Sep 21, 2020 14:54 Asia/Kabul
  • په تیره اونۍ کې د لویدیځې اسیا بدلونونه

له دغو ادعاګانو سره سره د سولې له دغې تش په نامه موافقې کابو ۷۲ ساعته وروسته صیهونیستی عسکرو د جنین په جنوب لویدیځ کې د رطعه پلټنونکی پوستې ته نږدې په فلسطینانو د صوتی بمونو حمله وکړه چی ۴۵ کلن فلسطینې ډاکټر محمد اکرم جبارین د دغو صوتی بمونود حملې له امله سکته وکړه او شهید شو

په سپینه ماڼۍ کې له صیهونیسټ رژیم سره د اماراتو او بحرین د ساز باز موافقې لاسلیک کیدا او په دغې موافقې غبرګونونه

اود یمن پرضد د سعودی ایتلاف له جنګه د څه د پاسه دوه زره ورځو تیریدا د تیرې اونۍ دمهمو بدلونونو خلاصه ده .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د ستمبر ۱۵ نیټه د فلسطین او اسلامی نړۍ په ملی کال هینداره کې توره ورځ وه . اماراتو او بحرین په امریکا کی له صیهونیسټ رژیم سره  د سولې موافقه لاسلیک کړه . د اماراتو او بحرین خارجه وزیرانو عبدا... بن زاید او عبداللطیف الزیانی د صیهونیسټ رژیم له لومړی وزیر نتانیاهو سره یو ځای په سپینې ماڼۍ کې شتون پیدا کړ او د امریکا د ولسمشر ټرمپ په څنګ کې یې  د سولې موافقه لاسلیک کړه ، هغه موافقه چی مدعیان شول په لویدیخې اسیا کې به د سولې د رامینځته کولو او نښتو د ختمتیدا زمینه برابره کړی .

د امریکا ولسمشر ټرمپ  د نوموړی موافقې له لاسلیکیدا سره په یووخت وویل د نړۍ خلک د یوه نوی مینځنی ختیځ شاهدان دي . د اماراتو خارجه وزیر عبدا... بن زاید هم له اسراییلو سره د سولې نوښت د ټرمپ او د هغه له ټیم پرته غیرممکن وباله . د اسراییلو لومړی وزیر نتانیاهو هم ددغې موافقې لاسلیکیدا یو تاریخی بدلانه پیچومې وباله او ویې ویل چی امارات او بحرین په مینځنی ختیځ کې د نښتې د پاې بیرغوال دي .

له دغو ادعاګانو سره سره د سولې له دغې تش په نامه موافقې کابو ۷۲ ساعته وروسته صیهونیستی عسکرو د جنین په جنوب لویدیځ کې د رطعه پلټنونکی پوستې ته نږدې په فلسطینانو د صوتی بمونو حمله وکړه چی ۴۵ کلن فلسطینې ډاکټر محمد اکرم جبارین د دغو صوتی بمونود حملې له امله سکته وکړه او شهید شو .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

له صیهونیست رژیم سره د بحرین او اماراتو د ساز باز موافقه له پراخو اعتراضونو او نیوکو سره مخامخ شوه . د دغې موافقې مخالفانو د سبینې ماڼۍ په شاوخوا کې مظاهرې وکړې . مظاهرچیانو په لاسونو کې د پلی کارډونو په درلودلو سره له دغې موافقې سره په مخالفت کی شعارونه ورکړل . په دغه شرمونکی موافقې معترضانو په لندن او تیونس کی هم مظاهرې وکړې او له صیونیست رژیم سره یې د بحرین او اماراتو د اړیکو عادی کیدا وغندله . بحریني ښاریزو د فلسطین له ارمان او له خپلو خلکو سره په هیواد د واکمن رژیم په خیانت باندې په اعتراض کښې د منامې او تل ابیب د اړیکو خلاف مظاهرې وکړې.

