Apr 22, 2020 16:26 Asia/Kabul
  • ایرانی شخصیتونه نړیوال ویاړونه

د حافظ په وینا هر کس چی اهل معرفت وی او حقیقت ته رسیدلې وی نو په اشارو پوهیږي

وموويل چې شيخ فخرالدين ابراهيم بن بزرګمهر بن عبدالغفار همداني چې په فخرالدين عراقي مشهور دې د اومې هجري قمري پېړۍ د اسلامي تصوف او فارسي ادب له ځلانده ستورو څخه دې. هغه د عبدالغفار کميجاني زوې ؤ او په ۶۱۰ هجري قمري کال کښې  له همدان ښار سره نزدې په کمجان کلي کښې په يوه علمي کورنۍ کښې وزېږېد. ويل شوي دي چې عراقي پينځه کلن ؤ چې په نهو مياشتو کښې يې قرآن مجيد حفظ کړ او په خوږ او زړۀ راکښونکي اواز سره به يې تلاوت کوۀ. هغه اته کلن ؤ چې په همدان کښې مشهور شو. عراقي د قرآن د زدکړې له تکميله وروسته د زدکړو د دوام  لپاره همدان ته لاړ او هلته کښې يې خپلو زدکړو ته دوام ورکړ. لا د اولسو کالو وو چې په ټولو اسلامي علومو او تعليماتو يې تسلط پېدا کړ او په همدان کښې د علومو او تعليماتو په تدريس بوخت شو. د هغه علم او پوهه دې حد  ته رسېدلې وه چې د فخرالدين رازي، د ابن سينا اشارات او د ابومحمد شامخي معالم التنزيل يې تدريس کوۀ.

 

عراقي اولس يا اتلس کلن ؤ چې د هند او د اوسني پاکستان ملتان ښار ته لاړ او د ستر عارف بهاء الدين زکريا په حلقه شامل شو. عراقي په عرفان کښې داسې مقام ته اورسېد چې شېخ زکريا ورته خپله خرقه واچوله او د شېخ په خاصو شاګردانو کښې شمېر شو. د شېخ بهاء الدين زکريا له وفاته وروسته عراقي مکې ته او له هغه ځايه قونيې ښار ته لاړ او د شېخ صدرالدين قونيوي د درس په حلقه کښې شامل شو. او تر 675 کاله پورې په دغه ښار کښې پاتي شو او بيا له هغه ځايه مصر او وروسته شام ته لاړ او  په 78 و يا 82 کلنۍکښې د يوې سختې او مرګونې بيمارۍ په وجه وفات شو او د دمشق په جبل الصالحيه سيمه کښې د محي الدين ابن عربي د مزار شا ته خاورو ته وسپارل شو.

له فخرالدین عراقی ډیر اثار پاتې دي چی مونږه په تیرو دو پروګرامونو کې د هغه لمعات کتاب معرفی کړ او په دغه اثر کې مو د ایجاز (اختصار یا اجمال )جاج واخیسته .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د لمعات د نثر دوهمه  ځانګړنه د رمز او اشارې له ژبې استفاده ده چی د هغه له اجمال یا اختصار سره مرسته کوی . عراق د خپل کتاب په سر کې عشق له پوهې او زده کولو برتر بللې دې خو په خپل ټول کتاب کی یې هڅه کړی ده چی د عشق په اړه سپیناوې وکړی . پر دې اساس د خپلو استادانو یعنی  په فکر او لیدتوګه کې د ابن عربی او په بیان کې د مولانا او غزالی په شان  هڅه کړی ده د عشق د بیانولو لپاره له رمز او اشارې ژبې ګټه پورته کړی ده .

سید حسین نصر په دې باور دې چی د رمزی بیان جرړه په قران کریم کې ده او عراقی هم په لمعات کې د خپل رمزی بیان کی له قران مجید پیروی کړی ده .

په کلام کې له اشارې او رمز استفاده بیلا بیل دلایل لري چی پکې مهم دلیل عراقی د لمعات په سریزه کې بیان کړې دې او د حافظ په شمول نورو عارفانو هم په بله وینا هغه ته اشاره کړی ده . د عراقی په شمول رمزی بیان ته د عارفانو د ګروهنې علت دا دې چی ځینې معناوې اساسا په لفظ یا ټکې کې نه ځایږی  او انسانی الفاظ د هغه معنا نشی بیانولې او یوازې د هغه نښې نښانې وړاندې کړی . د حافظ په وینا هر کس چی اهل معرفت وی او حقیقت ته رسیدلې وی نو په اشارو پوهیږي .

عراقی په لمعات کې په رمز او اشاره کې خبرې کړی دي او د خپلو افکارو او بارونو د بیانولو لپاره یې له تمثیلونو او سمبولونو لکه اینه ، دریاب ، د سمندر څپو ، نور ، سیورې او اونګی وغیره استفاده کړی ده .

د بیلګې په توګه د عاشق او معشوق د ارتباط او د سخت اړوند والی او عاشق بی اختیارۍ په اړه یې ویلی دي ، محب د محبوب سیوره ده ، هر چیرته چی ځی نو په هغه پسې وی . سیوره له نور کله جلا کیدلې شی ؟او لکه څرنګه چی هغه پسې ځی نو کږ نه ځی ، په سمه ځی .

««««««««««««««««««««««««««

د لمعات نثر لکه څرنګه چی پخپله عراقی د خپل کتاب په سریزه کې ویلی دی ، د پینځمې هجری قمری پیړۍ د مشهور عارف احمد غزالی د سوانح العشاق کتاب په روده دې . په همدې اساس په لمعات کې د عراقی د وینا سبک او سټایل د اومې پیړۍ او له هغه مخکې واعظانواو مجلس کونکیو په روده او سټایل دې . په دغه کتاب کی د واعظانو او مجلس کونکیو په روده ، مخاطب  بدانکه په ټکی سره مخاطب ګرځولې دې . له بل پلوه د کتاب نثر د موضوع او نږدی والی په تناسب د نجم رازی مرصاد العباد ته ورته والې لری  او ساده ، زوږ لرونکې او روان نثر لری . کله په کلام کې سجع کارول شوی او کله د موضوع په تناسب له هر ډول ټیټو هسکو خالی دې . د فارسی جملو ترمینځ د عربی او فارسی اشعارو راوستل چی زیاتره د مطلب او موضوع د تایید او ټینګار لپاره کارول شوی دي د عراقی د لمعات  کتاب له نورو ځانګړنو دي . څیړاندي په دې باور دي چی عراقی له مرصاد العباد کتاب اغیز اخیستې دې ځکه چی نومړې کتاب د عراقی په لاس کې وو ، علت یې هم دا دې چی دغه کتاب په ۶۲۰ هجری قمری کال کی پاې ته رسیدلې دې او په هغه حوزه کی چی عراقی پکې ژوند کاوه ، مطرح وو .

لمعات د بیان د رودې له نظره د سعدی له ګلستان سره شباهتونه لري چی د غور وړ دي . عراقی  هم د سعدی په شان په ځینو عبارتونو کی نثر شعر ته نږدې کړې  دې . کیدلې شی دا کار د شاعر د روانې طبع په وجه وی او په نه غوښتی او طبیعی توګه ځینې برخې شباهتونه لري  یا دا چی شاعر هڅه کړی ده خپل کلام شعر ته نږدې کړی تر څو اغیز یې زیات وی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««

د عراقی او سعدی د نثر ترمینځ په تکیه کلام او ځینو مفاهمیو کې شباهتونه لیدل کیږي . ځینو څیړاندو هغه اتفاقی بللی دي او خینې هم په دې باور دي چی روم ته د سعدی د سفر په وخت د عراقسی او سعدی ترمینځ کتنه شوی ده .

له تاریخی نظره دا غږملتیا وجود لري هغه وخت چی سعدی قونیه ته تللې نو د مولانا او عراقی په شان  له کسانو سره یې کتنه درلودلی ده .  له عراقی سره د سعدی میلاد یا زوکړه څلور کاله اختلاف لري . عراقی مولانا سره کتنې ته ولاړ او مولانا ورته خاص پام کاوه او مولانا زیاتره هغه ته د یوه صوفی شاعر په سترګه لیدل .

د څیړاندو په باور سعدی له قونیې په خپله کتنه کې د عراقی له لیدتوګو سره بلد شو او بیا شیراز ته ستون شو او په ۶۵۶ کې یې ګلستان لیکلې دې . د لمعات په شان د کتابونو اغیزې او فکری اثار د هغه په ذهن او ژبه جاری شوی دي چی دا ورته والې د هغه له امله دي .

«««««««««««««««««««««««««««««

د لمعات د کتاب نثر ، مرسل دې خو په دودلایلو پکې عربی تعبیرات او ټکی ډیر لیدل کیږي . لومړې دا چی د ابن عربی لیدتوګې او هم مهم عرفانی کتابونه په عربی ژبه لیکل شوی دي ،پر دې سربیره دیر قرانی او حدیثی تعبرات او د لویانو ویناوې په هماغه نقل شوی  بڼه په نثر کې  راغلی دي چی د داسې کتابونو خصوصیات دي .

دوهم دا چی اصولا په ژبنې سبک کی که د عراقی د پړاو نثر او شعر دې ، د خراسانی د پړاو په نسبت زیات عربی ټکی لري او دیر عربی ټکی فارسی شوی او دود کارندوالې یې پیدا کړې دې او کمتر پردي ټکی حسابیږي .

پای

 

 

 

 

 

ټیګونه