Nov 18, 2018 11:02 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۲۴۳

نن د اتوار ورځ یا یکشنبه د ۱۳۹۷ هجري لمریز کال د عقرب یا لړم د میاشتې اوویشتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۰ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې له لسمې او د ۲۰۱۸ میلادي کال د نومبر له اتلسمې نیټې سره برابره ده.

=            ۱۴۸۵ کاله اګاهو له هجرته پینځه څلویښت کاله مخکښې د ربیع الاول د میاشتې په لسمه نېټه، د خدای د ګران رسول (ص) قدرمن نیکۀ حضرت عبدالمطلب (ع) په مکه مکرمه ښار کښې وفات شو. هغه حضرت د اسلام له ظهوره مخکښې پړاؤ کښې د قریشو د قبیلې له بزرګانو څخه ؤ او د قریشو ترمینځ په عقلمندۍ او د بیان په فصاحت او بلاغت مشهور ؤ. حضرت عبدالمطلب (ع) د کعبې د پرده دارۍ او د بیت ا... شریف د زایرانو د خوراک څښاک د برابرولو مسیولیت په غاړه لرۀ او دغه سپیڅلې وظیفه د یو ګرانې بیې میراث په شان هغۀ ته له خپل پلار څخه رسیدلې وه. حضرت عبدالمطلب په تړون باندې د عمل احترام کاوه نو په همدې وجه یې د هغې زمانې دخلقو ترمینځ یو خاص نفوذ او احترام لره. د حضرت عبدالمطلب (ع) له اولاد څخه د خدای د ګران رسول (ص) د پلار حضر عبدا.. (ع) او د حضرت امام علی (ع) د پلار حضرت ابوطالب (ع) نومونه اخېستې شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۴۶۸ کاله پخوا له هجرته اته ویشت کاله مخکښې د ربیع الاول د میاشتې په لسمه نیټه د خدای ګران رسول (ص) له حضرب بی بی خدیجه (س) سره واده وکړ. د خویلد لور بی بی خدیجه یوه شرافتمنه او ایمانداره ښځه وه او د جاهلیت په دور کښې ورته د طاهرې یعنی پاکې مېرمنې لقب ورکړی شوې ؤ. حضرت خدیجه (س) د خدای له ګران رسول (ص) سره له واده وروسته د ژوند په ټولو مرحلو کښې له هغه حضرت سره مرسته او ملګرتیا وکړه. دغه قدرمنه میرمن لومړنی ښځه وه چې د خدای د ګران رسول (ص) په رسالت یې ایمان راوړ او په خپل ټول توان سره یې د خدای د مبین دین اسلام مرسته او ملګرتیا وکړه. حضرت بی بی خدیجه (س) د خپلې زمانې یوه شتمنه او مشهوره مېرمن وه او له دې سربیره چې خپله ټوله سرمایه او مال دولت یې د خدای د مبین دین اسلام د خپرولو لپاره د حضرت محمد مصطفی (ص) په اختیار کښې ورکړ، له روحی نظره یې هم د یو خدای پرستش او بندګۍ ته د خلقو په رابللو کښې د خدای د ګران رسول (ص) مرسته او ملګرتیا وکړه.

حضرت خدیجه (س) له حضرت محمد مصطفی (ص) سره د واده په وخت څلوېښت کاله عمر لاره او له هغه حضرت سره یې پنځه ویشت کاله ژوند تیر کړ او له حضرت ابراهیم پرته د خدای د ګران رسول (ص) ټول اولادونه له دغې قدرمنې مېرمن څخه دی او حضرت محمد مصطفی (ص) به دغه فداکاره میرمن تل په نېکۍ سره یادوله.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۷۹ کاله پخوا د ۱۸۳۹ میلادي کال دنوامبر دمیاشتې په ۱۸ نیټه دفرانسې پرضد دعبدالقادر بن محی الدین په مشرۍ دالجزایر دخلکو داستعمار ضد جنګونو دوهم پړاو پیل شو .

فرانسې له ۱۸۳۰ میلادي کال څخه  دالجزایر دنیولو لپاره په دغه هیواد حمله و کړه .

امیر عبدالقادر له خپلو پنځوس زرو (۵۰۰۰۰) عسکرو سره تر ۱۸۴۷ میلادي کال  پورې دفرانسې دنیواکګرانو په وړاندې مقاومت وکړ  خو بالاخره یې ماته وخوړله او ونیول شو .

کابو سل  (۱۰۰)کاله بعد یعني له دوهم نړیوال جنګ څخه وروسته یو ځل بیا دفرانسې دنیواکګرانو پرضد دالجزایر دخلکو مبارزه پیل شوه او دغه هیواد په ۱۹۶۲ میلادي کال کښې خپلواکه شو .

