Aug 05, 2020 05:21 Asia/Kabul
  • سوره یس۱۳-۱۹

p-791-Yaseen-ayaat-13-19 د یس سورې ژباړه او تفسیر

راهی بسوی نور (791) -

  تلاوت آیات 13 و 14 از سوره یس  

«وَاضْرِبْ لَهُم مَّثَلًا أَصْحَابَ الْقَرْیَةِ إِذْ جَاءَهَا الْمُرْسَلُونَ»، «إِذْ أَرْسَلْنَا إِلَیْهِمُ اثْنَیْنِ فَکَذَّبُوهُمَا فَعَزَّزْنَا بِثَالِثٍ فَقَالُوا إِنَّا إِلَیْکُم مُّرْسَلُونَ»

هغوی ته د هغه ښار د خلکو مثال راوړه، کله چې پیغمبران هلته ورغلل.

کله چې مو هغوی ته خپل دوه کسان (پیغمبران) هغوی ته ولیږل او هغوی دواړه دروغ وبلل  نو په دریم (پیغمبر سره مو هغه دوه) پیاوړې کړل. هغوی وویل  مونږ  (دخدای له لوري) تاسو ته (په پیغمبرۍ) راستول شوې یوو.

 په تیرو ایتونو کې مو د الهي پیغمبرانو د تعلیماتو په وړاندې د  مومنانو او کافرانو کړچار پرتله کړ. دا ایت په دوام کې فرمایي:  ای پيغمبره! د مکې د مشرکانو د عبرت اخستلو لپاره مو د تیرو امتونو یوه بیلګه بیان کړه چې د هغوي د هدایت لپاره مو څو پیغمبرانو ولیږل خو هغوی د ضد او دښمنۍ له مخې دهغوي بلنه ونه منله او له  ټولو سره یې مخالفت وکړ. ته وا د دې خبرې منلو ته تیار نه وو چې ګني خدای یو څوک د پیغمبر په توګه هغوی ته استولی دی. هغوی ګمان کاوه چې خدای تعالی په خپل حال پریښې  او هر څه  چې  زړه یې غواړي او پرې پوهیږي کولی یې شي.

نو  ځکه الهي پیغمبرانو همیشه په دې خبره ټینګار کاوه چې  مونږ په خپل سر نه یوو راغلې بلکې د خدای له لورې مو ماموریت موندلی چې تاسو د هغه لور ته وبلو. مونږ یوازې رسولان او د پیغام رسوونکي یوو او د ځان لپاره هیڅ نه غواړو.

 درسونه:

۱: د تیرو قامونو د  برخلیک  او کیسو مطالعه د راتلونکو د لارې څراغ دی.

۲:  پیغمبران د خپلې دندې او رسالت د سرته رسولو لپاره خلکو ته ورتلل او د دې په تمه نه کښیناستل چې خلک هغ وي ته ورشي.

۳: کله کله  به په یو ځای څو پیغمبرانو یو قام ته استول کیدل  او هغوی به خلک هدایتول.

 

 تلاوت آیات 15 تا 17 از سوره یس  

 

«قَالُوا مَا أَنتُمْ إِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُنَا وَمَا أَنزَلَ الرَّحْمَـنُ مِن شَیْءٍ إِنْ أَنتُمْ إِلَّا تَکْذِبُونَ»، «قَالُوا رَبُّنَا یَعْلَمُ إِنَّا إِلَیْکُمْ لَمُرْسَلُونَ»، «وَمَا عَلَیْنَا إِلَّا الْبَلَاغُ الْمُبِینُ»

 

مشرکانو وویل: تاسو نه یئ مګر زمونږ په شان انسانان، او رحمان خدای (پر تاسو) هیڅه نه دي نازل کړي تاسو  تش دروغ وایئ.

پيغمبرانو وویل: زمونږ پالونکی پوهیږي چې مونږ تاسو ته ( په پیغمبرۍ) استول شوې یوو.

او مونږ بله دنده نه لرو بې له دې چې ښکاره پیغام ورسوو.

 

د پیغمبرانو د بلنې په وړاندې منکران او کافران هیڅ منطق نه لري مګر دا چې ووایي: تاسو له مونږ سره څه فرق لرئ؟ تاسو هم زمونږ په شان انسانان یئ او که خدای غوښتل چې زمونږ د هدایت لپاره څوک راولیږي نو باید  یوه مقربه پرښته یې رالیږلې وې نه  زمونږ په شان عام انسان. په بله ژبه ، کافرانو غوښتل ووایي چې: مونږ د داسې کس خبره نه منو چې زمونږ په شان وي او باید د خدای استازی او پیغمبر تر مونږ لوړ او بل شان وي.

په داسې حال کې چې که  یوه پرښته د انسان په هدایت  ماموره شوې وای، همدغه کسانو به ویل چې هغه اوامر چې دی یې د خوراک څښاک او د ښځو او سړو د اړیکو په  هکله او داسې نورو مسایلو کې ورکوي پخپله پرې عمل نه کوي او یوازې مونږ ته حکم راکوي.

 خو خدای تعالی د نورو انسانانو په شان  یو انسان  د خلکو په هدایت مامور کړی چې  له مادي نظره او د بشري اړتیاوو له نظره د هغوي  په شان وي، پر دې سربیره، خدای تعالی  په ځپله پیغمبر ژمن کړی چې  لومړی په خپله په خپلو اوامرو عمل وکړي چې خلک دا تصور ونه کړي چې هغه څه چې دی یې امر کوي، د عمل او اجرا وړ نه دي. که مشرکان د خدای وجود مني د هغه د رحمت او حکمت تقاضا ده چې  په خپله د انسان له جنسه  یو کس د هغوي په هدایت مامور کړي او هغوي په خپل حال پرې نه ږدي. په داسې حال کې چې  مشرکانو خدای رحمان باله چې  ووایي  مهربان خدای په مونږ سختي نه کوي او مونږ ته کوم فرض او دنده نه سپاري، بلکې مونږ یې په خپله حال پریښې یوو چې هر څه مو زړه وغواړي ویې کړو.!

  مخالفانو ته د پیغمبرانو ځواب دا و چې  هماغه خدای چې تاسو یې پیدا کړې یئ او تاسو پرې عقیده لرئ، مونږ یې هم  یې رالیږلې یوو او  مونږ تاسو ته د هغه د اوامرو له رسولو پرته بله دنده نه لرو. که مونږ دورغجن وایئ باید خدای شرمولې وای او نه یې وې پریښی چې  څوک ځانته  په دروغه پیغمبر ووایي.

درسونه:

۱:ځینې انسانان ګمان کوي چې د خدای د رحمت معنا دا ده چې  انسان همداسې خپلې مخې ته او بې له حکم او حده پریښودل شوی دی. په داسې حال کې چې  د کورنۍ په نظام کې  هم  مور او پلار چې د  رحمت سمبول دي او په خپل بچي ډیر مهربانه دي هغه خپلې خوښې ته نه پریږدي. بلکې د روزنې لپاره یې ښوونځي ته لیږي او له هغه بیا بیا غواړي چې  خپل مشق وکړي او سبق یاد کړي.

 ۲: پیغمبران، د خلکو د خبرولو او پوهولو دنده لري او ځان د نتیجې ضامن نه ګڼي. که څه هم ډیر خلک ایمان نه راوړي او نه یې دی راوړی، خو پیغمبران د خپلو دندو په سرته رسولو کې کوتاهي نه کوي او تر خپله وسه کوشش کوي.

تلاوت آیات 18 و 19 از سوره یس  

 

«قَالُوا إِنَّا تَطَیَّرْنَا بِکُمْ  لَئِن لَّمْ تَنتَهُوا لَنَرْجُمَنَّکُمْ وَلَیَمَسَّنَّکُم مِّنَّا عَذَابٌ أَلِیمٌ»، «قَالُوا طَائِرُکُم مَّعَکُمْ أَئِن ذُکِّرْتُم  بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌ مُّسْرِفُونَ»

 

 هغوی (پیغمبرانو ته) وویل: مونږ ستاسو (شتون) په بد فال (سپیره) اخستی دی.  که (له خپلو خبرو) لاس وانه خلئ، ضرور به تاسو سنګسار کړو او سخته سزا او شکنجه به درکړو.

هغوی وویل:  ستاسو سپیرتوب ستاسو خپل دی. آیا دا چې نصیحت درته شوی (دا سپیره ګڼئ)؟ بلکې تاسو (تیري ګر) او اسراف کاره خلک یئ.

 د تیرو ایتونو په دوام کې  دا ایت د مخالفانو منطق ته اشاره کوي او فرمایي: هغوی د پیغمبرانو د خبرو د اوریدلو او د هغوي انساني او اخلاقي تعلیماتو ته د پام کولو په ځای، د ګواښ او سپکاوي په ژبه خبره کوي او وایي: په ټولنه کې ستاسو شتون   زموږ د سپیرتوب او بدمرغۍ سبب دی.  یا مو له خپلو خبرو لاس واخلئ یا  له ښاره ووځئ، یا به تاسو ته سخته سزا درکړو او  وبه مو وژنو.

درسونه:

۱: دروغ ګڼل، سپکاوی او ګواښ، د حق په لور د پیغمبرانو له خوا د خلکو د بللو په وړاندې د مخالفانو منطق دی.

۲:  په خرافاتو لکه فال اچولو  وغیره  عقیده د جاهلیت له رسمونو دی. څوک چې  منطق نه لري، خرافاتو او چټیاتو ته مخه کوي.

۳:  کفر او ګناه د انسان د بدبختۍ سبب کیږي، که څه هم په ظاهره په هوساینه او رفاه کې وي.

۴:اسراف یوازې په استعمال کې نه وي، بلکې د حق په وړاندې هر ډول سرکشي او طغیان  د انسانیت له حده تیری دی.

    

  کلید واژه: بسوی نور، یس، پیامبر، کافران، مشرکان