د اماراتو او صهیونیسټي رژيم بې شرمه او بې ننګه تړون
په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا بدلونونه
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې په لویديځي آسیا کې د مهمو بدلونونو په باب له اونیز پروګرم سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پيل کې هم د لویدیځي آسیا ځینو مهمو پيښو ته یوه ځغلنده کتنه کوو او ورپسې مو هم د ځينوپيښو په باب تحلیلي برخې آوریدو ته هم رابولوو، نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ .
*/*/*/*//*/ د متحده عربی اماراتو او صهیونیسټي رژیم ترمینځ امنیتي موافقه*/*/*/*/ د ځینو عربو هیوادونو دخپل ملی او دیني هویّت هیرول */*/*/*/ دعربانو له خواد قدس او فلسطین د موضوع هیرول په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیاځینی مهمې پيښې وې ، چې اوس مو رابولو د ځينو موضوعګانو په اړه د تحلیلي برخې آوریدو ته */*/*/*/*/*//*/*//
د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د اګست په دیارلسمه نیټه په سپيڼې ماڼۍ کې د متحده عربی اماراتو او صهیونیسټ رژيم ترمینځ د اړیکو دعادي کولو لپاره د یوې موافقې خبرورکړ . اماراتو ،امریکا او صهیونیسټ رژيم په یوې ګډې اعلامیې کې ددغه خبرپه تائيدولو سره وئيلي دي ،د ابوظبئ او تل ابیب ترمینځ دوه اړخیزې اړیکې به په مستقیم او څرګند ډول ټينګې شي .
دسیمې ډيری شناندي او کارپوهان له صهیونیسټي رژيم سره د اماراتو د موافقې پایلې په درو سویو یعني ،په شخصي ، ملی او سیمه ایز ډول خطرناکې ارزوي .
په شخصي ډول اروزنې کې د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ او د صهونیسټ رژيم لومړی وزیر بین یامین نتن یاهو دغه شان موافقې ته اړتیا درلوده .نتن یاهو په نیواکي ټاټوبو کې دسیاسی مخالفانو او صهیونیسټي اعتراض کونکو له سخت مخالفت سره مخامخ دی .په نیواکي ټاټوبو کې په لسګونو زره صهیونیسټانو د نتن یاهو په خلاف مظاهرې کړي او له صدراعظمۍ څخه ئې د هغه د څنګةکیدا غوښتنه کړې . نتن یاهو له متحده عربی اماراتو سره موافقه د ځان لپاره یوه ستره بریا ګڼي ،ځکه چې له دغه هیواد سره له کوم امتیاز پرته ئې دسولې موافقه کړې ده . د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ هم په امریکا کې د کرونائي بحران په پيزواني کولو کې په ناکامۍ او ددغه هیواد په اقتصاد ئې دمنفي اغیزو په رابرسیره کیدا پسې ،نه یوازې د ۲۰۲۰کال په نومبر کې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې په بریالیتوب ډاډمن نه دی ،بلکې حتی زیاتره نظر غوښتنې د جوزف بایډن په مقابل کې د ټرمپ د ناکامۍ ښودنه کوي . پر دې اساس له صهیونیسټ رژیم سره د متحده عربی اماراتو د موافقې ترسره کول په راتلونکو انتخاباتو کې د ټرمپ لپاره یو مهم کارډ دی . په همدې دلیل ده چې ټرمپ له صهونیسټ رژیم سره د اماراتو د موافقې نندارې ته په وړاندې کولو سره دا ، د سولې تاریخي موافقه ګڼلې ده .
د متحده عربی اماراتو ولی عهد محمد بن زاید به چې په دغې موافقې کې ئې ستر رول لوبولی ، ددغې موافقې ستر بایلونکی وي . تر دې د مه د عربانو دوه مشران ،یعني د کیمپ ډيویډ د موافقې د لاسلیک کیدا په وخت کې د مصر د وخت ولسمشر انور سادات او د اسلو د سولې د موافقې په وخت کې د فلسطین د آزادي غواړي جبهې (پي ایل او) مشر یاسرعرفات ، له اسرائیلو سره د سولې د موافقې دلاسلیک کولو په مقابل کې تریخ برخلیک تجروبه کړ . یوداسې برخلیک چې محمد بن زاید په تمه هم کیدلی شي .
