Apr 11, 2021 15:36 Asia/Kabul
  • په لویدیځي آسیا کې ځیني مهمې پيښې

د تهران د پيښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د لویدیځي آسیا د بدلونونو له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې  یوو،په پیل کې درته ددغې سیمې ځينو مهمو بدلونونو خلاصه او ورپسې هم تحلیلی برخه درته وړاندې کوو ،نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .

*/*/*/*/*/    دبغداد واشنګټن خبرې اترې

*/*/*/*/

 په اردن کې ناکامه کودتا

*/*/*/*/  

 او داسرائيلو د کابینې دجوړولو لپاره د نتن یاهو بیا معرفی کیدا، په تیرې اونۍ کې په لویديځي آسیا کې ځيني  مهمې پيښې وې  او اوس  مو هم رابولوو دځينو موردونو په باب د تحلیلی برخې لیدو ته ..

                      د بغداد واشنګټن دخبرواترو دریم پړاؤ د اپریل په اوه مه نیټه د ویډیوئي کنفرانس له لارې ، دعراق د خارجه وزیر فواد حسین او د امریکا د خارجه وزیر آنتوني بلینکن په شتون سره ترسره شو.  د بغداد واشنګټن  دخبرواترو دریم پړاؤ په داسې شرائطو کې ترسره شوی ، چې  له یوه پلوه  په تیر یوه کال کې  له عراقه د امریکائي پوځيانو په وتلو کې کوم بدلون نه دی رامینځةشوی او له بل پلوه ، دا د جوبایډن له هغه حکومت سره دعراق د موقته حکومت  دخبرواترو لومړنی پړاؤ دی  چې   د جنورۍ په شلمه نیټه  سپینې ماڼۍ ته وارد شوی دی .

له خبرواترو وروسته،د عراق خارجه وزیر فواد حسین وئیلي دي،دعراق حکومت ،په درستو زمینو کې د امریکا له متحده ایالاتو سره د شراکت پر پیاوړتیا او د ملګرتیا پر اهمیّت ټينګار کوي  او له امریکا غواړي،چې ددواړو هیوادونو ترمینځ دموافقو دلاسلیک کیدا او د تفاهم نامو د یاددښتونو له لارې دې   ددواړو لورو شراکت پياوړی شي .دغه شراکت او ملګرتیا به په اقتصادي ، کلتوري ، امنیتی  او تعلیمي اړخونو کې وي . حتی په  مهمو امنیتی او پوځي اړخونو کې  چې له عراقه د امریکائي پوځیانو د ویستلو د ضرورت په باب دپارلیمان مصوبه هم شته ، دبغداد حکومت ، دخبرواترو په دغه پړاؤ کې  له امریکائي لوري سره دګډې ملګرتیا غوښتنه کړې ده .

Image Caption
Image Caption

 

                        المیادین ټيلیویژنی چینل  پخپل یوه راپور کې وئيلي دي و دخبرواترو په دغه پړاؤ کې ددواړو لورو ترمینځ یولړ اصولي موافقې شوي،چې امنیت، اقتصاد،تعلیمي چارې او  ګډې اړیکې  دموافقو تر ټولو مهمې برخې دي ، خو دخبرواترو تر ټولو روښانه چورلیز،په عراق کې د امریکا او نورو هیوادونو دپوځي شتون په باب ګڼل کیدلی شي .له  عراقه  د ماریکائي پوځيانو  د وتلو  او یا شتون دوسیه که څه هم  دخبرواترو په دغه پړاؤ کې پرانیستل شوې ،خو داسې ښکاري  ددغې دوسیې په باب  چورلټه فیصله  نه ده شوې . بغدادددغو خبرواترو دتعیبیونې لپاره ، د پوځ دلوي درستیز په مشرۍ یوه کمیټي جوړه کړې ده څو دغه کمیټي   په راتلونکو شپو ورځو کې د  امریکائي پوځيانو د وتلو مهال ویش مشخص کړي ، البته په مقابل کې وائي ،ددواړو هیوادونو ترمینځ  په ۲۰۰۸کال کې دلاسلیک شوي سټراټژيکې  موافقې په اساس به ، له عراقي پوځ سره پوځي ملاتړ ته او  له ترهه ګرۍ سره مبارزې ټه دوام ورکړي .

 د امریکا مرسیتال  خارجه وزیر جوي هوډ  هم  دبغداد واشنګټن ترمینځ  له شوو خبرواترو وروسته وئيلي دي ، دخبرواترو په دغه پړاؤ کې ، عراقي پلاوي  له عراقه ، دامریکائي پوځیانو د وتلو  په باب کومه غوښتنه  نه ده وړاندې کړې .

