په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان مهم بدلونونه
دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږومینه والو د خپرونې په دې شیبوکې درته نیکمرغه ژوند غواړو،دوستانو په تیرې اونۍکې د پاکستان افغانستان د مهمو بدلونونونومې اونیز پروګرام سره ستاسو خدمت ته حاضر شوي يوو،په پیل کې به دمهو خبرونو یوه لنډه خلاصه ستاسو خدمت ته وړاندې کړي او ورپسې مو هم تحلیلی برخې ته را بولي. نو هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ .
*/*/*/*/* په تیرې اونۍکې د پاکستان ولسمشر ووئيل ترڅوچې د کشمیرموضوع په بشپړ ډول حل نشي،نوجنوبی آسیاسیمه به د ثبات او آرامښت مخ ونه ویني .*/*/*/*//* دپاکستان حکومت هم په ګډو پولو کې د یوې ترهه ګرې ډلګۍ له خوا د برمته شوو ایرانیو سرحد ساتونکو مامورانو د خوشي کیدا لپاره له اسلامی ایران سره دملګرتیالپاره خپل چمتووالی اعلان کړ .*/*/*/* دپاکستان دپوځ عمومی قوماندان هم ایټالیا ته په سفر کې د دغه هیواد له ځينو لوړپوړو سیاسی او پوځي چارواکو سره لیدۀکاتۀ وکړل .*/*/*/*/*په افغانستان کې هم په تیرې اونۍ کې ددغه هیوادپه جنوب کې واقع دکندهارولایت والي،د پولیسو قوماندان او د امنیې قوماندانۍ مشر په یوې هغې غونډې کې د ډزو له امله،چې د والي په دفتر کې ددغه هیواد د پارلیماني انتخاباتو د امنیت د تامینیداپه خاطر د غږملتیا لپاره جوړه شوي وه،، وژل شوي دي . */*/*/* دافغانستان د سولې دعالی شورا مرستیال عطاالرحمان سلیم وئيلي دي،طالبانو ډله په دغه هیواد کې د بهرنیو عسکرو د وتلو په باب د خبرواترو لپاره صلاحیّت نه لري . */*/*/* په افغانستان کې د ملګروملتو د انسان دوستۍ د چارو (اوجا) غږملونکي زلاتان ملیسیک په کابل کې د خوړو د نړیوالې ورځې د درنښت په مناسبت وئيلي دي،په تیر یوه کال کې د هغو افغانانو شمیر چې په افغانستان کې دبې وځلۍ ترکرښې لاندې ژوند کوي،له نهومیلیونو دیارلس میلیونو ته رسیدلی دی .*/*/*/*/*اوس مو هم په تیرې اونۍ کې د دووترټولو مهموپيښو تحلیل ته رابولوو .
******************
له پاکستان سره د ګډې پولې په سر د ایران د اسلامی جمهوریت د پوله ساتونکو مامورانو برمته کیدا یوځل بیا،د ګډوپولو د امنیت د تامینیدا لپاره د دغه هیواد د لازیات مسئولیت او اهتمام مطرح کوي .دا په تیرو اتو میاشتو کې د دریم ځل لپاره ده چې د پاکستان له پولې د ایران داسلامی جمهوریت په خاورې کې په سرحدي پستو په حملې سره ترهه ګر او اشرار پوله ساتونکي تښتوي او شهید وي ئې .دپام وړ ټکی داچې،هرځل هم د پاکستان پوځ او حکومت د ایرانیو تښتول شوو پوله ساتونکو د موندلو لپاره د دغه هیواد پر ملګرتیا ټينګار کوي،او وائي،دپاکستان پوځ او امنیتي ځواک به له ایران سره د ګډو پولو د امنیت د تامینولو لپاره خپلې ټولې هلې ځلې وکاروي .خو،په عمل کې داسلام اباد حکومت نه یوازې پخپلو ژمنو عمل نه کوي،بلکې ترهه ګر او اشرار هماغه شان دایران دپوله ساتونکو برمته کونې او دپاکستان خاورې ته تښتیدا ته مخه کوي او هلته پټيږي . د ایران او پاکستان په ګډو پولو کې د ناکراریو رامینځةکیدا د دغه هیواد په مخکینیو پړاؤنو کې هم ترسره کیده او اوس دتحریک انصاف ګوند څخه د پاکستان د نوي لومړي وزیر عمران خان په واکوالۍ کې چې کابو دوه میاشتې ئې تیریږي قدرت ته رسیدلی،د ایران د سرحدي مامورانو برمته کیدا معنا لرونکي ده .
