Apr 25, 2016 12:13 Asia/Kabul
  • اسلام وپیژنو
    اسلام وپیژنو

د اسلام ګران پیغمبر ص، د دریو کلونو پټې بلنې وروسته، د متعال خدای په امر دیته مامور شو، چی خپله بلنه څرګنده او په ډاګه کړی.

آنحضرت خپله عمومی بلنه، په پیل کی له خپلو خپلوانو څخه شروع کړه. حضرت پیغمبر ص،د خپل قوم یوې ډلې مشرانو ته بلنه ورکړه، او فیصله یی وکړه چی، له هغوی څخه د میلمه پالنې په ضمن کی، هغوی له یوې مهمې موضوع څخه خبر کاندی. خپلو نږدیو خپلوانو ته د پیغمبر اکرم ص بلنې، یو لړ آثار او ګټې درلودلې. خپلوانو ته د بلنې یوه ګټه داوه چی، هغوی د آنحضرت د پاکۍ، درستکارۍ او او رښتیا وینې له مخینې سره، له نورو څخه په زیاته آشنا ؤو، او د دی ترڅنګ، د هغوی ترمنځ د خپلوې تړاو، د دی سبب ګرځیده؛ چی له کینې او حسادت پرته د حضرت پیغمبرص خبرې واوری. بل ټکئ داچی، که فرضاً د انحضرت خپلوانو، په هغه باندی ایمان نه وای راوړئ، لږترلږه د عاطفی او دوستۍ د تړاؤونو له کبله یی، له پیغمبر ص څخه دفاع کوله. داسی خپلوان او دوستان چی زیاتره یی،په مکه مکرمه کی با نفوذه شخصیتونه ؤو.
اوس د دغې موضوع دوام ته ستاسو ګرانو اوریدونکو پام را اړوؤ.
ګوینده: ورو ورو، د میلمانه د راتلو وخت نږدی کیده. حضرت علی ع، د میلمنو د راټولیدو ځای ته وکتل. ټول څیزونه چمتو او سم ؤو. د بنی هاشم کورنۍ مشران، چی په هغو کی د حضرت پیغمبر ص اکا ګان هم ؤو، یو په بل پسی میلمستیا ته ورتلل. ابو طالب؛ حمزه؛ عباس او ابولهب ټولو شتون درلود. ستر دسترخوان وغوړول شو. علی ع او زید، په ښو؛ خو ساده خواړه وؤ سره میلمه پالنه وکړه. له خواړه وروسته، د دی وخت را ورسید؛ چی حضرت پیغمبر ص خپله اصلی خبره وکړی. انحضرت ودرید او په لوړ آواز یی داسی وفرمایل:
« په رښتیا؛ هیڅکله د یوې ټولنې لارښود، خپلو دوستانو او نږدیو کسانو ته درواغ نه وایی. په خدای قسم؛ چی له هغه پرته بل خدای نشته، زه ستاسو او ټولو نړیوالو لپاره د خدای استازئ یم. ای زما خپلوانو! آګاه اوسئ، چی زه ستاسو خیر خواه یم، او ستاسو له نبکبخبتۍ پرته بل هدف او مقصد نه لرم. هیڅکله نورو کسانو؛ د خپلو دوستانو لپاره، له دې څخه لا ښه څیز، چی ما تاسو ته راوړئ نه دئ راوړئ. خدایتعالی ج ماته دستور راکړئ چی تاسو ته د هغه په لور بلنه درکړم.»
 پدی ځای کی ابو لهب، د پیغبر اکرم ص خبری پری کړې، او په مسخره یی وویل: « موږ، په کلکه ستا د ډالۍ تر لاسه کولو ته علاقمن یو.»
حضرت پیغبر ص وفرمایل: « ما ستاسو لپاره، د دې دنیا او بلې دنیا نیکمرغې په سوغات راوړې ده. زه تاسی دؤو خبرو ته را بولم. پدی باندی شهادت چی له واحد خدای ج پرته بل خالق نشته، او بله داچی، زه د هغه استازئ یم. اوس ستاسو له منځ څخه، څوک پدی کار کی زما ملګرتیا کوی، تر څو زما ورور؛ وصی او ستاسو په منځ کی زما ځای ناستئ وی؟»
په غونډه کی سخته چوپتیا واکمنه شوه، او ټولو د پیغمبر اکرم ص له بلنې څخه ځان وایست. پدی منځ کی، یواځی علی ع چی له ټولو څخه کشر ؤ، د انحضرت د یارۍ داؤطلب شو. حضرت پیغبر ص د دویم او دریم  ځلې لپاره، خپله بلنه مطرح کړه؛ او هر ځلې؛ یواځی علی ع د ملګرتیا اعلان وکړ. له هغه وروسته، انحضرت وفرمایل: « ای خلګو! دغه ځوان؛ زما ورور، وصی او ستاسو په منځ کی زما ځای ناستئ دئ.»
د حضرت پیغبر اکرم ص له ویناؤو وروسته، په غونډه کی غلبلې پیل شوې، ابولهب سپکاوی او مسخرې کولې. یو شمیر کسانو هم په ریشخند سره ابوطالب ته وویل: محمد، تاته دنده درکړې ده؛ چی له هغه وروسته، له خپل زوی(علی) څخه، اطاعت وکړې!
