Dec 17, 2019 17:05 Asia/Kabul
  • اسلام وپېژنوو (208)

په دې مطلب کښې هم د معاد يا قيامت په اړه بحث کوو. هيله ده چې د دې هفتې پروګرام مو د پام او استفادې وړ وګرځي.

په تېر مطلب کښې مو وويل چې په قيامت کښې د انسان معاد هم بدني دے او هم روحاني. د قرآن مجيد مبارک آيتونه په دې خبره دلالت کوي چې انسان به هم له خپل بدن او هم له خپل روح سره په قيامت کښې حاضريږي.همدا ډول مو وويل چې د قرآن مجيد له نظره انسان په محشر کښې په  بدني توګه حاضريږي. په قيامت کښې د خداے په فرمان د انسان د بدن ذرات به راغونډولے او بيا ژوندے کولے شي. د قرآن دغه روښانه نظر  د بدني معاد په اړه دے. د متکلمين يا د کلام د علم خاوندان په دې باوري دي چې بدني معاد هم هغه په قيامت کښې بدن ته د روح ستنېدل دي چې خداے پاک هم هغه عدم شوے بدن بېرته راګرځوي او بيا به روح ورته راستنوي.

مهم ټکے دا دے چې هغه مثالونه يا تشبيهات چې قرآن د معاد د امکان په باره کښې راوړي دي همدا رنګ د طبيعت هغه نمونې چې د معاد د اثبات لپاره يې ذکر کړي دي ټولې له بدني معاد سره اوړنديږي. مونږ دلته د مبارکو آيتونو څو نمونې د استناد په توګه وړواندې کوو چې د معاد د بدني والي په باره کښې د قرآن مجيد له نظريې سره لا زيات آشنا شوو.

له بدني معاد سره اړوند یو لړ آيتونه هغه آيتونه دي چې د معاد منکرانو ته ځواب ورکوي. ځينو به بيا بيا د خداے له ګران رسول (ص) نه پوښتنه کوله چې څه ډول کله چې خاورې شوو يا د وراستو هډوکو په شکل کښې شوو بيا نوي ژوند ته ورګرځوو؟ دغه آيتونه په وضاحت سره دا مطلب بيانوي چې خداے پاک دا وس لري چې دغو وراستو هډکو ته بيا ژوند ورکړي، لکه د سورۀ ياسين ۷۸ او ۷۹ مبارک آيتونه چې فرمائي:

«او زمونږ لپاره يې يو مثال راوړۀ او خپل خلقت يې هېر کړ، وې ويل: څوک به دغه هډوکي چې داسې وراستۀ دي ژوندي کوي؟ ورته ووايه:هم هغه څوک چې د اول ځل لپاره يې هغه تخليق کړ، هغه به ژوندے کوي او هغه په هر خلقت پوه دے.»

د پام وړ په زړۀ پورې ټکے دا  دے چې د خداے د ګران رسول (ص) د زمانې خلق د قيامت په ورځ د انسان د تل ژوندي والي په اړه د هغه حضرت له بياناتو څخه د بدنونو د بيا ژوندي کېدلو باندې پوهېدل. په نورو الفاظو سره د معاد د منکرو کافرانو انکار او شک د روح د بيا ژوندي کېدو په اړه نه ؤ، بلکه هغوي د انسانانو د وراستو هډوکو او بدنونو د ژوندي کېدو په اړه پوښتنه وکړه. هغوي ويل: آيا له دې وروسته چې زمونږ بدن په خاوروکښې وروست او زمونږ د بدن ذرې په مختلفوځايونوکښې خورې ورې شوې نو بيا به ژوندي کيږوو؟

په دې اړه چې خداے پاک وس لري چې دغه وراستۀ شوي هډوکي بيا ژوندي کړي د قرآن پرېکنده ځواب د آخرت په دنيا کښې د همدغه مادي بدن ستنېدل دي. د مفسرانو له نظره په دغو آيتونو کښې بدني معاد ته د قرآن مجيد اشاره څرګنده او واضحه ده.

په تېر پروګرام کښې مو د آيتونو ځينې نمونې وړاندې کړې چې په قيامت کښې د انسانانو راپاڅول يې بيان کړي دي. اوس د مړيو د ژوندي کېدو او له قبرونو څخه د راپاڅېدو په اړه ځينې نور مبارک آيتونه بيانوو.