دپاکستان د ملی یکجهتي کونسل مشرصاحب زاده ابوالخیر په همدا وروستیو کې په یولړ څرګندونو کې وئيلی دي ، دایران داسلامی جمهوریت د پوله ساتونکو تښتول کیدا د ایران او پاکستان داړیکو د دښمنانو دسیسه ده .دا د هغو بهرنیو امنیتی ادارو کار کیدلی شي،چې دتهران اواسلام اباد په اړیکو کې د درز د رامینځةکولو هڅه کوي .
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د دغه هیواد د وروستیو پارلیماني انتخاباتو په شعارونوکې د ایران له اسلامی جمهوریت سره د اړیکو د پراختیاخبرې کولې او د اسلامی ایران د ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمیني سیرت او روده ئې،پخپل ژوند او سیاسی ډګر کې دخپل حرکت بیلګه بلله .خو هغه دصدراعظمۍ ماڼۍ ته له رسیدو وروسته او له تهران سره د اړیکو د پراختیا لپاره خپلې ژمنې او شعارونه هیر کړل او له هغو هیوادونو سره ئې د اړیکو د پراختیا سیاست ته مخه کړه ، چې له ایران سره دښمني کوي. دې ته په پام سره چې ترهه ګر او اشرار له خپلو جنایتونو وروسته دپاکستان د خاورې په لور تښتي،دایران د اسلامی جمهوریت له نظره،په دې باب د دغه هیواد حکومت او پوځ مسئول دي او باید ځواب ووائي.دایران داسلامی جمهوریت دښمنان له پاکستان سره دپولې په سر،ددغه هیواد د پوله ساتي مامورانو په برمته کولو سره په لټه کې دي وبریښوي،چې دعمران خان په واکوالۍکې هم د اسلام اباد او تهران په اړیکو کې کوم مهم کړکۍ نه دی پرانیستل شوی او د دواړو لورو د اړیکو سوئې حتی د مسلم لیګ ن څانګې د نواز شریف د واکوالۍ له پړاؤ سره په پرتله کې ئې هیڅ وده نه ده کړې .
په دغو شرائطو کې دغه مهمې پوښتنې مطرح دي،چې د ګډو پولو د امنیت په تامینیدا کې له اسلامی ایران سره د ښه ګاونډيتوب په چوکاټ کې د پاکستان د حکومت او پوځ مسئولیّت تر کومه اندازه دی ؟، ولې دپاکستان د سیاسی او امنیتی مسئولانو له ژمنو سره سره،هماغه راز د ایرانیو پوله ساتونکو برمته کیدا تکراریږي؟،
سیاسی څارونکي ددغو پوښتنو په ځواب کې په پاکستان کې هغو پټو لاسونو ته اشاره کوي چې په ایرانیو پوله ساتونکو په یرغلونو کې له ترهه ګرو او اشرارو سره په ملګرتیا سره د دواړو هیوادونو په اړیکو کې دنفرت او تاؤتریخوالو په رامینځةکولوپسې دي څو دعمران خان حکومت هم د تهران او اسلام اباد ترمینځ داړیکو په پراختیا کې جدي ګام پورته نه کړائ شي،چې په هغو کې یو پاکستان ته د ایران د ګیسو دپایپ لاین دغزیدا پروژې اجرائي کیدا هم شامله ده .
