May 12, 2019 14:27 Asia/Kabul
  • کور او کورنۍ ۲۴

د کور او کورنۍ د لړۍ څلرویشتم پروګرام.

               ژوند او مینه په ښادۍ او هیجان خوږیږي او تاسو او د ژوند ملګری مو تل ښادۍ او هیجان ته ضرورت لرئ نو بس کله کله د ژوند د معمول بهیر بدلوئ او مه پریږدئ چې ورځني کارونو مو تل په یو ډول او ستومانه کونکي توګه ترسره شي. انسان تل د ژوند د یو ډول والي په مینځ کښې د هیجان په لټه کښې وي، نو بس هڅه وکړئ چې دغه هیجان او ولوله د خپل ژوند له ملګري سره یوځاې تجربه کړئ او هغه هم ستاسو ترڅنګ د دې مشیني ژوند له یوډول والي راووځي. یاد لرئ چې د ډیرې غورې ښځې یا د ډیر غوره سړي ترڅنګ ګډ ژوند هم ځینې ستونزې لري چې د اټکل وړ نه دي، نو بس پوه شئ چې مشکلاتو د ژوند نه بیلیدونکې برخه ده او تاسو ځان نه شي دوکه کولی چې فکر وکړئ که د یو بل کس ترڅنګ وئ نو هیڅ ستونزه به درته نه وی پيښه. غوره دا ده چې تل له ځانه پوښتنه وکړئ چې ستاسو د ژوند ملګری له تا او له سره له ژوند تیرولو راضي دی او که نه؟ هغه ښه وپيژنئ او د خوشالۍ او ښادۍ لپاره یې په هیجان او جوش سره ژوند تیر کړئ.

                ګرانو دوستانو د پروګرام په دې برخه کښې په ترکمن قومونو کښې د کورنۍ ځینو ځانګړتیاؤ ته یوه کتنه لرو.

د ایران ګلستان ولایت د مختلفو ایراني قومونو او کلتورونو د یو میلیون او اته سوه زره (اتلس لاکه) کسانو یوه ټولګه ده چې هر یو یې په خپلو خاصو آدابو، رسوماتو او دودونو سره په پوره آرامښت او د دغه ښکلي ولایت د پراختیا لپاره په ګډه کوشش کوي.

دغه قومونه د ښځې او میړه د ګډ ژوند د پیلولو، د واده د مراسمو، دیني او مذهبي دستورو او حتی د جامې او کالیو د ډول په لړ کښې ځانته خاص آداب او دستورونو لري چې له مشرانو ورته نسل په نسل منتقل شوي او تر ننیو ښځو او سړیو یې رارسیدلي دي.

ترکمنان په ګلستان ولایت کښې استوګن یو قوم دی چې د دغه ولایت له دریو نه کابو په یوه برخه نفوسو سره زیاتره په ګنبدِ کاووس، آق قلا، ګمیشان، بندرِ ترکمن او مراوه تپه ولسوالیو کښې اوسیږي.

ترکمن قوم به پخوا د کورنۍ د یو مقتدر او خپل سري مشر (پلار) په لرلو سره ډیرې سترې او پراخې کورنۍ لرلې. وړې (یوازې د ښځې او خاوند لرونکې) کورنۍ په روانې پیړۍ کښې ورو ورو د هغوي ترمینځ دود شوې دي.

په ترکمنو کښې د ښځې او سړي فعالیتونه په جلا توګه په ګوته شوي دي. سړي یې د کرهڼې او مال ساتنې کار کوي او ښځې یې د اُي په نامه د ترکمني جونګړو د جوړولو، د اوړو د برابرولو، د میوو د راشکولو او وچولو، د څارویو د لوشلو، قالین اوبدلو، له وړۍ د دَریو او خولیو د جوړولو، د لبینانو د برابرولو او اخلي پخلي په شان کارونه کوي.

                په ترکمنو کښې واده په دې وجه مهم دی چې سبب کیږي د ناوې له کورنۍ یو اقتصادي فعال کس یعنې ښځه کمیږي او په مقابل کښې د زوم په کورنۍ کښې یو فعال غړی ورزیاتیږي. په دې وجه کومه کورنۍ چې خپل زوي له ښځه کوي باید د ناوې کورنۍ ته شیربها ورکړي.

