May 27, 2020 16:05 Asia/Kabul
  • د لویدیځي آسیا بدلونونو ته کتنه

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایت خوږو مینه والو په دې شیبو کې د لویدیځي آسیا بدلونونو ته د کتنې له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو .په دغه ننني مطلب کې په پیل کې د لویديځي آسیا ځينو مهمو پيښو ته یوه ځغلنده کتنه کوو او بیا مو هم رابولو تحلیلي برخې ته ، هیله ده ترپایه راسره ملتیا وکړئ .

*/*/*/*/ په عراق کې   د الحشد الشعبي له رول څخه د  نوي لومړي وزیر مننده او قدرونه .*/*/*/*/*/     داسرائيلو د نوي کابینې جوړیدا*/*/*/*/   او دقدس د نړیوالې ورځې یوڅلویښتمه  کلیزه ،  په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا ځينی مهم بدلونونه وو چې  اوس مو رابولوو ، په دې اړه تحلیلی برخې ته .*/*/*/*/*/*/*/*/*/*//**/*/*//*/

               دوستانو د عراق  نوي لومړي وزیر  مصطفی الکاظمی  دتیرې شنبې ورځې  د الحشد الشعبي  ولسی مبارز ځواک مرکز ته ورغی او ددغه ولسی مبارز  ځواک له قوماندان  فالح  الفیاض سره ئې کتنه وکړه او  الحشد الشعبي مبارز ځواک ئې د عراق لپاره یو ویاړ وبالۀ.  دا په تیرو اوو میاشتو کې  د دعراق دیوه  لومړی وزیر په  څوکۍ  دمصطفی الکاظمي له ټاکل کیدا وروسته  لومړنۍ کتنه وه .  دعراق لومړی وزیر   چې  په بغداد کې د الحشد لشعبي  ځواک مرکز ته دلیدو لپاره تللی ؤ ، د الحشد الشعبي مبارز ځواک  دیونیفارم په اغوښتو سره ئې  ځان یو مبارز مامور وبریښوۀ او  په یولړ څرګندونو کې ئې  دعراق  دالحشد الشعبي  ځواک پر لاپیاوړتیا ټينګار وکړ .  دا لومړ نی ځل دی چې  دعراق لومړی وزیر  دالشحد الشعبي  ځواک په یونیفارم کې ظاهریږي  او  مخکینیو صدراعظمانو یعني حیدرالعبادي او عبدالمهدي  دغه کار  نه  ؤ کړی . 

            مصطفی الکاظمي  دعراق د الحشد الشعبی  مبارز ولسی ځواک  د مرکز د لیدو په وخت وئيلي دي ، د هغه داعشیانو د رښه وچولو لپاره  دنهائي  حملې په درشل کې یوو، چې  دخپلو پاتې کسانو په بیا نوي کولو پسې دي . د الحشد الشعبي  مبارزان ددغې حملې په سر کې د پوځ  او نورو وسلوالو ځواکونو تر څنګ دی  دغه ځواک د وطن سرباز ځواک دی  چې  په سرښیندنې او د شهیدانو په وړاندې ولو سره ئې  خپله مخینه د تل لپاره دعراقیانو په وړاندې ځلولې ده .

الحشد الشعبی ځواک چې په ۲۰۱۴کال کې او د عراق د ستردینی مرجع آيت ا...سیستاني له تاریخي فتوا وروسته  تاسیس شوی،په تیرو شپږو کلونو کې  ئې ښودلې ده چې د ځینو هغو داخلی خاینوعناصرو په اپوټه  چې د داعش له ورتلو ئې ملاتړ کړی،دعراق دمځکنۍ بشپړتیا ساتلو ته بشپړژمن دی او ددغې چارې دپوره کیدا لپاره ئې د شهادت لاره غوره کړې او له خپل ژوند  له قربانولو ئېهم  ډډه نه ده کړې .

Image Caption

 

                مذهبی  بنیادونه ، ملی فکر او د هغه څه په څير له وارداتي امنیت سره دالحشد الشعبي مخالفت چې  ځیني عرب مدعي هیوادونه ئې تعقیبوي ، لامل شوی  ځیني داخلی او بهرني مخالفان  د عراق د دغه مبارز ځواک  داساس او بنیاد دله مینځه وړلو لپاره هیڅ هڅه ونه سپموي . په همدې باب هم د ددغه ولسی مبارز ځواک  مشران او وګړي په مستقیم ډول د امریکاد جنګي  الوتکو او همداراز د امریکا د ترهه ګرحکومت دترور په شیشت کې ورغلي  چې ددغه وحشي جنایت  یو ښکاره مثال ئې هم د  ۲۰۲۰کال د جنورۍ په دریمه نیټه  دامریکائي پوځ په ولاس د بغداد له هوائي ډګر سره نزدې د الحشد الشعبي  ځواک  د مرستیال مشر ابومهدي المهندس شهیدول دي . 

