Sep 22, 2018 12:56 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن یکشنبه؛ د ۱۳۹۷ هجری لمریز کال د تلې یا میزان میاشتی لمړۍ، د ۱۴۴۰ هجری ق کال د محرم میاشتې ۱۳ مه؛ او د ۲۰۱۸ م کال د سپټمبر ۲۳ نیټه ده.

 

  ۱۳۷۹ کاله وړاندی پداسی یوه ورځ، د ۶۱ هجری ق کال د محرم میاشتی په ۱۳ نیټه؛«عبدالله بن عفیف» د«عبیدالله بن زیاد» په وسیله په شهادت ورسید. د امام حسین ع په شهیدولو کی د عبیدالله بن زیاد د جنایت په نسبت لمړنئ څرګند اعتراض، د «عبدالله بن عفیف اَزدی» په نامه د کوفی د یو شیعه له خوا وشو.

پسله هغه چی عبیدالله بن زیاد؛ د کربلا پیښې اسیران، پخپله غونډه کی په ناوړو او قهرجنو کلمو سره وزورل، او هغوی ملامت کړل، عبدالله بن عفیف؛ چی د حضرت علی ع له زړه ورو یارانو، او د کوفی له زاهدانو او عبادت کونکو څخه ؤ؛ همدا چی د عبیدالله

بن زیاد کرکجنی نعرې واوریدلې، په قهر شو او د عبیدالله ځواب یی ورکړ. عبیدالله بن زیاد؛ چی د داشان یوې پیښی انتظار یی نه درلود، او ګمان کاوه چی نور نو د اهلبیت ع د دوستانو خولې تړلی شوی دي، په ډیری خود خواهۍ او غرور سره یی دستور ورکړ، نوموړئ ونیسی او هغه ته یی بوزی. د عبدالله د قبیلی د خلګو د ملاتړ له کبله، د هغه د نیولو لپاره د دولتی مامورانو هڅی ناکامی پاتی شوې، خو د عبیدالله مامورانو د شپې له خوا د عبدالله بن عفیف په کور یرغل وکړ، هغه یی له کوره ایستلئ او د تورې په ګزارونو سره یی په شهادت ورساوه. 

*******

  ۱۱۶ کاله پخوا پداسی یوه ورځ، د ۱۲۸۱ هجری لمریز کال د تلې په لمړۍ نیټه، د ایران د اسلامی جمهوریت ستر لارښود او بنسټ ایښودونکئ، حضرت آیت الله العظمی« سید روح الله موسوی خمینی »، په خُمین کی دنیا ته راغئ. د دوی د ماشومتوب په دوره کی، د هغه پلار چی د دغه ځای له عالمانو څخه ؤ؛ په شهادت ورسید، او سید روح الله له هغه وروسته، د خپلی مور او عمې تر سرپرستۍ لاندی راغئ. دوی؛ د آیت الله شیخ عبدالکریم حائری په نزد، د مقدماتی او سطح درسونو له زده کولو وروسته،

د خارج درسونو زده کولو ته ملا وتړله، او د خپل استاد د خاصی پاملرنی وړ وګرځید. دوی، د قُم علمیه حوزې له جوړیدو سره په یو وخت، دغه ښار ته لاړ، او د آیت الله شیخ علی اکبر یزدی، او آیت الله محمد علی شاه آبادی له حضور څخه د استفادې په کولو سره یی، د نجومو؛ عرفان؛ حکمت او فلسفی په علومو کی ستر مقام او مرتبې ته ورسید. او آیت الله خمینی ره وروسته د خپل درس ټولګی جوړ کړ. په قُم کی د حضرت آیت الله العظمی بروجردی له رحلت، او د پهلوی رژیم د اسلامی ضد نقشو له پیلیدو وروسته، حضرت امام خمینی ره، د ظالم رژیم په ضد پاڅون وکړ، او د ایران اسلامی غورځنګ یی پیل کړ. د دغې دورې ګڼی پیښی، په تیره بیا د کاپیتولاسیون په وړاندی د انحضرت د اعتراض کول، ترکیی؛ او عراق ته د دوی د جلا وطنۍ، او پاریس ته د هجرت کولو سبب شول.

امام خمینی ره، باالآخره له وطن څخه د ۱۵ کلونو جلا وطنۍ وروسته، د ۱۳۵۷ کال د سلواغې  په میاشت کی اسلامی ایران ته ستون شو، او د اسلامی جمهوریت د نظام بنسټ یی کیښود.

******* 

  ۸۶ کاله پخوا پداسی یوه ورځ؛ د ۱۹۳۲ م کال د سپټمبر

په ۲۳ نیټه؛ د سعودی عربستان هیواد جوړ، او عبدالعزیز بن سعود د هغه پاچا شو. د عربستان ټاپو وزمی د مکی ښار؛ د اسلام د ګران پیغمبر؛ حضرت محمد ص د ظهور ځای دئ. عربستان؛ د دریمی هجری پیړۍ له لمړیو دورو څخه، د عباسیانو د حکومت له سلطې څخ وؤت، او تر څو پیړیو پوری یی؛ نا آرامه او بد وضعیت درلود. په شپاړلسمه میلادی پیړۍ کی، عثمانی دولت، عربستان ونیو. د اتلسمی میلادی پیړۍ له نیمایی څخه، په عربستان باندی د واکمنۍ لپاره د آل سعود هلې ځلې پیل شوې، او د شلمی پیړۍ په لمړیو کی یی زیاتوالئ وموند. په لمړۍ نړیواله جګړه کی ، سعودیانو له بریتانیی سره ښی اړیکی ټینګی کړې. د جګړې له ختمیدو، او د عثمانی امپراطورۍ له تجزیه کیدو وروسته، عربستان هم خپلواک شو، او عبدالعزیز بن سعود؛ او د مکی د شریف، حسین بن علی، ترمنځ جګړه کی عبدالعزیز بریالئ شو. او په عربستان باندی یی خپل حکومت ټینګ او تثبیت کړ.

******* 

۷۹ کاله وړاندی؛ د ۱۹۳۹ م کال د سپټمبر په ۲۳ نیټه، اتریشی  روان پیژاندئ« زیګموند فرویډ » مړ شو. نوموړئ، په ۱۸۵۶ م

کال کی زیږیدلئ ؤ. فرویډ؛ د انسان د روانی ستونځو په زمینه

کی تحقیقات او مطالعې وکړې، او د روانی ناروغیو د سرچینی په هکله یی نوې نظریی وړاندی کړې. نوموړئ باوری ؤ، چی د انسان د مفکورو او کړچارونو سرچینه، د هغه پټ ضمیر دئ، او زیاتره روانی کړکیچونه، د بشر په ځپل شویو غوښتنو کی، په تیره بیا د هغه د ماشومتوب په دورې کی ریښه لری. په همدی دلیل یی فرویډ، د روان جاجونی د علم بنسټګر بللئ دئ. د هغه د کتابونو له جملې څخه؛ د «خیالاتو تعبیر»، او د« یو ګمان راتلونکی » ته اشاره کولای شو.