Apr 25, 2016 12:26 Asia/Kabul
  • اسلام وپیژنو
    اسلام وپیژنو

د رسول اکرم ص له عمومی بلنې وروسته، د انحضرت د رسالت دنده یوې نوې مرحلې ته ورسیدله. وروسته له هغه، پیغمبر اکرم ص د شرک او بت پرستۍ سره څرګنده مقابله پیل کړه. هغه حضرت د قرآن عظیم الشان په آیتونو سره، چی د وحې په بڼه ورو؛ ورو نازلیدل، د خلګو پام او افکار خپل دین ته جلبول.

د قرآنکریم په زړه پوری آیات، او د حضرت رسول اکرم ص روښانه منطق، او نیک اخلاق، داسی جذاب او اغیز شیندونکی ؤو، چی زیاتره کسان په لمړنی برخورد او مخامخیدو سره، د انحضرت تر اغیزې لاندی ورتلل.
د حضرت پیغمبر ص د حرکت او فعالیت د لمنې په پراخیدو سره، د قریشو دکفارو پټ او ښکاره مخالفتونه پیل شول. او هغوی په ډول ډول دوکو او چلولونو لاس پوری کړ، تر څو په هرې ممکنې بڼې سره، د اسلام د تنکی دین له پرمختګ څخه مخنیوئ وکړی.
پدی منظور مشرکانو؛ پر پیغمبر اکرم ص خپل دباؤ زیات کړ. هغوی د خدای په مبارک رسول باندی د تورلګولو، او سپکاوی کولو سیاست غوره کړ. انحضرت یی په لیونتوب تورن کړ او جادوګر یی وباله. د پیغمبر ص په سر باندی یی خاورې، خاشې او خاکروب واچول. هغه حضرت ته یی سپکې سپورې ویلې، او ځینی وختونه یی انحضرت په ډبرو ویشته. د اسلام دښمنان پدا ډول رودو سره د رسول اکرم ص د زورنې او د دوی د ګوښې کولو په لټه کی شول.
په هر حال، د اسلام د نور د خاموشه کولو لپاره، د مشرکانو د مشرانو  هلوځلو، د مسلمانانو لپاره زیات محدودیتونه را منځته کول، خو له دغو ټولو دباؤونو با وجود، د حضرت پیغمبر ص په فعالیتونو کی ډیره لږه سستې او شاته تګ نه تر سترګو کیده. انحضرت په صبر او زغم سره، ټولی سختۍ ګاللې. متعال خدای ج د قرآنکریم په آیتونو کی، دوی ته د زړه ډاډینه ورکوله، او هغه یی صبر او پایدارۍ ته را باله.
مشرکانو، د مسلمانانو په هکله، له هیڅ ډول آزار؛ شکنجې او ګواښ څخه لاس نه  اخیسته. هغوی ایمانداره کسان، په تیره بیا تازه مسلمان شوی کسان او یا مرئیان په کلکه شکنجه کول. یو شمیر یی په شلاخو او درنې سره وهل. ځینی کسان یی په لوڅ بدن سره په سوځنده شیګو باندی پری ایستل؛ تر څو د یکتا خدای له پرستش څخه لاس واخلی. پدی منځ و میان کی یوې ډلې مسلمانانو،د هر ډول آزار او شکنجې په زغملو سره، د واحد خدای له بندګۍ څخه لاس نه اخیسته.
