لودیځي آسیا او په تیرې اونۍ کې ئې مهم بدلونونه
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا د ځينو مهمو پیښو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې په تیرې اونۍکې ددغې سیمې ځينو پيښو ته یوه ځغلنده کتنه کوو او ورپسې مو هم دتحليلي برخې آوریدو ته رابولوو.تر پایه راسره دملګرتیا فرصت ولرئ .
*/*/*/*/*/ له نیواکي ټاټوبو سره د لویدیځي غاړې د دیرش فی صدي برخې د یوځای کولو په اړه پر اسرائيلو ددباؤنو زیاتیدا*/*/*/*/ د سعودي عربستان په ضد دیمن والو څلورم دفاعي عملیات*/*/*/*/*/ دعراق د حزب ا... د کنډکونو په مرکز یرغل په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا ځيني مهمې پيښې وي او اوس مو هم رابولوو، دځينو بدلونونو په باب تحلیلي برخې ته .*/*/*/*/*//*/
صهیونیسټ رژيم هڅه کوي ،د جولائي میاشت له لومړۍ نیټې یعني له راتلونکي چارشنبې ورځې څخه د لویدیځي غاړې د دیرش فی صدي برخې نیواک اجرائي کوي . دغه پلان د پيړۍ د هغه توکمپالې معاملې یوه برخه ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ ئې د جنورۍ په اته ویشتمه نیټه مخ کتنه کړې وه .د یوځاي کولو د پلان اجرا،په تیر اپریل میاشت کې د بینیامین نتن یاهو او د بني ګانټز د موافقې یوه ماده وه.د لیکوډ ګوند مشر نتن یاهو او د سپين او آبی ګوند مشر بنیګانټزپه اپریل میاشت کې د ائيتلافي کابینې د جوړولو لپاره په موافقې کې،د جولائي له لومړۍ نیټې څخه له نیواکي ټاټوبو سره د لودیځي غاړې ددیرش فی صدي برخې دیوځاي کولو په باب هم فیصله کړې وه.

په تیرې اونۍ کې ددغه پلان له اجرا سره مخالفتونه لازیات شوي دی . د فلسطین ولس او ډلو ټپلو دمظاهرو په جوړولو سره د لویدیځي غاړې د دیرش فی صدي برخې دنیواک لپاره د صهیونیسټ رژيم سپيره هڅه په کلکه محکومه کړې ده ..د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماسهم تیره اونۍ دیوې اعلامیې په صادرولو سره د صهیونیسټي رژيم د تیریو په ځواب کې دیوه ولسی انقلاب غوښتنه کړې ده .
د نیواکي ټاټوبو په داخل کې هم مخالفتونه ډير زیات شوي دي . د نیواکګر صهیونیسټي رژيم دجنګ وزیر بني ګانټز او خارجه وزیر ګابی اشکنازي وئيلي دي،دم ګړۍ ددغه پلان د اجرا ملاتړ نه کوي.د صهیونیسټ رژيم دولسم ټیلیویژني چینل راپور ورکړی دی،بنی ګانټز د تیرې پنجشنبې په ورځې د اسرائيلو د جنګ وزارت له چارواکوسره په یوې ناستې کې ټينګار کړی،په لویدیځي غاړې کې د ځينو هغو سیمو له نیواکه چې ډير زیات فلسطینیان پکې هستوګن دي ،ملاتړ نه کوي . د بني ګانټز دغه دریځ دنتن یاهو دغبرګون لامل شوی او اسرائیل هیوم عبري ژبې خپرونې هم راپور ورکړی،نتن یاهو بني ګانټز ته خبرداری ورکړی،یا دې د لودیځي غاړې د نیواک له پلان سره موافقه وکړي،یا دغه رژيم بیا انتخاباتو ته وکاږي .