په ترکمن قوم کښې د واده یو دستور، ډولۍ راوړل دي چې د جشن او خوشالۍ له مراسمو وروسته ترسره کیږي. په دغه ورځ د جنج په قافلې کښې هر یو ګډون کونکي ته د سرپيچک په شان ټوکر یا تولیه ورکوله کیږي.

د دغې قافلې دوه برخې وي چې په یوه کښې یې ودګنی یا زوم، ځوانان، ښځې او جینکۍ وي او په بله برخه کښې مشران او سپین ږیري.

ترکمنو به پخوا د زوم کور ته د ناوې د وړلو لپاره هغه د (کجاوې) په نوم یوې ډولۍ کښې کښینوله چې په رنګینو ټوکرو او معمولاً په څلویښت ټوټې ټوکرو به سنبال وه او په اوښ یا ریړې باندې به یې ایښودله او هم له بهر او هم له دننې څخه به یې ښکلې کوله. بیا به یې د ډولۍ په چت کښې یو جرس ځوړندوه چې د تګ په وخت به ټنګیده. دغه د جرس غږ د ډولۍ وړلو د جشن بیانونکی و.

خو نن سبا کجاوه ډیره کمه استعمالیږي او زیاتره نوي نوي موټران چې په ګلونو او رنګپټیو سنبالیږي د جنج لپاره کارول کیږي. یو موټر د ناوې او د هغې د دوو خپلوانو لپاره او بل ګاډي د ودګني او د هغه د ملګرو لپاره وي.

کله چې په جنج کښې د سپين ږیرو قافله د ناوې د پلار کور ته رسیږي، یو مشر د مهر ټاکل شوې پیسې په یوه بټوه کښې د ناوې کورنۍ ته ورکوي، د ناوې د خوا مشران د دغې ډلې هرکلی کوي او په ډول ډول میوو او شیرینیو سره د هغوي میلمستیا کوي.

بیا د زوم د جنج خلک په شور او زوږ سره خپل راتګ اعلانوي چې له ځان سره یې د ناوې د کورنۍ لپاره ډالۍ هم راوړې وي.

د ترکمنو د واده یو بل رسم چې له ډیر پخوا نه دود و، کُشتي یا غیږنیونه ده چې ګورشمک ورته وايي. د غیږ نیونې په دغو مراسمو کښې چې کوم کس د خپل سیال زانګون یا یې ولی (شا) په ځمکه ولګوي هغه د سیالی ګټونکی وي او د سیمې له مشرانو انعام ترلاسه کوي. دغه انعام ته (بایراق) ویل کیږي.

اس ځغلونه هم د ترکمنو په ودونو کښې یو د لیدو وړ رسم دی چې که څه هم نن سبا ډیر کم ترسره کیږي خو خپل ځانګړی جذابیت لري.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

                د پروګرام په دې وروستۍ برخه کښې د یوې کامیابې کورنۍ ځانګړتیاؤ ته اشاره کوو.

په یوې ښې او کامیابې کورنۍ کښې مور او پلار د کورنۍ مرکزي هسته او مرکز دی چې د ټولو په سر کښې وي او اولادونه یې د دغه مرکز چاپيره. البته باید پام مو وي چې د اسلامي کلتور له مخې په یوې ښې کورنۍ کښې نه ټول واک د سړي په لاس کښې وي، نه د ښځې او نه د اولادونو، بلکې په دې کلتور کښې کورنۍ د مینې، رحمت او د سلامشورې او تفاهم تر واکمنۍ لاندې ده. په دې روغ او سالم چاپيریال کښې د سموالی، رښتیا، عدالت او نیکمرغي ښوول کیږي او د هر غړي روحي تشه، د بل له خوا ډکیږي او دا همهغه څیز دی چې له خلقت او د ښځې او سړي له پنځون سره غږمله دی.

                یې شکه که په یوه کورنۍ کښې د جدایۍ او بیلتون خبره نه وي او ښځه او میړه په خپلو کښې جګړې نه کوي نو دا د دې خبرې دلیل نه دی چې ګني دا یوه کامیابه کورنۍ ده. دا چې یو ښځه خاوند په ظاهره په خپلو کښې ښه دي، ممکنه ده وجه یې دا وي چې هغوي په خپلو اخلاقو سره ځیني نور ظلمونه زغمي.

