Sep 18, 2018 12:30 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د خالی یا شنبې ورځ د ۱۳۹۷ لمریز کال د وږی د میاشتې ۳۱ د ۱۴۴۰ هجری قمری کال د امامانو یا محرم الحرم له ۱۲ او د ۲۰۱۸ میلادی کال د ستمبر له ۲۱ نیټې سره سمون خوری .

۱۳۷۹ کاله پخوا د ۶۱ هجری قمری کال د محرم الحرام په ۱۲ د کربلا د بندیانو کاروان چی پکې د کربلا د پاڅون د شهیدانو ماشومان اومیرمنې شامل وو ، د عراق کوفې ښار ته ورداخل شو . د دغه کاروان سرپرستی د امام حسین علیه سلام زوی امام سجاد علیه سلام او د هغه حضرت خور حضرت بی بی زینب سلام علیها پر غاړه درلوده . دغو دواړو عظیمو شخصیتونو له ډیرو سختیانو او ناخولیو سره سره  چی د یذید سپایانو لخوا مخامخ شوی وو ، په کوفه کی په شجاعت او صراحت سره د حکومت جنایتونه او ظلم,نه افشا کړل او د دغه ښار خلک یې د امام حسین علیه سلام د ملګرتیا د نه کولو او له هغه حضرت سره د مقابلې په خاطر ملامت کړل . حضرت امام سجاد علیه سلام او حضرت بی بی زینت س په کوفه کې د خپل میشته کیدا په وخت کې په ټولنه کی د شهیدانو د سردار حضرت امام حسین علیه سلام د پاڅون د پیغام د وړاندی کولو او خپرولو په باب خپله دنده په شایستګۍ سره ترسره کړه .

««««««««««««««««««««««««««««««

 

۱۳۷۹ کاله پخوا د ۶۱ هجری قمری کال د محرم الحرام په ۱۲ د کربلا د شهیدانو سپیڅلی مړی  خاوره ته وسپارل شول . د حضرت امام حسین ع او دهغه حضزت د بچیانو او اصحابو له شهادته دوې شپې وروسته د هغه حضرت او د د کربلا د شهیدانو پاک بدنونه د بنی اسد قبیلې د کسانو په لاس چی له کربلا سره نږدې  موجود وو ، خاورو ته وسپارل شول . کله چی د عبید ا... زیاد لښکر د کوفې په لور حرکت وکړ نو د شهیدانو د سردار حضرت امام حسین علیه سلام  او د هغه د وفادارو یارانو پاک مړی  په مځکه پاتې شوی وو او چا دا جرات نه کاوه چی هغو دفن کړی ، تر دې چی د بنی اسد قبیلې میرمنو خپل سړی ملامته کړل او هغو یې د کربلا د شهیدانو ښخولو ته وهڅول . له دې وروسته د بنی اسد قبیلې سړی د کربلا د شهیدانو دفن کولو لپاره ورغلل خو د هغو بدنونو ټوټه ټوټه وو او نه یې پیژندل نو ځکه حیرانه شول ، په دې وخت حضرت امام سجاد علیه سلام  په ناپیژانده توګه هلته حاضر شو او بنی اسدو ته یې یو ، یو پاک بدن معرفی کړ او هغو دغه پاک او مطهر بدنونه خاوره ته وسپارل . د شهیدانو له دفن کولو وروسته حضرت امام سجاد علیه سلام هغو ته خپل ځان معرفی کړ .

 

«««««««««««««««««««««««««

 

