سوره فاطر ۳۹-۴۱
p-785-Fatir-ayaat-39-41 د فاطر سورې ژباړه او تفسیر
راهی بسوی نور (785) -
«هُوَ الَّذِی جَعَلَکُمْ خَلَائِفَ فِی الْأَرْضِ فَمَن کَفَرَ فَعَلَیْهِ کُفْرُهُ وَلَا یَزِیدُ الْکَافِرِینَ کُفْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ إِلَّا مَقْتًا وَلَا یَزِیدُ الْکَافِرِینَ کُفْرُهُمْ إِلَّا خَسَارًا»
هغه دی چې تاسو یې په ځمکه کې ځای ناستي وټاکلئ. نو هر څوک چې کافر شي کفر یې په خپل تاوان دی او د کافرانو کفر د خپل پالونکي په نزد له دښمنۍ او غوسې پرته بل څه نه زیاتوي او د کافرانو کفر د هغوي تر تاوان او زیانه بل څه نه زیاتوي.
دا ایت اول په ځمکه کې د انسان په ځای ناستي والي ټینګار کوي. مفسرانو د دغه خبرې دوه ډوله معنا کړې ده: یو په ځمکه له خدایه د انسان استازیتوب او بل له تیرو قامونو وروسته د نویو قامونو جانشیني، په دواړو بڼو کې ایت په خدای د انسان د مهربانۍ ښودونکې ده چې هغه ته له ټولو طبیعي نعمتونو او ډالیو او د استفادې او د دې خاورینې نړۍ د تسخیر اجازت ورکوي. د عقل په حکم باید د دغو نعمتونو څښتن وپيژنو او د هغه شکر وباسو خو افسوس چې ډیر انسانان هغه نه پيژني او د هغه د نعمتونو کفران کوي.
کوم کفران چې د خدای د کفر او انکار سبب کیږي او تاوان یې په خپله کافرانو ته ستنیږي. ځکه چې خدای تعالی د بندګانو شکر ته اړتیا نه لري، لکه څنګه چې په خپله د انسانانو وجود ته اړتیا نه لري. کله چې هغوی نه وو هم خدای و او کله چې به هغوي نه وي بیا به هم خدای وي. نو د خدای کفر او ایمان د نړۍ پالونکي ته هیڅ ګټه او تاوان نه رسوي بلکې ګټه او تاوان یې په خپله خلکو ته ګرځي.
البته طبیعي ده چې شاکر او مومن انسانان په دنیا او اخرت کې د خدای د خاص رحمت او مهربانۍ وړ ګرځي او کافر انسانان په خپلو سپکو کارونو سره د خدای غوسه او قهر ځانته جلبوي.
درسونه:
۱: لکه څنګه چې مونږ د تیرو قامونو ځای ناستي شو، یوه ورځ به مونږ هم لاړ شو او زمونږ په ځای به نوی قام راشي نو په خپلو شتمنیو او علم غره کیدل او کفران نعمت نه دی پکار.
۲: د کفر خطرناکې پایلې او اثرات محدود نه دي او همیشه پراخیږي.
۳: کفر د ډیرو ګناهونو د کولو زمینه برابروی او انسان د هلاکت او ځوړتیا په لاره کې راولي.
تلاوت آیه 40 از سوره فاطر
«قُلْ أَرَأَیْتُمْ شُرَکَاءَکُمُ الَّذِینَ تَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّـهِ أَرُونِی مَاذَا خَلَقُوا مِنَ الْأَرْضِ أَمْ لَهُمْ شِرْکٌ فِی السَّمَاوَاتِ أَمْ آتَیْنَاهُمْ کِتَابًا فَهُمْ عَلَى بَیِّنَتٍ مِّنْهُ بَلْ إِن یَعِدُ الظَّالِمُونَ بَعْضُهُم بَعْضًا إِلَّا غُرُورًا»
ووایه آیا خپل شریکان مو چې د خدای په ځای یې بلئ (عبادت یې کوئ) لیدلې دي؟[آیا دهغوي په باره کې مو فکر کړی دی] ماته وښیئ چې هغوی له ځمکې څه پیدا کړې دي ؟ آیا هغوي د اسمانونو (په خلقت) کې کوم ګډون او لاس لري؟ یا مو هغوی ته کوم کتاب ورکړی دی چې پر خپل شرک ترې کوم دلیل او حجت ولري؟ [ نه ، بیخي داسې نه ده] بلکې ظالمان په هغه وعدې سره چې ځینې یې ځینو نورو ته ورکوي یو بل غولوي.
دا ایت د څو پوښتنو په چوکاټ کې شرک تر پوښتنې لاندې راولي او له پیغمبره غواړي چې دغه شان کسان دې د خپل شرک لپاره عقلي یا نقلي دلیل وړاندې کړي. آیا هغه کسان چې دوي یې د خدای په کار کې شریک ګڼي تر اوسه یې له ځمکې یا اسمانه کوم شی پيدا کړی دی؟ نو څنګه هغوی د هغه خدای شریکان ګڼي چې ټوله هستي یې پيدا کړې ده؟ له عقلي نظره آیا څوک چې د خلقت او پنځولو طاقت نه لري د دې وړ دی چې عبادت یې وشي او خدای ورته وویل شي؟
اوس چې څرګنده شوه دوي له عقلي نظره په شرک هیڅ دلیل نه لري آیا په اسماني کتابونو کې چې خدای په خپل پیغمبر نازل کړې د دغو خیالي معبودانو د پرستش امر یا اجازه یې ورکړې ده؟ څرګنده ده چې ددغه کار لپآره هیڅ عقلي او نقلي دلیل نیشته او یوازې غلط او خرافي افکار دي چې سبب شوې تاسو د دغه شریکانو شفاعت ته هیله ولرئ او د هغوی عبادت وکړئ. یوه داسې بې ځایه او چټي هیله او ارمان چې تاسو یې غولولې یئ او د خدای د بندګۍ له سمې لارې یې لرې کړې دي.
پوښتنه:
۱: اسلام ته د نورو د بلنې یوه لاره، د څرګندو پوښتنو په مطرح کولو سره د هغوی د ضمیرونو بیدارول دي.
۲: کفر او شرک هیڅ عقلي ملاتړ او منطق نه لري بلکې په غلطو افکارو یې بنیاد ایښودل شوی چې انسان غولوي.
۳: کفر او شرک په انسان او انسانیت ظلم دی او تاوان یې په خپله انسان ته رسیږي.
تلاوت آیه 41 از سوره فاطر
«إِنَّ اللَّـهَ یُمْسِکُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ أَن تَزُولَا وَلَئِن زَالَتَا إِنْ أَمْسَکَهُمَا مِنْ أَحَدٍ مِّن بَعْدِهِ إِنَّهُ کَانَ حَلِیمًا غَفُورًا»
بې شکه خدای اسمانونه او ځمکه ساتي چې له خپل ځایه بې ځایه نه شي.(ونه ښوییږي او له خپل مداره ونه وځي) او که [له خپلې لارې] وغړیږي، بې له هغه یې هیڅوک نه شي ساتلی؛ بې شکه چې هغه صابر او بخښونکی دی.
تیر ایت د اسمان ځمکې آو د ځمکني مخلوق په هکله و، دا ایت د ځمکې او اسمان د تدبیر په هکله دی چې هغه هم یوازې د خدای په لاس کې دی او هیڅ مخلوق په دې کار کې له خدای سره شریک نه دی. دې ته په پام سره چې مشرکانو خدای د خالق په توګه منه او خپل معبودان یې د خپل ژوند او هستۍ په تدبیر کې د خدای شریکا ګڼل دا ایت فرمایي: لکه څنګه چې په خلقت کې څوک د خدای شریک نه دی، د هستۍ په اداره کولو کې هم څوک دهغه شریک نیشته او د موجود نظام ساتنه او بقا د خدای په لاس کې ده.
درسونه:
۱: د اسمانو او ځمکې حالت او په خپلو ټاکلو مدارونو او ځایونو کې د ځمکې لمر او ستورو راتلل، د خدای په ارادې سره دي او هغه دی چې هره شیبه یې ساتنه کوي.
۲: په هستۍ واکمن نظام ، د خدای په ارادې سره او له مخکې د ټاکلې پروګرام مطابق چلیږي او داسې نه ده چې په ناڅاپي او اتفاقي ډول دغه حال ته رسیدلې وي.
۳: خدای تعالی هم خالق دی او هم مدبر، د نړۍ او مخلوقاتو پیدایښت او بقا یې د خدای په لاس کې ده او تر څو چې هغه ونه غواړي مخلوقات زوال نه پیدا کوي.
۴: که د خدای بخښنه او صبر نه وي نړۍ به د ظالمانو او مجرمانو په سر ورخرابه شي که خدای ظالمانو ته مهلت ورکوي د هغه ذات د صبر له امله دی نه د ناتوانۍ او عجز له امله.
پای.