Feb 22, 2020 17:25 Asia/Kabul
  • ایران د اونۍ په هینداره کې

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږومینه والو،په دې شیبو کې ایران د اونۍ په هینداره کې نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دې نننۍ برخې کې درته په سر کې مو د ځینو مهمو پيښو خلاصه او ورپسې هم تحلیلي برخې آوریدو ته رابولوو ،نو تر پایه راسره ملۀ ووسئ .

*/*/*/*/*/   د ایران د اسلامی شورا  یا پارلیمان  د یولسم پړاؤ   عمومی انتخابات */*/*/*/*/  د اسلامی انقلاب له معظم لا رښود سره د اهل بیت علیهم السلام د  مداحانو او شاعرانو په زړه پورې لیده کاته ،*/*/*/*/*/ د ایران د انتخاباتو له ولولناک او پرتمینې ترسرکیدا څخه د امریکا لالهاندي، */*/*/*/ د ایران په ضد د ایف اې ټي ایف ټولګې یو اړخیز اقدام ،په تیرې اونۍکې د  ایران ځيني مهمې پيښې وې،نو  اوس مو هم رابولوو د تحلیلی برخې آوریدو ته */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/

دوستانو دتیرې جمعې په ورځ  د  ایران ولس یو ځل بیا د اسلامی شورا د یولسم پړاؤ او همداراز د رهبرۍ د خبرګانو شورا د مینځ پړاوه  انتخاباتو د ترسره کولو لپاره  د رایو صندوقونو ته لاړل  او په دغو مرکزونو کې ئې په ولولناک او پرتمین شتون  سره په پارلیمان کې د خپلو استازو په ټاکلو سره  یوه بله حماسه ئې وپنځوله . .

 په دغو انتخاباتو کې د ایران په اسلامی شورا یا پارلیمان کې د دوه سوه نوي  څوکیو د ترلاسه کولو لپاره د هغو څه دپاسه اوه زره کاندیدانو ترمینځ سیاسلي وشوه چې د ایران د ساتندویه شورا له خوا ئې صلاحیَتونه تائيد شوي وو .

Image Caption

 

د ایران د اسلامی شورا یا پارلیمان دیولسم پړاؤ او د رهبرۍ د خبرګانو شورا د پنځم پړاؤ لومړني مینځ پړاوه  انتخابات د جمعې و رځې له سهار  اتو بجو پيل شول او د شپې تر یولسم نیمو بجو پورې (چې درې ځله ئې رسمي وخت تمدید شو) په دوه سوه اتو  انتخاباتي  حوزو کې د دوه سوه نوي استازو او دغه راز د رهبرۍ د خبرګانو د اوو استازو د ټاکلو لپاره سیالۍ وشوې .

ټاکل  شوې وه دغه انتخابات  د مازدیګر تر شپږو بجو پورې ترسره شي،خو د رایو د  اخستو په مرکزونو کې د خلکو  د ولولناک او ډير زیات شتون په دلیل  د راي اخستنې وخت تر درو ځلو پورې تمدید شو او د شپې تر یولس نیمو پورې ئې دوام وکړ او بلاخره هم  د شپې په یولس نیمو بجو د رایو د اخستو د حوزو دروازې وتړل شوې او هلته موجودو خلکو د شپې تر دولس بجو پورې راي واچولې او له دولسوبجو وروسته  د رایو اخستل په بشپړ ډول بند شول .

            د  ایران په اسلامی جمهوری نظام کې د ولس رایو ته مراجعه کول ، د دیني ولسواکۍ یو بنیادي اصول دی .

  د ایران په اساسی قانون کې  په دې ټکي  ټینګار شوی  چې  نظام د خلکو له ملاتړ،راي او غوښتنې پرته  په حقیقت کې هیڅ معنا نه لري .نو ځکه د اسلامی نظام درست ارکان باید د خلکو په رایو بندې په تکیې سره  نظام رامینځة کړي.

  د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي  د جمعې په ورځې د رایو د اچونې په هماغه لومړنیو دقیقو کې  له دې وروسته چې خپله رایه ئې صندوق ته واچوله ، په یولړ څرګندونو کې  د انتخاباتو ورځ، ملی جشن او د ملی ګټو تضمینونکي  وبلله او وې فرمائيل ؛ د انتخاباتو ورځ  د ملت د مدني حق دپوره کیدا ورځ ده چې غواړي،په رای اچونې سره  د  هیواد د چارو په اداره کولو کې چې د دوي حق دی،ترلاسه کړي ،ددې په ترڅ  کې چې  راي ورکول یوه شرعي دنده  ده .

Image Caption
Image Caption

 

           د ایران په اسلامی جمهوری نظام کې  انتخابات په منظم ډول او  دقانون د رعایتولو په چوکاټ کې شوي دي  او د هیواد درست چارواکي او مسئولان  په مستقیم او غیر مستقیم ډول د خلکو په رایو سره  ټاکل شوي دي.

 ټاکل، هم د ولس حق دی او هم د دوي په ا وږو  پرته یوه جدي دنده . په اسلامی جمهوری نظام کې انتخابات  په حقیقت کې د  چارو اداره کول او صلاحیّت لرونکو کسانو ته د مسئولیّتونو سپارل دي . 

 د دغه بهیر په اساس،مسئولان هم د ولس  د رایو په وړاندې ځيني دندې  او مسئولیّتونه لري ، چې  قانون ټاکلي دي .

      دوستانو د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت ا..العظمی سید علی خامنه اي د تیرې اونۍ په سه شنبې ورځې د  ایران د  آذربایجان شرقي ولایت  د زرګونو خلکو په ټول کې پخپلې وینا کې د پارلیمان  په انتخاباتو کې ګډون د ولس د هرې پرګنې  یوه شرعي،ملي،انقلابي او مدني دنده وبلله. دوي دغو دوومهمو رکنونو ،یعني  ښې ټاکنې او ولولناک شتون  ته په اشارې سره  ووئيل ؛انتخابات یو عمومي جهاد او  الهي نعمت او امتحان دی  ، چې  که د خلکوله زیات اکثریت سره یو ځاي شي،نو د اسلامی نظام دعزت او  عظمت او د هیواد د پیاوړتیا او دسیسو او چیلنجونو په وړاندې د خوندیتوب  او د پیاوړي ایران  زمینه  جوړوي .تمنحتلت

Image Caption

 

د اسلامی انقلاب  معظم لارښود د رایو د صندقونو په مرکزونو کې شتون په ډير مهم ډګرکې حاضریدل وبلل او ټينګار ئې وکړ،د عمومی جهاد انتخابات، د هیواد  او د اسلامی نظام د عزت او احترام لامل دي او د رایو د  صندقونو په مرکزونو کې د ولس پراخ او ولولناک شتون به په الهي توفیق او نصرت  سره په هیواد کې د ډيرو برکتونو او د سترواغیزشیندونکو  بدلونونو سبب شي .

د ایران د ملت  دښمنانو له دغه شتون څخه تل درنده څپیړه خوړلې ده او د دښمنانو  د لیکو په  مقابل کې د ولس اتحاد،خپلو سپیرو موخوته  په رسیدا کې د بې شرمو دښمنانو د ناکامۍ لامل  شوې ده .