د الحشد الشعبي ولسی مبارز ځواک  له مشر فالح الفیاض سره د مصطفی الکاظمي  لیده کاته ښئ چې  دعراق نوی لومړی وزیر ددغه هیواد  په امنیتی او پوځي جوړښت  او همداراز  دعراق د دینی مرجعیّت  په نزد ددغه ولسی ځواکپه ځایګي ښه خبر دی .بل ټکی دا دی چې د الحشد الشعبي ځواک په مرکز کې د الکاظمي شتون ، د سعودي چینل  ایم بی سي له اقدام سره  په یووخت شو چې د دغه ولسی مبارز ځواک مرستیال مشر ابومهدي المهندس ئې  له ترهه ګرۍ څخه  په ملاتړ تورن کړی ؤ .

                 بلاخره  له درې ځله پارلیماني انتخاباتو وروسته ، د صهیونیسټ رژيم   نوي کابینه د تیرې اونۍ په یکشنبې ورځېد پارلیماند ۴۶استازو په مخالفت او د ۷۳استازو په مثبتې رائ سره  جوړه شوه .  کرونا  له خوریدا، او د اتلس میاشتنۍلومړي وزارت  لپاره د  د بین یامین نتن یاهو  او بنی ګانټز  چې  د آبی  او سپینو  دګوند مشر دی ، صدراعظمۍ  او همداراز د ائيتلافي کابینې له جوړیدا سره موافقه  وشوه .

 د شوي موافقې په اساس ، ټاکل شوې ده ، بین یامین نن یاهو د ۲۰۲۱ کال تر نومبر پروې  د صهیونیسټ رژيم د لومړي وزارت په څوکۍ پاتیکیږي  او  له دې وروسته  د لومړي وزیر په توګه به  بنی ګانټز  خپل فعالیت ته دوام ورکړي.  دوزیرانو څوکۍ هم  په  دواړو ګوندونو کې په مساوي ډول  ویشل شوي دي.

شناندي په دې اند دي چې د صهیونیسټ رژیم نوي کابینه په بیلابیلو علتونو، ددغه رژيم تر ټولو کمزوري کابینه بلل کیږي .له یوه پلوه د نتن یاهو او ګانټز ترمینځ کافی اعتماد نشته او ځيني په دې اند دي چې نتن یاهو  به د صدراعظمۍ له اتلس میاشتني پړاؤ وروسته دغه څوکۍ بني ګانټز ته ونه  سپاري .له بل پلوه  دلیکوډ ګوند په داخل کې هم د وزارتونو دڅوکیو په ویش اختلاف شته او دالامل شوی د لیکوډ ګوند ځیني غړي په نتن یاهو او نوي کابینې  نیوکې وکړي . په عین حال کې ، ۴۶ استازي هم   له دغې کابینې سره مخالف دي  او   دپارلیمان  داپوزیشن په  استازو کې اجماع شته  .

                   د ۲۰۲۰ کال د مئ په شلمه یعني تیره جمعه ورځ د روژې دمبارکې میاشتېله وروستۍ جمعې ورځ وه او دقدس نړیوالې ورځېله یو څلویښتمې کلیزې سره برابره وه .د روژې دمبارکې میاشتې  وروستۍ جمعې ورځ د اسلامی جمهوری نظام د ارواښاد لارښود  حضرت امام خمیني  په نوښت سره  دقدس نړیواله ورځ نومول شوې ده .

Image Caption

 

  د بیلابیلو هیوادونو ولسونو ، سږکال د قدس ورځ  دکرونا ویروس دخوریدا  په دلیل په ټولنیزو چینلونو کې په مجازي فعالیتونو سره ولمانځله او مختلفو شخصیتونو هم ددغې ورځې په یو څلویښتمې کلیزې  کې  ویناوې وکړې .دعراق ولس د اسرائيلو بیرغ ته  اوور ورته کړ او د یمن او سورئې ولسونو هم  دګاډو په کاروانونو سره دغه ورځ ولمانځله. د پاکستان ولسهم په هغو ښارونو کې چې له کرونائي بحران سره زیاتې لاس اوګریوان نه ډي ،سترلاریونونه وکړل او په نورو ښارونوکېهم د ګاډو په کاروانونو سره دغه نړیواله ورځ ولمانځله او له امریکا او د هغې د ناجایز اولاد اسرائیلوڅخه ئې خپله کرکه او نفرت نندارې ته وړاندې کړ .

           د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ  حماس ویندوي حازم قاسم  په یولړ څرګندونو کې  اعلان کړی ،د کرونا ویروس دخوریدا په سیوري کې د نړۍ  دشرائطو په دلیل  په مجازي او ټولنیزو چینلونو کې  د قدس دنړیوالې ورځې  کمپین ترسره شوی دی ، ځکه  دقدس په ورځ  تل ولسی لاریونونه ترسره کیدل  چې سږکال د کرونائي بحران په دلیل لغوه شوي  دي ، البته په ټولنیزو چینلونو کې په لاپراخه اندازه دغه ورځ لمانځل شوي  او لازیاتې اغیزې ئې شیندلي دي . هغه وئيلي  هماغه ډول چې مونږ درست وسله په لاس په میدان کې جنګیدو، اوس په رسندوئي او ټولنیزو چینلونو کې جنګیږوڅو دقدس ، فلسطین  او مقاومت نامه  اوچغه د نړیوالو غوږونو ته ورسوو . 

Image Caption

 

 د  قدس د ورځې یو اصلی ویناوال،د لبنان د حزب ا..ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا ...ؤ .سید حسن نصر ا...پخپلې وینا کې په دې په ټينګار سره چې صهیونیسټ رژيم  یوغیرقانوني رژيم ، د فساد سرچینه ، نیواکګر ، تیریګر  اوسرطاني دانه  ده او  باید له مینځه لاړه ش ي ، وئيلي دي، فلسطین له بحر تر نهر پورې د فلسطیني ولس  ټاټوبی دی  او باید  بیرته وروګرځي . سید حسن نصر ا....،د فلسطین د آزادۍ لاره ، وسلوال مقاومت بللی او وئيلي ئې دي،په ټولو بڼو سره مقاومت ، د فلسطین دټاټوبي  او سپيڅلتیاؤ  د آژادولو یوازینۍ لاره ده او له دې پرته نوره درستې لارې یوازې د وخت ضائع کول دي .

             د فلسطین دکورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس  دتیرې سه شنبې په ورځې له لویدیځي غاړې څخه دنوو برخو دنیواک لپاره دصهیونیسټ رژيم  د فیصلې په غبرګون کې  اعلان کړی ،له دغه رژيم او امریکا سره اړیکې غوڅوي . د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ عمومی منشي  زیاد النحاله  هم ددغې نړیوالې ورځې په مناسبت په خپلې وینا کې  د فلسطین له موضوع سره  داسلامی ایران  دهمیشني ملاتړ  په قدرونې سره  وئیلي دي ،  له قدس ورځې سره په یووخت د ابومازن  وینا  اعلان شوي  او  دفلسطین ملت باید  د  فلسطین د  پلازمینې ،قدس :  په شعار سره   سره یو موټی شي .

  د لبنان دپارلیمان مشر نبیه بري  هم په دې مناسبت  پخپلې وینا کې د پيړۍ د معاملې د پلان په محکومولو سره  چې د امریکا له خوا د فلسطین دموضوع د له مینځه وړلو لپاره  وړانډې شوی ، وئیلي دي ،مونږ  له فلسطینیانو څخه پر ملاتړ  او خپل ټاټوبی ته د دوي د بیرته ستنیدالپاره د دوي پر حقاو د پيړۍ د معاملې په وړاندې پر مقاومت ټينګار کوو هغه د پیړۍ معامله، دسیمې د لازیاتې ویشل کیدا نسخه بللې او وئيلي ئې دي ، دلبنان ، سورئې ،اردن  او مصر وحدت ،  د پيړۍ  دمعاملې په وړانډې  د فلسطین ، لبنان او درستو عربی هیوادونو پر مقاومت ولاړ دی .

Image Caption

 

          د یمن د  انصار ا... ولسی مبارز غورځنګ رهبر عبدالمالک بدرالدین الحوثي   د تیرې پنجشنبې په شپه  د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت پخپلې وینا کې  د فلسطین موضوع، د اسلامی نړۍ لومړنۍ موضوع بللې او  وئیلي ئې دي ،دقدس نړیواله ورځ،ګډ صهیونیسټي دښمن په وړاندې  د اسلامی امت  د اتحاد بیلګه  ده .

د قدس د نړیوالې ورځې  په مناسبت د مقاومت درهبرانو په ویناؤ کې یو مهم ټکی  دا ؤ چې له فلسطین څخه  په ملاتړ کې د  اسلامی  انقلاب دسپاه پاسدارانو د قدس ځواک د قوماندان او دمقاومت د چورلیز د کمانډر سردار قاسم سلیماني پر غوره رول ټینګار  شوی  او په سیمې کې له مقاومتي ډلو څخه د شهید جنرال قاسم سلیماني  ملاتړونو  او مرستو ته شااره شوې او وئيل شوي دي ، جنرال سلیماني  له مقاومت څخه  په ملاتړ کې د اسلامی ایران استازی ؤ او  پخپل شهادت سره ئې  هم  ثابته کړې ده چې اسلامی ا یران هماغه راز  له مقاومته خپل ملاتړ ته دوام ورکوي . همداراز دوي  دمقاومت د چورلیز  په پرمختبیولو کې  د سپاه پاسدارانو دقدس ځواک د قوماندان او د سردار قاسم سلیماني دجانشین سردار اسماعیل قاآني  رول هم  ډير ستر او مهم بللی او وئیلي ئې دي ،په سیمې کې د مقاومت پروژه  به   هماغه راز پخپل قدرت   او اقتدار سره   دوام ولر ي .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************