سوره یس۳۶-۴۴
p-794-Yaseen-ayaat-36-44 د یس سورې ژباړه او تفسیر
راهی بسوی نور (794)
در ادامه با تفسیر ساده و روان آیات 36 تا 44 سوره یس آشنا می شویم.
تلاوت آیه 36
«سُبْحَانَ الَّذِی خَلَقَ الْأَزْوَاجَ کُلَّهَا مِمَّا تُنبِتُ الْأَرْضُ وَمِنْ أَنفُسِهِمْ وَمِمَّا لَا یَعْلَمُونَ»
سپیڅلی دی هغه خدای چې ټولې جوړې یې وپنځولې، له هغه څه چې ځمکه یې زرغونوي او د هغوي (انسانانو) له خپل ځانه، او له هغه څه چې دوي پرې نه پوهیږي.
په تیره برخه کې قرآن مجید په طبیعت کې د توحید ځینو نښو ته اشاره وکړه. دا ایت په دوام کې د خلقت په نظام یو واکمن مهم اصل یعنې د زوجیت یاجوړه جوړه والي قانون ته اشاره کوي او فرمایي: په انسانانو، حیواناتو او بوټو کې زوجیت خدای تعالی ټاکلی دی او تاسو په دې پوهیږئ. خو په نورو څیزونو کې هم د زوجیت قانون واکمن دی خو تاسو پرې نه پوهیږئ. هغه خدای چې په خلقت کې داسې یو طاقت لري او د زوجیت له لارې یې د مخلوقاتو زوکړه او زیاتوالی تامین کړی دی له هر عیب او نیمګړتیا پاک دی او په خلقت کې شریک او ملګري ته اړتیا نه لري.
درسونه:
۱: هغه خدای چې د زوجیت خالق دی په خپله په نړۍ کې له هر ډول زوج او همسر یا شریکه پاک او سپیڅلی دی. هغه یوازې او بې ساری دی.
۲: انسان په جسمي او احساساتي چارو کې د نورو مخلوقاتو په لیکه کې دی او له دې اړخه په هغوی لوړوالی نه لري.
۳: د انسان علم محدود دی او لا د هستۍ ډیر حقایق په هغه نه دي کشف شوې.
آیات 37 تا 40
«وَآیَةٌ لَّهُمُ اللَّیْلُ نَسْلَخُ مِنْهُ النَّهَارَ فَإِذَا هُم مُّظْلِمُونَ»، «وَالشَّمْسُ تَجْرِی لِمُسْتَقَرٍّ لَّهَا ذَلِکَ تَقْدِیرُ الْعَزِیزِ الْعَلِیمِ»، «وَالْقَمَرَ قَدَّرْنَاهُ مَنَازِلَ حَتَّى عَادَ کَالْعُرْجُونِ الْقَدِیمِ»، «لَا الشَّمْسُ یَنبَغِی لَهَا أَن تُدْرِکَ الْقَمَرَ وَلَا اللَّیْلُ سَابِقُ النَّهَارِ وَکُلٌّ فِی فَلَکٍ یَسْبَحُونَ»
او د هغوي لپاره (بله) نښه، شپه ده، چې ورځ ( د پوستکي په شان) له هغی شوکوو.نو (ناڅاپه) په تیارې کې ډوب شي.
او لمر د خپل قرار ځای په لور په حرکت کې دی، دا ، د عزیز او پوه خدای د تقدیر (او اندازې) په اساس دي.
او سپوږمۍ ته مو هم یو لړ منزلونه ټاکلې دي، چې د خرما د ورستې څانګې په شان، هلالي شکله او زیړ رنګه راستنه شي. (او تدریجا په پوره سپوږمۍ بدله شي)
نه لمر سپوږمۍ ته رسیدلی شي او نه شپه په ورځې مخکې کیږي او هر یو په ټاکلي مدار کې لامبوزن دي.
دا ایتونه د دوو اسماني کرو یعنې لمر او سپوږمۍ منظم حرکت ته اشاره کوي چې خدای هغه په ټاکلي مدار کې ګرځولې دي او د هغوي حجم او اندازه یې په ټاکلې اندازه ګرځلوې ده. انسان شپه او ورځ په خپلو سترګو لمر او سپوږمۍ په اسمان کې ویني او په زړه پورې دا ده چې د لمر، سپوږمۍ او ځمکې حرکت په ټاکلو او منظمو مدارونو کې په دې ډول تنظیم شوې چې هیڅکله له یو بل سره نه جنګیږي او ټکر یې نه راځي او د طبیعت او فطرت په نظام کې کوم خلل او خنډ نه رامینځته کیږي.
زمونږ د دې خاورینې کرې خپل طبیعت تیاره او توروالی دی ځکه چې له ځانه هیڅ رڼا او نور نه لري. د ځمکې هغه برخه چې لمر ته مخامخیږ د لمر د وړانګو په وسیله روښانه کیږي. په حقیقت کې د لمر په راختلو سره د ځمکې یوه برخه رڼا کیږي او هتله ورځ پیل کیږي. خو په ځان د ځمکې په څرخیدو سره ورو ورو لمر پریوزي او ځمکه دوباره په تیارې کې ډوبیږي. ته وا د لمر وړانګې یوه سپینه جامه ده چې هر ورځ یې ځمکه اغوندي او د ماښام په وخت یې له بدنه وباسي.
