Jul 27, 2019 16:13 Asia/Kabul
  • ايراني شخصيتونه، نړيوال وياړونه (189)

ايراني شخصيتونه، نړيوال وياړونه نومې له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو. هيله لروو چې له مونږ سره مل اوسئ. د تېر مطلب په دوام کښې د ايراني تصوف د يو ډېر ځانګړي شخصيت په اړه غږيږوو.

د دريمې هجري قمري پېړۍ مشهور عارف حسين بن منصور حلاج په خپل ژوند، وېناو و حتی مرګ سره په نړۍ کښې داسې يو شور او ولوله راپېدا کړه چې اوس هم د پېړيو پېړيو د تېرېدو باوجود ايراني او لويديځي محققان او څېړونکي د هغه په اړه خبرې او ليکنې کوي. هغه شخصيت چې په خپلو وېناو سره يې په عامه او خاصو خلقو کښې يوه غلغله او ولوله رامنځته کړه او د ايران، هند، ترکستان، چين او ماچين وغېره په مختلفو ښارونو کښې يې زيات پېروکار ولرل. هيله ده چې دا پروګرام ستاسو قدرمنو دوستانو د پام او استفادې وکړ وګرځي.

ومو ويل چې د ايراني او غېر ايراني محققانو د کوششونو باوجود اوس هم د دريمې هجري قمري پېړۍ د مشهور ايراني عارف منصور حلاج زياتره اړخونه د شکونو په شپول کښې بند دي. اصلي نوم يې حسين او د پلار نوم يې منصور ؤ. په لرغونو ليکنو کښې د هغه د زېږېدنې تاريخ ته څه اشاره نه ده شوې، خو د لوئي ماسينيون په شان ځينو محققانو د هغه د زېږېدنې نېټه تقريباً 244 قمري يعني 858 ميلادي او ځينو نورو هم د 248 هجری قمري يعني  862 ميلادي بللې ده. حلاج د ايران د بېضاء فارس د په طور نومې کلي کښې پېدا شو او په ماشومتوب کښې له خپلې کورنۍ څخه له طور کلي نه د عراق واسط ښار ته مهاجرت کړے دے. همدارنګ د حلاج چې نداف معنا لري او ابتداء کښې يې لقب ؤخو ورو ورو يې د هغه اصلي نوم تر تاثير لاندې راوسته، د وجه تسميه په باره کښې له تاسو سره وغږيدوو. حلاج له هم هغې ځوانۍ له دورانه د معرفت د حاصلولو لپاره خپل سفرونه شروع کړل او د سهل بن عبدا... تستري، عمرو بن عثمان مکي او مشهور ايراني عارف نهاوندی په شان د سترو استادانو شاګردي وکړه او د خپلو ټولو استادانو په نزد په ښه ډول وځلېد. حلاج په خپل ژوند کښې درې ځل حج ته لاړ. ويل شوي دي چې هر چرته به تلۀ نو ګڼ شمېر پېروکاران او پلويان به ترې چاپېره راغونډېدل. خلقو به حسين بن منصور حلاج ته د يو مصلح او ژغورونکي په سترګه کتل او همدا چاره د بغداد د فقيهانو وحشت او ويرې سبب شوه او د بغداد د واکمنانو بدګمانۍ يې راوپارولې. بالاخره د بغداد د هغه وخت واکدارانو او فقيهانو وکړې شول په هغه باندې د مختلفو تورونو او تهمتونو په لګولو سره  هغه بندي خانه کښې بنديوان کړي او له اتو کلونو بند او محاکمې نه پس يې د قتل حکم جاري کړي.

د هغې ورځ په سحر چې هغه يې لاس تړلے او داسې حال کښې چې درانۀ زنځيرونه يې ورته په غاړه کښې اچولي وو په باب الطاق کښې دار ته راوست نو په ګفتار او کړۀ وړو کښې يې هيڅ ويره او پښېمانۍ نه ليدل کېده. خندل يې او په خوشحالۍ او ناز سره يې له هغو کسانو سره يې چې د هغه تماشې ته راغلي وو دوستانه خبرې اترې کولې.

