Nov 08, 2018 05:00 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۲۳۳

نن د زیارت ورځ یا پنجشنبه د ۱۳۹۷ هجري لمریز کال د عقرب یا لړم د میاشتې اوولسمه د ۱۴۴۰ هجري قمري کال د صفرې نهویشتمه او د ۲۰۱۸ میلادي کال د نومبر د میاشتې اتمه نیټه ده. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۲۳۶ کاله اګاهو د ۲۰۳ هجري قمري کال د صفرې د ماشتې په وروستۍ ورځ د رسول ا... حضرت محمد مصطفی(ص) یو قدرمن لمسی د رضا لقب لرونکی حضرت امام علي بن موسی علیه السلام شهید شو.

دغه معصوم امام په ۱۴۸ هجري قمري کال کښې په مدینې منورې کښې زیږیدلی و او د خپل پلار امام موسی کاظم علیه السلام له شهادت وروسته امامت ته ورسیده او د مسلمانانو د هدایت او لارښوونې بیرغ یې په لاس کښې واخیسته. هغه حضرت د خدای په رضا راضي او خوښ و او په همدې وجه په رضا مشهور شو.

عباسي واکمن مامون په ۲۰۰ قمري کال کښې له امام رضا علیه السلامه وغوښتل چې د هغه د خلافت مرکز مرو ښار ته لاړ شي. که څه هم مامون په ظاهره امام رضا خپل ولیعهد وټاکه خو له دې لارې یې نیت درلود چې د خپل حکومت ستنې مضبوطې کړي او په همدې وجه امام په ډیرې کرکې سره او د مجبورې له مخې دغه منصب قبول کړ.

د امام رضا علیه السلام لوړ علمي او روحاني مقام او په عامه افکارو کښې د هغوي نفوذ ورو ورو د مامون د ویرې سبب شو او هغه، امام رضا په زهرو سره شهید کړ.

د امام رضا علیه السلام د شهادت د کلیزې په مناسبت د تسلیت په ویلو سره تاسو ته د هغه حضرت یوه حکیمانه وینا نقلوو چې فرمايي: ترټولو غوره بندګان هغه کسان دي چې هر کله نیکي وکړي خوشاله شي او هر کله چې خطا وکړي، بخښنه وغواړي او هر کله چې ورته یو نعمت ورکړی شي شکر ادا کړي، کله چې په سختیو کښې ګیر شي صبر وکړي او کله چې په قهر شي، وبخښي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۳۴۴ کاله مخکښې د ۱۶۷۴ میلادي کال د نومبر په اتمه نیټه د اولسمې میلادي پیړۍ انګریز شاعر جان میلټن مړ شو. هغه په ۱۶۰۸ میلادي کال کښې په لندن کښې زیږیدلی و او خپل وړومبی اثر یې د (غمجن روح او خوشاله روح) په نامه خپور کړ. د دغه انګریز شاعر له نورو آثارو څخه (ورک شوی جنت) ته اشاره کوی شو.

میلټن له کلیسا څخه د حکومت د بیلیدو، د مذهب د آزادۍ او په عین حال کښې د حکومت لخوا د سانسور د اعمالیدو مدافع  او پلوي و.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۵۴ کاله پخوا د ۱۲۸۶ هجري سپوږمیز کال د صفرې په نهویشتمه ورځ ستر مسلمان عالم او پوه ملا حسینعلی تویسرکاني د ایران په یو مرکزي ښار اصفهان کښې وفات شو. هغه یو خبر او د تحقیق او مطالعې خاوند پوه و او د فقې او اصول فقهې په شان علمونو کښې یې ډیر معلومات او پوهه لرله. تویسرکاني ډیر کلونه تدریس وکړ او خپله پوهه یې شاګردانو ته منتقله کړه. د ملاحسین علي تویسرکاني یو ډیر مهم کتاب کشف الاسرار نومیږي چې په یولسو ټوکو کښې لیکل شوی دی. همداشان (اصول عقاید) ، (مکارم الاخلاق) او (حاشیه جامع عباسي) د دغه پوه له نورو آثارو څخه دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۲۳ کاله وړاندې د ۱۸۹۵ میلادي کال د نومبر په اتمه نیټه د مشهور جرمن ساینسدان او فزکس پوه ویلهلم کُنراډ رونګټن په لاس ایکس وړانګه X Ray کشف شوه. د دغې وړانګې د کشفولو په وجه هغه ته په ۱۹۰۱ کال کښې د فزکس د څانګې نوبل انعام ورکړی شو.

له دې امله چې رونګټن کشف کړې وړانګه نه پيژندله نو هغې ته یې د ایکس یعنې نامعلومې وړانګې نوم ورکړ. دا وړانګه یا شعاع د انساني بدن له بافتونو تیریږي او د بدن د داخلي اندامونو د انځور اخیستنې او د ضایعاتو یا د ماتو هډوکو د معلومولو لپاره ترټولو ښه وسیله ده.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۱۸ کاله مخکښې د ۱۹۰۰ میلادي کال د نومبر په اتمه نیټه امریکايي لیکواله میرمن مارګریټ میچل د دغه هیواد د جارجیا ایالت په اټلانټا کښې وزیږیدله. د هغې پلار د عدلیې وکیل و. میرمن میچل څه موده په طبي برخه کښې زده کړه وکړه خو د مور د مړینې غم یې د زدکړو د نیمګړې پریښودو لامل شو او له ۲۲ کلنۍ څخه یې لیکنه پيل کړه.