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۷۲ کاله مخکښې د دیارلس سوه پینځه ویشتم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په اوه ویشتمه نیټه، مجاهد عالم آیت ا... شیخ مرتضی آشتیاني وفات شو. هغه په دولس سوه دوه څلویښتم هجري لمریز کال کښې په تهران کښې وزیږید. د هغه پلار میرزا حسن آشتیاني یو مبارز او  ښکیلاک ضده عالم ؤ. شیخ مرتضی آشتیاني د اسلامي علومو زده کړې له خپل پلاره پیل کړې او څه موده وروسته د نجف ښار ته ولاړ او د اجتهاد تر لوړې درجې یې زده کړې وکړې. هغه د خپل پلار په شان د حکومت له ظلم او استبداد سره په مبارزه کښې ځلانده کارنامه لري. هغه په ایران کښې د مشروطه غورځنګ له فعالینو او آزادي غواړو څخه ؤ. همداراز دغه روحاني مبارز تل د رضا شاه پهلوي له دیني ضده او مستبدانه سیاستونو سره مخالفت کاوه او په همدې وجه تر درو کالو پورې تر نظر لاندې ؤ. په عین حال کښې آیت ا... آشتیاني تدریس او د نامتو شاګردانو  روزنه هم هیره نکړه او ډیرو عالمانو د هغه له محضره استفاده وکړه.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۵۵ کاله وړاندې په همداسې ورځ د۱۹۶۳ میلادي کال دنوامبر دمیاشتې په ۱۸ نیټه ډګروال عبدالسلام عارف په عراق کښې قدرت ترلاسه کړ .

هغه په یوې خونړۍ کودتا کښې د عراق د دفاع وزارت په ماڼۍ بمباریو سره عبدالکریم قاسم وواژه او په خپله قدرت ته ورسید .

دویلو ده چې عبدالکریم قاسم په ۱۹۵۸ میلادي کال کښې په یوې خونړۍ کودتا کښې په عراق کښې باچاهي نظام ختم کړ .

عبدالسلام عارف په عراق کښې دخپل قدرت له پیاوړ ي کولو وروسته دبعث ګوند غړي چې دهماغه کال له فرورۍ میاشتې راهسې یې حساسي حکومتي څوکې په لاس کښې وې څنګ ته کړل .

عارف دقدرت له ترلاسه کولو درې (۳) کاله وروسته په یوې هوايي پیښې کښې  ووژل شو او دهغه ورور عبدالرحمان عارف  یې ځای ناستی شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۳۹ کاله وړاندې د دیارلس سوه اته پنځوسم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په اوه ویشتمه نیټه، په تهران کښې د ایراني محصلینو په وسیله د امریکې سفارت له نیولو دوه اونۍ وروسته، د امام خمیني (رح) په حکم برمته شوي ښځې او تورپوستي آزاد شول. دغه سفارت د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد د دسیسې او جاسوسی لپاره یو مرکز ؤ او په همدې وجه د هغه کارکونکي د محصلینو په نظر کښې د امریکې د جاسوسانو په توګه وو. خو امام خمیني د انسان دوستانه اړخونو له لحاظه او له هغه ځایه چې د امریکې په ټولنه کښې ښځې او تور پوستي له تبعیذ او ظلم سره مخامخ دي، د هغوی د آزادولو حکم ورکړ. محصلینو ته د امام له لیکو یوه برخه داسې ده : (اسلام ښځو ته ځانګړي حقوق قایل دی او تور پوستي چې یو عمر یې د امریکې تر دباؤ او ظلم لاندې ژوند کړی ، شاید په جبري توګه ایران ته راغلي وي. نو د هغوی سزا په هغه بڼه کښې چې جاسوسي یې ثابته شوې نه وي، کمه کړې) په دی ډول برمته شوې دیارلس ښځې او تور پوستي آزاد شول.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            او له ننه ۲۳ کاله مخکښې د دیارلس سوه څلور اویایم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په اوه ویشتمه نیټه، یو نه ستړی کیدونکی مجاهد او فاضل عالم آیت ا... غلام حسین جعفري همداني وفات شو. هغه په دولس سوه پینځه اتیایم هجري لمریز کال کښې د ایران په لویدیځ کښې له همدان سره نږدې وزیږید او په ځلمیتوب کښې د دیني زده کړو لپاره هغه ښار ته ولاړ. آیت ا... جعفري له پینځه کاله وروسته د خپلو معلوماتو د بشپړولو لپاره  د قم علمیه حوزو او وروسته نجف ته ولاړ او د اجتهاد درجې ته ورسید. هغه ایران ته له راستانیدا وروسته له تدریس سربیره د پهلوي فاسد رژیم سره د مبارزې په موخه د امام خمیني (رح) د مبارزو سره یو ځای شو او په دې لار کښې په ځلونو ونیوی او زنداني کړی شو. دغه میړاني عالم تل د باچا د رژیم په ظالمانه سیاستونو نیوکه کوله او په دې عقیده ؤ چې حکومت باید خپل مشروعیت د اسلام له مکتبه ترلاسه کړي او د دغه مبین دین له قوانینو سره سم عمل وکړي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

 

ټیګونه