پدی منځ کی، د پیغمبر ص تل یار او ملاتړ( ابوطالب ) حاضر کسان چوپتیا ته را وبلل، او حضرت پیغمبر ته یی وویل: « زما زویه! تا د خپل پروردګار پیغام ورساوه، او موږ هم واوریده، اوس موږ ته فرصت راکړه چی، پری غور وکړو.»
 بیله شکه، په هغې زمانه کی، توحید ته بلنه، او د شرک او بت پرستۍ د نظام دړې وړې کول، یو ډیر  سخت کار ؤو. له همدې کلبله، له هماغه پیل څخه، څرګنده وه چی یوه ډله خلګ مخالفت کوی. خو متعال خدای ج له پیغمبر ص څخه غواړی، چی له سپکاوی کونکو، او د دښمنانو د شمیر له زیاتیدا، څخه ونه ویریږی، خپله بلنه په ډاګه کړی، او پدې لاره کی په دوامدارې او منطقې مبارزې باندی لاس پوری کړی. د حضرت پیغمبر ص د عمومی بلنې په هکله، د حِجر مبارکې سورې په ۹۴ او ۹۵ مو آیاتو کی راغلی دي:
« پس هغه څه چی ور باندی مامور یی، څرګنده کړه،او له مشرکانو څخه مخ واړوه( د هغوی پروا مه کوه )،موږ به د سپکاوی کونکو شر، له تا څخه دفع کړو.»
پدې توګه حضرت پیعمبر اکرم ص، خپله عمومی بلنه پیل کړه. انحضرت د اسلام د نوی دین د تبلیغولو په منظور، مدبرانه رودې غوره کړې. یوه ورځ ګران پیغمبرص، د صفا د غره ترڅنګ ودرید، او په لوړ آواز یی له خلګو سره خبرې وکړې. او ویی فرمایل: « که تاسوته خبر درکړم، چی دښمن نن شپه یا سبا سهار، په تاسو باندی حمله کوی، زما خبره تصدیقوئ؟» خلګو وویل: ستا خبره تصدیقوؤ، ځکه چی ستا له خولې څخه مو کوم درواغ نه دئ اوریدلئ. ورسته له هغه یی وفرمایل:
« ستاسو ترمنځ زما موقعیت، د هغه څارګر په توګه دئ، چی دښمن له لیری ځای څخه وینی، او د خپل قوم د ژغورنی لپاره، په بیړې سره د هغوی خواته ور دانګی. ای قریشیانو! زه تاسی له هغه سخت عذاب څخه ویروم چی، پر تاسو باندی نازلیږی.» کله چی د حضرت پیغیمبر ص ویناوې دغه ځای ته ورسیدلې، د انحضرت تره (ابولهب)، له دې ویرې څخه؛ چی د انحضرت ویناوې، په خلګو باندی اغیز وکړی، د تور په لګولو او نارې سورې سره د حضرت پیغبر اکرم ص د ویناؤو په وړاندی خنډ شو، او دخلګو غونډه یی تیت او پاشلې کړه.
 په هر حال، له عمومی بلنې وروسته؛ د پیغمبر اکرم د رسالت دنده، لا نوې او حساسې مرحلې ته ورسیدله. له هغه وروسته، د قریش کافرانو په ډاګه او پټ مخالفتونه پیل شول. څرګنده ده؛ د مکې بډای او پانګه والو کسانو، له بُتانو څخه په استفادې سره، د هغې سیمې د ناپوهو خلګو په نزد، مقام او موقعیت درلود. هغوی پر کمزورو پرګنو باندی د ستم او ظلم له لارې، زیاتې پانګې ټولې کړی وې؛ ځکه یی نشوای کولای د حضرت پیغمبر اکرم ص د یکتا پرستۍ غورځنګ په وړاندی چوپتیا غوره کړی. داسی یو غورځنګ، چی هر ډول توکم پال او قبیله ای امتیازونه ردول، خلګ یی مساوات او ورور ګلوې ته رابلل، او د ټولنې مرئیانو او محرومو پرګنو ته یی ځانګړې پاملرنه لرله.
هغوی خپلې لیکې، سره نږدی کړې؛ او له ډول ډول دوکو څخه یی کار واخیست، ترڅو د محمد ص د دین د پرمختګ په وړاندی خنډ شی. سره له دې حاله، د قرآنکریم نورانی آیتونه؛ د پیغمبر اکرم ص په ژبې بیانیدل، د مستعدو او لایقو خلګو زړونه یی؛ ځانته راکاږل، او د ټولنې مړ ژواندی بدن ته یی نوی روح او سا ور بخښله. انحضرت؛ خلګ د یکتا پرستۍ دین ته رابلل.
بت پرستې؛ د مرئې توب نظام، سود خوړل؛ او غلط جاهلانه دودونه، په دوامداره توګه د حضرت پیغمبر ص له نیوکې او اعتراض سره مخامخیدل.
