په بالټیک سمندر کښې هره شیبه د جنګ د پیلیدا امکان شته
(last modified Tue, 10 Jun 2025 23:18:17 GMT )
Jun 11, 2025 03:48 Asia/Kabul
  • په بالټیک سمندر کښې هره شیبه د جنګ د پیلیدا امکان شته

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال «الکساندر ګروشنکو» په یو لړ څرګندونو کښې په بالټیک سمندر کښې د پوځي نښتې د رامینځته کیدا د احتمال په هکله خبرداری ورکړ او ټینګار یې وکړ

 بالټیک سیمه د ناټو د فعالیتونو او د روسیې ضد د سیاستونو د زیاتیدا په دلیل په چټکۍ سره د پوځي جنګ د پیلیدا لپاره په یوې بالقوه سیمې د بدلیدا په حال کښې دی.

هغه په ماسکو کښې په یوې وینا کښې لویدیځ هیوادونه له روسیې سره د جنګ پیلونکي وبلل او ویې ویل دغه موضوع په بالټیک سیمه کښې د پوځي شتون د خطرناک زیاتیدا سبب شوي ده.

د روسیې د خارجه وزیر مرستیال ګروشنکو په بالټیک سیمه کښې د ناټو تړون د پوځي فعالیتونو ته په اشارې سره وویل په بالټیک سمندر کښې د ناټو پوځي مانورې په دغه سیمه کښې د تاوتریخوالي د زیاتیدا اصلي دلیل دی.

د ګروشنکو دغه خبرداری په داسې حال کښې دی چې د روسیې خارجه وزیر سرګي لاوروف مخکې د بالټیک سیمې درې هیوادونه لیتوانیا ، لیتویا او استونیا د سترو اروپايي هیوادونو چې له روسیې سره د دښمنۍ هڅه کوي تر کنټرول لاندې ننځکه بللي او ویلي یې وو دغه هیوادونه د سیاسي خپلواکۍ د نه لرلو په دلیل د سترو قدرتونو لخوا له ناوړه استفادې سره مخ دي.