Nov 24, 2019 16:56 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې

افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې د لړۍ د دې اونۍ پروګرام مو تیار کړی. دوستانو د دې پروګرام په سر کښې د افغانستان او پاکستان د ځینو مهمو پیښو سرټکي او ورپسې یې د ځینو په اړه شننې وړاندې کوو.

له ایران سره د اړیکو په پراخولو باندې د پاکستان د وزیراعظم ټینګار، د افغانستان د مشهوری سیاسي او رسندوي فعال وحید مژده وژله، د طالب ډلې له دریو اسیرانو سره په کابل کښې د امریکايي پوهنتون د دوو برمته شویو بهرنیو پرفیسرانو تبادله، د پاکستان د بهرني پور کمیدل، د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو په بهیر کښې د ملګرو ملتو د نماینده دفتر (یوناما) په لاسوهنې اعتراض، ایران ته د پاکستان د ځمکني پوځ د قومندان سفر، د پاکستان هوايي حریم ته د امریکې د پوځي الوتکو په ننوتو بندیز او د داعش ترهګرې ډلې له شتونه د ننګرهار ولایت له پاکو شویو سیمو د ولسمشر اشرف غني کتنه د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ ځینې مهمې پیښې وې.

او اوس د پروګرام تحلیلي برخه:

د افغانستان د سیاسي چارو د کارپوه او رسندوي فعال وحید مژده وژل کیدو د دغه هیواد د حکومتي چارواکو او مشهورو سیاسي شخصیتونو پراخ غبرګونونه راوپارول.

د افغانستان ولمسشر محمد اشرف غني په یوه خبرپاڼه کښې د وحید مژده د وژلې په غندلو سره د دغه هیواد امنیتي ادارو ته امر وکړ چې د دغه کار د عاملانو د پيژندلو لپاره په جدیت سره اقدام وکړي.

د افغانستان د حکومت د اجرايي مشر مطبوعاتي دفتر هم په یوه بیانیه کښې د وحید مژده د ټرور په غندلو سره وویل چې د هغه قاتلان د افغانستان د صلحې او ارامښت دښمنان دي او باید زرترزره معلوم او سزا شي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د وحید مژده د وژلې په غندلو سره وویل: په مهمو شخصیتونو او سیاسي شناندو باندې وروستۍ ترهګرې حملې د افغانستان د خلکو په وړاندې یو جنګي او بشري جنایت دی.

د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو کاندیدانو احمد ولي مسعود او عبداللطیف پدرام هم هم په جلاجلا خبرپاڼو کښې د وحید مژده وژله وغندله.

د ویلو ده چې وحید مژده تیره اونۍ په کابل کښې له خپل کور سره نزدې د دوو وسله والو کسانو د حملې هدف وګرځید او ووژل شو.

وحید مژده د افغانستان د جهاد په پړاؤ کښې د دغه هیواد د حزب اسلامي غړی و او د طالبانو د واکمنۍ په پړاؤ کښې د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کښې په کار بوخت و.

هغه د افغانستان یو مشهور سیاسي کارپوه او تکړه رسندوي فعال و چې د دغه هیواد په حکومت باندې د نیوکه کونکي د موقعیت د لرلو ترڅنګ په افغانستان کښې د امریکايي ځواکونو د شتون هم مخالف و.

وحید مژده تیر کال د روسیې په کوربه توب په ماسکو کښې د افغانستان د صلحې په غونډه کښې ګډون کړی و او تل یې په افغانستان کښې د صلحې او ارامښت د ټینګیدو هڅه کوله.

هغه د طالبانو د حاکمیت په وختو کښې په خارجه وزارت کښې د خپل شتون په پړاؤ کښې (افغانستان او د طالبانو پنځه کلنه سلطه) نومې کتاب ولیکه چې د دغه هیواد د خلکو په تیره بیا د سیاسي او کلتوري فعالانو د پام وړ وګرځید.

د وحید مژده وژلې ته د افغانستان د ولسمشر او اجراييه رییس په شمول د ډیرو چارواکو او شخصیتونو غبرګون ښودنه کوي چې هغه د افغانستا په سیاسي او رسندوي برخه کښې یو موثر عنصر و. په تیره بیا دا چې د وحید مژده ټرور ته په زیاتره غبرګونونو کښې پّ افغانستان کښې د جنګ د خاتمې او د صلحې د ټینګښت لپاره د هغه په هلوځلو ټینګار شوی دی.

په دې وروستیو کلونو کښې له مختلفو کورنیو او بهرنیو رسنیو سره په خپلو مرکو او شننو کښې له افغانستانه د امریکايي او د ناټو د ځواکونو د وتلو په ضرورت باندې د وحید مژده همیشنی ټینګار  ښودنه کوي چې هغه په خپل هیواد کښې د نیواکګرو د شتون مخالف و او په افغانستان کښې د بهرنیو ځواکونو د شتون د دوام د بدو او نه جبیره کیدونکو پایلو په هکله د عامه افکارو د خبرولو په لړ کښې به یې له هیڅ کوششه ډډه نه کوله.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

اسلام آباد د پاکستان هوايي حریم ته د امریکې د یوې جنګي الوتکې د داخلیدو مخه ونیوله.

د پاکستان هوايي ادارې وویل چې د امریکې یوې جنګي الوتکې د دغه هیواد هوايي حریم ته د ننوتو نیت درلود خو د پایلټ له خوا د مجوز او د ننوتو د کوډ د نه وړاندې کولو په وجه د پاکستان د پوځي ځواکونو له خوا په ویشتل کیدو او نسکورولو وګواښلې شوه چې له امله یې شاتګ ته مجبوره شوه.

خپل هیوايي حریم ته د امریکې د جنګي الوتکې د ورننوتو د مخنیوي په لړ کښې د پاکستان اقدام ښودنه کوي چې د اسلام آباد حکومت د پاکستان د تیرو حکومتونو په اپوټه په سیمه ایز ډګر کښې له سپينې ماڼۍ سره یواړخیزې ملګرتیا ته تیار نه دی او نه پریږدي چې واشنګټن بې له غږملتیا او اجازې د دغه هیواد هوايي حریم وکاروي.

که څه هم د پاکستان هوايي ادارې د خپل هیواد هوايي حریم ته د امریکې د جنګي جیټ د ورننوتو د مخنیوي وجه د اجازتنامې نشتوالی اعلان کړی خو دا ګمان مطرح دی چې پاکستان د مختلفو ملاحظاتو په وجه تیار نه دی چې د سپینې ماڼۍ له یواړخیزو سیاستونو سره ملګرتیا وکړي.

البته باید پاملرنه وشي چې د اسلام آباد او پاکستان په اړیکو کښې شخړه په افغانستان کښې له جنګه متاثر، له ۲۰۰۴ کال څخه د پاکستان په قبایلي سیمو باندې د امریکې د بې پایلټه الوتکو د حملو په پیلیدو پورې اړوندیږي چې سبب شوي څو په دغه هیواد باندې واکمنو مختلفو ګوندونو په تیرو ۱۵ کلونو کښې له سپینې ماڼۍ سره لانجمنې اړیکې تیرې کړې دي.

د پاکستان په تیر حکومت کښې چې عمران خان د دغه هیواد مهم اپوزیشن مشر و، هغه ترټولو زیاتې نیوکې د افغانستان په جنګ کښې د امریکې په کړنلارې او له طالبانو او القاعدې سره د مبارزې په پلمه د پاکستان په خلاف په یواړخیزه اقداماتو دلودلې.

د پاکستان د واکمن تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان حتی له وزیراعظم جوړیدو مخکښې یعنې له ۲۰۱۳ نه تر ۲۰۱۸ کلونو پورې د مسلم لیګ نواز ګوند د حکومت په وختو کښې د امریکې د بې پایلټه الوتکو په حملو باندې په اعتراض کښې په ټول هیواد کښې ډیرې سترې امریکايي ضده مظاهرې کړې وې.

په داشان حالاتو کښې حتی د حتی د پاکستان ځینې رسندوي او سیاسي ټولنې د ۲۰۱۸ کال په پارلیماني انتخاباتو کښې له عمران خان او تحریک انصاف ګوند څخه د دغه هیواد خلکو د هرکلي یوه وجه د هغه امریکايي ضده دریځونه او د ملي ګټو په ساتنې او پیاوړتیا باندې د هغه ټینګار بولي.

په روانو حالاتو کښې چې عمران خان د پاکستان د چارو اختیار په لاس کښې لري د دې کړنلارې دوام له هغه څخه د خلکو یوه تمه ګڼله کیږي په تیره بیا دا چې امریکا د پاکستان په وړاندې د یواړخیزپال سیاست له کارولو او د ترهګرۍ په ملاتړ باندې د دغه هیواد له تورنولو نه علاوه، د هند او افغانستان د حکومتونو له پاکستاني ضده دریځونو په ملاتړ سره په عملي توګه د اسلام آباد خلاف یوه ستره تبلیغاتي جبهه روانه کړې ده چې د پاکستان د خلکو او چارواکو قهر یې راپارولی دی.

د دا ډول حالاتو د شتون په وجه دي چې د پاکستان هوايي حریم ته د امریکې د جنګي الوتکو د داخلیدو مخنیوی باید د امریکې له یواړخیزپالنې او د پاکستان د ملي واکمنۍ د کمزورتیا لپاره د دغه هیواد د سیاستونو سره د مقابلې په چوکاټ کښې وجاجول شي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

د افغانستان ولسمشر د داعش ترهګرې ډلې له شتونه د دغه هیواد د ختیځ ولایت د پاکیدو خبر ورکړ.

محمد اشرف غني ننګرهار ولایت ته په ورتګ سره وویل: د افغان پوځیانو د ګډې مبارزې په برکت بلآخره داعش ډله په ننګرهار ولایت کښې نابوده شوه.

د افغانستان ولسمشر د دغه هیواد خلکو او پوځیانو ته په خطاب کښې او بهرنیو ځواکونو ته په پیغور کښې وویل: کومه ستونزه چې په سترو بمونو، ځانګړو عملیاتو او هوايي حملو سره حل نه شوه هغه تاسو په تدبیر سره حل کړه.

داعش چې څلور کاله مخکښې یې ننګرهار په افغانستان کښې د خپل خلافت مرکز وټاکه، دغه ولایت یې د خپلو وژونکو ترهګرو فعالیتونو په مرکز بدل کړی و.

داعش په ننګرهار کښې د خپل موقعیت په ټینګولو سره د پلازمینې کابل په شمول د افغانستان په مختلفو سیمو کښې خپل عملیات له دغه ولایت څخه پلان او هدایتوه چې دا چاره سبب شوهن څو د داعش له شتونه د ننګرهار ولایت د مختلفو سیمو پاکول د افغانستان د حکومت، د ملي امنیت د شورا او د وسله والو ځواکونو په جدي ایجنډا کښې راشي.

د ننګرهار په ناامنه ولایت کښې د داعش ځواکونو له شتونه له پاکو شویو سیمو د افغانستان د ولسمشر کتنه او د هغه وینا ښودنه کوي چې د افغانستان د ملي اردو او پولیسو ترمینځ ملګرتیا په دغه ولایت کښې له افراط پالنې سره د مقابلې په جبهو کښې د پام وړ بریاؤ د ترلاسه کیدو سبب شوې ده چې د اشرف غني شتون له داعشي ترهګرو سره په موثرې او پریکنده مبارزه کښې د وسله والو ځواکونو د روحیې او انګیزې د پياوړتیا سبب شي.

د افغانستان د پوځ او پولیسو قومندانانو ته په خطاب کښې د اشرف غني په دې اړه څرګندونې چې کوم مشکل چې د بهرنیو ځواکونو په سترو بمونو او هوايي بریدونو سره حل نه شو، تاسو په خپل تدبیر او کلک هوډ سره حل کړ، هغه مسئله ده چې ورته جدي پاملرنه د افغانستان د امنیتي ستونزو د هواري سبب ګرځیدی شي.