د قرآن کریم له نظره کامیابه کورنۍ هغه ده چې غړي یې د یو بل اړتیاوې پوره کړي نه دا چې مجبوراً یو بل وزغمي. په دغه کورنۍ کښې د غړو زیات نه زیات ضرورتونه او روحي او بدني خوندونه پوره کیږي. هم په کښې په کورنیو اړیکو کښې د اولادونو زیات نه زیات خوندونه برابریږي او هم د ښځې او میړه. په بله وینا، په یوې ښې کورنۍ کښې معمولاً انسان په روحي، رواني او عاطفي کمښتونو سره نه مخامخیږي.

                ځیني خلک ګمان کوي چې ځان ته باید د دنیا ترټولو ښه همسر او د ژوند ملګری ولټوي او داسې کس غوره کړي چې هیڅکله ترې ستومانه نه شي. حال دا چې نیکمرغي یوازې په ښه او سم انتخاب سره نه ترلاسه کیږي بلکې انسان باید د ګډو ژوند په دوران کښې ذره ذره نیکمرغي لاسته راوړي، دغه نیکمرغي ده چې ژور او تل پاتې خوند لري. له خوشبختۍ او نیکمرغۍ ډک ژوند باید انسان په خپله جوړ کړي.

د یوې ښې کورنۍ د لرلو لپاره وړومبنی ګام د کورنۍ مقولې ته د ښه لید اصلاح کول دي. کومه کورنۍ چې د اسلامي ماډل مطابق چلیږي، د آرامښت، مینې او رحمت درې مرحلې لري، ځکه کورنۍ په دې سمبول کښې، د خدای تعالی د بندګۍ لپاره یو ځاې ګرځي. کله چې له امام علي علیه السلام څخه پوښتنه وشوه چې بي بي زهرا سلام ا... علیها څنګه ده؟ نو ویې فرمایل: د خدای پاک په بندګۍ کښې ترټولو ښه مرسته کونکې ده. هم داشان به یې فرمایل: کله به چې کور ته ننوتلم او سترګې به مې په فاطمې لګیدې نو د ژوند ټولې سختۍ به مې هیریدلې. ارامښت ته به رسیدم او دا ارامښت به د خدای د بندګۍ سبب کیده.

یو بل ټکی چې په یوې ښې او کامیابې کورنۍ کښې وي، د غوره نسلونو روزنه ده. په دیني تعلیماتو کښې راغلي دي: کله چې واده کول وغواړئ نو د یوې داسې ښځې لټون وکړئ چې ستاسو د اولادونو لپاره یوه ښه مور وګرځي. که د ژوند فضا له اسلامي تعلیماتو ډکه شي، نو د روغې کورنۍ د برابریدو لاره هواریږي چې د ټولنې بنیادونه جوړوي او د سالمې او روغې ټولنې سبب کیږي.

                یاد ولرو چې کورنۍ حرمت لري او د هغې د ساتنې او دوام لپاره باید په کور کښې د ډیرو آدابو خیال وساتو، البته هیڅوک د کورنۍ په چاپیریال کښې د راحتې مخالف نه دی خو دغه راحتي هم په کور کښې ځیني حدود لري.

په دې آدابو کښې یو، حلال او پاک رزق ته پاملرنه ده چې کورنۍ بیمه کوي، ځکه چې د روح سلامتیا له حلال مال څخه په سمې او غوره استفادې کښې ده او دې خبرې ته بې پامي د انسان لپاره منفي او خرابونکې پایلې رامینځته کوي. ځکه خاوندان دنده لري چې د عاید حلاله سرچینه ولري او د دې کار پابندي د رزق د زیاتوالي او په کورنۍ او ټولنه کښې د اخلاقو او عواطفو د ودې سبب  کیږي. کوم سړی چې په خپل زیار او هڅې سره د حلال رزق په ترلاسه کولو سربیره د خپلې میرمنې د سوکالتیا په فکر کښې وي، د کور فضا له نورانیته ډکوي او میرمنه یې په مینې او د زړه په ایمان سره ژوند ته ځانګړې صفا ورکوي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه