سوره فاطر ۳۱-۳۵
p-783-Fatir-ayaat-31-35 د فاطر سورې ژباړه او تفسیر
راهی بسوی نور (783)
«وَالَّذِی أَوْحَیْنَا إِلَیْکَ مِنَ الْکِتَابِ هُوَ الْحَقُّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَیْنَ یَدَیْهِ إِنَّ اللَّـهَ بِعِبَادِهِ لَخَبِیرٌ بَصِیرٌ»،
«ثُمَّ أَوْرَثْنَا الْکِتَابَ الَّذِینَ اصْطَفَیْنَا مِنْ عِبَادِنَا فَمِنْهُمْ ظَالِمٌ لِّنَفْسِهِ وَمِنْهُم مُّقْتَصِدٌ وَمِنْهُمْ سَابِقٌ بِالْخَیْرَاتِ بِإِذْنِ اللَّـهِ ذَلِکَ هُوَ الْفَضْلُ الْکَبِیرُ»
او هغه څه چې له کتابه مو په تا وحي کړل، حق او له هغه د مخکې کتاب تصدیقوونکي دي. قطعا خدای تعالی په خپلو بندګانو خبر او بینا دی.
بیا مو دا کتاب خپلو ځینو بندګانو ته چې (هغوی مو) غوره کړې دي، په میراث ورکړ. په دوې کې ځینې په ځان ظلم کوونکي دي او ځینې مینځ لارې دي او ځینې د خدای په امر په نیکیو کې تر نورو مخکې دي. دا هماغه لوی فضل دی.
په تیر پروګرام کې مو د اسماني کتاب د تلاوت او په هغه د عمل خبره وکړه. دا ایتونه فرمایي: هغه څه چې د قرآن په توګه د پيغمبر په زړه نازل شوې، حق خبره ده، ځکه چې د حق له سرچینې یعنې د خدای له لورې وحي شوې او د انسان له عقل او فطرت سره هم غږمله او برابره ده.
پر دې سربیره چې د تیرو پیغمبرانو له کتابونو سره هم غږمله ده، د تیرو پیغمبرانو او د هغوی د کتابونو تصدیق کوي او په هغوي ایمان، په خدای د ایمان برخه ګڼي.
ایتونه په دوام کې فرمایي:
ټول اسلامي امت چې په خدای او د اسلام په پیغمبر د ایمان په وجه د نورو خلکو تر مینځ غوره شوی امت دی او د قرآن وارث دی او باید په قرآن عمل وکړي ځان پرې پوه کړي او د خپریدو او تبلیغ هڅه یې وکړي خو افسوس چې په دې امت کې ځینو کسانو په ځان ظلم کړی دی او د قرآن له لارې جدا شوې دي، ځینې یې پیروان دي او ځینې په هغه په عمل او په ټولنه کې یې په خپرولو کې مخکښه دي. د اسلامي روایتونو په اساس، د پیغمبر اهل بیت چې د هغه حضرت ځای ناستي وو، ټول د دغه ډګر مخکښان او مشران دي چې د نورو خلکو لپاره لارښوونکي او امامان ګڼل کیږي.
درسونه:
۱:
۱: په قرآن کې باطله او یا چټي خبره نیشته او ټول ایتونه د حق او حقانیت په اساس دي. نو ځکه همیشه ثابت او پایداره او نه بدلیدونکي دي.
۲: اسماني کتابونه او د خدای پیغمبران ټول یو هدف او یوه لاره تعقیبوي. له همدې امله د یو بل تاییدونکي دي.
۳: له قرآن او د هغه له معارفو لرې والی، په ځان ظلم دی نه په خدای او پیغمبر یې.
۴: هغه کسان د قرآن د علومو وارثان دي چې په ښو کارونو کې له یوه بله مخکې شي په بله ژبه د قران د میراث د لاسته راوړلو شرط دا دی چې انسان په نیکو کارونو او نورو ته په خیر رسولو کې مخکې مخکې وي.
