Jan 31, 2021 17:18 Asia/Kabul
  • په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا ځينی مهم بدلونونه

 د تهران  دپښتو خپرونې  خوږو مینه والو په  دې شیبو کې په تیرې او نۍ کې د لویدیځي آسیا  نومې اونیز پروګرام سره ستاسو  په خدمت  کې  یوو ، په  دغه ننني مطلب کې په تیرې اونۍ کې په لویدځي آسیا کې ځينو مهمو  پيښو ته یوه ځغلنده کتنه کوو او ورپسې مو هم  د ځينو پيښو په اړه رابولوو دتحلیلي برخې آوریدو ته .

*/*///*/*/   په عراق کې د داعشي تکفیریانو د شکمنو خوځښتونو زیاتیدا او ورباندې  غبرګونونه

*/*/*/*/*//*//

د امریکا له خوا په اماراتو دد ایف ۳۵ډوله جنګي الوتکو دپلورلو له درولو سره په یووخت په ابوظبئ کې  داسرائيلو د سفارت افتتاح

*/*/*/*/*/*/*/

 او په لبنان کې دنوو مظاهرو مرحله ، په تیرې اونۍ کې په لودیځي آسیا سیمې کې  ځيني مهم بدلونونه ؤ  ، بیا مو رابولوو د ځينو مهمو بدلونونو په اړه د تحلیلي برخې آوریدو ته

*/*/*/*/*/*/*/*/

    عراق تیره اونۍ د داعشي ترهه ګرو د ځينو پاتې  جنایتکارو د خوځښتونو د دوام شاهد ؤ .  دداعش پاتې جنایتکارو تیره شبې شپه د عراق په صلاح الدین ولایت کې د الحشد الشعبي  ولسی مبارز ځواک پر مرکز  حمله وکړه او د دغه ولسی مبارز ځواک یولس ماموران ئې شهیدان او اته نور ئې  ټپيان کړل. د جنورۍ په نولسمه نیټه هم د عراق په مرکز بغداد کې زورې چاودنې  شوي چې  له امله ئې کابو ۳۵کسان شهیدان او یوسل لس نور ټپیان شوي  چې ددغو بوږنونکو چاودنو مسئولیّت هم داعشي جنایتکارې ډلې په غاړه  اخستی دی.

Image Caption

 

         د داعش ترهه ګرې ډلې  دخوځښتونو په زیاتیدا سره ،  په دغه هیواد کې مختلفو شخصیتونو خبرداری ورکړی دی .د عراق د النجباء غورځنګ د سیاسی دفتر یوه مسئول مقام هاشم الموسوي د مقاومت د اطلاع رسونې  چینل سره په خبروکې وئيلي دي،داسې نه انکاریدونکي اطلاعات او سندونه لرو چې تائيدوي،د عراق حکومتي زندانونه د ترهه ګروپه مرکزونو او دعملیاتو په کوټو بدل شوي دي،چې دلته د جنایتکارو عملیاتو د ترسره کیدا لپاره  پلانونې کیږي .

 الموسوي روښانه کړې ده،د عراق دحکومتي بندونو له داخله ترهه ګرو چینلونو د ترهه ګرۍ لپاره د نوي جوړښت انځور پیل کړی دی او د بندیانو بریّن واشنګ کوي .

د عراق  په پارلیمان کې د الصادقون فریکشن  یوه مسئول مقام فاضل فتلاوي  هم وئيلي دي،له ۲۰۰۵کال څخه  د عراق په زندانونو کې د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې   او له دې مخکې د القاعدې ډلې  قوماندانان  شپې سبا کوي او له امکاناتو برخمن دي .

د داعشي تکفیریانو دخوځښتونو په زیاتیدا سره،په عراق کې د امریکائي پوځيانو د وتلو موضوع  هم یو ځل بیا د توجه مرکز ګرځيدلې ده .داسې ښکاري،هغه اقدامات چې داعش ډله ئې اوس په عراق کې ترسره کوي ،په عراق کې د امریکائي پوځيانو دپاتیکولو او د پارلیمان د ۲۰۲۰کال د جنورۍ د پنځمې نیټې  دمسودې د څنګةکولو لپاره  هڅه ده .  دعراق خارجه وزیر  فواد حسین  په یولړڅرګندونو کې وئيلي دي ، مونږ به دامریکا له نوي حکومته وغواړو ، چې دسټراټژيکو خبرواترو  سره اړونده  غونډو ته دوام ورکړي او  د امریکائي پوځیانو د شتون په باب  دې نوی مرکچي ټیم معرفي کړي .

په عراق کې  د امریکا ئي پوځيانو  د باقي ساتلو لپاره هڅه  په داسې حال کې ده چې د عراق د پوځ دلوئې درستیزوالۍ ویندوي یحیی  رسول  دجمعې په ورځې په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،  د عراق امنیتي ځواک  له تیر ستمبر راهسې  تر دې دمه  په بیلابیلو ولایتونو کې دتکفیری ترهه ګرو په ضدیولړ عملیات کړي  چې په دغو عملیاتو کې  د داعش ډلې اولس جنایتکار کمانډارن هلاک شوي دي .

             د  تیرې اونۍ په یکشنبې ورځې ،یعني د آبراهم موافقې له څلورو  میاشتو وروسته ، په ابوظبئ کې په رسمي توګه د اسرائيلو سفارت پرانیستل شو  او  د متحده عربی اماراتو د وزیرانو شورا هم  په تل ابیب کې  ددغه هیواد د سفارت له افتتاح کولو سره  موافقه وکړه . د ۲۰۲۰کال د ستمبر په پنځلسمه نیټه په سپینې ماڼۍ کې  او دامریاک د وخت د ولسمشر ډونالډټرمپ  په شتون سره  له صهیونیسټي رژيم سره د متحده عربی اماراتو اوبحرین  ترمینځ  د  آبراهم موافقه  لاسلیک شوه .

Image Caption
Image Caption

 

 په داسې حال کې په ابوظبئ کې د اسرائيلو سفارت  تیره اونۍ پرانیستل شوی چې  په ستمبر میاشت کې  د رسمي  اړیکو د ټينګیدا له وخت راهسې  د اسرائيلو او اماراتو ترمینځ مستقیم الوتونه ټينګ شوي او ډير زیات  تجارتي پلاؤ هم تګ راتګ کړی دی .همداراز په دغې مودې کې په زرګونو اسرائيلیان هم  اماراتو ته ورغلي دي . 

 که څه هم ځيني په دې انددي،چې له تل ابیب سره د ابوظبئ د اړیکو  د پراختیا د بهیر دلیل ،د ایران له اسلامي جمهوریت سره  د ځينو عربو هیوادونو   پرتله کولو ته ورګرځي ، خو ابوظبئ دسیمه ایز نفوذ لپاره له ریاض سره  هم ځيني پټې او ښکاره سیالۍ هم لري . متحده عربی  امارات  له صهیونیسټ رژيم سره  د  اړیکو دعادي کولو له لارې هڅه کوي  د عربستان له سیوري  ووځي .

 بل ډاکی دا دی چې  په ابوظبئ کې د اسرائيلو  سفارت  په امریکا کې د   جوزف بایډن  د  ولسمشرۍ  له پیلیدا  یوازې څلور ورځې  وروسته  افتتاح شو .  ویل کیدلی شي ، د اماراتو  دغه فیصله، دجوزف بایډن په مشرۍ  دامریکا دنوي حکومت دملاتړ د جذبولو لپاره  ترسره  شوي ده . دا په داسې حال کې دي  چې د بایډن حکومت تیره اونۍ  په اماراتو د ایف ۳۵ډوله جنګي الوتکو پلورل هم ځنډولي دي .

په واشنګټن کې د متحده عربی اماراتو سفیر یوسف  العتیبه  په هغې اعلامیې کې چې  دتیرې چارشنبې په شپه  ددغه هیواد دډيپلوماټيکې نمایندګۍ په ټویټر پاڼې کې خپره شوي ، لیکلي دي ،  دابوظبئ حکومت تمه لري  چې  په اوسني  سیاست ، دمتحده  ایالاتو  نوی حکومت بیا کتنه وکړي . په تیره بیا  دا چې  د  ایف ۳۵ډوله جنګي الوتکې په یوه متحد لوري د  پوځي تجهیزاتو دخر څلاؤ تر ټولو ستره پروژه ده . د امریکا پخواني کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ  د امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن د لوړې  له  دستورو څو ورځې مخکې  په متحده عربی اماراتو د ۲۳میلیارډډالرو په ارزښت د  ایف ۳۵جنګي ډوله پنځوسو الوتکو  له خرڅولو سره موافقه کړې وه .

Image Caption
Image Caption

 

  بل ټکی دا دی چې د صهیونیسټ رژيم  د روغتیائي چارو په وزارت کې  د عمومي روغتیا د برخې  مشر  شارون  الروي پریس ،تیره اونۍ  اماراتو ته سفر ، په نیواکي ټاټوبو کې په کرونا د ککړو دشمیر د زیاتیدا عامل بللی او د ا موضوع  د ابوظبئ د واکوالانو د غوسه کیدا لامل شوې . د صهیونیسټ رژيم دروغتیائي چارو د وزارت د عمومي روغتیا  دبرخې مشر  دنیواکي فلسطین د روغتونونو  له مدیرانو سره په یوې ناستې کې  وئيلي وو،د هغو اسرائيلیانو شمیر  چې  له دوبئ سره  دسولې  له تړونه دوه اونۍ وروسته مړه شوي دي،د جنګ له اویا کلونو زیات دي .::  دصهیونیسټ رژيم  دیارلسم چینل  هم په یوه راپورکې وئيلي دي،دتیرکال له دسمبرمیاشت راهسې نهه سوه صهیونیسټان  له اماراتو څخه له ستنیدا وروسته په کرونا ویروس ککړشوي دي او دا موضوع لامل شوي،کابو څلور زره نور صهیونیسټان چې له دوي سره ئې ارتباط درلود، هم په دغه ویروس ککړ شي .