۱۳۴۵ کاله پخوا د ۹۵ هجری قمری کال د محرم په ۱۲ نیټه د معتبر تاریخی روایت په اساس د رسول ا... مبارک لمسې او دحضرت امام حسین علیه سلام زوی په سجاد مشهور حضرت امام زین العابدین علیه سلام شهید کړې شو . امام زین العابدین علیه سلام په ۳۸ هجری قمری کال کې په مدینه منوره کې نړۍ ته سترګې رڼې کړې . هغه حضرت په داسې پړاو کې ژوند کاوه چی د پیغمبر اکرم ص په کورنۍ ډیره سخته تیریده . امام سجاد علیه سلام چی د کربلا د پیښې په وخت ناروغه وو ، د امام حسین علیه سلام  له عظیم غورځنګه وروسته د دغه غورځنګ د پیغام د خپرولو او د خپل ګران پلار د لارې د دوام دروند مسولیت پر غاړه واخیسته او د دغه پاڅون د ماهیت او اهمیت د ښودلو په لړ کې یې ډیره هڅه وکړه .  امام سجاد علیه سلام د اسلامی کلتور او تمدن په جوړولو او د قران د سوچه تعلیماتو په خپرولو کې هم ډیر کوشش وکړ او په خپلې خاصې روڼ بینۍ سره یې د مسلمانو پوهانو روزنه وکړه . هغه حضرت د شایسته انسانانو په راغونډولو سره هغو ته دینی تعلیم ورکړ تر دې چی  په تاریخ کی راغلی دی ، د امام سجاد علیه سلام اوچت شاګردان ۱۷۰ کسان وو . له حضرت امام سجاد ع بل ګران بیه او ارزښتمن میراث پاتې شوی دې او هغه د دعا په چوکاټ کې د اسلام د جاویدانه تعلیماتو بیانول دی . دغه ارزښتمنې ویناوې د صحیفیه سجادیه په نوم په کتاب کی راغونډې شوی دی او دمسلمانانو له معتبرو کتابونو شمیرل کیږی . په دغه کتاب کی  عقیدتی ، اجتماعی  او سیاسی بحثونه د دعا په ښکلی چوکاټ کې بیان شوی دی . د هغه حضرت یوه حکیمانه درته دلته بیانوو چی فرمایلی یې دی ، د هغه خدای شکر چی د پنځون ښکلا وې او نیکیانې یې زمونږ لپاره غوره کړه او مونږ ته یې ډیرې پاکې روزیانې راکړې او مونږه انسانانو ته یې په ټولو پنځول شویو برتری راکړه ، پس زیانمن هغه څوک دې چی د خدای نافرمانی وکړی او خوشبخت هغه څوک دې چی هغه ته مخه کړی .

 

«««««««««««««««««««««

 

۳۸ کاله پخوا د ۱۳۵۹ لمریز کال د وږی په ۳۱ د عراق د پخوانی رژیم هوایی او مځکنی ځواک په پراخې حملې سره د ایران په خاوره د دغه رژیم پوځی تیرې پیل شو . د عراق پوځ د دغه پراخ یرغل له پیلولو میاشتې میاشتې مخکې د ایران په سرحدی سیمو کی تیری ترسره کړل ، خو په دغه ورځ د عراق د مځکنی ځواک پلیو او زغرګادیو یونټونو د څه د پاسه زر کلومیټره په جبهه کې د ایران په جنوب لویدیځو پولو تیری وکړل . د عراق د تیری په لومړیو ورځو کې د ایران په لسګونو سرحدی کلی او څو  ښارونه ونیول شول او د ایران په سلګونو بې دفاع میرمنې او ماشومان د صدام د پراختیا غوښتنې قربانی شول . له بل پلوه هغو سترو قدرتونو چی د ایران د اسلامی انقلاب په بریالیتوب سره یې په فارس خلیج کې خپلې ناروا ګټې په خطر کې لیدلې او همداراز د سیمې ځینو رژیمونو صدام ته ډیرې مالی ، پوځی ، سیاسی او تبلیغاتی مرستې ورکړې ، خو خپل اصلی هدف یعنی د ایران د اسلامی جمهوریت د نوی نظام نسکورولو ته ونه رسیدل  ، ځکه چی د ایران مسلمانو او باایمانه مبارزانو  په زړه ورتیا سره د عراق د تیری ګرو ځواکونو په وړاندی مقاومت وکړ . بالاخره د صدام رژیم تیری ګر پوځ  د اسلامی ایران  له وسله والو ځواکونو  د پرله پسې ماتو له زغملو وروسته  نړیوالو پیژندل شویو پولو ته ستون شو او د ۱۳۶۷ لمریز کال د وږی په ۲۹  د ملګرو ملتو د ۵۹۸ پریکړه لیک په اساس  دواړو هیوادونو تر مینځ اوربند ټینګ شو . د ایران په اسلامی جمهوریت کې  هر کال  د د ۱۳۵۹ لمریز کال د وږی په ۳۱ په ایران د عراق د تیری د پیل په کلیزه کی د سپیڅلی دفاع تر عنوان لاندې  یوه اونۍ دستورې ترسره کیږی .