Aug 03, 2020 07:16 Asia/Kabul

p-786-Fatir-ayaat-42-44 د فاطر سورې ژباړه او تفسیر

راهی بسوی نور (786)  

«وَأَقْسَمُوا بِاللَّـهِ جَهْدَ أَیْمَانِهِمْ لَئِن جَاءَهُمْ نَذِیرٌ لَّیَکُونُنَّ أَهْدَى مِنْ إِحْدَى الْأُمَمِ  فَلَمَّا جَاءَهُمْ نَذِیرٌ مَّا زَادَهُمْ إِلَّا نُفُورًا»، «اسْتِکْبَارًا فِی الْأَرْضِ وَمَکْرَ السَّیِّئِ  وَلَا یَحِیقُ الْمَکْرُ السَّیِّئُ إِلَّا بِأَهْلِهِ  فَهَلْ یَنظُرُونَ إِلَّا سُنَّتَ الْأَوَّلِینَ فَلَن تَجِدَ لِسُنَّتِ اللَّـهِ تَبْدِیلًا وَلَن تَجِدَ لِسُنَّتِ اللَّـهِ تَحْوِیلًا»

 مشرکانو په ډیرو سختونو قسمونو سره په خدای قسمونه وخوړل چې که  یو خبرداری ورکوونکی ورته راغی تر نورو امتونو به زیات هدایت موندلې شي؛  خو کله چې ورته خبرداری ورکوونکی راغی، بې (له حقه) له کرکې یې پر هغوی بل څه زیات نه کړل»

[له حقه د هغوی کرکه] په ځمکه کې د سرکښۍ، کبر او بد مکر په وجه وه او  بد چل او مکر یوازې مکر کوونکي ته ورګرځي. نو آیا د تیرو په  هکله [د خدای] له سنته پرته د بل څه طمعه لري؟ سره له دې چې  د خدای د سنت لپاره به هیڅکله  ځای ناستی ونه مومې او هیڅکله به د خدای د سنت او دود لپاره کوم بدلوونکی ونه ومومې»

په معتبرو تفسیرونو کې راغلې دي چې د مکې مشرکانو چې کله واوریدل چې  یهودیانو خپل پیغمبران وژلې او  دهغوی د تعلیماتو منلو ته تیار نه وو نو قسم یې وخوړه او وې ویل چې که مونږ ته کوم پیغمبر راشی مونږ به یې  خبر منو او بلنې ته به یې مثبت ځواب ورکوو او تر نورو امتونو به زیات ښه هدایت شو. خو کله چې  د مکې په خلکو کې د اسلامي پیغمبر (ص) راغی ، د قریشو مشرانو  د هغه انکار وکړ او هغه یې دروغ وباله. هغوی له پیغمبر سره یوازې نفرت او ورځنې کرکه وښودله او د خلکو د اسلام راوړلو د مخنیوي لپاره یې ډول ډول مکرونه او چلولونه وکړل.

فطري خبره ده چې هغوي داسې یو پیغمبر غوښته چې د هغوی په خوښه او سلیقه عمل وکړي یا لږ ترلږه  دهغوی د خوښې او طبعې په خلاف خبره ونه کړي خو کله چې د خدای تعالی په وړاندې د ټولو انسانانو د برابرۍ  په باب یې د اسلام تعلیمات واوریدل نو دا خبره د مشرکانو په مشرانو او لویو کسانو ډیره بده ولګیده . هغوی هیڅکله د دې خبرې منلو ته تیار نه وو چې  مریان دې له هغوی سره یو شان او برابر وي ځکه چې د اسلام له نظره ازاد او غلام دواړه د خدای مخلوق دي او د خدای په نزد د انسان ارزشت  په پاکۍ ، روغ عمل او تقوا سره دی، نه دا چې یو کس آزاد یا مریی وي.

  له اسلام او نورو الهي دینونو سره د ځینو کسانو د مقابلې سبب د خدای په وړاندې کبر او سرکښي ده.  کوم انسان چې خپله خوښه د خدای تر خوښې مهمه ګڼي هیڅکله د خدای په وړاندې تسلیمیدو ته نه حاضریږي. مستکبر او سرغړاندی کس د خدای د دین د کمزورې  کولو لپاره ډول ډول دسیسې او چلولونه کوي او هیمشه د  سازشونو په جوړولو لګیا وي. البته که خدای اراده وکړي د چل ول جوړوونکو او مستکبرانو  توطئې بې اغیزې کیږي او تاوان یې په خپله هغوی ته رسیږي. دا د بشري ټولنو په هکله د خدای قانون دی  یو داسې قانون او سنت  چې نه بدلیدونکی دی او  په ټول تاریخ کې د خدای د یو دود او سنت په توګه مطرح و.