د هغه د تګ په لاړه کښې ګڼ شمېر خلق جمع شوي وو خو ټول په غم، درد، وير او خاموشۍ کښې ډوب وو؟ خو د منصور حلاج په استقامت کښې څه فرق نه ؤ راغلے، هغه د مرګ ديدن ته نه بلکه د خپل معشوق ديدن ته روان ؤ. کله چې دار ته نزدې ورغے نو د هغه د زمانې مشهور عارف شبلي هلته ولاړ ؤ، سترګې له اوښکو ډکې وې او آهونه يې له خولې وتل خپل جانماز يې هغه ته مخ په قبله وغوړوۀ. هغه پرې دوه رکعته نمونځ وکړ، له نمانځه نه وروسته يې مناجات وکړل او د خپل وژونکو لپاره يې دعا وکړه او هغوي يې وبخښل. بيا ډېر په خوشحالۍ او بې له څه ويرې او تزلزله دار ته په اېښودل شويو پوړو وختۀ. خلقو ته يې اوچت غږ سره وويل: «د واجد لپاره دا بس دي چې واحد ذات هغه د ځان لپاره يک و تنها کړے وي او په آخرو شېبو کښې هم د واحد خداے په اړه فکر کوي، تر آخري وخته پورې يې فکر هغه مقدس غږ ته متوجه و چې د هغه له خولې يې اناالحق ويلي وو.»

د شپږې هجري قمري پېړۍ مشهور شاعر او عارف حکيم فريدالدين عطار نيشابوري په خپل ارزښتناک کتاب « تذکره اولياء» کښې په دغې ترخې واقعې باندې مفصله او تاثير کونکې ليکنه کړې ده. عطار واقعه داسې نقل کړې ده: « کله چې يې د دار ځاے بوتلۀ او په پوړۍ يې پښې کېښودې نو پوښتنه ترې اوشوه چې حال څه شې دے وې ويل د دار په سر ځوانمردو معراج دے، لاسونه يې اوچت کړل او د قبلې په لور يې مناجات وکړل. او د هغه څه دعا يې وکړه چې غوښتله يې نو په دار وختۀ..... بيا خونړے ابوالحارث ورته ورنزې شوې او سخته څپېړه يې ورکړه او تندے يې څيرے شو او په پوزه يې وينه راماته شوه.»

حسين بن منصور حلاج يې يوه ورځ په دار وساتۀ او سخته شکنجه او بدني تکليفونه يې ورکړل. د شپې يې بيا دغه ستړے ستومانه بوډا بندي خانې ته بوتلۀ او د 309 ( ه . ق) کال د ذی الحجې په ۲۴ نېټه يې په  قتل ګاه ته راوست او وې وژۀ.»

عطار نيشابوري په تذکره الاولياء کتاب کښې دا واقعه داسې بيانوي: «بس هر چا د هغه لوري ته يو کاڼے ويشتۀ نو شبلي له حلاج د موافقته او ملګرتيا په توګه د موافقت د = يعنې مساوي نښې  سره يو ګل د هغه لوري ته اويشتۀ. حسين بن منصور حلاج يو آه له خولې ووېستۀ. نو ورته وويل شول چې په دې دومره کاڼو ويشتو دې له خولې آه ونه  وتۀ؟ نو د يو ګل په ويشتو دې د آه کولو راز څه دے؟ وې ويل: ځکه چې دغه خلق نه پوهيږي او چې نه پوهيږي معذوره دي خو په هغه کس چې پوهيږي زيات خفه شوم پکار دي هغه په ګل نه وې ويشتې.»

کله چې يې ترې لاسونه پرې کړل نو وې خندل. ورته وويل شول چې ولې دې وخندل؟ وې ويل چې له لاس تړلي سړي لاسونه پرې کول آسان کار دے خو نر هغه دے چې د صفاتو لاسونه پرې کړي چې د هغو په همت سره د عرش څوکې ته رسيږي. بيا يې ترې پښې پرې کړې نو مسکے شو او ويل: په دې پښو سره خو زۀ په زمکه او خاوره ګرځېدلے يم، خو نور قدمونه هم لرم چې همدا اوس پرې د دواړو جهانو سفرونه کوم که کولې شئ هغه دواړ قدمونه پرې کړئ. بيا يې دواړه پرې شوي لاسونه په مخ او لېچو ومخښل او په وينو يې ولړ. ورته وويل شول چې دا دې ولې وکړل؟ وې ويل ، ډېره وينه رانه بهېدلې وه نو کېدې شي مخ مې زيړ شوے وي. نو تاسو به فکر کوئ چې دغه زيړوالے د ويرې له مخې دے. نو وينه مې په مخ ومخښله چې ستاسو په مخکښې سرخرو شم چې د نرانو د مخ سرۀ د هغوي د وينې په وجه دي. ورته وويل شول: ښه ده چې مخ دې په وينو ولړۀ نو دا په لېچو دې ولې وينه ومخښله؟ وې ويل اودس مې تازه کوۀ؟ ورته وويل شول چې اودس د څه لپاره؟ وې ويل د عش نمونځ دوه رکعته دے چې د هغه لپاره بې له وينې په بل څه اودس نه کيږي. بيا ترې سترګې راووېستې نو هلته کښې په خلقو کښې يو قيامت جوړ شو ځينو په چغو چغو ژړل او ځينو په کاڼو ويشتۀ. بيا يې غوښتل چې ژبه ترې پرې کړي نو وې ويل: لږ صبر وکړئ چې څه خبرې وکړم. آسمان ته يې مخ کړ او وې ويل: الهي په دغه رنځ او درد چې ستا په وجه راته راکړې کيږي ته دوي بې برخې مه کړې او چې کوم دولت او واک دې ورکړې له هغه يې بې برخې مه کړې. الحمد لله ستا ډېر ډېر شکر دے چې لاس او پښې رانه پرې کړل، ستا په لار کښې او  ستا د جلال په ننداره کښې مې يې سر له  تنه جدا کړ او دار مې خېژوي. بيا ترې غوږونه او پوزه پرې کړه او د کاڼو باران پرې جوړ شو.

د حسين بن منصور حلاج بدن بې لاسو، بې پښو، بې ژبې، بې سترګو او بې غوږو او بې پوزې د نمر په وړانګو کښې د بغداد د خلقو د سترګو په وړاندې ځلېدۀ او د هغوي سترګې يې برېښولې. د ماښام د نمانځه په وخت يې سره له مړۀ ژواندي بدنه جدا کړ خو د سر پرې کولو په وخت مسکے شو او د خپل معشوق په لاره کښې سا ورکړه.

د حلاج پرې شوي لاسونه، پښې او سر د خلقو د نندارې لپاره کېښودې شول. عطار په تذکره اولياء کتاب کښې نقلوي چې د حسين بن منصور حلاج د قتل په وخت چې به کله وينه په زمکه توئيده په زمکه به د «الله» د نوم نقش جوړېدۀ.

خو د عش کار يې لا نه ؤ ختم شوے. يوه ورځ پس د هغې ټوټې ټوټې بدن يې په يو پوزي کښې ونغښتۀ او ورباندې يې تېل واچول او اور يې ورته ورته کړ. ايرې يې بيا د ښار د اوچتې منارې له سره په هوا کښې ولوزولې شوې او هوا هغه ايرې د دنيا ګوټ ګوټ ته ورسولې. عطار نقلوي چې يوه ورځ يو دروېش له حلاج نه پوښتنه وکړه چې عشق څه ته وائي؟ وې ويل: «نن او سبا او بله ورځ به يې وينې« يعنې يو ورځ به يې وژني، بله ورځ به يې سوزوي او بله ورځ به يې ايرې په هوا کښې الوزوي يعنې دا عشق دے.

عطار نيشابوري د حسين بن منصور حلاج د ژوند د وروستيو شېبو حال داسې بيانوي: «حسين بن منصور حلاج خپل خادم ته ويلي وو چې کله زما د بدن ايرې په دجله سيند کښې پريوزي نو اوبو به په جوش او غورځنګ کښې راځي نو ويره ده چې بغداد په اوبو کښې ډوب شي نو هغه وخت زما خرقه د دجلې سيند ته يوسه  چې اوبۀ آرام ومومي. په دريمه ورځ چې د حلاج د بدن څه ايرې د دجلې سيند ته وغورزولې شوې نو له سيند نه د اناالحق نعرې راوچتې شوې او اوبۀ په جوش او غورځنګ کښې راغلې، خادم د شېخ خرقه د دجلې سيند غاړې ته يوړه، اوبۀ په آزام شوې او ايرې يې چې د اناالحق چغې يې وهلې په زمکه خاموشه پرېوتې، بيا وروسته هغه ايرې راغونډې کړې شوې او زمکه کښې ښخې کړې شوې.»

د حسين بن منصور حلاج له مرګ نه پس د خليفه په دربار او حرم کښې د غم درنه چُپا چُپيا خوره شوه. د خليفه مور په وير او ماتم اخته شوه.  ويل شوي دي چې هغې تر هغه وخته چې ټاکل شوې وه د حسين بن منصور حلاج سر خراسان ته ولېږل شي چې په مختلفو سيمو کښې يې د خلقو د عبرت لپاره وګرځوي د دربار په خزانه کښې ساتلے ؤ. همدارنګ هغې د خپل ورور د قبر خوا کښې يو برخه زمکه وقف کړه چې خلق د منصور حلاج د قتل ګاه زيارت ته راځي

--------

 

ټیګونه