د لویدیځي غاړې د ځينو برخو له یوځاي کونکي پلان سره د بنی ګانټز مخالفت لا زیات په بین یامین نتن یاهوباندې د هغه دبې باؤرۍ په دلیل دی. د اسرائيلو ځينو سرچینو په همداوروستیو کې وئيلي دي ،نتن یاهو او لیکوډګوند دې جمع بندۍ ته رسیدلي دي چې د بنی ګانټز او د سپین او آبی ګوند ټولنیز مقام تر ډیره حده ټيټ شوی دی او که دپارلیمان څلورم انتخابات ترسره شي،نو لیکوډ ګوند به اکثریّت ترلاسه کړي . پر دې اساس د نتن یاهو له خوا د ائيتلافي کابینې د ړنګولو او بنی ګانټز ته د لومړي وزارت د څوکۍ دنه سپارلو احتمال شته دی .د صهیونیسټ رژيم پخوانۍ خارجه وزیرې زیپي لیوني هم له نیواکي ټاټوبو سره د اردن سین دلویدیځي غاړې دځينو سیمو یوځاي کیدا ستره تاریخي تیروتنه بللې چې د اسرائيلو په تاوان ده .
پر دې سربیره ، د نړیوال نظام په سویه هم دلویدیځي غاړې د ځینو برخو له نیواک سره مخالفتونه زیات شوي دي . د ملګرو ملتو ، اروپائي اتحادئې ، روسیې او چین او د ځينو نورو اروپائي اوعربی هیوادون استازو تیره دوشنبې ورخې په الاغوار سیمې کې د اریحا ښار د جنوبی لارې په شاوخوا کې د زرګونو کسانو په مظاهرې کې ګډون وکړ . دملګروملتو د بشري حقوقو شورا هم د تیرې سه شنبې په ورځې په جینوا کې پخپلې درې څلویښتمې ناستې کې د صهیونیسټ رژيم په ضد د : ښارګوټو پریکړه لیک : نومې تړون، د شپږ دیرشو په موافقو،په دوو مخالفو او دنهو سپينو رایو په اچولو سره تصویب کړ .دغه پریکړه لیک د هغو صهیونیسټي دهغو کارکسب کونکو د بایکاټولو غوښتنه کړې ، چې په لویدیځي غاړې کې په فلسطیني ټاټوبي کې فعالیتونه کوي او همداراز ئې خبرداری ورکوي،چې په دغو کارکسبونو کې د خیل کسان د نړیوالو قوانینو په اساس پکار دی جرمانه شي .د بشری حقوقو شورا په یوه بل پریکړه لیک کې هم د ۴۳مثیتو،او دوو سپینو رایو سره دخبل برخلیک د ټاکنې لپاره د فلسطنیانو پر حق ټینګار کړی دی .

تظاه

که څه هم د نیواک پلان،د پيړۍ د سپيرې معاملې د امریکائي پلان لپاره دی، خو داسې ښکاري ،د امریکا او صهیونیسټ رژيم ترمینځ د پلان د اجرا د وخت په باب اختلافات شته دي . لویدیځي غاړې د دیرش فی صدي برخې د یوځاي کولو دپلان په باب دامریکا او اسرائيلو ترمینځ خبرې اترې پیل شوي،خو د ټرمپ په حکومت کې یو لوړپوړی چارواکي دتیرې پنجشنبې په ورځې ایسو شي ایټيټډ پریس سره په خبرو کې وئيلي،که څه هم د دواړو لورو خبرې اترې رغنده وې،خو د کومې نهائي موافقې لامل شوي نه دي .
د یمن د پوځ ویندوي جنرال یحی سریع د تیرې سه شنبې په ورځې د سعودي عربستان په ضد د څلورم دفاعي انډول برابرونکو سترو عملیاتو خبر ورکړی.