         تیره اونۍ د لبنان په شمال کې طرابلس سیمه په اقتصادي وضعیّت  باندې په اعتراض کې او د عمومي قرنطینه کونې  په تمدیدولو سره   دمخالفت  لپاره چې  د لبنان ددفاع  لوړې شورا  په همداوروستیو کې  د راتلونکي فرورزۍ تر مینځنیو  پورې تمدید کړی ، د پراخو اعتراضونو کتونکي وه . د لبنان خلکو  په پلازمینې بیروت کې هم د پنجشنبې په شپه   په بد اقتصادي وضعیّت او  عمومي فرنطینه شونې باندې په اعتراض کې مظاهرې وکړې . دلبنان حکومت تیره اونۍ  بیا  په دغه هیواد کې د عمومی قرنطینه کونې موده د فرورۍ تر اتمې نیټې پورې تمدید کړه .  د لبنان د روغتیائي چارو د وزارت  دتر ټولو وروستي راپور په اساس ، په لبنان کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر څه دپاسه دوه لکه درې نوي زره کسانو ته او دقربانیانو شمیر هم  دوه زره شپږ سوه یوویشت تنو ته  رسیدلی دی .

Image Caption
Image Caption

 

 تیره اونۍ په تیره بیا په طرابلس کې  اعتراضونه ، له پولیسو سره داعتراض کونکو  دښکیلیدا لامل شوي  او په لسګونو کسان پکې ټپیان شوي هم دي .  د  لبنان د موقته  حکومت لومړی وزیر حسان دیاب  په طرابلس کې د واټیزو اعتراضونو په محکومولو سره  وئيلی دي ،  له دغو بلواؤ  موخه  د طرابلس د څيرې خرابول او له مشکلاتو سره  د مقابلې لپاره  ددوي د پیاوړي ارادې کمزوري کول دي.حسن دیاب په یوې اعلامیې کې وئيلي ،یوازې محکومول، طرابلس ته اړولو ډیرو لګښتونو دجبرانولو لپاره کافي نه دي ، ځکه  چې  له ډګرونو څخه ورته د سیاسی اور لګونې پيغامونه  لیږدول کیږي .

 د حسن دیاب دغه اعلامیه یوډل ښئ چې  په طرابلس کې مظاهرې  د ځينوسیاسی بهیرونو  له ناوړه استفادې سره   مخ شوي او هڅه ئې کړې  ،  له دغو  مظاهرو خپلو سیاسی موخو ته درسیدو لپاره ورځيني استفاده وکړي. د لبنان د پارلیمان مشر نبیه بري هم په یوې اعلامیې کې وئيلي دي،هغه څه چې فوري ضروري دي،ترسره شي دادي چې په خلکو کې له راتلونکي څخه د ویرې ، سټریس  او له لوږې او کړاؤه  د بې ارزښته سیاسي موخو او د وزارتونو او  یا اداري څوکیو ته د رسیدا لپاره استفاده ونشي .

 د نبیه بری څرګندونې د طرابلس  له پيښو څخه د سعد الحریري  ناسمې استفادې ته په ځواب کې  بیان شوي دي .سعدی الحريري چې  د تیر اکتوبر  میاشت راهسې  د لبنان د کابینې په جوړلو بیا مامور شوی ،  دتیرې جمعې په ورځې ئې په یوې  اعلامیې کې وئيلي ، هیواد په یوې له کړاؤنو اودردونو څخه په ډکې جبۍ کې  دی او دلبنان  د پرګنو تړون  له انکار او بې پروائيو سره مخ دی . د بعبدا ماڼۍ (د لبنان د ولسمشرۍ ماڼۍ )ټولنې  غواړي ، دحکومت د جوړولو په سر اختلافات ، دپرګنیزو اختلافاتو په لور وکاږي . له همدې امله مونږټينګار کوو چې دټيکنوکراټو  حکومت  دجوړولو غوښتنه کوو،په داسې حال کې چې  ولسمشر  د ګوندي حکومت دجوړولو غوښتنه کوي .  

 خوږو دوستانو په تیرې اونۍکې د لویدیځي آسیادځينوپيښوپه اړه د اونیز پروګرام وخت همدومره ؤنو له دې مخکې  چې له تاسو اجازت وغواړو،باید ووایو چې زمونږ د انټرنیټي سایټ ایډریس PARSTODAY.COM/PS هم درسره نوټ کړئ او د تهران ریډیو په دغه انټرنیټي سایټ کې تاسو زمونږ درست پروګرامونه او تازه خبرونه ،تبصرې ،راپورونه او مرکې  هم آوریدلی او  کتلی شئ ، نو تر بل پروګرام پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو ،سرلوړي ووسئ .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************