د شکنجه شویو کسانو شمیر زیات ؤ.د هغوی له جملی څخه یو تن؛ د حبشې یو مرئی« بلال » ؤ. هغه د( اُمَیَة بن خَلَف ) غلام ؤ. کله چی امیه د بلال له مسلمانیدو څخه آګاه شو، هغه یی د ټولو د سترګو په وړاندی شکنجه کاوه. هغه، د ژمی په ډیرو ګرمو ورځو کی، بلال په لوڅ بدن سره، د مکې مکرمې د شاؤ خوا بیدیاؤ په سوځنده شیکو باندی پری ایسته، او یوه ستره ډبره یی د هغه په ټټر باندی ایښودله. بیا یی هغه ته ویل؛ چی په محمد او د هغه په خدای باندی له ایمان څخه لاس واخله. خو بلال، یواځی یوه کلمه پخپلې ژبې باندی تکراروله: «احد»،«احد». یعنی خدای یو دئ، خدای یو دئ. بلال، تر شکنجې لاندی تسلیم نه شو. تر دې چی د مکې یو پانګه وال، هغه و پیروده، او آزاد یی کړ. بلال، له آزادیدو وروسته؛د حضرت رسول اکرم ص، د نږدیو یارانو په کتار کی ورغئ.
 «عمار» هم، د خپل پلار او مور؛ «یاسر» او «سُمیه»  په ملګرتیا، د مشرکانو د زیاتو زورونو او شکنجو سره مخامخ شو. تر دې حده پوری چی، یاسر او سمیه؛ تر دغو شکنجو لاندی خپل ځانونه له لاسه ورکړل، مګر په خدایتعالی ج باندی، پخپل ایمان پایداره پاتی شول.
د مسلمانانو زړونه، دومره په متعال خدای او د هغه په رسول باندی له ایمان څخه ډک ؤو، چی د ټولو فشارونو او شکنجو په وړاندی یی مقاومت کاوه. 
د خدای ګران رسول ص، چی د دغو درد ناکو پیښو کتونکئ ؤ، د هغه څه په خاطر چی په مسلمانانو باندی تیریدل، ډیر غمجن ؤ، خو د قرآنکریم له ډاډمنونکو آیاتو څخه په الهام اخیستو سره یی، خلګ مقاومت او  زغم ته رابلل، او هغوی ته یی د بریالیتوب وعده ورکوله.
سره له دې حاله، کله چی د خدای رسول ص ولیدل، چی یاران یی تر فشار لاندی دي، او د دغو چارو زغمل د هغوی لپاره ګران او سخت شوی دي، د الهی دستور سره سم له هغوی څخه وغوښتل، چی د حبشې هیواد ته هجرت وکړي. دا په واقعیت کی د مسلمانانو لپاره د ژغورنې یوه لاره وه، تر څو یوه موده، د مشرکانو له شکنجې او آزار څخه په امان کی وی.
 له دغه دستور وروسته، د مسلمانانو لمړنۍ ډلې، د قریشو له آزار او شکنجې څخه د ژغورنې ، او د خپلو دینی چارو او دندو د ترسره کولو په منظور له مکې مکرمې څخه مهاجرت وکړ. 
هغوی په پټه توګه د حبشې په لور لاړل. دغه ډله مهاجرین، لس یا پنځه لس تنه ؤو. او د هغوی ترمنځ څلور تنې مسلمانی میرمنې هم لیدلی کیدلې. د هغوی دغه هجرت، د بعثت د پنځم کال د رجب په میاشت کی بڼه ونیوله.
پسله هغه، حبشې ته د مهاجرت لا ستره څپه پیل شوه؛ چی د مهاجرانو په سر کی جعفر بن ابی طالب ؤ. کله چی حبشې ته د مسلمانانو د هجرت خبر د مکې مشرانو ته ورسید، او ویی کتل چی مسلمانان د هغوی له منګولو څخه تښتیدلي دي، د کینې اور د هغوی په زړونو کی بل شو، او په حبشه کی د مسلمانانو له نفوذ څخه و ویریدل. هغوی فیصله وکړه: دوه تنه د ځان په نمایندګې، د ګران بیو ډالیو سره یو ځای، د حبشې د پاچاه« نجاشی در بار ته؛ چی د مسیحیت پیرو ؤ ولیژی، تر څو هغه مسلمان مهاجرین مکې ته بیرته وګرځوی.
