ستوري په لمن کې (۱۰)
(last modified Tue, 27 May 2025 07:36:28 GMT )
May 27, 2025 12:06 Asia/Kabul
  • ستوري په لمن کې (۱۰)

دې ستر شاعر، د خپلو ښکلو او لارښوونکیو شعرونو سره، نه یوازې د فارسي کلتور بلکې په عربي ادب هم اغیزه کړې ده.

 

ایا پوهیږئ چې سعدي، دا خوږ ژبی ایرانی شاعر، نه یوازې په ایران ، بلکې د عربي ادبیاتو په زړه کې هم لوړ مقام لري؟ په  دغه  پروګرام  کې، مونږ په  عربو  ادبیاتو کې د سعدي ژور نفوذ او په عربي هیوادونو کې د هغه محبوبیت څیړو. د کویت له الرای الیوم   ورځپاڼې مقالې نیولې تر لبنان او تونس کې د فارسي ژبې او ادبیاتو د مشهورو استادانو نظرونو پورې، زمونږ سره یوځای شئ ترڅو ومومئ چې سعدي څنګه وکولی شو د کلتورونو ترمنځ پل جوړ کړي. دا پروګرام د عربي لیکوالانو له نظره  د سعدي د افکارو او ویناو  نړۍ ته سفر دی.

هیله لرو چې په دې پراخه نړۍ او دې پراخ کاینات کې هرچیرې چې ژوند کوئ، روغ او خوشحاله اوسئ، او ستاسو د ژوند شیبې د فارسي شعر او ادب له خوږې نړۍ سره ژوره اړیکه ولرلی شي .

که تاسو په یاد وي ، په تیر پروګرام کې، مونږ د "د سعدي په ژبه، اثارو او شعرونو کې د عربي ژبې  په جلواګانو بحث کړی و.

په دې پروګرام کې نیت  لرو چې د عربي لیکوالانو او عربي هیوادونو ترمنځ د سعدي د ځای  په اړه بحث وکړو.

ګرانو اوریدونکو، مونږ ه به د عربي لیکوالانو تر منځ د سعدي د مقام او په عربي هیوادونو کې د دې مشهور ایراني شاعر د شهرت په اړه خپل بحث د "سعدي، د انسانیت پیغام راوړونکي  ترعنوان لاندی  یوې مقالې ته په نظر اچولو  سره پیل کړو چې د کویت په ورځپاڼه "الرائی العام" کې خپره شوې ده.

دا مقاله چې په کویت کې د ایران د کلتوري سلاکار حسن خاکرند لخوا لیکل شوې ده، د نړۍ په ادبیاتو کې د سعدي ځای په ځانګړې توګه په عربي کلتور کې څیړي.

په دې مقاله کې، هغه د سعدي په اړه په زړه پورې حقایق او د هغه د شعرونو له لارې په عربي ادبیاتو د هغه ژور نفوذ مطرح  کوي. په دې مقاله کې، سعدي د "د انسانیت او ګډ ژوند سفیر" په توګه یاد شوی دی.

د دې مقالې لیکوال په دې باور دی چې د سعدي شعرونو د تمدنونو ترمنځ د خبرو اترو لپاره یو مناسب پلیټ فارم برابرکړی دی.

دې ستر شاعر، د خپلو ښکلو او لارښوونکیو شعرونو سره، نه یوازې د فارسي کلتور بلکې په عربي ادب هم اغیزه کړې ده.

د هغه څه له مخې چې لیکوال په دې مقاله کې وړاندې کړي دي، ډیرو ایراني شاعرانو د شعر ډګر ته د ننوتلو پر مهال د سعدي له اثارو الهام اخیستی دی.

وروسته له هغه چې عربانو د ایران کنټرول ترلاسه کړ، د دې بډایه خاورې ژبه او ادبیات عربي کلتور ته منتقل  شول، او په دې توګه، مونږه  دې دواړو ادبیاتو ترمنځ  د متقابل اغیزې شاهدان یو.

لکه څنګه چې فارسي ژبه د عربي ژبې او ادب تر اغېز لاندې راغلې ده، او په ډېرو لارو عربي ژبې او ادب  ، فارسي ادبیات  بډایه  کړی دی، عربي ژبه او تمدن هم له هر نظره  د ایران د ادبیاتو او تمدن تر اغېز لاندې راغلی دی، نو دا متقابل نفوذ د دوه اړخیزه معنوي تبادلې اړخ لري چې له ډېر لرغوني وخت څخه راپه دېخوا تاریخ لري.

فارسي او عربي ژبې او ادبیات په علمي، څېړنیزو او ادبي کچه یو بل بشپړ کړي دي ځکه چې په تیرو وختونو کې د دوی ترمنځ قوي اړیکې او متقابل نفوذ شتون درلود.

له بلې خوا،په  لبنان پوهنتون کې د فارسي ژبې او ادبیاتو استاد دلال عباس په دې باور دی چې د سعدي اثار په کلکه له  بشري ګروهنو سره تړلي دي.

د فارسي ژبې او ادب دغه استاد د سعدي اثار لکه "ګلستان" او "بوستان" د انسان او د هغه د ژوند تجربو په اړه د هغه د ژورې پوهې نتیجه  ګڼي. دلال عباس وايي چې سعدي له خپلې زده کړې ښه ګټه پورته کړه، دا پدې مانا ده چې هغه په ​​خپلو شعرونو کې روحاني او اخلاقي ګروهنو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.

سعدي د انسانیت ستونزو ته په  ژورې کتنې او مناسبو حل لارو وړاندې کولو سره په عربي نړۍ کې ځانګړی ځای لري.

مناسبه ده چې پوهه شو  هغه  لومړی کس چې د سعدي اثار یې په بشپړه توګه عربي ته وژباړل، عبدالوهاب عزام و، چې دا پخپله په عربي ادبیاتو کې د سعدي پراخ نفوذ په ګوته کوي.

د عربي پوهانو په وینا، د سعدي شاعري په عربي نړۍ کې مشهوره ده، او د دې شعر او په هغه کې پټو نړیوالو معناوو په کارولو سره، د تمدنونو او کلتورونو ترمنځ یو ګډه  زمینه رامینځته کیدی شي.

د تونس په زیتون پوهنتون کې د اسلامي عقایدو او فارسي ژبې استاد فرید قطاط  وايي سعدي د تمدنونو د خبرو اترو لپاره د یو بشپړ سمبول په توګه پیژندل کیږي. د سعدي شاعري د دې خبرو اترو لپاره یوه روښانه لاره رامینځته کوي. دا شاعري ټولو انسانانو او خلکو ته اشاره کوي چې په مختلفو کلتورونو کې درناوی او ستاینه کیږي.

همدارنګه، عبدالعزیز عندلیب، چې په کویت کې د فارسي ژبې ښوونکی دی، په دې باور دی چې د سعدي شعر او عربي ادبیات په یو بل باندې متقابل نفوذ لري. هغه وايي سعدي په خپلو اثارو کې انسانیت او د ملتونو د ورورګلوۍ ګډ ژوند ته اشاره کوي او دې ته وده ورکوي. عربي ژبې ویونکي خلک، په ځانګړې توګه هغه کسان چې له ادب سره بلد دي، سعدي او د هغه اثار ښه پیژني او له هغوی خوند اخلي. د سعدي شاعري او عربي ادبیات په یو بل متقابل نفوذ لري، تر دې چې د هر یو د پښو نښې په بل کې لیدل کیدی شي.

دوستانو  په عربي نړۍ کې ډېر مفکرین  او پوهان په دې باور دي چې "سعدي" نه یوازې د فارسي ژبو خلکو پورې اړه لري، بلکې دا خوږژبې  ایرانی ادیب په  عربي ژبو خلکو پورې  هم اړه لري. د مثال په توګه د  قاهرې په "عین الشمس" پوهنتون کې د فارسي ژبې او ادبیاتو استاد احمد الخولي وایی "سعدي د فارسي او عربي ژبو دواړو پورې اړه لري. د سعدي شعرونه فارسیانو او عربانو ته اشاره کوي، چې دا د دواړو په اړه د هغه د پوهې نښه ده."

"سعدي د انسانیت شاعر دی، چې د ځمکې پر مخ د ټولو کلتورونو او تمدنونو له ځانګړتیاوو دی، او په خپلو شعرونو کې یې انسانیت ته ډېر اهمیت ورکړی دی.

هو، ګرانو ملګرو، سعدي د وینا او فکر په ډګر کې یوه حیرانونکې او اغیزمنه ښکارنده  ده، او ډیر عربي شاعران د سعدي له   هغو اثارو اغیزمن شوي دي چې  په عربي ژبه  ژباړل شوي دي.

دوستانو نن مونږ ه په ګډه د لیکوالانو په اړه د سعدي د اغیزې په اړه خبرې وکړې. هغه کس چې نوم یې نه یوازې له ایران سره، بلکې په ټوله نړۍ کې د ادب او اخلاقو، مهربانۍ او زغم، او د نفوذ وړ او تلپاتې کلام  سره تړلی دی.

سعدي  له دې زیات  چی یو شاعر وي  ، یو ښوونکی دی، هغه  ښوونکی چې په  جادویی قلم سره، ژور انساني مفکورې په ساده او خوندور الفاظو کې بیانوي. د هغه کلام لکه  د پاکې اوبو په شان ، تږي روحونه اراموي او د روښانه رