افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کې
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواکه کمیشن مشرې میرمن حوا علم نورستانی د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې په درغلۍ اعتراف وکړ .
په ترکیه کې د افغانستان په اړه د اسیا زړه غونډې ترسره کیدا
د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې په درغلۍد افغانستان د انتخاباتو کمیشن د مشرې اعتراف
د هند د مسلمانانو پرضد د دغه هیواد د حکومت په سیاستونو د پاکستان د لومړی وزیر نیوکه
له طالبانو سره د سولې په موافقه کې له افغان دولت سره غږملتیا ته د امریکا تمکین
د اسیا د پراختیایی بانک لخوا د پاکستان د اقتصادی ودې تاییدیدا
او له زندان د پاکستان د پخوانی ولسمشر اصف علی زرداری مشروطه ازادی او ځینې نورې پیښې د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ ځینې مهم خبرونه وو .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواکه کمیشن مشرې میرمن حوا علم نورستانی د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې په درغلۍ اعتراف وکړ . نورستانی د افغانستان د انتخاباتو د بهیر په اړه په یوه غونډه کې وویل دولس زره شپږ سوه پنځوس انتخاباتی کارکونکی د تخلف ، تیروتنې او جرمونو په دلیل د انتخاباتی شکایتونو کمیشن ته معرفی شوی دی . نورستانی دا خبرې په داسې حال کی کړی دی چی د تبات او همګرایی د انتخاباتی ټیم دوهم مرستیال اسعد ا... سعادتی د افغانستان د انتخاباتو خپلواکه کمیشن د انتخاباتی تخلفاتو او خلاف ورزیو په نسبت په بې پامۍ تورن کړی وو .
د انتخاباتو خپلواکه کمیشن په وروستیو کې د دغه اورګان له سیکرټریټ غوښتنی وو چی هغه کارکونکی چی په انتخاباتی درغلیو او جرمونو تورن دی ، د شکایتونو کمیشن ته معرفی کړی .
په انتخاباتو کی په درغلیو د نورستانی اعتراف به د افغانستان د ټولنې پرمخ د انتخاباتی جنجالونو یوه تازه پرده پرانیزی . په تیر ستمبر میاشت کې د ولسمشرۍ له انتخاباتو ترسره کیدا وروسته د انتخاباتی مسولانو د ژمنې په اپوټه څو ځله د لومړنیو نتیجو اعلانول وځنډول شول او په انتخابانو کې د درغلۍ خبره وشوه چی د ځینو کاندیدانو لکه عبد ا... عبد ا... او ګلبدین حکمتیار په انتخاباتو کې د منظمې درغلۍ موضوع مظرح کړه چی دا مسله په افغانستان کی د واټونو د اعتراضونو د رامینځته کیدا سبب شوی ده .
دې ته په پام سره چی په تیرو ورځو کې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې په غیر بیو میټریک رایو شمیرلو په اعتراض کی مظاهرې شوی ډ د میرمن نورستانی اعتراف به د معترضانو غوسه نوره هم زیاته کړی او په دې ډول اټکل کیږی چی د انتخاباتی کاندیدانو د پلویانو مظاهرې پراخې شی .
په تیره بیا دا چی د میرمن نورستانی په وینا د دغه کمیشن د ولایتید دفترونو څه د پاسه دولس نیم زره کسان د درغلیو او جرمونو په دلیل د شکایتونو کمیشن ته معرفی شوی دی .
د میرمن نورستانی لخوا د درغلیو ، خلاف ورزیو او جرمونو په ترسره کیدا اعتراف به د انتخاباتی کاندیدانو د پلویانو لخوا د مظاهرو او اعتراضونو د سختیدا په ترڅ کې له ناپاکو رایو د پاکو رایو د جلا کولو لپاره د انتخاباتو کمیشن د چارواکو لپاره شرایط لا پیچلی شی او حتی د انتخابانو نهایی نتیجې هم د اعتراضونو د ختمیدا سبب نشی او په داسې شرایطو کې به د نتجیو منل د افغانستان د خلکو له لوری هم سخت وی .
که څه هم د ۲۰۱۴ میلادی کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کی جنجال د امریکا په میانځګړیتوب او د وحدت ملی حکومت په جوړولو سره ختم شو خو لیرې ښکاری چی په دغه پړاو او د درغلیو د پراختیا سویې ته په پام سره د انتخاباتو د مخکښو کاندیدانو ترمینځ د مصالحې امکان رامینځته شی .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د اسیا پراختیایی بانک د پاکستان د اقتصاد د ورو ورو ښه کیدا په اړه د پاکستان حکومت د چاوراکو او مسولانو ادعاګانې تایید کړې . د اسیا پراختیایی بانک اعلان وکړ د ۲۰۱۹ میلادی کال په لومړنیو میاشتو کې د پاکستان اقتصاد په کمزورتیا وو خو د دغه هیواد دحکومت لخوا د ترسره شویو تابیاو په دلیل د دغه هیواد اقتصادی حالت بهتر شوی دی .
د اسیا پراختیایی بانک همداراز د پاکستان د اقتصادی راتلونکی په اړه په خوشبینۍ سره ویلی دی چی په روان کال کی د دغه هیواد اقتصادی وده د پرمختګونو ښودنه کوی .
د پاکستان د اقتصاد د ورو ورو ښه کیدا په اړه د اسیا د پراختیایی بانک راپور په داسې حالاتو کې دی چی د دغه هیواد حکومت د سیاسی ډلو له خوا له نیوکو سره مخامخ دی . داسې ښکاری که د پاکستان حکومت وکولې شی د خپلو مالی سرچینو زیاته برخه د پراختیایی پروژو اوپه تیره بیا د کمو پراختیایی صوبو په بیخ بینایویوولګوی نو د اقتصادی عواملو له امله د رامینځته شویو ناامنیو په جرړه ویستلو کی به یې ستر ګام پورته کړې وی .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د امریکا او طالبانو نوی خبرې اترې چی تازه په قطر کې بیا سره پیل شوی دی ، یو ځل بیا بندې شوی دی . د افغانستان په چارو کی د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد د افغانستان په بګرام کی د امریکا په سترې پوځی اډې د طالبانو له حملې یوه ورځ وروسته په ټویټر کې غبرګون وښوده . خلیل زاد وویل مونږه لنډه وقفه کوو چی طالبان له خپلو مشرانو سره سلا و مشوره وکړی . د خلیل زاد په وینا طالبان باید وښی چی سولې ته ګروهنه لری . طالبانو په داسې حال کی د امریکا پوځی اډې ته نږدې دوې موټر بم چاودنې وکړې چی په قطر کې د طالبانو او امریکا خبرې اترې روانې وې .
د امریکا او طالبانو د خبرو اترو بندیدا چی مخکې هم په ستمبر میاشت کې د امریکا د ولسمشر ټرمپ په حکم درول شوی وې ، په داسې حال کی دی چید دغو خبرو اترو په بندیدا په بګرام کی د امریکایی عسکرو اډې ته نږدې د حملې له اغیزو انکار نشی کیدلې .
په تیر ستمبر میاشت کی هم چی له طالبانو سره خبرې د ټرمپ په حکم وردول شوې ، د هغه علت په امریکایی عسکرو د طالبانو ډلې حمله وه چی په بګرام اډې حمله هم په قطر کی د لورو احیا شوی خبرې اترې بیا ودرول شی .
که څه هم زلمی خلیل زاد په خپل ټویټ کې له طالبانو سره د خبرو اترو درول له خپلو مشرانو سره د طالبانو ډلې سیاسی مشورو پوړې تړلی خو دا ګومان مطرح دی چی د دغو خبرو اترو د دریدا اصلی علت په بګرام اډې د طالبانو ډلې حمله ده .
د امریکا او طالبانو ترمینځ په داسې شرایطو کې خبرې اترې بندې شوی دی چی د دغې ډلې د کړچاری ماډل په اساس سپینه ماڼۍ باید دا تمه ونلرلی شی چی طالبان په افغانستان کی د امریکایی عسکرو پرضد خپلې حملې د خبرو اترو د ترسره کیدا په وخت کې ودروی .
طالبانو په تیره بیا په وروستیو دو کلونو کې حتی د روزې میاشتې په شمول د کال په خینو برخو کې د افغان دولت لخوا اعلان شوی یو اړخیزه اوربند هم ندې منلې او په دغه هیواد کې یې د جنګ په دوام ټینګار کړی دی .
البته باید توجه وشی چی له دې مخکې چی د امریکا او طالبانو ترمینځ د خبرو اترو د دریدا موضوع په بیلا بیلو دلایلو د اهمیت وړ وی ، په تیر یوه کال کی هغو ترمینځ د خبرو اترو نهه پړاونه اهمیت لری چی په افغانستان کی یې د سولې په بهیر ډیر ویجارونکی اغیز درلودلی دی .
د امریکا حکومت په افغانستان کی د خپل شتون په دوام د ټینګار په دلیل عملا له طالبانو سره خبرې ناکامه کړی دی ، دا په داسې حال کی دی چی د سپینې ماڼۍ دا سیاست په افغانستان کی د ارامښت د ځای پر ځای کولو لپاره د واشنګټن له ادعا سره په ښکاره تضاد کې دی . د افغانستان خلک تمه لری چی که د امریکا حکومت د جنګ د ختمولو لپاره په خپل دریځ کې صداقت لری د خپلو ټولو عسکرو په ویستلو سره په افغانستان کې د جنګ او تاوتریخوالی د دوام لپاره د طالبانو پلمه ختمه کړی .
پای