د بحرین خلکو پرله پسې په نهمه ورځ د پلی کارډونو په لیږدولو سره یوځل بیا پر خپل هیواد د واکمن رژیم خیانت وغنده او د قدس د نیواکګر رژیم په رسمیت  پیژندلو او ورسره د اړیکو د عادي کولو خلاف یې مظاهرې وکړې.د بحرین د الوفاق ټولنې د عمومی منشی مرستیال شیخ حسین الدیهی هم ټینګار وکړ له صیهونیست رژیم سره د ساز باز موافقه د سازباز کونکیو د نسکوریدا په معنا ده او د بحرین ملت داسې ذلت نه منی .

د فلسطین په زرګونو خلکوهم په الاقصی جومات او د اردن سین د لویدیځې غاړې په بیلابیلو سیمو کښې له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د متحده عربي اماراتو او د بحرین د موافقې د غندلو لپاره مظاهرې وکړې . د فلسطین خلکو په دغو مظاهرو کښې له صهیونیسټ رژیم سره د بحرین او د متحده عربي اماراتو د سازباز موافقه په کلکه وغندله .

په اماراتو کی هم یوه ولسی اماراتی ټولنې له صیهونیست رژیم سره د اړیکو د عادی کولواو ساز باز موافقې په غندلو کې پو مجازی کمپاین پیل کړی دی  او له دغې موافقې سره په مخالفت کی د خلکو لاسلیکونه راغونډوی او یو هشتګ یې هم  ملتونه د اړیکو د عادی کیدا تر عنوان لاندې جوړ کړی دی . دغه ولسی اماراتی ټولنې اعلان کړی دی چی تراوسه د فلسطین د منشور د لاسلیکونکیو شمیر له یو میلیون کسانو اوښتی دې .

اسلامي نړۍ له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د بحرین او د متحده عربي اماراتو اقدام په کلکه غندلی دی .

له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د عربي رژیمونو هڅه په داسې حال کښې ده چې اسرائیلو کلونه کلونه کیږي د فلسطینیانو په ځپلو سربیره ډیرې اسلامي او عربي سیمې نیولي دي .

له صهیونیسټي رژیم سره د اړیکو د عادي کولو په لړ کښې د متحده عرب اماراتو او بحرین اقدام په اسلامي نړۍ کښې له پراخو نیوکو سره مخامخ شوی دی.

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

له صیهونیست رژیم سره د بحرین او اماراتو موافقې د فلسطینانو پراخ غبرګونونه  هم راپتارولی دي . د فلسطین لومړی وزیر محمداشتیه د ستمبر ۱۵ نیټه د عربی امت په تاریخ کې توره ورځ او د عربی اتحادیې د ماتې ورځ اعلان کړه او ویې ویل عربی اتحادیه  نوره اتحادیه نده او د عربی پیوستون د تخریب او درز په عامل بدله شوی ده .

د فلسطین کورواکه تشکیلاتو هم  له صیهونیست رژیم سره د بحرین او اماراتو د ساز باز د موافقې په لاسلیکیدا په غبرګون کی د یوې بیانیې په صادرولو سره ټینګار وکړ په سیمه کی به سوله او ثبات یوازې هغه وخت تحقق ومومی چی نیواکګری ختمه شی او د فلسطین خلک خپلو حقوقو ته ورسی .

د فلسطین ملی پارلیمان هم په یوه بیانیه کې ټینګار وکړ اماراتو او بحرین له اسراییلو سره د ساز باز د موافقې په لاسلیکولو سره قدس په اسلامی او مسیحی سپیڅلتیاو سره د اسراییلو د پلازمینې په توګه  په رسمیت وپیژنده  او د امریکا د پیړۍ معامله یې تصویب کړه . په دغه بیانیه کی راغلی دی ، هغه حقیقی خطر چی د عربی هیوادونو امنیت او فلسطین مسله ګواښی د اسراییلو نیواکګری ده چی د فلسطین د ملی حقوقو په له مینځه وړلو پسې دی .