په همدې دلیل د ایران داسلامی انقلاب سپاه پاسدارانو دیوې خبرتیا په خپرولو سره له پاکستانه غوښتي دي،د ایرانیو تښتول شوو پوله ساتونکو د زر ترزره خوشي کولو لپاره دې جدي اقدام وکړي .
د ایرانیو پوله ساتونکو مامورانو برمته کیدا په داسې حال کې ده چې د ایران او پاکستان د پولو امنیت د ایران د اسلامی جمهوریت د خاورې له لارې د حسینی اربعین د میلیوني پلي لاریون په دستورو کې د ګډون لپاره عراق ته د دغه هیواد د زیارتوالو د منتقلولو لپاره له بل هروخته زیات مهم دی،د دغه جنایت تر پردې شا عواملوڅخه پرده پورته کولی شي .
په هرحال،د سیاسی ټولنوله نظره،د ایرانیوپوله ساتونکومامورانو د تښتونې،دترهه ګرو او اشرارو دحملو او دګډو پولو د امنیت په وړاندې د عمران خان حکومت او هغه پخپله مسئول دی او د هغو د لټَوَلو او ورپسې د ګډو پولو د ډاډ د تامینیدا لپاره د اسلام اباد دحکومت ملګرتیا،له ایران سره د ښه ګاونډيتوب په ساتنې کې د عمران خان او دهغه دحکومت لپاره یو مهم امتحان حسابیږي .
************************
دتیرې اونۍ په وروستیو او دافغانستان د ملی پارلیمان د انتخاباتو د ترسره کیدا په درشل کې دکندهار ولایت په ودانۍکې د هغو ډزو له امله چې د امنیتی غونډې له ترسره کیدا وروسته شوي،د کندهار د والي،دپولیسو د قوماندان،دامنیې دقوماندانۍ دمشر د وژل کیدا لامل شوې،دافغانستان اوسني بدلونونو او په تیره بیاپه کیدونکوانتخاباتوئې ډيرې اغیزې وشیندلې .
طالبانو ډلې ددغې حملې دمسئولیّت په غاړه په اخستو سره ادعا کړې،دیوه نفوذي له خواچې د کندهار د والي ساتونکی ؤ،دغه عملیات شوي دي . د طالبانو د خبرو په اساس،د دغې حملې اصلي موخه دکندهار ولایت دملی امنیت د ادارې مشرجنرال مومن او دپولیسو قوماندان جنرال عبدالرزاق اڅکزئ وو .
داپه داسې حال کې دي چې د روسیې سپوټنیک خبری آژانس په یوه راپور کې د طالبانو ددغې ادعا په ردولو سره دا حمله ،په افغانستان کې د دیره ناټو او امریکائي ځواک دقوماندان جنرال سکاټ میلر ساتونکو کړې ده او لکه څنګه چې په غونډو کې د امریکائي قوماندانانو دشتون په وخت افغانان د وسلو د ساتلو حق نه لري،د کندهار ولایت دسیاسی چارواکو اوپوځي قوماندانانو په لور ډزې د جنرال میلر له غونډې تلو وروسته او د هغه په حکم د هغه دیوه ساتونکي په وسیله شوي دي .سپوټنیک خبري آژانس د کندهار د حکومتي ټيلیویژني چینل د کیمره مین وژل او د کیمرې غایبول هم،دامریکائي عسکرو له خوا د جرم د هرډول مدرک اوسند دله مینځه وړلو لپاره بلل شوي دي . په هر حال،دافغانستان خلک هم هیله مند دي،هغه ځانګړی پلاوی چې د افغانستان حکومت د موضوع د ارزونې لپاره جوړکړی ، د کندهار د ولایت په ودانۍ کې د ډزو واقعیتونه روښانه کړي .
دسیاسی چارو یوکارپوه جاني والش هم وائي،په افغانستان کې دمرګ ژوبلو د اندازې زیاتیدا،له یوې خوا په افغانستان کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هائ هوئ د ډکې سټراټژۍ ناکامي نندارې ته وړاندې کوي ، او له بل پلوه ، د دغه هیواد جنګ هماغه راز دنړۍ په سویه ترټولو زیات مرګ ژوبلې لرونکی جنګ بریښوي .