             حضرت آیت ا... خامنه اي همداراز د حضرت فاطمةالزهرا سلام ا.. علیها  د نیکمرغه زوکړې د کلیزې په  مناسبت د  اهل بیت علیهم السلام د مداحانو او شاعرانو په ټول کې په یو لړ څرګندونو کې،د امریکا په مقابل کې د تسلیمیدو په خاطر د ایران د ملت دقانع کولو لپاره دلویديځي رسندویو  پراخو پروپیګنډو او د هغوي د تینک ټینکس پلانونو ته په اشارې سره هم ټينګار کړی،د ایران ملت  دخداوندمتعال په مهربانۍ سره تر دې دمه مقاومت کړی  او له دې وروسته به  هم دغې کلکې دریدا ته دوام ورکړي،خو دغه کلکه دریدا،ټولنې ته د معنوي ځواک دوامدارې پيچکاري کولو ته اړتیا لري .د اسلامی انقلاب ستر لارښود همدارازد اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو  د قدس ځواک د قوماندان او د مقاومت دچورلیزد کمانډر سردار جنرال قاسم سلیماني او ورسره د مبارزو شهیدانو دجنازو په دستورو او همداراز د سلواغې په دوه ویشتمې نیټې په میلیوني لاریون کې د ایران د مقاومت کونکي ملت شتون ته په اشارې سره فرمائيلي دي؛د امریکا د وحشي ډوله دباؤنو په وړاندې د ایران د ملت کلکه دریدا او مقاومت،نړیوال څارونکي  حک بک  او حیرانه کړي د ي .

                د ایران ملت د اسلامی جمهوری نظام د حیات په څلورو لسیزوکې په انقلابي بصیرت سره او د سلطې دنظام په وړاندې په کلکې دریدا سره  ښودلې ده،ترهغه وخته پورې چې دغه روحیه او ځانګړنې موجودې وي،نو هیڅ یو قدرت  د  ایران ملت ته  هیڅ ډول تاوان نشي رسولی .

Image Caption

 

 البته د ایران دښمنان او د هغو په سر کې امریکا نن سبا له ډيرو مشکلاتو او کمزورتیاؤ سره لاس او ګریوان شوې ده . دغې موضوع ته د اسلامی انقلاب د معظم لارښود  په څرګندونو کې  اشاره شوې ده . دوي همداراز  په امریکا کې د جنایتونو او بې وځلۍ پرګینز واټن،د توکمیزوچلندونو لړزونکو واقعیَتونو او احصایو ته په اشارې سره  چې ددغه هیواد نړیوال حیثیّت او عزت  ئې تار تار کړی دی ، ووئيل ؛نن سبا امریکا په دوه ویشت زره میلیارډ ډالري پورونو سره،د نړۍ تر ټولو زیات پوروړی حکومت دی  او په دغه هیواد کې پرګنیز اختلاف ،له تل څخ لازیات وحشتناک دی .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود د امریکا د یوه نامتو سناتور له خولې  ددغه هیواد د ژورو مشکلاتو یوه مثال ته په اشارې سره ووئيل،دغه امریکائي سیاستوال وائي،دټرمپ په حکومت کې د امریکا له شتمنو کسانو څخه د پنځو کسانو شتمنۍ څه دپاسه سل میلیارډ ډالره زیاتې شوي او له هغوي د درو کسانو شتمنۍ د امریکا دنیمو نفوسو په اندازه دي .اتیا فی صدي کارګران بې وځله دي،او دهغوي حقوق د هغوي د ژوند ضرورتونه نه پوره کوي .  په هرو پنځو امریکایانو کې یوازې  یو کس د خپلو وړاندیز شوو درملو د اخستو  وس  ولري  په تیرو پنځوسو کلونو کې د امریکائي سپين پوستو او تورپوستو ترمینځ  د شتمنۍ فاصله  او واټن درې برابره زیات شوی دی .

        د امریکا خزانې وزارت د تیرې اونۍ په پنجشنبې ورځې د ایران د اسلامی شورا د یولسم پړاؤ دانتخاباتو په درشل کې د ایران د ساتندویه شورا یا شورای نګهبان  ځیني غړي،د واشنګټن دبندیزونو په لیسټ کې ورزیات کړي دي .ایت 

Image Caption

 

 د ایران د خارجه وزارت  ویندوي  عباس موسوي د ایران د انتخاباتو په ضد د امریکا ددغه اقدام په غبرګون کې وئيلي دي،د انتخاباتو موضوع ته د ایران د اسلامی جمهوریت اهتمام،دنړۍ په تیره بیا د سیمې په ترټولو لوړه کچه دی  او د ایران ولس،په دې باب د  معلوم الحال امریکائي چارواکو ګډو وډو  خبرو سره عادت شوی دی. عباس موسوي وئيلي دي ،امریکائي چارواکي دې په ایران کې د انتخاباتو د ترپوښتنې لاندې د وروستو په ځاي په امریکا کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د غیر شفاف او پيچلو لارو چارو په باب چې  په  هغو کې د ولس  د اکثریّت  پر  رایو سترګې پټيږي ،د امریکا او د نړۍ د ډيرو زیاتو شخصیتونو او خلکو   پوښتنو او شکونو ته ځواب ورکړي .