درسونه : 

۱:  په هر قسم باور نه دی پکار. داسې ډیر کلک کلک قسمونه شته دي چې مات شوې او پر خلاف یې عمل شوی دی.

۲:  انسان خبرداري ته اړتیا لري چې په غفلت اخته نه شي او که اخته شي ، د غفلت له خوبه راویښ شي.

۳:  د ډیرو خلکو کفر د حق د نه پیژندلو په وجه نه دی بلکې  د هغوې د سرکښۍ او استکبار د روحیې له امله دی چې  د نړۍ د پالونکي  په وړاندې تسلیمیدو ته تیار نه دي.

 ۴: نړۍ د ټاکلو الهي قوانینو او سنتونو په اساس چلیږي.  د دغه سنتنو پيژندل  نیکمرغۍ او  کامیابۍ ته د رسیدلو لپاره ضروري دي.

  تلاوت آیه 44 از سوره فاطر  

«أَوَلَمْ یَسِیرُوا فِی الْأَرْضِ فَیَنظُرُوا کَیْفَ کَانَ عَاقِبَةُ الَّذِینَ مِن قَبْلِهِمْ وَکَانُوا أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً  وَمَا کَانَ اللَّـهُ لِیُعْجِزَهُ مِن شَیْءٍ فِی السَّمَاوَاتِ وَلَا فِی الْأَرْضِ إِنَّهُ کَانَ عَلِیمًا قَدِیرًا»

 ایا په ځمکه کې ونه ګرځیدل چې وویني د هغو کسانو چې تر دوي مخکې وو او تر دوي یې زیات طاقت درلود انجام څه و؟ او  په اسمانونو او ځمکه کې هیڅ شی نیشته چې  خدای پاتې راولي، ځکه چې هغه  پوه او وسیال دی.

 

د تیر ایت په دوام کې ، دا ایت کافرانو او منکرانو ته په خطاب کې وایي: که په ځمکه کې وګرځي نو وبه ویني چې د تیرو قامونو په  هکله د خدای  دود څنګه و. هغوی چې طاقت یې تر تاسو زیات و د حق په وړاندې د ودریدو په وجه تباه شول او هیڅ نښه نښانه یې پاتې نه شوه.

فرعون او نمرود ، درباریان او پلویان یې چې  یو وخت د طاقت او شتمنیو سمبول وو او د نړۍ په لویه برخه یې حکومت کاوه، آیا نن د هغوي کومه نښه پاتې ده؟

آیا هغوي د الهي ارادي په وړاندې ودریدی شول او خدای یې د خپل ارادې له عملي کولو وغړولی شو؟  آیا د خدای له منګولو د تیښتې طاقت یې درلود  چې ګني ځانه وژغوري.؟

 هغو د تیرو قامونو  پاچاهانو او  پاچاهیو مطالعه د دغه الهي  سنت ښودنه کوي چې  کفر او ظلم په ځای نه پاتې کیږي او  ښه انجام نه لري. نو باید له تیر وخته درس او عبرت واخلو او خپل راتلونکی داسې ورغوو چې  په بد انجام اخته نه شو.

درسونه :

 ۱: قرآن مسلمانان په ځمکه کې سیل او ګرځیدو او د تیرو قامو د ژوند د تاریخ مطالعې ته بلي.

۲:  په اسلام کې  د تیرو  تمدونونو د پاتې  اثاور په ساتنه او د هغوي  په لیدنه ټینګار شوی دی او د تیرو قامونو په هکله د مطالعې او له برخلیکه یې د عبرت په اخستلو ټینګار شوی دی.

۳:  د مستکبرانو  مال او طاقت او  ظاهري جاه و جلال زمونږ سترګې ړندې نه کړي. د هغوی د کار او برخلیک د انجام په هکله فکر پکار دی.

۴:  په خپل طاقت غره کیدل نه دي پکار ځکه چې  تر مونږ زیات طاقتور قامونه او ټولنې هم تباه او برباد شوې دي.

پای.