Oct 16, 2019 16:26 Asia/Kabul
  • ایرانی شخصیتونه نړیوال ویاړونه

په ایرانی شاعرانو کی داسې کسان شته چی د خپل ژوند یوه موده یې په بیلا بیلو علتونو په جیلونو کی تیره کړی ده او د زندان او هغو مصیبتونو او کړاونو په بیانولو کی چی هلته یې زغملی دی ، شعرونه ویلی دی ، کله هم د خپل وخت په ځینو اجتماعی او سیاسی مسلو جاج ته مخه کړی چی پکی مسعود سعد سلمان ، خاقانی شروانی او ناصر خسرو یادولې شو .

په تیر پروګرام کی مو وویل چی امیر سعید الدوله ابو النجم مسعود سعد سلمان همدانی د سلجوقیانو او غزنویانو د پړاو مشهور شاعر او په هندوستان کی د غزنوی دولت یو ستر امیر  وو . هغه چی اصالتا همدانی دی ، د خپل پلار د دیوانی خدماتو په دلیل له ۴۲۵ تر ۴۳۸ کلونو ترمینځ  په لاهور کی وږیږیده . د مسعود پلار او نیکونه د خپل وخت له عالمانو او پوهانو وو . مسعود په لاهور او غزنین کی له مشهورو عالمانو په علم او هنر سربیره د جنګ ، سوارۍ او تیر کمان  اصول هم زده کړل . له ادبیاتو سره د هغه بلدتیا هغه له شاعرۍ او شعر سره لیواله کړ تر دې چی په قصیده ویلو کی د خپل وخت مخکښ شو . هغه د سلطان ابراهیم په حکم د باچا د زوی سیف الدین محمود ندیم او ملګری شو او له هغه سره هند ته ولاړ . مسعود سعد سلمان د سیف الدوله محمود سره یو خاص ځای او مرتبه درلوده ، خو دغه پړاو د غزنی باچا ته د حاسدانو د بدویلو او شیطاني په وجه ختم شو او د سلطان ابراهیم غزنوی په حکم له شاهزاده سیف الدوله سره یو ځای د هغه نږدې کسان او ملګری هم زندانی شول چی مسعود سعد سلمان هم پکې شامل وو . مسعود سلمان  د سلطان ابراهیم غزنوی په پړاو کی خپل لس کاله  په جیل کی تیر کړل . هغه یو ځل بیا هم زندانی شوی وو ، هغه د خپل ژوند شل کاله په قید کی تیر کړی دی .

 

ځینې تذکره لیکونکی او څیړاندی په دې باور دی چی هغه له زندان له خلاصیدا وروسته  له دیوانی کارونو ځان څنګته کړ او د خپل نفس پاکولو او عبادت ته یې مخه کړه . خو له دغه پړاوه په پاتې اثارو کی که لږ ځیر شو نو له ازادۍ وروسته د هغه  له وضعیت خبریدلې شو .د هغو اثارو او نښو نښانو په استناد چی پاتی دی ، هغه له ازادۍ وروسته نور د مهمو او حکومتی څوکیو د ترلاسه کولو هڅه نه کوله خو له درباره هم څنګته نشو او د خپل عمر تر پایه د مسعود غزنوی د ستر کتابتون د کتابدارۍ په شان په کلتوری چارو یې عمر تیر کړ . مسعود سعد سلمان په ۵۱۵ یا ۵۱۶ کال کی په پیاوړی ګومان  په غزنین کی وفات شو .

««««««««««««««««««««

د مسعود سعد  د شعرونو په دیوان کی غزل ، قصیده ، مثتنوی ، رباعی او د فارسی شعر نور ډولونه موجود دی خوهغه څه چی له هر زیات د مسعود سعد سلمان د مشهورتیا سبب شوی دی ، د هغه حبسیات دی . حبسیه د فارسی شعر په اصطلاح کی هغو شعرونو ته ویلی شی چی شاعر په زندان او یا د خپل قید په اوږده موده کی ویلی وی اوزیاتره برخې یې له شکایت او د حال احوال ډکې وی . حسبیه په حقیقت کی د کړیدلی انسان کوکه او فریاد دی چی په  غرونو یا سیاچالونو کی زندانی وی . هغه مظلوم انسان د نورو د شیطانۍ ، یا د عقیدې  او مذهب د اختلاف او یا د ظالمو واکمنانو د اعمالو د نه تاییدولو په دلیل زندانی شوی وی . حبسیات  یا د زندان ادبیات د هغو پوهو کسانو د زړه دردونکی کوکې دی چی په زوره له خپل وطن لیرې کړې شوی او زندانی شوی او په صادقانه ډول خپل احساس په ډول ډول بڼو لکه ګیلو ګرویو ، د تیر وخت حسرت ، د پردیسی توب غم  او د لیری توب دردبیانوی .

په ایرانی شاعرانو کی داسې کسان شته چی د خپل ژوند یوه موده یې په بیلا بیلو علتونو په جیلونو کی تیره کړی ده  او د زندان او هغو مصیبتونو او کړاونو په بیانولو کی چی هلته یې زغملی دی ، شعرونه ویلی دی ، کله هم د خپل وخت په ځینو اجتماعی او سیاسی مسلو جاج ته مخه کړی چی پکی مسعود سعد سلمان ، خاقانی شروانی او ناصر خسرو یادولې شو .

