Aug 05, 2020 05:21 Asia/Kabul
  • سوره یس۲۸-۳۵

p-793-Yaseen-ayaat-28-35 د یس سورې ژباړه او تفسیر

راهی بسوی نور (793) -  

سوره یاسین آیات ۲۸-۳۵

   تلاوت آیات 28 تا 30  از سوره یس   

«وَمَا أَنزَلْنَا عَلَى قَوْمِهِ مِن بَعْدِهِ مِن جُندٍ مِّنَ السَّمَاءِ وَمَا کُنَّا مُنزِلِینَ»، «إِن کَانَتْ إِلَّا صَیْحَةً وَاحِدَةً فَإِذَا هُمْ خَامِدُونَ»، «یَا حَسْرَةً عَلَى الْعِبَادِ مَا یَأْتِیهِم مِّن رَّسُولٍ إِلَّا کَانُوا بِهِ یَسْتَهْزِئُونَ»

 او مونږ له هغه وروسته پر قوم یې له اسمانه هیڅ لښکر ونه لیږه او (له دې مخکې هم) لیږونکي نه وو.

 یوازې یوه اسماني چغه وه  چې ناڅاپه ټول غلې شول.

 افسوس پر دغو بندګانو! چې هیڅ پیغمبر یې (هدایت) ته رانغی مګر دا چې دوي ورپورې خندا وکړه.

  په تیره برخه کې مو وویل چې  د شام په انطاکیه کې د ښار خلکو هغه پیغمبران چې د هغوی د هدایت لپاره راغلې وو، وځورول او د هغوي  رسالت او پیغمبري یې دروغ وګڼله. هغوي د حبیب په نامه یو کس چې د خدای د پیغمبرانو د  دفاع لپاره پاڅیدلی و، شهید کړ.

خدای تعالی په دغو ایتونو کې فرمایي:  کومو خلکو چې پیغمبران تکذیب کړل او  هغه  خدایي انسان یې وواژه، د عذاب مستحق وو، هغه هم د دنیاوي عذاب، نو د خدای په امر یوه اسماني  د قهر چغه نازله شول او هغوي یې ووژل.

  اصولا د بې لارو او خطاکارو قامونو وژل او هلاکت د خدای لپاره اسان کار دی او  اسماني لښکر او داسې نورو څیزونو ته اړتیا نه لري.  ضروري نه ده چې  خدای تعالی د پرښتو یو لښکر راولیږي  چې هغوی ووژني، بلکې دهغه په اراده  له ځمکې او اسمانه  داسې یوه  بوږنوونکي چغه پورته کیږي چې هغوي ټول خاموشه او وژل کیږي چې نور نو نه څوک حرکت وکړی شي او نه د چا له خلې خبره وځي. ایتونه په دوام کې فرمایي:

ارمان او پښیمان د خدای د بندګانو لپاره ده چې  د الهي هدایت د منلو په ځای، په خپل عمل سره، د خپل  هلاکت او تباهۍ اسباب برابروي، داسې  یو عمل کوي چې  په مسخره کولو او  ټوقو کولو پیل کیږي او د خدای د  اولیاوو تر ځورولو او وژلو رسیږي.

درسونه:

 که یوه ټولنه د خدای په ولیانو پورې خندا وکړي او سپکاوی یې وکاندي یا یې وځوروي، نو د خدای د قهر د نازلیدلو په تمه دې اوسي چې کیدی شي دغه قهر ناڅاپي وي.

۲:  د زورویونکو او مستکبرانو له ګواښونو ویره نه ده پکار او له حقه لاس نه دي اخستل پکار، که خدای وغواړي هغوی په  ډیر لږ وخت کې تباه کولی شي.

۳:  د نورو د مسخرو او خنداګانو په وجه  باید زمونږ ایمان لړزانه نه شي او د دیني دندو په ترسره کولو کې کوتاهي او سستي ونه کړو.  په ټولو پیغمبرانو پورې مسخرې او خنداګانې شوې خو هیڅ کله یې له حقه لاس نه دی اخستی.

تلاوت آیات 31 و 32    سوره یس  

«أَلَمْ یَرَوْا کَمْ أَهْلَکْنَا قَبْلَهُم مِّنَ الْقُرُونِ أَنَّهُمْ إِلَیْهِمْ لَا یَرْجِعُونَ»، «وَإِن کُلٌّ لَّمَّا جَمِیعٌ لَّدَیْنَا مُحْضَرُونَ»

 آیا ومو نه لیدل  چې له هغوي مخکې مو څومره نسلونه هلاک کړل  چې هغوی  د دوي (کافرانو) په لور نه راګرځي؟

او هغه ټول به (په قیامت کې) زمونږ په نزد حاضر شي.

د تیرو ایتونو په دوام کې دا ایت  ټولو انسانانو ته خطاب کوي او فرمایي: ولې د تیرو قامونو  برخلیک او تاریخ نه مطالعه کوئ؟ آیا نه وینئ چې تر تاسو مخکې ډیر قامونه راغلې او ټول له مینځه تللې دي. په دوي کې ډیر داسې وو چې  د مال او طاقت او تمدن خاوندان وو، خو نن د هغوی هیڅ نښه نه ده پاتې او  دنیا ته د ستنیدو او له نننیو انسانانو سره د یو ځای کیدو امکان یې هم نیشته.

 درسونه:

۱: د قرآن یوه سپارښتنه دا ده چې د تیرو قامونو او ملتونو تاریخ  ولولو. البته داسې لوستنه چې پند او عبرت ترې حاصل شي ، نه د تفریح او مشغولا لپاره.

۲:  په تاریخ کې د خدای سنتونه  ثابت او نه بدلیدونکي دي او برخلیکونه له یو بل سره شباهت لري. نو د یوې صحنې او نندارې لیدل د نورو  لپاره  بیلګه او مثال ګرځیدلی شي.

۳:  له مرګه وروسته دنیا ته د ستیندو هیڅ لاره نیشته. نو  په تناسخ عقیده چې هندوان یې لري چې ګوندې انسانان  له مرګه وروسته په یو بل کالبوت کې دنیا ته راځي، د قرآن له نظره باطله او د نه منلو وړ ده.

 تلاوت آیات 33  تا 35 از سوره یس  

«وَآیَةٌ لَّهُمُ الْأَرْضُ الْمَیْتَةُ أَحْیَیْنَاهَا وَأَخْرَجْنَا مِنْهَا حَبًّا فَمِنْهُ یَأْکُلُونَ»، «وَجَعَلْنَا فِیهَا جَنَّاتٍ مِّن نَّخِیلٍ وَأَعْنَابٍ وَفَجَّرْنَا فِیهَا مِنَ الْعُیُونِ»، «لِیَأْکُلُوا مِن ثَمَرِهِ وَمَا عَمِلَتْهُ أَیْدِیهِمْ  أَفَلَا یَشْکُرُونَ»

 او مړه ځمکه د هغوی لپاره یوه نښه ده، مونږ هغه ژوندۍ کړه او ترې مو دانې وویستلې چې دوی یې خوري.

او پکې مو د کجورو او انګورو ونې وګرځولې او پکې مو چینې روانې کړې.

چې له میوو یې او  هغه څه چې د دوي لاسونو کړې دي، وخوري نو  آیا شکر نه وباسي؟

 تیرو ایتونو  قیامت  او د خدای په در کې د انسانانو  حاضریدو ته اشاره وکړه. دا ایتونه فرمایي:  په دنیا کې د  معاد او بیا ژوندي کیدو یوه ښه نښه،  له مرګه وروسته د مړې ځمکې بیا ژوندي کیدل دي.  ځمکه په ژمي کې مري او هیڅ غله دانه نه ورکوي. خو په سپرلي کې بیا ژوندۍ او تانده کیږي او ډول ډول میوې او ونې ترې راټوکیږي او هر کال دغه کیسه تکراریږي.  په ژمي کې هیڅ داسې  زرغونوالی او تاندوالی چې د بوټو د ژوند نښه وي له هغوي  نه لیدل کیږي خو د  سپرلي د لمر په راختلو سره ګلونو سپړل کیږي او ونې شنې او تازه کیږي.

په زړه پورې ده چې   د دې خاورینې نړۍ د انسانانو ژوند هم په بوټو پورې تړلی دی. که  یوه ورځ بوټي له مینځه لاړ شي او  حیوانات مړه شي، انسان چې خپله زیاتره خواړه له بوټو او حیواناتو او څاروو لاسته راوړي د  باقي او ژوندي پاتې کیدو توان له لاسه ورکوي.

  په خوراکونو کې هم  قرآن  کجورو او انګورو ته ځانګړی پام لري او هغه د خدای د نعمتونو په توګه یادوي. ښایي دا له دې امله وي چې دغه دوه میوې کامل  او پوره خواړه ګڼل کیږي او د انسان د بدن د ضرورت ویټامینونه لري.

درسونه: 

۱:  طبیعت او پنځون د خدای د خلقت کتاب دی چې د دغه کتاب د هرې پاڼې لوستل، انسان ته د نړۍ پنځوونکی ورپیژني.

۲:  په دې دنیا کې د انسانانو معاد او بیا ژوندي کیدل نیشته خو  د بوټو او ونو بیا ژوندي کیدل  په سترګو لیدلی او تجربه کولی شو.

۳:  انسان له ډول ډول میوو او خوړو په استفادې سره باید د خدای شکر وباسي خو افسوس چې ډیر خلک ناشکره دي.

پای.