لومړني دفاعي عملیات د ۲۰۱۹کال په اګست کې ترسره شوي ، کله چې د یمن د پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو بې پیلوټه الوتکو دمتحده عربی اماراتو له پولو سره نزدې دسعودي عربستان په ختیځ کې واقع دآرامکو شرکت سره اړونده الشیبه تیلی تاسیاست په نښه کړل .دغه پلیټ فارم د سعودي عربستان تر ټولو لویه سټراټژيکه تیلي زیرمه شمیرل کیږي . د ۲۰۱۹کال دستمبر په څوارلسمه نیټه دوهم دفاعي عملیات ترسره شول چې په هغو کې د عربستان په ختیځ کې په بقیق او خریص کې د آرامکو تیلی تاسیسات په دولسو بې پيلوټه الوتکو په شیشت کې ورغلل او د عربستان دتیلي تولیداتو کابو نیمه برخه ئې کمه کړه . ددغو د فاعي عملیاتو اغیزو تر میاشتو میاشتو پورې سعودي عربستان وکړَوۀ او لامل شول څو محمد بن سلمان د آرامکو د ونډو یوه برخه چې د خپل هیواد اقتصاد د ژغورنې لپاره ئې ورته اړتیا درلوده ، خرڅه کړي . دریم دفاعي عملیات هم د ۲۰۲۰ کال په فرورۍ میاشت کې ترسره شول او دې ځل د یمن پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو د قدس په نامې سره په دوو بالسټیک توغندیو او د صماد-۳نومې دولس بې پیلوټه الوتکوسره او همداراز د ذوالفقارنومې لرواټنه بالسټیک توغندیو سره د آرامکو شرکتاو دعربستان په لویدیځ کې په واقع ینبع کې نورحساسهدفونه په شیشت کې راوستلاو دروند تاوان ئې ورواړوۀ.
د یمن دپوځ او ولسی مبارزو کمیټیو په څلورم دفاعی عملیاتوکې هم په نجران او جیزان او د عربستان په پلازمینې ریاض کې دفاع وزارت ، د سلمان پوځي هوائي ډګر او ځيني نور پوځي مرکزونه هم په بې پيلوټه الوتکو او توغندوي حملو کې په نښه شول . په بله معنا ، په څلورمو دفاعي عملیاتو کې له عربستان سره دیمن پوله ایزې سیمې او هم د عربستان پلازمینه د مبارزانو په شیشت کې ورغلل .
څلورم دفاعي عملیات،دسعودي عربستان چارواکو ته دیمن د پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو جدي خبرداری ؤ . که عربستان دیمن په ضد حملو او همداراز ددغه هیواد هراړخیزې کلابندۍ ته دوام ورکړ ، نو دیمن پوځ او ولسی مبارزې کمیټې دعربستان په پلازمینې ریاض کې دننه ، په حساسو مرکزونو د حملو پشمول د لاسختو او د رندو ګوزارونو توانمنۍ لري، چې په هر ډول شرائطو کې به ورځيني استفاده وکړي او د آل سعود چارواکو پوزه به په مځکې وموخي .
د یمن دپوځ له څلورمو دفاعي عملیاتو سره په یووخت،له متحده عربی اماراتو سره اړونده دجنوب انتقالي شورا هم تیره اونۍ د سقطري ټاپو کنټرول په غاړه اخستی،څو د یمن د مستعفي او فراري حکومت او انتقالي شورا ترمینځ تاؤتریخوالی نوي مرحلې ته وارد شی او عربستان هم دیمن د مستعفي اوتښتیدلي حکومت د چارواکو له نیوکو سره مخامخ شي .د یمن دسقطري ولایت ګورنر،د سعودي عربستان په رهبرۍ په عربی ائيتلاف په سختو نیوکو سره وئیلی دي،له دغه ولایت سره د هغو کسانو له خوا چې ورځيني دملاتړ تمه کیدلی خیانت شوی دی .
د عراق له ترهه ګرۍ سره د مبارزې ځواک د تیرې جمعې په سهار وختي د پلازمینې بغداد په الدوره سیمې کې دعراق د حزب ا... کنډکونو په مرکز یرغل کړی او د حزب ا... کنډکونو دیارلس غړي ئې ونیول . دغه اقدام له هرڅه زیات د عراق د مقاومتي ډلو په باب د عراقي چارواکو او امریکائي حکومت د تیروتني اخستون له امله ؤ .امریکا او دعراق دترههه ګرۍ ضد اورګان اټکل کاوۀ، د کتائب حزب ا... او دمقاومت د نورو کنډکونو او ترمینځ دنظر د ځينو جزئي اختلافاتو په رامینځةکولوسره،الحشد العشبي او دهغو قومانداني،ددغو نیونو په وړاندې،نه یوازې کوم پریکنده او اغیز شیندونکی اقدام ونه کړي ،بلکې چپتیا به غوره کړي اوپه دې توګه به د عراق د حزب ا... دتل لپاره دجرړه ایستلو لپاره او ورپسې په دوهم ګام کې هم د الحشد الشعبي ولسی مبارز ځواک څنډې ته کولو لپاره زمنیه برابره شي .
هغه څه چې په عمل کې ترسره شوي ، دا وو چې دعراق د حزب ا... دکنډکونو د دیرالسو وګړو له نیول کیدا سملاسي وروسته ، د الحشد الشعبي ولسی مبارز ځواک د مشر جانشین هادي العامري او د ابومهدي المهندس جانشین ابوفدک محمداوي ، په بغداد کې د الحشد الشعبي درست یونټونه تیارسی کړل او د بغداد شنې سیمې ته ، چې د امریکا سفارت پکې دی، روان کړل او دالحشد الشعبي مبارز ځواک کنډکونه په دغې شنې سیمې مسلط شول . انسجام او په عین حال کې د ولسی مبارز بسیجي ځواک زیات شمیر غونډیدا دومره چټکه وه چې دبغداد پولیس او د لومړي وزیر تر امر لاندې دترهه ګرۍ ضد یونټونه غافلګیر شول او دالحشد الشعبي ولسی مبارز ځواک دکنډکونو په وړاندې بې وسه اوناتوانه شول .
له دې چورلټ او پریکنده غبرګون وروسته ،نیول شوي ما موران سملاسي خوشي شول اود ځينو راپورونو په ساس،دعراق لومړی وزیر مصطفی الکاظميهم مجبوره شو،له الحشد الشعبي ځواک بخښنه وغواړي.
مهمه موضوع داده چې له ترهه ګرۍسره دمبارزې دځواک قومانداني د عبدالوهاب الساعدي په غاړه ده چې د عادل عبدالمهدي د حکومت په وخت کې د امریکا دسفارت پشمول له ځينو بهرنیو سفارتونو سره دمشکوک ارتباط په دلیل له دغې څوکۍ لیرې کړائ شوی ؤ او مصطفی الکاظمي د صدراعظمۍ د څوکۍ له ترلاسه کولو وروسته یوځل بیا هغه له ترهه ګرۍ سره دمبارز ې د ادارې دمشر په توګه منصوب کړ.
بې شکه، ددغې حملې ترټولو مهم هدف،په عراق کې د داخلی او دوو پوځي قطبونو د اختلافاتو رامینځةکول دي . الحشد الشعبي ولسی مبارز ځواک ، له داعش تکفیري ترهه ګرې ډلې سره له ۲۰۱۴ کاله تر ۲۰۱۸کال پورې په مودې کې د عراق په څلور کلنې مبارزې کې له ترهه ګرۍ سره د مبارز ې د ادارې په ملګرتیا سره اصلي رول لوبولی دی . امریکایان دځينو عربو هیوادونو په مرستې سره هڅه کوي ، له ترهه ګرۍ سره دمبارزې اداره له الحشد الشعبي ځواک سره مخامخ کړي او له داعشی ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې د الحشد الشعبي ځواک درول په کم بریښولو سره له ترهه ګرۍ سره د مبارزې د ادارې رول ډير زیات وبریښوي .
(سیماب)
***********************************************