 اسلام ته د مکې مکرمې د خلګو دمخ په زیاتیدونکې ګروهنې له کبله، د مشرکینو مشران په لا زیاته اندازه اندیښمن شول. هغوی ته معلومه وه، ترڅو پوری چی ابو طالب له پیغمبر ص څخه ملاتړ کوی، په مکه مکرمه کی د هغه زیات نفوذ ته پام سره، نشی کولای، د حضرت پیغمبر سره تند او سخت کړچار ولری. له دې رویه، د خدای له رسول ص څخه، د ابوطالب د ملاتړ د بندولو په منظور، د هغوی څو تنه، د ابو سفیان په ملګرتیا؛ د پیغمبر ص د تره نزد ته لاړل. ابو سفیان وویل: « ای ابو طالبه د خپل وراره له فعالیت څخه مخنیوئ وکړه، هغه زموږ دین او لاره ټره ټي، موږ کم عقله ګنی، او زموږ پلرونه ګمراه بولی.
ابو طالب، په برم سره د قریشو مشرانو خبرو ته ځواب ورکړ، او هغوی یی پښیمانه کړل. خو د حضرت پیغمبر ص د بلنې په دوام موندلو، او اسلام ته د خلګو د ګروهنې د لا زیاتو مناسبو زمینو په برابریدو سره، یو ځلې بیا د مکې مکرمی مشران د ابوطالب حضور ته لاړل، او له پیغمبر ص څخه د ملاتړ کولو څخه د لاس اخیستو لپاره یی، په هغه باندی ډیر دباو واچاوه.
 هغوی وویل: ای ابو طالبه! موږ له تا څخه وغوښتل خپل وراره زموږ له ځورولو څخه منع کړی، خو تا دا کار ونه کړ. هغه موږ کم عقله ګنی، او زموږ د خدایانو عیبونه او نیمګړتیاوی بیانوی. په خدای قسم، له دې څخه په زیاته اندازه نشو کولای، دغه مسئله وزغموو.
هغوی زیاته کړه: که محمد له خپلې بلنې څخه لاس واخلی، هر څومره پانګه، قدرت او پاچاهې چی وغواړی، هغه ته ورکوو. او که نه، د هغه او ستا سره چی له نوموړی څخه ملاتړ کوی، جنګیږو. کله چی ابو طالب، د مشرکانو د مشرانو پیغام، پیغمبر ص ته بیان کړ، انحضرت د هغوی د غوښتنې په ځواب کی وویل:« په خدای قسم، که هغوی لمر زما ښی لاس ته، او سپوږمۍ زما کیڼ لاس ته راکړی، تر څو زه له دغه کار څخه لاس واخلم، هیڅکله به دا کار ونه کړم، او دومره دغه کار ته دوام ورکوم، چی یا د خدای دستور پرمختګ وکړی، یا زه پدې لاره کی ووژل شم.»
د حضرت پیغمبر ص جذابو او نفوذ کونکو خبرو، دومره د ابوطالب په زړه باندی ژور اغیز وکړ، چی له هغو ټولو خطرونو سره سره، چی د هغه په وړاندی موجود ؤو، خپل وراره ته وویل: « په خدای قسم، ستا له ملاتړ څخه لاس نه اخلم. خپله دنده پایته ورسوه.»
پدې توګه مشرکان، د پیغمبر اکرم ص له ګواښلو، او د هغه له تطمیع څخه نا هیلی شول.
بیله شکه د حضرت محمد ص د پیغمبرۍ په ټوله دوره کی، قرآنکریم د خدای د ګران رسول د پروګرامونو په پرمخ بیولو کی، اساسی رول درلود. د قرآن مجید آهنګ لرونکی نظم، د هغه د آیتونو جذابیت او روان والئ ور زیاتاوه، او د مکې مشرکین یی د هغه په وړاندی له دریدو څخه عاجزول. مشرکانو نشوای کولای د قرآن عظیم الشان د پیاوړی منطق، او روښانو او ښکلیو آیاتو په وړاندی، مقاومت وکړی، د خلګو په پرګنو او طبقو کی د قرآنکریم د پراخ نفوذ له کبله، مشرکانو فیصله وکړه چی؛ د پیغبمر اکرم ص او مسلمانانو سره د مقابلې لارې پیداکړی. هغوی په مسلمانانو باندی د دباؤ په اچولو سره، هڅه کوله چی د دغه آسمانی دین د پراختیا په وړاندی خنډ شی. د خدای د ګران رسول ص سره د مشرکانو د مقابلې له جملې څخه، د آنحضرت زورول او سپکاوی کول ؤو. مشرکان، رسول الله ص ته د سپکاوی په کولو، او دوی ته د جادوګر  او لیونی په شان د ناروا تورونو په لګولو سره، هلې ځلې کولې چی، انحضرت وزوروی؛ او په ټولنه کی یی منزوی او ګوښې ته کړی. خو حضرت پیغمبر ص، په فوق العاده صبر او زغم سره، چی یواځی د پیغمبرانو او الهی اولیاؤو په وجود کی لیدل کیږی، ټولې سختۍ او سپکاوي وزغمل، او د سر زورو کافرانو او مشرکانو هڅې یی ناکامه پریښودلې.