سوره یس ۵-۹
p-788-Yaseen-ayaat-5-9 د یس سورې ژباړه او تفسیر
راهی بسوی نور (789) -
«تَنزِیلَ الْعَزِیزِ الرَّحِیمِ»، «لِتُنذِرَ قَوْمًا مَّا أُنذِرَ آبَاؤُهُمْ فَهُمْ غَافِلُونَ»
[قرآن] د قادر مهربان خدای له خوا نازل شوی دی.
چې هغه خلک وویروې چې پلار نیکونه یې نه دي ویرول شوې، له دې امله هغوی غافله دي.
د تیرو ایتونو په دوام کې چې د قرآن حکمت آموزوالي، عظمت او ټینګوالي ته یې اشاره کوله، دا ایتونه په پیل کې فرمایي: قرآن د خدای کلام دی نه د پيغمبر خبره، که څه هم د پیغمبر په خولې جاري شوی دی خو د پيغمبر له نورو خبرو سره فرق لري. که هغو روایتونو ته چې له پیغمبره نقل شوط او د حدیثو په کتابونو کې راغونډ شوې مراجعه وکړو پوهیږو چې د پيغمبر د حدیثونو لحن او روده، د قرآن د ایتونو له تلاوت سره مختلفه ده. البته څوک چې له عربۍ ژبې سره لږ شان آشنا وي په ښه توګه په دغه فرق پوهیږي.
ایتونه په دوام کې فرمایي: د قرآن نزول د خلکو د ویرولو لپاره و چې له غفلته راوځي او د کایناتو له حقایقو خبر شي. هغه حقایق چې د انسان له برخلیک سره اړوند دي او ترې غلفت او ناخبري سبب کیږي چې انسان یوازې دنیا وویني او له آخرته چې همیشنی کور دی غافله پاتې شي.
ایتونه په دوام کې په جزیرة العرب کې د اسلام د پیغمبر د رساتل د اهمیت په بیان کې فرمایي: مخکې له دې په دې سیمه کې له عرب توکمه کوم پيغمبر نه و نازل شوی او هغوي د اولوالعزم پیغمبر له نعمته محرومه وو.
البته د قرآن د نورو ایتونو په اساس همیشه په خلکو کې د اسې کسان موجود وو چې خلکو ته یې خبرداري ورکړې ، هغوی یې ویرولې او غاړې یې پرې خلاصې کړې دي. خو له مشهورو پیغمبرانو نه وو، لکه څنګه چې له حضرت عیسي څخه د اسلام د پيغمبر تر وخته پورې هیڅ اوالعزم پیغمبر نه دی نازل شوی.
درسونه:
۱: خدای تعالی د کمال ټول صفتونه لري ، هم عزیز او مقتدر دی او هم رحیم او مهربان
۲: خبرداری او ویرول د هغوی کسانو لپاره چې د غفلت له خوبه بیدار شي، له الهي سنتونو او د پیغمبرانو له اصلي دندې دی.
تلاوت آیه 7 از سوره یس
«لَقَدْ حَقَّ الْقَوْلُ عَلَى أَکْثَرِهِمْ فَهُمْ لَا یُؤْمِنُونَ»
په رښتیا سره په هغوي اکثرو یې د [عذاب] حکم ثابت او حتمي ګرځیدلی دی، نو ایمان نه راوړي.
د تیر ایت په دوام کې چې وې فرمایل پیغمبران د دې لپاره مبعوث شوې چې د خلکو له سترګو د غفلت پردې لرې کړي، دا ایت فرمایي: ډیر خلک د پیغمبر خبرداریو او ویرولو ته پام نه لري او ایمان نه راوړي. طبیعي ده چې دغه شان کسان په قیامت کې د خدای په عذاب اخته کیږي.
البته څرګنده ده چې په قیامت کې هغه کسان د عذاب وړ ګرځي چې د عمر تر پایه یې توبه نه وي کړې او له خپلې غلطې لارې نه وي ګرځیدلې او یا د کفر او شرک مشران وي او ډیر خلک یې له نیغې لارې بې لارې کړې وي.
خو که څوک د مرګ د نښو له لیدلو مخکې له خپلو غلطو کارونو او غلطې لارې پښیمانه شي او د خدای په لور وګرځي، خدای یې بخشي او رحمت پرې نازلوي، خدای تعالی دغه شان کسان د همیشه لپاره په جنت کې له پاتې کیدو ژغوري.
درسونه:
۱: د دیندارۍ په مساله کې د وګړو د شمیر کموالی یا زیاتوالی معیار نه دی. حتی که د نړۍ اکثره خلک د خدای له دینه لاس واخلي، د دې مطلب دا نه دی چې د هغوي کار صحیح دی. کوم مومنان چې په اقلیت او لږکي کې دي باید د خپلې لارې په حقانیت کې شک ونه کړي او په نهیلۍ او ناامیدۍ اخته نه شي.
۲: له غیبي حقایقو غفلت، انسان کفر او له حق سره دښمنۍ ته بیایي.
تلاوت آیات 8 و 9 از سوره یس
«إِنَّا جَعَلْنَا فِی أَعْنَاقِهِمْ أَغْلَالًا فَهِیَ إِلَى الْأَذْقَانِ فَهُم مُّقْمَحُونَ»، «وَجَعَلْنَا مِن بَیْنِ أَیْدِیهِمْ سَدًّا وَمِنْ خَلْفِهِمْ سَدًّا فَأَغْشَیْنَاهُمْ فَهُمْ لَا یُبْصِرُونَ»
مونږ د هغوي په څټونو کې طوقونه وراچولې چې تر ځنو یې رسیږي، داسې چې د هغوي سرونه یې بره نیولې دي.
او د هغوي مخې ته مو دیوال ګرځولی او شاته مو یې هم دیوال ګرځولی دی او سترګې مو یې هم پټې کړې، نو هیڅ څیز نه ویني.
هغه کسان چې په دنیا کې له خپله ځانه مخکې او شاته د حقایقو لیدلو ته تیار نه وو، نه یې خدای چې د نړۍ پالونکی او پیلوونکی دی لیده او نه آخرت چې د هغوی او د نړۍ پای او انجام دی مانه. هغوی به په آخرت کې دغه شانته محشور کیږی او په دنیا کې د هغوی د زړه ړوندوالی به په آخرت کې هم مجسم شي.
په حقیقت کې قیامت په یو بل شکل د انسان د اعمالو تجسم دی. البته په دنیا کې ظاهري اعمال په دې ډول دي چې اکثره یې انسان بدي نه ویني، خو په قیامت کې ، له دې آمله چې انسان په خپل باطني شکل محشور کیږي، د زړه ړوندوالی او حقیقت ته بې پروایي، د ړوندوالي او نابینایۍ په شکل کې ښکاره کیږي.
درسونه:
۱: د قیامت طوقونه او زنځیرونه، په حقیقت کې هغه زنځیرونه دي چې کافرانو په خپله په دنیا کې خپلو لاسونو پښو ته اچولې دي. هغوي په دنیا کې ګمان کوي چې آزاد دي خو په حقیت کې دخپلو نفساني خواهشاتو بندی دي.
۲: کافران له ننه د خوند اخستلو او د دنیا له تیریدونکو ت خوندونو د استفادې په فکر کې دي. د نړۍ په تیر او راتلونکي یې سترګې پټې کړې او د هغوی په سترګو پرده پرته ده نو حقیقت نه ویني. نه له تیر وخته عبرت اخلی او نه په راتلونکي کې په خپل برخلیک فکر کوي.
پای.
کلید واژه: بسوی نور، یس، قرآن، پیامبر، آخرت، دنیا، قیامت