د فلسطین د چارو یو کارپيژاند اوتکړه شناندی هادي برهاني په دې زمینې کې وائي ؛که اسرائيل په اماراتو کې ریښه ټينګه کړي ،نو ددغې ریښې وچول سخت دي ،که د متحده عربی اماراتو شهزاده محمد بن زاید په یوه فریم کې له نتن یاهو سره په فوټو کې څرګند شي ، نو د تل لپاره به ئې برخلیک بدل شي . د هغو کسانو برخلیک چې له اسرائيلو سره ئې سوله کړې ، مشخص دی . یا د انور سادات برخلیک دی او یا هم د یاسرعرفات برخلیک ؛؛؛؛
ددغې بې شرمه موافقې ملی پايلې څه کیدلی شي ؟
ډيری شناندي وائي له صهونیسټ رژيم سره د متحده عربی اماراتو موافقه به په ملي سویه هم یولړ پایلې ولري . په ملي به ددغې موافقې یوه نتیجه د دواړو لورو :قرباني کول (ستانده) وي .صهیونیسټ رژیم په دغې موافقې سره د هغو عربو هیوادونو شمیر چې له دغه رژیم سره ئې د سولې موافقې لاسلیک کړي دي ، ورزیات کړ . دا احتمال هم شته چې د بحرین او عمان په څير عرب هیوادونه هم له صهیونیسټ رژیم سره داړیکو د عادي کولولپاره ګام پورته کي . په مقابل کې ،متحده عربی امارات نه له اقتصادي پلوه ااو نه هم له سیاسی پلوه صهیونیسټي رژیم ته څه ضرورت لري . په عین حال کې د کیمپ ډيویډ او وادي عربه د سولې د تړونونو یوه ماده د صهیونیسټ رژیم په وسیله د نیول شوي ټاټوبی آزادول وو . د سولې په موافقې کې په کیمپ ډيویډ کې مصر له صهونیسټ رژيم څخه دسینا صحرا سیمه بیرته واخسته . اردن هم په وادي عربه موافقې کې د اردن ځيني نیول شوي برخې ترلاسه کړې . اوس له صهیونیسټ رژيم سره د اماراتو په موافقې کې حتی د نیواکي ټاټوبو یوه لویشته برخه هم نه آزادیږي او له نیواکي ټاټوبو سره د لویدیځي غاړې دیوځاي کیدا پلان هم نه دی پریښودل شوی ،بلکې ځنډول شوی دی .
د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کې د امریکا سفیر ډیویډ فریډمن ټينګار کړی ، دلویدیځي غاړې د الحاق یا نیواک پروژه لغوه شوي نه ده ،بلکې په موقتي توګه درول شوې ده . دغو شرائطو ته په پام سره باید ووئيل شي ، له صهیونیسټ رژيم سره د اماراتو موافقه د هیڅ په مقابل کې سوله ده .
یوه بله موضوع دا ده چې مصر او اردن په داسې شرائطو کې له صهیونیسټ رژیم سره د سولې موافقه کړې ، چې دواړه هیوادونه له نیواکي ټاټوبو سره ګډې پولې لري ، خو امارات نه یوازې له اسرائيلو سره کومه ګډه پوله نه لري ،بلکې له نیواکي ټاټوبو سره ډير زیات جغرافیائي واټن هم لري . پر دې اساس امارات لومړنی عربي هیواد دی چې له صهیونیسټ رژیم سره هیڅ ډول جغرافیائي پوله نه لري ، خو له دغه رژيم سره ئې د سولې موافقه لاسلیک کړې او دا د صهیونیسټ رژيم لپاره یوه مهمه بریا ده . الاخبار ورځپاڼې په خپل یوه وروستي راپور کې لیکلي دي ،متحده عربی امارات باؤري دي چې د فلسطین موضوع ، په یوه داسې پيټي بدله شوې ده چې باید په هره بیّه وي باید ورځيني ځان خلاص کړائ شي .
