسو خدمت ته حاضریږو، په لوي اونیاؤمن خداي مو سپارو، ا... مو مل او ملګری.
(سیماب)
*************************************************************************************************************************************************************