Image Caption

 

 د بغداد واشنګټن  خبرې اترې ، د عراقي ډلو ټپلو له ځینو غبرګونونو سره مخامخ شوي دي .  دعراقي ډلو دریځونه ،  ثابت دریځونه دي او هماغه راز   له هیواده ددغو عسکرو په چټک وتلو  اوپه حقیقت کې د پارلیمان دمصوبې په اجرا ټينګار کوي . دغه ډلې ټپلې باؤري دي ،د امریکائي پوځیانو  دماموریت د نامو  بدلول ،  له  عراقه ددغو عسکرو  دوتلو دځنډولو لپاره د واشنګټن له بیا هڅې پرته بل هیڅ  نه دي،په تیره بیا دا چې  پوځي سلاکاران او  یا  روزونکي  استاذان  ، نومونه له  کلونو راهسې په عراق کې شته دي  او  دعراق د حاکمیّت دخلاف ورزۍ لپاره  له دغو عنوانونو  استفاده نشي کیدلی.

              د عراق د الفتح ائيتلاف مشر هادي العامري ټينګارکړی دی،که امریکائي پوځیان  په سوله ایز ډول  دعراق له ټاټوبي  ونه وځي،نو  د دوي په مقاومت سره  به  د عراق له خاورې ویستل شي . العامري  زیاته کړې ده،په هیڅ ډول شرائطو کې  پخپل ټاټوبي کې د  نیواکګري نه مني .مونږ نه غواړو،د امریکا له متحده ایالاتو سره هیڅ ډول پوځي رابطه ولرو .دا دریځ  نه بدلیدونکی دی  

                 تیره اونۍ  د اپریل په دریمه نیټه  د اردن یو شمیر خبري سرچینو  ددغه هیواد د پاچا دوهم عبدا... په ضد د کودتا د شنډیدا او د کابو شلو لوړپوړو چارواکو د نیول کیدا خبر ورکړی دی .  د اردن رسندویو  همداراز  د کودتا په تور د  باسم عوض ا... پشمول له نورو شلو امنیتي چارواکو سره یو ځاي  د دغه هیواد د پاچا میرني ورور  شهزاده  حمزه بن حسین  دنیول کیدا خبر هم ورکړی ؤ .  شهزاده حمزه  بن حسین   په کور کې له بندي کیدا وروسته وئيلي دي ،، زه د حکومت د دړې وړې کیدا ، فساد،  او په حاکمیّتي جوړښت کې د بې کفایته  واکمنۍ چې  له پنځلسو تر شلو کلونو راهسې  ډیره زیاته شوې ،مسئول نه یم، زه  همداراز پخپلو اورګانونو او ادارو د  ولس دبې اعتمادۍ مسئول هم نه یم. اردن  هغه ځاي ته رسیدلی دی چې   هیڅوک  دعقیدې  د  څرګندولو او د ځينو خبرو په ویئلو سره له بنده ، محدودیټ او ګواښ پرته نشي پاتیکیدلی .

Image Caption

 

د اردن د ناکامې کودتا په باب مختلف دلیلونه   مطرح  شوي دي .  ځينو وئیلي دي ، حمزه بن حسین  په دې دلیل چې  له دې مخکې داردن ولی عهد ؤ ،  او په ۲۰۰۴کال کې ددغه هیواد پاچا  دوهم عبدا....لیرې کړ،نو  دپاچا په ضد ئې د کودتا لپاره دخلکوله اقتصادي ترینګلتیاؤ له پلوه له خپګانونو استفاده وکړه چې  دغې کودتا هم ماته وخوړله .

 ځينو  نورو هم  وئیلي دي،په اردن کې د حمزه بن حسین په وسیله د تیرې شنبې ورځې کودتا،د ځینو بهرنیو لوبغاړو په تیره بیا د عربستان  او اسرائيلو  په ملاتړ سره شوي  ده . د تیرې یکشنبې  په ورځ  د اردن خارجه وزیر ایم الصفدي  د ناکامې کودتا لپاره دهلوځلو په باب ددغه هیواد دحکومت په لومړني دریځ کې وئیلي دي ، شوو څيړنو په اساس  کشف شوي ،یو  هغه کس چې له بهرنیو  امنیتی سسټمونو سره په تماس کې ؤ، د اردن دپاچا  دمیرني ورور او پخواني ولي عهد  حمزه بن حسین  له ماندنې سره  په ارتباط کې ؤ او دوي ته ئې  له هیواده د وتلو لپاره د الوتکې د تامینیدا  وړاندیز ورکړی دی .