         د مالی اقدام ځانګړي ډلې (Financial Action Task Force (FATF) )  چې په پاریس کې ئې مرکز دی ، او ځان د مالی فساد او  د ترهه ګرۍ له مالي تامینیدا سره  دمبارزې مدعي هم ګڼي ، پرون په یوې اعلامیې کې  وئیلي دي ،  ایران ئې پخپل تور لیسټ کې شامل کړی دی .

Image Caption

 

 د ایران د اسلامی جمهوریت  دخارجه وزارت عباس موسوي د ایف اې ټي ایف ډلې دغه  ایرانی ضد اقدام  یو سیاسی کار بللی او وئيلي ئې دي،ایران  له مالی فساد سره  او دغه راز د ترهه ګرۍ  له مالی تامینیدا سره  له مبارزې سره اړونده درست قوانین او مقررات اجرا کوي او له مالی فساد سره دغه  شان بې ډ نګه بې ډونګه  او چټي ډنډورې له اسلامی ایران سره نه ښائي .

 عباس موسوي په نړیوالومیکانزمونوکې له لاسوهنې سره د امریکا، عربستان  او صهیونیسټ  رژيم په ورانکارو  اقداماتو باندې  د خواشینۍ په ښودلو سره روښانه کړې ده ، عربستان د اسرائيلو د ترهه ګر رژيم او د ترهه ګرۍ د مرکزي بانک په توګه  په درستې نړۍ کې له ترهه ګرو او جنایتکارو ډلو ټپلو څخه  ترټولو زیات ملاتړونه  کوي،خو د هغوي له ورانکارو  اقداماتو سره  هیڅ ډول مقابله نه کیږي .UFHS

Image Caption

 

دغو اقداماتو یوځل بیا  د ایران له ولس سره دامریکا د دښمنۍ ژوروالی او  د لمن پراخیدا  نندارې ته وړاندې کړې ده .امریکا  دې ځل  د ایف اې ټي ایف  ټولګې  له کارپيژاندو سره په غږملتیا او یوه خوله کیدا سره  او  هغو ګامونو ته له پامه پرته چې  ایران  له مالی فساد او  د ترهه ګرۍ  له مالی سرچینو سره  د مبارزې په لاره کې  پخپلو ژمنو د  عمل په زمینې کې پورته کړي دي ،  پر ایران د لازیاتو دباؤنو د اچولو په لټه کې  شوې ده . دغه خوځښتونه له څو کلونو راهسې هماغه راز دوام لري .

 له دې سره په یووخت د  اسلامی ایران د مرکزي بانک مشر عبدالناصر همتي  هم دې ته په اشارې سره چې د  ایف اې ټي ایف ډلې  په درستو اعلامیو کې  مشخصه وه چې ایران  په دې لارې کې لوړ ګامونه پورته کړي دي ،خو امریکا په غیر تخینکي پلمو جوړولو او له خپلو متحدو هیوادونو سره په غږملتیا سره  ایران د ایف اې ټي ایف د تش په نامه تور لیسټ کې ورځاي کړی دی،خو باید یاد وساتئ چې  ایران د تر ټولو ظالمانه  بندیزونو  او د مالی نظام د زیاتو دباؤنو په سخت پړاؤ کې توانیدلی دی،د ایف اې ټي ایف  له چوکاټه  بهر ددنیا له مالی نظامونوسره د بندیز نه منونکي ارتباطات ټينګ کړي دي  او دغه نوي بندیزونه اودباؤنه  به د ایران په بهرنی تجارت هیڅ اغیزې ونه شیندي.

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه