سوره یس۱۰-۱۲
p-790-Yaseen-ayaat-10-12 د یس سورې ژباړه او تفسیر
راهی بسوی نور (790)
در ادامه با تفسیر ساده و روان آیات 10 تا 12 سوره یس در خدمت شما هستیم.
ابتدا به تلاوت آیات 10 و 11 از سوره یس گوش میسپاریم:
«وَسَوَاءٌ عَلَیْهِمْ أَأَنذَرْتَهُمْ أَمْ لَمْ تُنذِرْهُمْ لَا یُؤْمِنُونَ»، «إِنَّمَا تُنذِرُ مَنِ اتَّبَعَ الذِّکْرَ وَخَشِیَ الرَّحْمَـنَ بِالْغَیْبِ فَبَشِّرْهُ بِمَغْفِرَةٍ وَأَجْرٍ کَرِیمٍ»
او هغوي ته برابره ده چې خبرداری ورکړې او که ور یې نه کړې، هغوي ایمان نه راوړي.
ته یوازې هغو کسانو ته خبرداری ورکوې چې د ذکر (قرآن) پیروي وکړي او په خلوت کې له رحمان (خدایه) وویریږي. نو هغه ته د بخښنې او ښه اجر زیری ورکړه.
په تیر پروګرام کې ذکر شویو آیتونو په قیامت کې د کافرانو او مشرکانو د سختې سزا خبره کوله. دا ایتونه فرمایي چې د دغه سزا سرچینه، هغه ضد او دښمني ده چې دوي له حق سره لرله، په دې ډول چې یا د پیغمبر د خبرو او دهغوي د ګویا او څرګند منطق اوریدلو ته تیار نه وو، یا یې که اوریده نو پام یې ورته نه کاوه؛ ته وا د هغه حضرت خبرې یې نه دي اوریدلې. نو فرق نه کوي چې پیغمبر هغوي وویروي او که وې نه ویروي، خبرداری ورکړي او که ور یې نه کړي.ځکه چې هغوی بیخي ایمان نه راوړي. د هغوي زړونه د هغه ځمکې په شان سخت دي چې باران پکې نه ننوځي او طبیعتا په دغه شان ځمکه کې هیڅ بوټی نه زرغونیږي.
ایتونه په دوام کې فرمایي: خبرداری په هغه چا اثر کوي او ورپاره ګټه ور دی چې د تذکر او یادونې منلو او ترې پیروۍ کولو ته حاضر وي. د قرآن آیتونه ټول تذکر دي او پیغمبر هم په ډیرو ایتونو کې « مذکر» نومول شوی چې معنا یې ده تذکر ورکوونکی او یادوونکی.
اصولا ډیر دیني معارف او حقایق د انسان په الهي فطرت کې ایښودل شوې دي خو ځینې عوامل د دې سبب کیږي چې انسان له هغو غافله شی. خدای تعالي له انسانه د غفلت د ختمولو او ورته د دغو فطري شناختونو او او معارفو د وریادولو لپاره، پیغمبران او اسماني کتابونه رالیږلې چې هر هغه کس چې د حقیقت په لټه کې وي، هدایت شي او له ګمراهۍ نجات ومومي، طبیعي ده چې که څوک د الهي پيغمبرانو په پیغامونو کې فکر او سوچ وکړي او ورته ځیر شي، په هر حال کې هم په پټه او هم ښکاره خدای په نظر کې نیسي او په خطا او ګناه ډیر کم اخته کیږی.
له دغه شان کسانو سره د خدای چلند هم د مغفرت او کرامت په اساس دی. خطاګانې یې پټوي او نیکیو ته یې ښه بدله ورکوی.
درسونه :
۱: په ټولو خلکو د غاړې خلاصول ضروري دي خو یوازې په هغو کسانو د تاثیر احتمال شته چې د نصیحت او هدایت منلو ته تیار وي او د حقیقت په لټون وي.
۲: قرآن د تذکر او یادونې کتاب دی چې د انسان اوده فطرت راویښ شی او له غفلت پیداکوونکو عواملو وژغورل شي.
۳: په خدای تعالی د حقیقي ایمان د لرلو نښه له هغه په خلوت او پټه هم ویریدل دي نه دا چې یوازې په ظاهر کې او د خلکو په مخکې له خدایه ویره وشي.