قرآن دا خبره څرګندوي چې خداے پاک دا وس لري چې همدغه مادي بدن له تس نس کېدو وروسته يو ځل بيا د قيامت په ورځ له هم هغه خصوصيتونو سره ژوند ته راوګرځي. لکه د سورۀ قيامت په ۳ او۴ آيتونو کښې لولو:

«آياانسان دا فکر کوي چې هيڅکله به هډوکي راغونډ نه کړې شوو؟!

بې شکه مونږ وس لروو چې (حتی) د ګوتو د سرونو (کرښې) برابر او مرتب (يعنې په ښۀ ډول سم او بيا جوړ کړوو.»

د سورۀ حج په اوم آيت کښې هم په قبر کښې د مړيو ژوندي کولو او راپاڅولو ته اشاره شوې ده او فرمائي:

«او دا چې قيامت راتلونکے دے (او) شک پکښې نشته او خداے پاک ټول هغه کسان چې په قبرونو کښې ژوندي کولې.»

په حقيقت کښې هغه څه چې له مرګ سره مخامخيږي او د ژوند بهير پکښې غلے کيږي، د انسان بدن دے، نه د هغه روح ، نفس او ځان. معلومه ده چې قبر د انسان د بدن ځاے دے او هغه څه چې د زمکې په دننه کښې ځاے نيسي او يا به ژوندے کيږي او له قبره به راووځي د انسان بدن دے. په کلي توګه  دا ډول آيتونه د معاد په بدني والي باندې روښانه دليل دے او په مختلفو تعبيرونو سره ښودنه کوي چې د انسان بدن په آخرت کښې په عيني توګه حاضريږي.

يو شمېر آيتونه هم په آخرت د بدني نعمتونو خبره کوي. دغه آيتونه جنتي نعمتونو ته په يوې نازکې اشارې سره د معاد بدني والے بيانوي. په دغو آيتونو کښې د جنت باغونو، د هغه ډول ډول مادي نعمتونو، خوندورو او زياتو مېوو، ګڼو ونو او د هغو ترلاندې روانو نهرونو، پاکو شرابو او د څښلو نورو څيزونو، مختلفو مزېدارو خوراکونو، ښکليو او د سينګار لوښو او جامو، ارام ورکونکو سيوريو ، ښکليو ښځو ته اشاره شوې ده.

بې له شکه له دغو جنتي نعمتونو څخه استفادې لپاره ضروري ده چې انسان په قيامت کښې له يو بدن سر څرګند شي چې له دغو نعمتونو د استعمالولو قابليت ولري.

يو شمېر آيتونه هم په قيامت کښې د مجرمانو د مختلفوسزاګانو او کېفرونو خبره کوي ې د دوزخ په اور کښې سوزېدل، بدبويه او خراب خوراک څښاک، د اور جامې او نور دوزخي عذابونه پکښې شامل دي. دغه ټول عذابونه او سزاګانې بدني دي.

دا په آخرت کښې د خلقو ځينې بدني نعمتونه او سزاګانې دي. د بدن له شتونه بغېر د انسان لپاره د دغو بدني او مادي  خوراکونو او خوندونو درک کول ناممکنه دي. نو بس دغه آيتونه هم په قيامت کشې د انسان په بدني شتون او دلالت کوي.

په يو شمېر آيتونو کښې په آخرت کښې د انسان د بدن  غړيو او د پښو، سترګو، غوږونو او څرمن په شان اندامونو خبرې کولو ته اشاره شوې ده. لکه د سورۀ فصلت په 20 او 21 آيتونو کښې لولو:

 «چې کله هغه دوزخ ته اورسي، غوږونه، سترګې او څرمنې به يې په هغه څه چې کول به يې د هغوي په خلاف ګواهي ورکوي او (دوزخيان به)د خپل (بدن) څرمنو ته وائي: ولې مو زمونږ په خلاف ګواهي ورکړه؟ وائي به: هم هغه خداے چې هر څه يې د خبرو کولو جوګه کړي دي مونږ يې هم په خبرو کولو راوستي يوو...»

