افغانستان او ازبکستان سوداګریز تړون او ګډ عملي پروګرام لاسلیک کړ
ازبکستان د تاشکند د پانګونې په څلورمې نړیوالې غونډې کې، د افغانستان د طالبانو د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر د اقتصادي ملګرتیا په برخې کې دوه مهم سندونه لاسلیک کړل.
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی، د افغانستان د طالبانو د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ چې د تاشکند د پانګونې په څلورمې نړیوالې غونډې کې، د دې وزارت سرپرست، نورالدین عزیزي، د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ له وزیر لذیذ قدرتاف سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمینځ ئې دملګرتیا دوه مهم اقتصادي سندونه لاسلیک کړل.
په دغې لیدنې کې، د افغانستان د طالبانو د سرپرست حکومت او ازبکستان ترمینځ د ترجیحي سوداګرۍ تړون نهائي شو؛ دغه تړون، د وزارت په وینا، د سوداګریزو تعرفو د کمولو، د توکو په تبادله کې د خنډونو له منځه وړلو، بازارونو ته د لاسرسي اسانتیا او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د کچې د لوړولو لپاره یو تاریخي ګام دی.
دغه وزارت دغه تړون د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو لپاره بنسټیز بدلون بللی او ویلي ئې دي چې دا تړون نه یوازې د دواړو هېوادونو ترمینځ د سوداګرۍ لاره هواروي، بلکې د صادراتو د ودې، کارموندنې د زیاتوالي، د صنعتونو د پیاوړتیا او پایداره اقتصادي پرمختګ لپاره هم زمینه برابروي.
همدارنګه، په دې لیدنه کې د افغانستان او ازبکستان ترمینځ د سوداګرۍ، صنعت، کرهڼې، لوجیستیک او ظرفیت لوړولو په برخو کې ګډ عملي پروګرام لاسلیک شو؛ دا پروګرام د اقتصادي اړیکو د ژورولو، د خصوصي سکټور د ملاتړ، د پانګونې جذب او سیمهییزې سوداګرۍ د پرمختګ لپاره د یوې اساسی وسیلې په توګه تعریف شوی دی.
په دغې ناستې کې، دواړو لورو د پخوانیو ژمنو د پلي کولو، اقتصادي ملګرتیاؤ د پراخولو، د سوداګرۍ د اسانتیا، ګډې پانګونې،د صادراتو د پراختیا او د توکو د ترانزیټ په اړه خبرې وکړې او د اقتصادي اړیکو د پراخولو او اوږدمهاله همکارۍ لپاره د عملي بسترونو د جوړولو لپاره پر خپلې قوي ارادې ټینګار وکړ.