د فلسطین د جهاد اسلامی عمومی منشی زیاد نخاله هم په واشنګټن کې  له صیهونیست رژیم سره د بحرین او اماراتو د اړکیو د عادی کولو د موافقې لاسلیکیدا ته په اشارې سره ټینګار وکړ په غزې ټړانګه کی د فلسطین مقاومت به په سپینه ماڼۍ کې د عربی رژیمونو ذلت او خوارۍ ته ځواب ورکړی .

د فلسطین  د حماس غورځنګ ویندوی  حازم قاسم هم د نوموړی موافقې په غبرګون کی وویل لاسلیک شوی موافقه د نیواکګر رزیم په وړاندې د فلسطینی ملت د مبارزې په  دوام کې هیڅ ډول اغیز ونلری او د فلسطین ملت به د نیواکګر رژیم په وړاندې خپلو مبارزو ته دوام ورکړی .

د فلسطین دفتح غورځنګ مرستیال مشر محمود العالول  هم په یولړ څرګندونو کې  وئيلي دي د امریکا  له حکومت سره د خبرواترو لپاره د فلسطین دکورواکه تشکیلاتو  پر مشر محمود عباس  ډير دباؤنه  شته ، خو  هغه دغو دباؤنو ته غاړه نه  کیږدي .

 العالول   ددې خبرې په کولو سره چې  د فتح غورځنګ مشران  به  په راتلونکو  شپو ورځو کې  د حماس غورځنګ  له مشرانو سره  د دوواړخیزو خبرواترو په چوکاټ کې  لیده کاته وکړي وويل د فلسطینی ملت د منزوي کولو لپاره به  په نیواکي فلسطین کې د امریکا دسفیر ډیویډفریډمن  هیله  پوره نشي ، ځکه  عربی ملتونه دفلسطین  له ولس سره ولاړ دي .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د یمن پرضد د سعودی ایتلاف جنګ د تیرې نهې په ورځ خپله دوه زرمه (۲۰۰۰)ورځ تیره کړه . په همدې لړ کې  د بشری حقوقو مرکز عین الانسانیه هم وویل په تیرو ۲۰۰۰ ورځو کې د سعودی ایتلاف د هوایی ، مځکنی او سمندری حملو له امله ۱۶ زره ۹۷۸ یمنی ښاریز وژل شوي دي چی ۳ زره ۷۹۰ کسان پکې ماشومان او ۲زره ۳۸۱ میرمنې دي . د دغه راپور په اساس ۲۶ او ۲۰۳ کسان هم ژوبل شوي دي چی ۴ زره ۸۹ پکې ماشړومان ، ۲ زره ۷۸۰ میرمنې شاملې دي . پر دې سربیره د دغه جنګ له امله څه د پاسه ۳ میلیون یمنیان هم کډوال شوی دی .

د دغه راپور په اساس وران شوی تاسیسات او مرکزونه ۹ زره ۱۳۵ ته زیات شوی دي . تاوانی شوی او له مینځه لاړ کورونه هم ۵۷۶ زره ۵۲۸  او د تاوانی پوهنتونی مرکزرونو شمیر هم ۱۷۶ ته رسیدلی دی . په دغو حملو کی ۱۳۷۵ جوماتونه ، ۳۵۶ د ټوریزم مرکزونه او ۳۸۹ روغتونونه او درملیز مرکزونه تباه شوی دي . سعودی ایتللاف ۱۰۹۵ ښونځی او روزنیز مرکزونه او ۶۷۳۲ کرهڼریزې مځکې ، ۱۳۲ سپورټی مرکزونه ، ۲۴۴ لرغونی مرکزونه او ۴۷ رسندوی مرکزونه په عمدی ډوله هدف ګرځولی دي .

د یمن دوسله وال ځواک ویندوی یحیحی سریع هم د نهې په ورځ د سعودی ایتلاف به وړاندی د ۲۰۰۰ ورځو د مقاومت په غبرګون کی وویل په پریکنده توګه څوک چی د خدای تعالی په مرسته دومره مقاومت کړی دی ، د ۴۰۰۰ ورځو او له هغو زیاتو توان هم لری .

پای