۴: کوم خلک چې د پیغمبرانو خبرداریو ته پام وکړي، د خدای رحمت پرې نازلیږي او هغوی ته د جنت زیری ورکول کیږي
تلاوت آیه 12 از سوره یس
«إِنَّا نَحْنُ نُحْیِی الْمَوْتَى وَنَکْتُبُ مَا قَدَّمُوا وَآثَارَهُمْ وَکُلَّ شَیْءٍ أَحْصَیْنَاهُ فِی إِمَامٍ مُّبِینٍ»
« بې شکه مونږ مړي ژوندي کوو او هغه څه چې مخکې یې لیږلې دي او ټول آثار او نښې یې لیکو او مونږ هر څه په څرګند کتاب کې راغونډ کړې دي.
د پیغمبرانو او اسماني کتابونو یو لوی خبرداری د قیامت او د عملونو د حساب کتاب په باره کې دی. په دې معنا چې انسان له مرګه وروسته په یوې بلې دنیا کې ژوندی کیږي او د هغه څه په باره چې کړې یې دي پوښتنه به ترې کیږي. طبیعي ده چې د قیامت په محکمې کې د شتون لپاره په دنیا کې د انسانانو د عملونو دلیکل کیدو او ثبتیدو ضرورت دی چې حساب کتاب د هغه په اساس وشي.
اصولا د دنیا په قضایي او عدالتي نظامونو کې یوازې جرمونو او غلطو کارونو ته سزا ورکول کیږي هغه هم د جرم او د جرم د پایلو او نښو په اندازه، په داسې حال کې چې د قیامت په محکمه کې به د انسان ټول کارونه سنجول کیږي او بدله به ورکول کیږي، هم به ترې د بدو کارونو پوښتنه کیږي او پرې به سزا اورول کیږي، هم به د انسان د عملونو ظاهري آثارو او پایلې لیدل کیږي، او هم به هغه آثار چې ممکنه ده د هغه له مرګه وروسته په لسګونو یا سلګونو کاله د هغه د کارونو په وجه پاتې وي.
فرض کړئ یو کس څوک ووژني، محکمه یوازې د قتل سزا اوروي. په داسې حال کې چې د وژل شوې کس ښځه کورنۍ او بچیان په ډیرو اقتصادي ، ټولنیزو او فرهنګي ستونزو اخته کیږي چې د وژل شوې کس له مرګه کلونه کلونه وروسته هم ورسره هغوي مخامخ وی. د نړۍ په ننني قضایي سسټم کې په سزا کې دغو ستونزو ته پام نه کیږي او د مقتول د کورنۍ د راتلونکو مشکلاتو په بدل کې قاتل ته کومه سزا په نظر کې نه نیول کیږي. په داسې حال کې چې د خدای تعالی په عادلانه محکمه کې په اوږد مهال کې د انسان د عمل راتلونکې پایلې هم په نظر کې نیول کیږي.
د ایت دوام د انسانانو د عملونو په لیکل کیدو د تاکید لپاره فرمایي: هر څه په لوح محفوظ کې خوندي کیږي او هیڅه له قلمه نه پاتې کیږي. دې ته په پام سره چې دغه لوح محفوظ، په قیامت کې د انسانانو په سزا او ثواب کې د ټولو الهي پرښتو لپاره د یو لارښود او ګایډ او د کسانو د ښو او بدو عملونو د سنجولو لپاره د یو معیار په توګه دی، په دې ایت کې ورته «امام» ویل شوې دي.
درسونه:
۱: د انسان د عملونو دوسیه د هغه له مرګه وروسته او د قیامت تر ورځې پرانستې وي. د هغه دکارونو آثار او پایلې یې له مرګه وروسته هم جاري وي او د هغه د عملونو په دوسیه کې لیکل کیږي.
۲: په اسلامي کلتور کې انسان یوازې د هغو کارونو مسوول نه دی چې کوي یې بلکې په خپلې کورنۍ ، او ټولنې کې د خپلو کارونو د پایلو مسوول هم دی.
۳: په قیامت کې د خدای محکمه او عدالت یوازې د ګمان او اندازو په اساس نه جوړیږي بلکې د دقیقو مستنداتو او کره شواهدو په اساس جوړیږي چې لیکل شوې وي او هیڅ کمی زیاتی پکې نه وي.