سوره عنکبوت ۵۵-۵۰
p-727-ankaboot-ayaat-50-55 د عنکبوت سورې ترجمه او تفسیر
p-727-ankaboot-ayaat-50-55
او وې ویل : ولې د رب له لوري یې په هغه (معجزې او) نښې نه دي نازلې شو؟ووایه: نښې ( او معجزې) یوازې له خدای سره دي او زه تش ښکاره خبرداری ورکوونکی یم.
ایا دا دهغوی لپاره کافي نه ده چې مونږ (اسماني) کتابونه پر تا نازل کړل چې (پرله پسې) پر هغوی لوستل کیږي؟ بې شکه په دې کتاب کې د هغو کسانو لپاره چې ایمان راوړي ، رحمت او یوه یادونه ده.
په تیره برخه کې د قران د حقانیت او د پیغمبر اکرم (ص) د پیغمبرۍ ځینې نښې بیان شوې دا ایتونه فرمایي: له دغو نښو سره سره بیا هم کافران د پلمه جوړولو له مخې وایي: ولې محمد د موسی او عیسي په شان معجزې نه راوړي؟ ولې هغه څه چې مونږ یې ترې غواړو نه ترسره کوي؟ ولې په وچو دښتو او صحراګانو کې چینې نه راوباسي ؟ ولې د خدای له لوري مونږ ته لیکلی خط نه راوړي.
حقیقت دا دی چې هغوی نه غوښتل ایمان راوړي ځکه چې ډیرو پخوانیو قامونو نم د موسی او عیسی او نورو پیغمبرانو ( علیهم السلام) د معجزو په لیدلو سره ایمان رانه وړ او پلمې یې لټولې.
خدای تعالی قران د پیغمبر د تل پاتې معجزې په توګه نازل کړ او منکرانو چې هر څومره هڅه وکړه وې نه شو کړای حتی د هغه په شان یوه سوره هم راوړي پر دې سربیره معجزه د پیغمبرانو په لاس کې نه ده بلکې یوه داسې چاره ده چې کله یې خدای اراده وکړي نو تحقق مومي او طبعا د کافرانو په غوښتنه هم نه ده .
د پیغمبرانو اصلي دنده د خبرداري ورکولو او زیري په وسیله د خلکو هدایت او هغوی ته د لارې ښودل دي چې دا کار د انسان له عقل منطق او فطرت سره برابر دی نه دا چې د جادوګرانو او شعبده بازانو په شان حیرانوونکي او عجیبه کارونه وکړي چې خلک پرې راټول شي . مخالفانو د مادي او زر تیریدونکو معجزو غوښتنه لرله په داسې حال کې چې قران د اسلام د پیغمبر معنوي او پاتیدونکې معجزه ده داسې کتاب چې په خپلو لوړو مطالبو سره د یوې داسې کس له لورې راوړل شوی چې سبق یې نه دی ویلی او مکتب ته نه دی تللی خو د خدای په مهربانۍ د تاریخ په اوږدو کې د بشریت معلم او استاد شو.
درسونه :
۱: د اخري پیغمبر معجزه کلام او لیکلې معجزه ده چې همیشنۍ او تل پاتې ده .
۲: قران یو جامع او کامل کتاب دی او د انسان ټولو معنوي اړتیاوو ته یې په یو ډول ځواب ورکړی دی او د ټولو نسلونو لپاره په ټولو زمانو کې د فهم او درک وړ ده .
۳: قران له غفلته د انسان د لرې والي او د بې پایه الهي رحمت او مهربانۍ د حاصلولو وسیله ده.
( ای پیغمبره کافرانو ته) ووایه : کافي ده چې زما او ستاسو تر مینځ خدای وي، (هغه) په هغه څه چې په اسمانونواو ځمکه کې دي خبر دی او کوم کسان چې باطل ته وګروهیدل او د خدای منکر شول هغوی هماغه تاواني کسان دي.