دغې امریکايي لیکوالې ډیره موده خبریالي او په مطبوعاتو کښې د لمن لیک لیکنې کار په غاړه درلود خو د (ضایع شوي) په نوم ناول خپریدو یې شهرت زیات کړ. (نه فنا کیدونکی) د مارګریټ میچل یو بل اثر دی.

هغه په ۱۹۴۹ کال کښې په یوه ټرافیکي پيښه کښې مړه شوه.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۶۵ کاله مخکښې د ۱۳۳۲ هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په اولسمه نیټه د ایران د ولسي وزیراعظم ډاکټر محمد مصدق محاکمه پیل شوه چې له دغې نیټې کابو دوه نیمې میاشتې مخکښې په یوې امریکايي – انګلیسي کودتا سره پرزول شوی و. د هغه اصلي جرم د مذهبي ځواکونو په مرستې او د خلکو په اډانې سره د ایران د تیلو د صنعت ملي کول وو. خو د باچا د رژیم د فرمایشي پوځي محکمې څارنوال مصدق د باچا له فرمان او له کودتا سره د مقابلې د حکم نه د سر غړولو په تور محاکمه کړ. هغه په محکمه کښې د تیلو د صنعت د ملي کولو دفاع وکړه او د خپل حکومت په خلاف کودتا یې وغندله.

د باچا پوځي محکمې بلآخره ډاکټر مصدق د عمر د زیاتوالي له امله په درې کاله بند محکوم کړ خو له هغه وروسته هم په ۱۳۴۵ کال کښې د هغه ترمړینې پورې پخپل کور کښې نظربند و.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۳۲ کاله مخکښې د ۱۳۶۵ هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په اولسمه نیټه ایرانی لیکوال او ژباړونکی کریم کشاورز وفات شو. هغه په ۱۲۷۹ لمریز کال کښې د ایران د شمال په رشت ښار کښې زیږیدلی و. پلار یې مشهور تاجر او آزداي غواړی و چې د خلکو لخوا د ملي شورا د استازیتوب لپاره هم غوره شو. کریم کشاورز له ابتدايي زده کړو وروسته د بهرنیو ژبو زده کولو ته ګروهنه پیدا کړه او انګریزي، فرانسوي او روسي ژبې یې زده کړې او معلمي یې پيل کړه. هغه د تدریس ترڅنګ سیاسي فعالیتونه هم شروع کړل او په همدې وجه د رضاشاه پهلوي د ډیکټاټوري حکومت لخوا د څو کالو لپاره یزد ته جلاوطن شو.

ښاغلی کشاورز ډیر تالیفات او ترجمې لري چې د هغه له تالیفاتو څخه (هزار سال نثر پارسي) او (یادداشت های سفر حسنک یزدي به ګیلان) ته اشاره کوی شو. د کریم کشاورز ترجمې هم زیاتره د مشهورو په تیره بیا د روسي لیکوالانو له کتابونو شوې دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=              او له ننه ۲۱ کاله مخکښې د ۱۳۷۶ هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په اولسمه نیټه مشهور ایرانی لیکوال سید محمد علي جمالزاده په ۱۰۶ کلنۍ کښې وفات شو. هغه په ۱۲۷۰ لمریز کال کښې په اصفهان کښې په یوه عالمه او مبارزه کورنۍ کښې زیږیدلی و. د هغه پلار سید جمال الدین واعظ په ایران کښې د مشروطه غورځنګ یو فعال عالم و چې بلآخره په دغه لاره کښې ووژل شو.

سید محمدعلي جمالزاده د خپل پلار د لارې په پیروۍ سره په ځوانۍ کښې په مشروطه مبارزانو کښې شامل شو. هغه لوړې زده کړې په فرانسه کښې وکړې او د حقوقو په څانګه کښې فارغ التحصیل شو.

جمالزاده د وړومبي نړیوال جنګ په دوران کښې چې ایران د انګلستان او روسیې لخوا نیول شوی و، وطن ته راستون شو. د خپل وطن د آزادولو لپاره د هغه فعالیتونه نتیجې ته ونه رسیدل او په دې وجه هغه جرمني ته لاړ او څه موده پس یې په جنیوا کښې د کار په نړیوال دفتر کښې فعالیت پيل کړ. د ښاغلي جمالزاده ادبي ژوند له ۱۳۲۰ لمریز کاله د (یکي بود یکي نه بود) کتاب په خپرولو سره پیل شو. د هغه د لیکنې ځانګړتیا لنډه او ساده لیکنه ده. په همدې وجه د هغه کیسې چې د ایران له ټولنیزو او سیاسي پيښو سره یې تړاو درلود د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوې. هغه چې د ایراني لنډو کیسو د ډګر له مخکښانو دی، په دې لړ کښې د شهرت او د خپلو آثارو د زیاتوالي په وجه یې د ایران د داستان لیکنې د پلار لقب وموند. د دغه ایراني لیکوال له کتابونو څخه چې په عربي، جرمن او فرنچ ژبو یې هم تسلط درلود، (ګنج شایګان، صحرای محشر او دشمن ملت) ته اشاره کوی شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

 

ټیګونه