سوره صافات ۱۳۹-۱۴۸
p-818-As-Sāffāt-ayaat-139-148 د یس سورې ژباړه او تفسیر
راهی بسوی نور (818)
تفسیر ساده و روان آیات 139 تا 148 سوره صافات
تلاوت آیات 139 تا 141 از سوره صافات
«وَإِنَّ یُونُسَ لَمِنَ الْمُرْسَلِینَ»، «إِذْ أَبَقَ إِلَى الْفُلْکِ الْمَشْحُونِ»، «فَسَاهَمَ فَکَانَ مِنَ الْمُدْحَضِینَ»
او بې شکه چې یونس له پیغمبرانو و.
هغه وخت چې (له خپله قامه له بار او مسافرو د ډکې) کشتۍ په لور وتښتید.
نو له هغو (د کشتۍ له مسافرو سره یې) پچه واچوله او له بایلونکو شو.
په تیرو برخو کې په لنډ شان ډول د ځینو پیغمبرانو کیسه بیان شوه. دا ایتونه په دوام کې د حضرت یونس علیه السلام کیسې ته سرسري شان اشاره کوي، خدای تعالی د حضرت نوح، ابراهیم ، موسی ، هارون او الیاس په شان پیغمبرانو ته د دښمنانو له شره نجات ورکړ، د هغوی مخالفان یې راوپرځول او په عذاب یې اخته کړل. خو د حضرت یونس په کیسه کې، خبره څه بل شان شوه. په دې ډول چې قام یې د عذاب د نښو په لیدلو سره توبه وکړه اوخدای تعالی پرې خپل رحمت اومهرباني نازله کړه او وې بخښل خو د دې په بدل کې یې حضرت یونس د خپل قام د پریښودلو په وجه په مصیبت کې ګرفتاره کړ.
د روایتونو له مخې حضرت یونس علیه السلام هم خپل قام له بت پرستۍ ، شرک او غلطو کارونو منعې کاوه خو هغوی یې خبرو ته هیڅ پام نه کاوه او بې له یو څو کسانو هیچا په هغه ایمان رانه وړ. خدای تعالی ورته وحي وکړه چې ډیر زر به یې په قام عذاب نازل شي. هغه له یو بل مومن کس سره له ښار ووته او د دریاب په لور لاړ. په ساحل کې یې یو کشتۍ ولیدله چې له سامان او سپرلیو ډکه وه. له هغوي یې وغوښتل چې له ځان سره یې بوځي . هغوی هم سپور کړ او کشتۍ روانه شوه.
د لارې په مینځ کې یو لوی کب یا نهنګ په کشتۍ حمله وکړه. او خوله یې وازه کړه. د کشتۍ مسافر پوه شول چې باید یو مسافر قرباني کړي که نه وي ټولې کشتۍ ته خطر پیښیږي. هغوی فیصله وکړه چې د پچې اچولو په وسیله یو مسافر انتخاب کړي او د کب خولې ته یې وروغورځوي چې کب د کشتۍ مخه پریږدي. پچه د حضرت یونس په نوم ووتله او هغه یې د کب خولې ته ورواوچوه.
درسونه:
۱: پیغمبران باید ډیر لوی صبر او پراخه سینه او زغم ولري او که بې صبري یا کم صبري وکړي د خدای له خوا یې ګوشمالي کیږي.
۲: د تیرو قامونو او پیغمبرانو له کیسو او برخلیکه خبریدل زمونږ د نننۍ نړۍ له پاره چې له ظلم او کفر ډکه ده د ژوند یو ښه درس دی.
۳: که په یو ځای کې شرایط مساوي او برابر وي او ټول کسان یو شان وي نو د یو کس یا څو کسو د انتخاب لپاره له پچې اچولو یا قرعه کشۍ استفاده کولی شو. پچه اچول په اسلام کې هم روا دي.
تلاوت آیات 142 تا 144 از سوره صافات
«فَالْتَقَمَهُ الْحُوتُ وَهُوَ مُلِیمٌ»، «فَلَوْلَا أَنَّهُ کَانَ مِنَ الْمُسَبِّحِینَ»، «لَلَبِثَ فِی بَطْنِهِ إِلَى یَوْمِ یُبْعَثُونَ»
نو (هغه یې دریاب ته وغورځاوه او) یو لوی کب هغه ونغره، په داسې حال کې چې خپل ځان یې ملامتاوه.
نو که هغه له تسبیح ویونکو نه وای،
بې له شکه تر هغه ورځې چې راپاڅول کیږي ( د قیامت تر ورځې به) د کب په خیټه کې پاتې شوی و.
لکه چې له تیرو ایتونو معلومیږي، دغه نهنګ یا کب د خدای له لورې مامور شوی و چې یونس علیه السلام ونغري، نو د خدای په تدبیر، پچه د حضرت یونس په نوم ووتله. خو هغه خدای چې نهنګ یې د یونس په نغرلو مامور کړی و د دې وس هم لري چې تر څو وغواړي حضرت یونس د کب په خیټه کې ژوندی وساتي.
حضرت یونس چې کله ولیدل چې نهنګ ورته څه تاوان نه دی رسولی او په خیټه کې یې ژوندی پاتې دی، نو اصلي خبرې ته متوجې شو هغه د خپلې دندې په ترسره کولو کې د کوتاهۍ او غفلت په وجه د خدای په وړاندې توبه او استغفار وکړ.
له پښیمانۍ او ستومانۍ سره یوځای د هغه اعتراف او اقرار او د ځان ملامتولو سبب شول چې خدای تعالی د هغه د ژغورنې اسباب برابر کړي. نو نهنګ د اوبو غاړې ته راغی او خوله یې پرانستله او یونس یې له خیټې راووته. طبیعي ده چې خدای تعالی هغه نه وی بخښلي د قیامت تر ورځې به د کب په خیټه کې پاتې و.
درسونه :
۱: کله کله خدای تعالی په ځینو عجیبو او خارق العاده کارونو ماموروي.
۲: له ستونزو او سختیو سره دمخامخیدو په وخت له مسوولیته تیښته نه یوازې دا چې مساله نه حل کوي بلکې کیدې شي لا ډیرې لویې ستونزې راوپنځوي.
۳: د خدای تسبیح او استغفار او د خدای در ته مخه کول، له ستونزو او مشکلاتو د خلاصون یوه لاره ده. لکه څنګه چې حضرت یونس د کب په خیټه کې چې تور او تیاره ځای و له ګیریدو وروسته خدای تعالی ته مخه کړه او له هغه یې بخښنه او عفوه وغوښتله.
تلاوت آیات 145 تا 148 از سوره صافات
«فَنَبَذْنَاهُ بِالْعَرَاءِ وَهُوَ سَقِیمٌ»، «وَأَنبَتْنَا عَلَیْهِ شَجَرَةً مِّن یَقْطِینٍ»، «وَأَرْسَلْنَاهُ إِلَى مِائَةِ أَلْفٍ أَوْ یَزِیدُونَ»، «فَآمَنُوا فَمَتَّعْنَاهُمْ إِلَى حِینٍ»
نو هغه مو په داسې حال کې چې ناروغ و، په وچه ځمکه وغورځاوه.
او پر هغه مو د کدو یو بوټی زرغون کړ.
او هغه مو د یو لک یا څه د پاڅه یو لک کسانو په لور ولیږه.
نو ایمان یې راوړ او تر یوې مودې مو هغوی کامیاب او برخمن کړل.
دا ایتونه چې د کب په خیټه کې د حضرت یونس د کیسې پای بیانوي، فرمایي: د خدای په امر، نهنګ د سمندر غاړې ته راغی او یونس یې له خولې بهر راوغورځاوه. یونس چې طبعا ډیر کمزوری او بیمار شوی و، د خوځیدو توان نه درلود او هم هلته څملاسته. خدای تعالی د هغه په خوا کې د کدو یو بوټی زرغون کړ او د کدو په لویو پاڼو سره یې د هغه بدن پټ کړ چې هم د لمر له تودوخې خوندي وي او هم یې څرمنه روغه شي.
په دغه الهي تدبیر سره حضرت یونس وژغوریده. هغه ورو ورو صحتمند او خپل قام په لور د ستنیدو جوګه شو. کله چې خپل ښار ته ورسیده په حیرانتیا سره یې ولیدل چې هماغه مشرکان او بوت پالي خلک، خدای پالي او مومنان شوې او عذاب هم نه دی نازل شوی بلکې خدای تعالی هغوی ته مهلت ورکړی چې د عمر تر پایه پورې طبیعي ژوند وکړي او ترې استفاده وکاندي.
درسونه:
۱: د حضرت یونس علیه السلام قام د توبې او په خپل رب د ایمان په خاطر د خدای له رحمت او مهربانۍ برخمن شو او دحضرت یونس دعا او تسبیح هم سبب شوه چې هغه د خدای له مرستې او مهربانۍ برخمن شي.
۲: هیڅکله د بدکارو او ګناهکارو کسانو له توبې او ستنیدو نهیلي کیدل نه دي پکار او له هغوي قهریدل نه دي پکار، کیدی شي هغوي په یوه شیبه کې راویښ او بدل شي او له خپلې لارې راستانه شي.
۳: له تیرو خطاګانو توبه، په راتلونکې کې د کامیابۍ زمینه جوړوونکې ده. د یونس قام توبه وکړه، نو ځکه خدای تعالی له هغوي خپل قهر ستون کړ او کامیاب یې کړل.