دکندهار ولایت په ودانۍ کې له ډزو سره په یووخت،دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې په انتخاباتي کمیشنونوباندې نوره حملې هم شوي دي . له دې امله ډيرې ټولنې په دې اند دي چې دافغانستان د ملی پارلیمان دشنبې ورځې انتخابات،دانساني مرګ ژوبلو له نظره،ددغه هیوادترټولو تاواني انتخابات دي . دې ته په پام سره چې د کندهار د پولیسوقوماندان جنرال عبدالرزاق د افغانستان په جنوبی سیمو کې له ترهه ګرۍ او طالبانو سره دمقابلې په چارې کې یو پيژندل شوی شخصیّت ؤ،د هغه ترور،ددغه هیواد د امنیتی ټولنې لپاره یو ستر تاوان شمیرل کیږي . پردې سربیره،داسې ښکاري،په انتخاباتي اورګانونو اوکمیشنونو له حملو،د ولسوالیو اوکلو له نیولو او همداراز د کندهار د ولایت په ودانۍ له حملې د طالبانو موخه،چې ادعا ئې کوي، د افغانستان د ملی پارلیماني انتخاباتو دځنډولولپاره هڅه ده،چې د هغو په وړاندې دکابل دحکومت په مقاومت سره،انتخابات په ټاکلي وخت کې ترسره شول .
طالبانو،د افغانستان دملی پارلیمان د انتخاباتو له ترسره کیداسره په مخالفت سره وښودله ، چې د ولسواکۍ او د قانون جوړونې په اورګانونو کې د دغه هیواد د خلکو د استازو د شتون لپاره هیڅ ارزښت ته قایل نه دي . پر دې سربیره،د افغانستان د پخواني ولسمشرحامدکرزي پشمول په دغه هیواد کې دسیاسی ټولنو له نظره،طالبان د بهرنیو قدرتونو په لاس کې دیوه آوزار په توګه دي ،چې دهغوي دغوښتنې په اساس عمل کوي او دا د دغې ډلې له هغو اعلان شوو دریځونو سره چې د افغانستان دملی ګټو په اساس عمل کوي ، په بشپړ ډول توپير لري .
د سیمه ایزو اونړیوالو سیاسی چارو یو بل شناندی او کارپوه ګریم سمیت هم وائي،دافغانستان د هغه جنګ خورا زیاتره مرګ ژوبلې عام خلک دي، چې باید نړیواله ټولنه ئې د ختمیدو لپاره لازیاته توجه جلب کړي .
په عین حال کې ، د انتخاباتي کمیشنونو او د راي د اخستنې په حوزو حملې چې دعامو خلکو د وژل کیدا لامل کیږي ،د تاؤتریخجنې ډلې په توګه د افغانستان د عمومي افکارو په نزد ا و همداراز د ولسواکه اورګانونو د مخالف لوري په توګه د سیمه ایزو اونړیوالو ټولنو په نزد دطالبانو ډلې څيره لازیاته تخریب کوي او دافغانستان د قدرت په جوړښتونوکې د هغوشتون او د ولس او دسیمه ایزو اونړیوالو ټولنو له خوا دهغوي منل نوره هم سختوي.
په هر حال،که څه هم طالبان د کندهار د ولایت په ودانۍکې د کندهار د امنیتی ادارو د لوړپوړو قوماندانانو ترور دځان لپاره یو بریالیتوب ګڼي،خو دافغانستان د ولس له نظره،دغې ډلې په دغه جنایت سره ،د افغانستان هغه سترې ملي او امنیتی پانګې له مینځه وړي،چې له ترهه ګرو سره په مقابلې کې ئې پرهغوي زلزلې جوړولې .
(سیماب)
*********************************************************************************************************************************