««««««««««««««««««««««««««««

په کلی ډول ویلی شو چی په حسبیه کی ژبه ، ټکی ، کلمات او د شعر عمومی فضا توپیر لری خو هغه عناصر او موضوګانې چی په زیاتره حسبیو کی کارول شوی دی ، یوشانته دی .مسعود سعد سلمان د فارسی ژبې لومړنې حسبیه ویونکې شاعر دی چی د هغه اجتماعی او سیاسی ژوند هغه په هغه لور ورکش ویلې دې چی د ژوند اتلس کاله یې په جیلونو کی تیر کړی دی دی  او په دغه موده کی هغه څه چی په هغه تیر شوی دی ، د شعر په ژبه بیان کړی دی  او په دې سره یې د فارسی ادبیاتو په حوزه کی د شعر یو ډول رامینځته کړی دی .

مسعود سعد په زندان کی د ژوند له ډول ډول ناخوښو او ترخو تجروبو په خپلو شعرونو کی استفاده کړی ده .

««««««««««««««««««««««««««

که څه هم چی زندان او په شعر کی د هغه انعکاس ناخوښ او د انسان د لطیف مزاج په اپوټه دی خو له بل پلوه دغه ډول شعر سبب کیږی چی انسان هغه نه ویل شوی مسایل چی انسان یې په په ډاګه او  اسانۍ سره نشی ویلی ، بیان کړی . پر دې سربیره په دغه ډول شعرونو کی د انسان سوچه احساسات لټول کیدلې شی . دغه ډول شعرونه د انسان حقیقی او سوچه احساسات د هغو په حقیقی بڼو کی جوتوی او لکه څرنګه چی د انسان له وجوده سرچینه اخلی نوډیر اغیز کوی او د شاعر هغه  ارزوګانې او ایډیالونه چی په بند کی ورپاره ترلاسه کیدونکی نه وی ، جوتیږی .

د مسعود حسبیات، سوچه ،  بی پردې او بی دروغو دی . په حسبیو کی مسعود له پیل تر پایه د زور او زر خاوندانو نوم ندې اخیستلې بلکې د زندان د سختو وختونو ، کړاونو ، له کورنۍ او وطن د لیری والی ، مصیبتونو او د زندان د تیارو شپو او خپلې بیګناهۍ خبره کړی ده  نو ځکه ډیر اغیزمن دی  او په همدې دلیل ده  چی د هغه  دغه ډول قصیدې د فارسی په ادبیاتو کی بی ساری دی .

کر د با من زمانه حمله بجنګ

چون مرا بسته دید میدان تنګ

رنج و غم را برای جان دلم

تیغ پولاد کرد و تیر خدنګ

اب اندازه ز دیده چندان رفت

تا زد ایینه نشاطم زنګ

««««««««««««««««««««««««««««««««

په  حسبیاتو کی ځای  په ځای د زندان په یوازیتوب کی د شاعر د عزیزانو او خپلوخپلوانو د تیرو خاطرو یادونه په یوه بل پسې د هغه د ذهن په پردې راځی او په زړه یې د غره هومره غم پروت وی او له سترګو یې د اوښکو سیلاب روان وی . په لیرې پرتو او اوچتو قلعو په زندانونو کی د زاړو دوستانو لپاره د شاعر د زړه د تنګیدو احساس تر دې حده دې چی حتی د ملګری خیال یې هم په ذهن کی نه راځی او یوازې غم او کړاو دې چی د هغه ملګری شوی دی او هغه یې راګیر کړی دی . هغه انځورونه چی مسعود په دغه ډول شعرونوکی راپنځولی دی ډیر ښکلی  او ساده  دی  او هر لوستونکې ځان سره ملګرې  او یو زړه کوی .

محنتم ، همچو دوستان عزیز

هر شب اندر کنار ګیرد تنګ

««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د حسرت او عزیزانو له لاسه ورکولو خواشینۍ، د عمر په تیریدو خواشینی ، له مرګه ویره ، په تیروښو وختونو او سلامتیا حسرت خوړل ، د ازادۍ ښکلی حس  ، له وطنه لیرې والې او پردیسی توب ، د مسعود په دغه ډول شعرونو کی ډیر لیدل کیږی . د مسعود په وجود کی  دغو احساساتوزیاتوالې د هغه د انزوا غوښتنې سبب شو . د هغه په اشعارو کی لیدلې شو چی له لټون ستړې شوی دی او نور غمخوار او اشنا نه وینی .

کس نیابم که غمګسار بود

کس نبینم که اشنا باشد

او د هغه  همدغه منزوی کیدا هغه دې ځای ته رسوی چی د صبر کاسه یې ډکیږی  او د زمانې له غم او د ژوند له بدو شرایطو تر خلې راځی او د ژوند پای غواړی او په مرګ فکر کوی .

در چنین رنجها به حق خدای

که به جان مرګ را خریدارم

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««

 

 

 

ټیګونه