د اماراتو دغه اقدام لامل کیږي چې د ابوظبئ په ضد سیمه ایز دباؤنه زیات شي .د فلسطین کورواکه تشکیلاتو، د فلسطین اسلامی جهاد غورځنګ ، دفلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس ، د متحده عربی اماراتو اقدام له قدس سره یو ستر خیانت بللی دی . د فلسطین د آزادۍ جبهې یا پې ایل او داجرائي کمیټې یوه مسئول مقام حنان عشراوي هم د اماراتو ولی عهد محمد بن زاید ته دخطاب په یوه ټولنیز پیغام کې لیکلی دي ،تاسو مهرباني وکړئ له مونږ سره ښه مه کوئ ، مونږ د چا د انځر پاڼه نه یوو ::::
د عشراوي دغه څرګندونې د اماراتو دهغې ادعا ځواب دی ، چې وئيلي ئې دي ،د اماراتو او صهیونیسټ رژیم ترمینځ د سولې موافقې د لویدیځي غاړې دالحاق یا نیواک پروژه درولې ده . د ترکیې خارجه وزارت هم د اماراتو اقدام یو ریاکار اقدام بللی او ابوظبئ ئې په نفاق تورنه کړې ده . د ایران اسلامی جمهوریت او د یمن د ملی نجات حکومت هم د اماراتو دغه اقدام یو تاریخي ننګ او پيغور بللی دی . د مراکش یوه ناؤل لیکونکي اولیکوال ابویوسف طاها له صهیونیسټ رژیم سره د متحده عربی اماراتو د اړیکو دعادي کولو له موافقې وروسته د شیخ زاید کتاب د جایزې د ګټلوله کاندیدیدا چې د هغه په وینا، له اسرائيلو سره داړیکو د عادي کولو په بې شرمه اقدام سره داغي شوی ،ډډه کړې ده . هغه د یوې اعلامیې په خپرولو سره چې د مراکش کابو درستو لیکوالانو او ناؤل لیکونکو له خوا ئې تود هرکلی شوی دی، لیکلي دي ، پخپل ژوند کې مو تر دې دمه د فلسطین په قضیې ایمان درلودلی او باؤري یم چې دفلسطین پر ملت دتاریخ په اوږدو کې د استعمار ګرو او دهغو د متحدانو په تیره بیا د وحشي صهیونیسټي رژيم په لاس ډير زیات ظلمونه شوي دي او دغه جنایتونه هماغه راز دوام لري، په همدې اساس،د وجدان او ضمیر د آرامښت او د فلسطین له مظلوم ملت سره د پيوستون په دلیل ددغې جایزې له ترلاسه کولو ډده کوم . د مراکش یو بل لیکوال او ژباړن احمد وزیري هم د اماراتود شیخ زاید د جایزې د ترلاسه کولو لپاره له کاندیدیدا لاس په سر شوی دی او وئيلي ئې دي ،هغه څه چې اوس رامینځةشوي دي ، دا دي چې امارات د یوه عربی ملت په توګه داسرائيلو له غاصب رژیم سره داړیکو په عادي کولو سره ، د فلسطین دمظلوم ملت په حق کې د عدالت ، انسان دوستۍ موضوع تر پښو لاندې کړې د ه .

دغو غبرګونونو ته په پام سره وئيل کیدلی شي له یوه پلوه د متحده عربی اماراتو تاوان موندنې زیاتیږي او له بل پلوه په سیبمې کې به د اماراتو نفوذ چې دنرم قدرت په چوکاټ کې هم تعقیبیږي ، کم شي
ددغې سپيرې او بې شرمه موافقې سیمه ایزې پایلې به له شخصي او ملی دوو سویو څخه هم لازیاتې ملموسې وي ،ځکه چې د اماراتو او صهیونیسټ رژیم ترمینځ موافقه په حقیقت کې د فلسطین او قدس د نیواک له موضوع سره خیانت دی . ددغې بې ننګه موافقې یوه سیمه ایزه مهمه پایله داده چې له اسرائيلو سره د تعامل اساس بدلوي . د لبنان الاخبار ورځپاڼې په دې باب لیکلي دي ،تر دې دمه هغه عرب هیوادونه چې له اسرائيلو سره ئې دسولې موافقې کړي دي ، د مځکې په وړاندې سوله ، په نامې سره ئې موافقې کړي دي ، اماراتو د صهیونیسټ رژیم په تیره بیا د دوي اف د افراطي او زوړ پال لوري ستر تاریخي خدمت وکړ ،ځکه د سولې په وړاندې د مځکې په ځاي ئې د سولې په وړاندې د سولې معامله کړې ده .
په سیمه ایزه سویه ددغې سپیرې او بې ننګه موافقې بله پایله دا ده چې د فلسطین په ضد د نیواکګر صهیونیسټي رژيم د نیواکګرۍ او جنایتونو بهیر نوره هم زیاتیږي . هادي برهاني په دې باب وائي ؛ په دغې موافقې کې د نیواکي ټاټوبي نه یوازې یوه چپه مځکه نه آزادیږی ، او نه هم د اسرائيلو له خوا د عربو دټاټوبو د یوې چَپې د آزادولو ژمنه مطرح شوې نه ده بلکې د لویدیځي غاړې د نیواک او د هغې د یهودي کولو بهیر د تیر په شان په چټکۍ سره دوام مومي او د فلسطینیانو پر غصب شوو ټاټوبو به د یهود میشته ښارګوټو جوړیدا هم دوام وکړي .
(سیماب)
*********************************************************************************************************************************************