هغوی له تا د (الهی) عذاب په (نازلیدلو) کې بیړه غواړي او که ( دهغوی لپاره) یو ټاکلی وخت نه وای قطعا به پرې عذاب نازل شوی وای (او البته) یو ناڅاپي عذاب به پرې نازلیږي په داسې حال کې چې نه پوهیږي. ( او ترې غافله دي)
دغه ایتونه له یوې خوا د اسلام پيغمبر ته د زړه تسلي ورکوي چې که کافران ستا د رسالت انکار کوي ته په خپله لاره کې سست او بې زړه کیږه مه ځکه چې خدای ستا د هڅې او کوشش شاهد دی او ستا ننګه او ملاتړ کوي . له بلې خوا پیغمبر کافرانو ته وایي چې که زه واقعا پیغمبر نه وم او په دروغه مې دغه ادعا په خداي پورې تړلې وي نو خدای له هر څه خبر دی او زما دکار کتونکی هم دی نو ما به رسوا کړي او وبه مې شرموي.
ایتونه په دوام کې فرمایي: خو ضدي کافران وایي : که ته رښتیا وایې نو په مونږ د خدای عذاب نازل کړه په داسې حال کې چې نه پوهیږي چې خدای په دنیا کې کافرانو ته مهلت ورکوي چې د ژوند د لارې په انتخاب کې ازادي او اختیار ولري.
درسونه :
۱ : د کفر او باطل په لاره کې د کافرانو ګام کیښودل او په خدای د هغوی ایمان نه راوړل دې د ایمان د خاوندانو د بې زړه والي سبب نه شي ځکه چې خدای حاضر او ناظر دی او د کافرانو انجام دا دی چې په تاوان او خسران اخته شي.
۲: خدای تعالی د پیغمبر صداقت تاییدوي او پرې ګواهي ورکوي.
۳: د خدای قهر حکیمان او په حساب کتاب سره دی نه دا چې د بیړې او وارخطایۍ له مخې وي.دا عذاب د خدای د ارادې تابع دی نه د ضدي او ناپوهه کسانو د ارادې.
هغوی له تا د (الهی) عذاب په (نزول) کې بیړه غواړي او حال دا چې دوزخ په کافرانو احاطه لري.
هغه ورځ چې عذاب به هغوی د سر له پاسه او تر پښو لاندې راټینګ کړي او (خدای هغوی ته) وایي: وڅکئ د هغه څه ( نتیجه) چې تاسو به کول.
د تیرو ایتونو په دوام کې چې د عذاب په نزول کې د کافرانو بیړه کولو غوښتنه یې بیان کړه دا ایتونه فرمایي: تاسو ولې تلوار کوئ؟ تاسو خو همدا اوس هم په دوزخ کې ژوند کوئ خو پوهیږئ نه ، د ظلم او بې عدالتۍ په دوزخ د جنګ او وینې بهیولو په دوزخ ، د ناامنۍ او ناکرارۍ او اضطراب خپګان او ډپریشن په جهنم کې.
هغوی ګمان کړی چې عذاب یوازې توپان او سیلاب او زلزله ده تاسو چې کوم کارونه کوئ د ټولنې لپاره بې د مشکلاتو او مصیبتونو له پیدا کولو بله نتیجه نه لري. او په دنیا کې ستاسو عذاب ستاسو د ناشایسته عملونو نتیجه ده البته په اخرت کې هم دوزخ ته اچول کیږئ چې لمبې به یې تاسو له هر لورې راګیر کړي او د تیښتې لاره به ونه لرئ.
درسونه :
۱: په دنیا کې د کافرانو په هلاکت کې د خدای له خوا ځنډ د هغوی د توبې او ستنیدو لپاره دی خو افسوس چې کافران له دغه مهلته استفاده نه کوي.
۲: د هر یو عمل یو باطن وي چې په اخرت کې ښکاره کیږي دوزخ هم په دنیا کې د انسانانو د عملونو تجسم دی.
پای .