البته د شپې هم خدای تعالی نه دي غوښتي چې انسانان په بشپړه تیارې کې ډوب شي نو ځکه یې د لمر په وړاندې د سپوږمۍ په شان د لویې هندارې په ګرځولو سره د هغې په وسیله د لمر رڼا ځمکې ته منعکسوي. سپوږمۍ د خوب د څراغ په شان په لږې رڼا سره د ځمکې ځینې استوګنو ته چې په شپه کې ډوب وي رڼا، هوساینه او ارامښت بخښي.
درسونه:
په طبیعت او پنځون واکمن نظام، د سپوږمې او لمر او ځمکې حرکت او د شپې او ورځې راتګ او نورې ښکارندې ټولې د پوه او وسیاال خدای نښې دي.
۲: د لمر ، سپوږمې او ځمکې د حرکت او څرخیدو مدار، د دقیقې محاسبې او اندازې په اساس دي. او دا یه تصادفي او اتفاقي چاره نه ده.
د سپوږمۍ مختلف شکلون چې په اوله کې میاشته او هلال وي او بیا پوره سپوږمۍ شي د حکیم خدای په امر او تدبیر سره دي. د قران د نورو ایتونو په اساس د سپوږمۍ مختلف حالتونه د ورځو ، میاشتو او کلونو د حسابولو لپاره یو طبیعي تقویم او کال هنداره ده.
آیات 41 تا 44 سوره یس
«وَآیَةٌ لَّهُمْ أَنَّا حَمَلْنَا ذُرِّیَّتَهُمْ فِی الْفُلْکِ الْمَشْحُونِ»، «وَخَلَقْنَا لَهُم مِّن مِّثْلِهِ مَا یَرْکَبُونَ»، «وَإِن نَّشَأْ نُغْرِقْهُمْ فَلَا صَرِیخَ لَهُمْ وَلَا هُمْ یُنقَذُونَ»، «إِلَّا رَحْمَةً مِّنَّا وَمَتَاعًا إِلَى حِینٍ»
او دهغوي لپاره (بله) نښه، دا ده چې مونږ یې بچیان له بارونو په ډکو کشتیو کې سپاره کړل.
او د هغوي لپاره مو د کشتۍ په شان نور څیزونه پیدا کړل چې پرې سپریږي.
او که وغواړو هغوی غرق کړو نو نه به څوک د هغوي فریاد اوریدونکی وي او نه ژغورونکی.
مګر دا چې (یو ځل بیا) پرې زمونږ رحمت ووریږي او تر یوې مودې (له ژونده) برخور شي.
دا ایتونه د سمندرونو او دریابونو په شان نورو لویو ښکارندو ته اشاره کوي او فرمایي: وړې او لویې کشتۍ چې مسافران او دهغوي بارونو وړي راوړي، د خدای د قدرت نښه ده. ځکه چې خدای تعالی اوبه په دې ډول پیدا کړې دي چې د بارونو او مسافرو ده اندازه بې له دې چې په اوبو کې ډوبه شي او غرقه شي په ډیرې آسانۍ سره په کشتیو سپریږي او د اوبو په مخ لرې او نزدې ځایونو ته ځي.
البته د تګ راتګ لپاره نورې وسیلې هم شته دي چې ځنیې یې خدای تعالی پیدا کړې دي لکه اوښ او ځینې نور چارپایان خو په نننۍ پرمختلې نړۍ کې د ډول ډول ګاډو، الوتکو او اور ګاډو سره سره بیا هم تر ټولو زیات بار او مال په کشتیو کې وړل راوړل کیږي.
نن سبا که په سمندر کې د خوراکي توکو او د انسانانو د ضرورت سامانونه او یا د تیلو وړونکې لویې لویې کشتۍ نه چلیږي نو د انسان ژوند له ستونزې سره مخامخیږي.
که خدای تعالی له اوبو دغه ځانګړتیا واخلي نو ټول کشتۍ او مسافر به یې په اوبو کې ډوب شي او بې له خدایه هیڅوک هغوي نه شي بچولی.
درسونه:
۱: د ځمکې او اوبو په مخ چلیدونکي د تګ راتګ وسایل د انسان له طبیعي او لومړیو ضرورتونو دي چې خدای تعالی په خپل لطف او تدبیر سره له هغوي د انسان د استفادې لپاره لازمه زمینه برابره کړې ده.
۲: مونږ باید نعمتونه د خدای مهرباني وګڼو، نه له خدایه زمونږ غوښتنه، کوم نعمتونه چې زمونږ په لاس کې دي په هغو غره کیدل نه دي پکار ځکه چې ممکنه ده د خدای په قهر اخته شو.
کلید واژه: بسوی نور، یس، زوجیت، شب، روز، خورشید، ماه، زمین، کشتی، دریا