تلاوت آیات 33 تا 35 سوره فاطر
«جَنَّاتُ عَدْنٍ یَدْخُلُونَهَا یُحَلَّوْنَ فِیهَا مِنْ أَسَاوِرَ مِن ذَهَبٍ وَلُؤْلُؤًا وَلِبَاسُهُمْ فِیهَا حَرِیرٌ»،
«وَقَالُوا الْحَمْدُ لِلَّـهِ الَّذِی أَذْهَبَ عَنَّا الْحَزَنَ إِنَّ رَبَّنَا لَغَفُورٌ شَکُورٌ »، «الَّذِی أَحَلَّنَا دَارَ الْمُقَامَةِ مِن فَضْلِهِ لَا یَمَسُّنَا فِیهَا نَصَبٌ وَلَا یَمَسُّنَا فِیهَا لُغُوبٌ»
« د هغوی بدله» تل پاتې جنتونه دي چې پکې به داخلیږي، هلته به د لاسونو داسې کړې ولري چې په سرو زرو او ملغلرو به ښایسته وي او هلته به یې جامې له وریښمو وي.
او وایي به: مننه او ستاینه د خدای لپاره ده چې غم یې له مونږ لرې کړ. بې شکه زمونږ پالونکی، بخښونکی او قدردان (او منندوی) دی.
هغه خدای چې مونږ ته یې په خپل فضل سره په تل پاتې سرای او مقام کې ځای راکړ، (داسې مقام) چې هلته به مونږ ته هیڅ غم نه رارسیږي او هیڅ بیچارګي به په مونږ نه راځي.
په تیرو ایتونو کې اسلامي امت په دریو ډلو وویشل شو: ظالمان، پيروان او امامان/ دا ایتونه دوهمې او دریمې ډلې ته د اجر وعده ورکوي. داسې اجر او بدله چې په قیامت کې په هغه جنت کې چې خدای یې وعده کړې په استوګنیدو سره تحقق مومي. نه یوازې جنت ښکلی او په زړه پوری دی بلکې هلته به له ښکلو او د ښکلو جامو له اغوستونکو سره مصاحبت او ناسته پاسته هم د انسان زړه او روح ته د هر ډول غم او خپګان د ننوتلو مخه نیسي. طبیعي ده چې په دغه شان مصاحبت او چاپیریال کې، انسان نه غمجنیږي او د انسان د کړاو او زحمت لپاره هیڅ لامل او سبب نه پاتې کیږي.
په دنیا کې دوه څیزونه د انسان د غمجنیدو او ډیپریس کیدو سبب کیږي. یو د نعمتونو او خوښیو تکرار او بل د هغو له بایللو او له لاسه ورکولو ویره. خو په قیامت کې د نعمتون تنوع او زیاتوالی په دې ډول دی چې انسان ته زړه نه وهي او څوک د دې ویره نه لري چې کوم نعمتونه یې په لاس کې دي له لاسه یې ورکړي.
جنتیان چې دغه شان ښه ځا یاو داسې ښه ملګري ویني، د خدای تعالی ستاینه کوي او جنت د خدای فضل او احسان ګڼي چې هغوی ته ورکړل شوی دی، نه د هغوی د محدود دنایوي عمل بدله ځکه چې خدای تعالی د هغوی د ګناهانو په بخښلو او په خطاګانو یې د پردې په اچولو سره دغه شان جنت هغوی ته ورکړی دی او که د خدای مهرباني او فضل نه وای، د دغه بخشش د لاسته راوړلو لاره به نه وه.
درسونه:
۱: کوم کسان چې د خدای د رضا لپاره د دنیا له ځینو کامیابیو او خوندونو بې برخې پاتې شي خدای دغه موقته محرومیتونه په جنت کې په تل پاتې کامیابۍ سره جبرانوي. لکه سره زر او وریښم چې په دنیا کې یې نرانو ته اغوستل حرام دي په جنت کې به له هغو بهرمند کیږي.
۲: په جنت کې د جسم هوساینه او ارام د روح او زړه له ارام سره یو ځای دی. خو په دنیا کې داسې نه ده بلکې ډیر د طاقت او دولت خاوندان شته چې له جسمي نظره په هوساینه او ارام کې دي خو د زړه او روح سکون نه لري.
۳: خدای تعالی د انسانانو خطاګانې بخښي او د نیکیو قدردان او شکرکوونکی دی. مونږ بندګان هم باید دغه الهي صفتونه په ځای کې ژوندي کړو.
۴: جنتیان، جنت د خپل عمل نتیجه نه ګني بلکې د خدای د فضل او کرم له مخې ګڼي ځکه چې زمونږ د دنیا محدود کارونه او د اخرت بې شماره نعمتونه هیڅ د پرتلې وړ نه دي.
پای
کلید واژه: بسوی نور، فاطر، قرآن، بهشت، نعمت