 د مکی د مشرکانو نمایندګان، کله چی د نجاشی دربار ته ورسیدل؛ د خپلو تحفو او ډالیو له وړاندی کولو وروسته؛ داسی رپوټ ورکړ: « ای پاچاه! زموږ یوې ډلې کم عقله او نادان ځوانانو، پدی وروستیو کی د خپلو نیکه ګانو له عقیدې او رودې څخه لاس اخیستئ، او یو نوی دین ته یی مخه کړې ده. داسی یو دین، چی نه ستاسو له مسلک او عقیدې سره، او نه د هغوی د نیکه ګانو له عقیدې سره سمون لری. دغه ډله کسان پدی وروستیو کی ستاسو هیواد ته تښتیدلی دي، او پدی خاوره کی له آزادۍ څخه ناوړه استفاده کوی. زموږ د قوم مشران له تاسو غواړی، چی دغه کسان له خپله هیواد څخه وباسئ، تر څو خپلې خاورې ته ستانه شی.»
پدی وخت کی، یو شمیر وزیرانو او در باریانو؛ د هغوی خبری تائیدې کړې، او له نجاشی څخه یی وغوښتل؛ چی مسلمان مهاجرین هغوی ته وسپاری، ترڅو مکی ته یی بوځی. خو د حبشې پوه او با انصافه پاچاه، په درایت او هوښیارۍ سره وویل: « زه هیڅکله، یوه ډله کسان چی زما هیواد ته یی پناه راوړې ده، بیله تحقیق څخه د هغوی لاسته نه سپارم. باید د هغوی په هکله تحقیق وشی. که د هغوی په هکله د دغو دؤو نمایندګانو خبری درستې وی، دوی ته یی سپارم.»
 پدې توګه، نجاشی، مسلمان مهاجرین خپل دربار ته ور وغوښتل. هغوی د حبشې پاچاه دربار ته ورغلل. په در بار کی ټولو حاضرو کسانو انتظار ایسته، تر څو د دغې ډلې په وړاندی د پاچاه عکس العمل ووینی. نجاشی، له هغوی څخه پوښتنه وکړه: ستاسو دغه دین څه دئ؟ چی نه ستاسو د پلرونو د عقیدې او مسلک په شان دئ، او نه زموږ عقیدې ته ورته دئ، چی د مسیحیت دین دئ؟
د مسلمانو مهاجرینو له منځ څخه، جعفر بن ابی طالب، خبری پیل کړې، او داسی یی وویل: « ای پاچاه! موږ نادانه او بت پرسته خلګ ؤو، مردارې غوښې مو خوړلې، تل مو ناوړه کارونه کول، د خپلوانو احترام او حرمت مو نه ساته، له ګاونډیانو سره مو بد کړچار کاوه، زموږ توانمن کسانو پر ناتوانانو باندی زور چلاوه، زموږ ژوند او چاری پدې توګه تیریدلې، تر دې پوری چی متعال خدای ج، زموږ په منځ کی یو پیغمبر مبعوث کړ، داسی یو شخص چی؛ موږ د هغه اصل او نَسَب پیژانده، او به درست کارۍ، امانت ساتنه او پاک لمنۍ کی یی، ځلانده مخینه در لوده. دغه ګران پیغمبر ص موږ د یکتا خدای پرستش ته را وبلل. د بتانو ستایته یی ناوړه وبلله، موږ ته یی د رښتیا وینې،امانت ساتنې او د خپلوانو او ګاونډیو سره د ښه سلوک د کولو سپارښتنه وکړه. له موږ یی وغوښتل له نا پاکیو څخه لیری توب، او له وینې تویونې، فحشاء، زور وینې او د یتیمانو د مالونو له خوړلو څخه ډډه وکړو. انحضرت وویل: د واحد خدای پرستش وکړو، او هیڅ څیز د هغه شریک ونه ټاکو. موږ ته یی د لمانځه، زکاة او روژې دستور راکړ... پسله هغه جعفر خپلو خبرو ته داسی دوام ورکړ: نو ځکه موږ د هغه خبرې تصدیقې کړې، او په ده باندی مو ایمان راوړ؛ د یکتا خدای ستاینه او عبادت مو پیل کړ، له حرامو چارو څخه مو چی، پر موږ باندی یی حرام کړې وې ډډه وکړه، او هغه څه چی یی حلال شمیرلی ؤو، و مو منل... په همدی دلیل؛ قریش زموږ دښمنۍ ته را پورته شول. هغوی موږ ځورولی او شکنجه کړل، ترڅو له خپل دین څخه لاس واخلو، او بیا د بتانو پرستش وکړو. اوس چی د هغوی د ظلم او ستم سره مخامخ شوؤ، د خپل دین د ساتنې لپاره، ستاسو هیواد ته پناهنده شولو. اوس هیله من یو ستاسو په هیواد کی، کوم څوک په موږ باندی ستم ونه کړی.
 د جعفر روښانه او په زړه پوری ویناوې، دومره اغیزمنې وې، چی نجاشی له هغه وغوښتل؛ که یی په یاد وی، د خپل پیغمبر د آسمانی کتاب یو شمیر آیتونه ولولی. جعفر، د مریم مبارکې سورې؛ لمړنی آیتونه ولوستل، او د مریم س د پاک لمنۍ او د عیسی ع د مقام په باره کی یی د اسلام لید توګی روښانه کړې.
نجاشی، د قرآنکریم د آیتونو له اوریدو وروسته، داسی وژړل چی، د اوښکو څاڅکی یی پرمخ او ژیری باندی و بهیدل. د هغه شاوخوا پادریانو هم وژړل. نجاشی وویل: په خدای قسم، حق همدا دئ. هغه څه چی ستاسو پیغمبر راوړی دي، له هغه څه سره چی عیسی بن مریم راوړی، هر دواړو له یو ځای څخه سرچینه اخیستې ده. ډاډمن اوسۍ، زه به هیڅکله تاسی دغو دؤو کسانو ته و نه سپارم.
د هغه څه په اپوټه چی د قریشو نمایندګانو تصور کاوه، دغه غونډه د هغوی په زیان تمامه شوه. هغوی د نجاشی له غونډې څخه ناکامه ووتل.
یوه بله ورځ، د قریشو استازئ، عمرو بن عاص، نجاشی ته ورغئ. او ویې ویل: ای پاچاه! دغه بی عقله کسان، د عیسی په هکله، یوه عجیبه خبره کوی، چی ستاسو له عقایدو سره سمون نه لری. تاسی یو کس د هغوی په نزد ولیږئ، او د عیسی په هکله د هغوی نظر وغواړئ.
نجاشی،د مسلمانانو ډلې ته مخ واړاوه، او ویی ویل: ستاسو عقیده د عیسی مسیح ع په هکله څه ده؟ جعفر بن ابی طالب ځواب ورکړ: « موږ عقیده من یو؛ چی حضرت مسیح د خدای بنده او پیغمبر ؤ، هغه د خدای له خوا روح او یوه کلمه وه، چی مریم ته یی ور وباخښه. د حبشې پاچاه د جعفر له خبرو څخه خوشحاله شو، او ویی ویل: « د حق خبره همداده چی ته یی کوی.»
هغه د مسلمانانو عقاید وستایل، او هغوی ته یی وویل: « تاسی په آرام او ډاډمن زړه د حبشې هر ځای ته چی غواړئ لاړ شئ، او وپوهیږئ چی زموږ په امان کی یاستئ.»  ده، د قریشو ډالۍ بیرته هغوی ته واستولې. پدې توګه مسلمانانو په حبشه کی د آرامتیا او امنیت سره مل ژوند پیل کړ.