 څو ساعته وروسته ، د اردن : آمون :  خبری آژانس  چې  د اردن له امنیتی ادارو سره نزدې  خبری سرچینه ده ،، یوه مطلب په خپرولو سره وئيلی دي ، یو اسرائيلی چې  پخوا د موساد عامل ؤ ،  د  ؛روي شاپوشنیک ؛ په نامې سره یو کس دی  چې  د مرستې دغه وړاندیز ئې کړی ؤ . ۴۱ کلن شاپوشنیک  په یوې  اعلامیې کې د اردن  دحکومت ادعاګانې دروغ بللي او   وئيلي ئې دي ،  چې  هغه هیڅکله د موساد عامل نه ؤ ، خو  له شهزاده حمزه  سره د دوستۍ په خاطر  د مرستې  وړاندیز ورته کړی ؤ .البته ډيرو خبرو سرچینو په دغې ناکامې کودتا کې د  عربستان د ولی عهد محمد بن سلمان او دصهیونیسټي رژيم دل ومړي وزیر بین یامین نتن یاهو  دلاسوهنې خبر ورکړی دی .

Image Caption

 

                   د صهیونیسټ رژيم مشر رووین ربولین دتیرې اونۍ په سه شنبې ورځې  له اوسني لومړي وزیر بین یامین نتن یاهوڅخه غوښتي دي څو تر څلورو اونیو پورې دې هڅه وکړي ، خپله کابینه جوړه کړي . ریولین  دکابینې دجوړولو لپاره نتن یاهو ته په بلنې ورکولو سره ټينګار کړی ، دی چې  هیڅ یو کاندید د اسرائیلو د نوي کابینې د جوړولو  حقیقي  چانس نه لري ، خو په عین حال کې نتن یاهو  ئې ټاکلی،ځکه چې دهغه ګوند په وروستیو انتخاباتو کې له ټولو زیاتې څوکۍ ګتلي دي .د صهیونیسټ رژيم مشر همداراز ټينګار کړی،په  هغې غونډې کې چې دکنسټ له نوو غړو سره ئې  ترسره کړې،د پارلیمان  ۵۲ غړو  د نتن یاهو  ملاتړ کړی  او ۴۵نوروهم د یش عتید ګوند  مشر  یائیر لاپيډ، د کابینې د جوړولو د ټاکنې په توګه معرفي کړی دی . 

Image Caption

 

نتن یاهو به څلور اونۍ فرصت ولري چې  خپله نوي کابینه جوړه کړي ، داسې کال چې  د کمو څوکیو ګټلو  او د کابینې دجوړولو لپاره له مشخصو ۶۱ څوکیو  سره  واټن ته په پام سره  دنتن یاهو لپاره ډير مشکل ښکاري .د قانون په اساس که ، نتن یاهو  د اته ویشتو ورځوپه پاي کې  ونه توانید، بریالیتوب ترلاسه کړي،نو  اجازت به ولري،چې  د دوو نورو اونیو لپاره هم  دغې چارې ټه دوام ورکړي او   خپله کابینه په دوو نورو اونیو کې جوړه کړي . که نتن یاهو  بیا هم د کابینې په جوړولو کې پاتې راشي،نو  یا به  بل کس د کابینې دجوړولو لپاره  معرفی  شي او یا به هم پارلیمان د ړنګیدا لپاره  رای ورکړي او د پارلیمان پنځم انتخابات به ترسره شي . 

 عبري ژبې؛اسرائيل هیوم ؛نومې ورځپاڼې د تیرې جمعې په ورځې راپور ورکړی،د نوي کابینې د جوړونې د بحران دحل لپاره په وړاندیزي حل لارو کې،  یوه حل لاره ،د نتن یاهو او نفتالی بنټ ترمینځ د صدراعظمۍ دڅوکۍ څرخیدل دي . داسې چې ؛یامینا؛ګوند مشر نفتالی بنټ به  اوسنی لومړي وزیر بین یامین نتن یاهو په ځاي منصوب شي .دغې ورځپاڼې پخپل راپور کې زیاته کړې ده ،  بنټ  د  کار په پیل کې د صدارعظمۍ څوکۍ په غاړه اخلي  او  دا د تیر وخت په اپوټه ده چې  نتن یاهو  له اوسني دفاع وزیر او د آبی او شنو د ګوند  له مشر  بنی ګانټس  سره  موافقه  کړې  چې  هغه تر دوو کلونو پورې په صدراعظمۍ پاتې شي او دوه کاله وروسته  بنی ګانټس  به دغه  څوکۍ په غاړه واخلي .

په عین حال کې تردې دمه مشخصه نه ده چې آیا د اسرائیلو نوي کابینه به جوړه شي یا   کار به  نورو لارو چارو  او احتمالا دسیاسی بندون  دوام پورې وکاږل شي .  ؟

*************************

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو د لویدیځي آسیا دځينو مهمو بدلونونو په  باب داونیز پروګرام وخت هم همدومره ؤ نو تر بل پروګرام پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو ،  ا.... مو مل او ملګری .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه