سوره صافات ۱۳۳-۱۳۸
p-817-As-Sāffāt-ayaat-133-138 د یس سورې ژباړه او تفسیر
راهی بسوی نور (817)
صافات ۱۳۳-۱۳۸
په سر کې د صافات سورې له ۱۳۳ تر ۱۳۶ ایتونو تلاوت ته غوږ شئ.
«وَإِنَّ لُوطًا لَّمِنَ الْمُرْسَلِینَ»، «إِذْ نَجَّیْنَاهُ وَأَهْلَهُ أَجْمَعِینَ»، «إِلَّا عَجُوزًا فِی الْغَابِرِینَ»، «ثُمَّ دَمَّرْنَا الْآخَرِینَ»
او بې شکه لوط هم (زمونږ) یو استازی و.
هغه وخت چې هغه او ټوله کورنۍ مو یې وژغورله.
بې له یوې بوډۍ ښځې چې (په ښار کې) په پاتیدونکو کسانو کې وه.
بیا مو نور تباه کړل.
د تیرو برخو په دوام کې چې په صافات سوره کې مو د ځینو پيغمبرانو برخلیک بیان کړ دا ایتونه په اجمال سره، د حضرت لوط او دهغه د قام برخلیک ته اشاره کوي. دغه قام د حجاز سیمې په شمال او شام ته د مکې په تلونکې لاره کې اوسیده. هره ورځ به د سوداګرو کاروانونو په دې لاره کې تګ راتګ کاوه او د هغوی له سیمې به تیریدل .
له تاریخي نظره هم د قران د ایتونو په اساس، حضرت لوط د حضرت ابراهیم علیه السلام په زمانه کې اوسیده او د حضرت ابراهیم علیه السلام د شریعت مبلغ و.
دا ایتونه د حضرت لوط او دهغه د قام د انجام په باره کې دي او فرمایي: کله چې د خدای عذاب په دغه ګناهکار قام نازل شو، کومو کسانو چې په هغه ایمان راوړی و او د ایمان خاوندان ګڼل کیدل، د عذاب له نازلیدلو خبر کړی شول. هغوی له حضرت لوط سره یو ځای له ښاره ووتل او وژغوریدل. خو پاتې کسان چې فاسد او ګناهکار وو د خدای د عذاب له نازلیدلو نه وو خبر. هغوی په خپلو کورونو کې وو چې د خدای عذاب پرې له ځمکې او اسمانه نازل شو او کورونه یې پر سرونو وروران کړل.
ایتونه په دوام کې دې ټکي ته اشاره کوي چې د حضرت لوط علیه السلام میرمن له دغه ګناهکار قام سره د ملګرتیا او د هغوی په سپکو کارونو د راضي والي په وجه دهغوی په شان برخلیک درلود او کورنیو اړیکو یا د حضرت لوط خپلوۍ ونه ژغورل شوه. ځکه چې د خدای د قهر یا مینې او رحمت معیار د دیني او اخلاقي معیارونو خیال ساتل دي، کورنۍ اړیکې او خپلوۍ په دې مساله کې هیڅ رول نه لري.
درسونه :
۱: په قران کې د تیرو قامونو د برخلیک بیان په حقیقت کې پر تاریخ واکمن د الهي سنتونو او رودو بیانولو دي چې د بشر د مختلفو نسلونو لپاره د عبرت درس شي.
۲: د پيغمبرانو حساب کتاب د هغوی له بچیانو او میرمنو جدا دی او کورنۍ اړیکې یا خپلوۍ د انسان د برخلیک ټاکونکې نه دي. په بله ژبه فزیکي او نسبي یا حسبي خپلوي د نجات سبب نه ګرځي.
۳: د ایمان خاوندان او د پیغمبرانو فکري او عملي پیروان، که څه هم له نورو قامونو او نسلونو څخه وي، د پیغمبرانو له کورنۍ ګڼل کیږي. د دې په اپوټه که د پیغمبر خپل اولاد یا ښځه بې ایمانه وي د هغوي له کورنۍ نه ګڼل کیږي.
تلاوت آیات 137 و 138 از سوره صافات
«وَإِنَّکُمْ لَتَمُرُّونَ عَلَیْهِم مُّصْبِحِینَ»، «وَبِاللَّیْلِ أَفَلَا تَعْقِلُونَ»
او تاسو سهار مهال دهغوي (د ښار په کنډوالو) تیریږئ.
او (همداراز) ماښام مهال، نو آیا فکر نه کوئ؟
د تیرو ایتونو په بابله مو وویل چې د حضرت لوط قام شام ته د مکې د تلونکې لارې په خوا کې اوسیده. دا ایتونه فرمایي: په دغه قام د خدای د عذاب له نازلیدلو وروسته، کوم کسان چې د دغه ښار له څنګه تیریدل، لیدل به یې چې د ښار استوګن څنګه تر کنډوالو لاندې ښخ پاتې شوې او مړه شوې دي. دغه قام هم جنسباز او بدکاره و. په دوي کې ځینې داسې کسان هم وو چې په دغه سپک او غلط کار یې ځانونه غلې کړې وو او له دغه لوی منکر اوګناه سره یې مبارزه نه کوله نو ځکه ټول په عذاب ککړ شول.
په کلي ډول د دغه سپک عمل یعنې لواط او هم جنسبازۍ بدوالی او قباحت د لوط په قام کې له مینځه تللی و. هغوي حتی حضرت لوط علیه السلام چې هغوی یې له دغه سپک کاره منعې کول او په ځای یې طبیعي واده ته بلل، ګواښه.
عجیبه دا ده چې د هغه قام له کیسې د زرګونو کلونو له تیریدو وروسته نننی انسان چې د تمدن او ترقۍ ادعا کوي او دینونه په خرافاتو او د زړو دودونو په منلو او پیروۍ تورنوي، په خپله په دغه سپک او جاهلانه کار اخته شوی دی. تر دې عجیبه دا ده چې د نوي تمدن د مدعیانو له نظره په هیوادونو کې د دغه کار قانوني او روا ګڼل د بشري حقوقو او ولسواکۍ په میدان کې د هغوي د ترقۍ نښه ګڼل کیږي.
باید دې ټکي ته پام وشي چې د انسان واقعي حقوقو د انسان د طبیعي اړتیاوو تابع او د هغه د جسماني اندامونو او غړو سره غږمله او برابر دي او له فیزیولوجیکي او بدني جوړښت له نظره د ښځې او سړي جنسي اندامونه له مخالف لورې یعنې ښځه له سړي او سړی له ښځې سره د جنسي اړیکو لپاره جوړ شوې دي او له هم جنس سره د اړیکو لپاره هیڅ تناسب نه لري. نو د دې په خلاف او اپوټه هر یو کار، د انسان د بدن له فیزیولوجۍ او جوړښت او د هغه له طبیعي ضرورت سره په ټکر کې او خلاف یې دي او خلقت له نظام سره هم په تضاد کې دي.
کیدی شي ځینې کسان ووایي چې: ځینې کسان خپل هم جنس ته ګروهنه لري او هغه باید له دغه ګروهنې محرومه نه کړی شي. د دې ځواب روښانه دی. آیا په نورو جسماني او رواني چارو کې مونږ د وګړو د ګروهنو او میلاناتو تابع کیږو او مثلا اجازه ورکوو چې د نشه ایزو موادو استعمال چې ډیر کسان ورته ګروهنه لري، یوه قانوني او روا چاره وګڼل شي؟!
په بله ژبه، قانون د ځینو کسانو د طبعې او خوښې برابر نه شو جوړولی بلکې د دې په اپوټه د قانون دنده دا ده چې د غیر طبیعي او بې ځایه ګروهنو مخه ونیسي.
د مثال په توګه نن سبا ځینې کسان له ځینو حیواناتو سره جنسي اړیکو ته ګروهنه لري آیا دا هم قانوني کول پکار دي؟! اکثره خلک په تیره بیا د حیواناتو د حقووق پلویان دغه کار غیر طبیعي او د طبیعت له نظام سره په ټکر کې ګڼي، نو ورسره مخالفت کوی. نو ځینو کارونو ته د ځینو کسانو ګروهنه، د هغه کار په سموالي او عقلاني والي دلیل نه شي کیدلی او د قانون جوړولو لپاره توجیه نه شي ګرځیدلی.
په هر حال که څه هم ننني انسان د ژوند په ځینو چارو لکه جامې ، خوړو، کور، ګاډو او نورو هوساییزو څیزونو کې د پام وړ پرمختګ کړی خو افسوس چې په انساني اړیکو کې یې چندانې پرمختګ نه دی لرلی او حتی په ځینو موردونو کې خو یې شاتګ هم کړی دی چې د همجنسپالو ودونه یې یوه بیلګه ده.
درسونه:
۱: له تیرو قامونو پاتې ځایونو او تاریخي مقاماتو ته سفر او سیل کول یا د تیرو قامونو د برخلیک او تاریخ لوستل، ضروري دي چې د نن لپاره ترې د عبرت درس واخلو.
۲: د عبرت اخستلو چارې کمې نه دي. مساله دا ده چې مونږ ترې بې پامه او بې پروا تیریږو او ډیر کم فکر پرې کوو او عبرت ترې نه اخلو.
پای .
---------------
کلید واژه: بسوی نور، صافات، قوم، لوط، پیامبران