د دغو آيتونو له مخې د قيامت په ورځ به د انسانانو د غوږوو، سترګو او څرمندو په شان اندازمونه د هغوي په خلاف ګواهي ورکوي؛ هغوي به خپلو څرمنو اعتراض کوي چې ولې مو زمونږ تاوان ګواهي ورکړه؟ دغه آيتونه هم د معاد په بدني والي یو دليل دے. ځکه چې څرګنده ده چې روح غېر مادي دے او د غوږونو، سترګو، څرمنې او نورو اندامونو په شان غړي اندامونه نه لري.

دلته ضروري ده چې د يو مهم ټکي يادونه وکړو او هغه دا چې که په شننو او تفسيرونو کښې د معاد يا قيامت د بدني والي تعبير استعماليږي، نو د هغو کسانو د نظرياتو په مقابل کښې دي چې يوازې د معاد په روحاني والي عقيده لري. په حقيقت کښې له بدني معاد نه مراد دا نه دے چې يوازې بدن به بلې دنيا ته ستنيږي، بلکه روح او بدن به يوځاے راپاڅولې شي او بدن ته د روح ستنېدل يوه مسلمه او نه انکارېدونکې چاره ده. په نورو الفاظو سره  په قيامت کښې د انسان ژوند د دنيا د ژوند په شان بدن او روح لري ځکه چې انسان له بدن او روح څخه پېدا کړے شوے دے.

د قرآن مجيد آيتونه هم د روح د ستنېدو مسئلې ته اشاره کوي. له قرآن مجيد نه داسې څرګنديږي چې د انسان نفس له بدنه يو خپلواکه حقيقت دے نو په مرګ او په بدن کښې د ژوند په بندېدو سره د انسان نفس او روح هم هغه شان باقي پاتې کيږي، د هغه د آخرت ژوند له روح نه بغېر امکان نه لري. نو د روح بقاء او شتون هم د آخرت په عالم کښې يوه پرکنده چاره ده.

بايد وويل شي چې د آخرت اجرونه او سزاګانې يوازې په حسي مصائبو او لذائزو پورې تړاو نه لري. هم هغه ډول چې انسان د بدن په ذريعې سره د ځينو لذتونو او کړاونو خوند څکي، د روح په ذريعې سره هم ځينې روحي لذتونه او کړاونه محسوسوي.

په همدې لړ کښې ځينې آيتونه په آخرت کښې غېر بدني نعمتونو او لذتونو يا دردونو او عذابونو ته اشاره کوي چې يوازې په آخرت کښې د روح د شتون په منلو سره د توجيه وړ چاره ده. لکه خداے پاک په قرآن مجيد کښې په قيامت کښې د سترې رضايت او خوښۍ يادونه کوي چې دا حالت يوازې د انسان د روح په ذريعې سره د درک وړ چاره ده. د مثال په توګه د سورۀ توبه په ۷۲ آيت کښې لولو:

خداے پاک ايماندارو سړيو او ښځو ته د (جنت د‎) باغونو وعده وکړې ده چې (د ونو) لاندې يې نهرونه جاري دي، په هغو کښې د تل لپاره پاتې وي او  په همېشنيو جنتونو کښې د پاکو او پاکيزه کورونو (وعده هغوي ته ورکړې شوې ده) د خداے رضايت او خوښي برتره ده او دا هم هغه ستره کاميابي او برياليتوب دے.»

په دې مبارک آيت کښې د خداے رضايت او خوښي چې د رښتينو مومنانو په برخه کيږي، په آخرت کښې د هغوي له بدني خوندونو برتره ګڼلې شوې ده.څرګنده ده چې دا ډول خوند او مزه د انسان په بدن سره نه بلکه د هغه په روح او عقل سره د درک وړ ده.

هيڅوک نه شي کولې چې معنوي لذت او خوند او خاص روحي احساس چې د خداے د رضايت او خوښۍ ته د پام په وجه په انسان کښې پېدا کيږي بيان کړي او په اصولي توګه داسې خوند او مزه د انسان له تصور نه بالاتره ده. د ځينو مفسرينو د وېنا له مخې حتی د دغه روحي لذت يو لږه برخه هم له جنت او د هغه له رنګارنګو نعمتونو او خوندونو نه برتره او بالاتره ده.

په هر حال کښې روحي خوندونه له بدني خوندونوسره د پرتلې وړ نه دي، هم هغه ډول چې د قيامت په ورځ د حسرت په شان روحي مصائب له بدني مصائبو نه په کرتونو دردناک دي.

-----------------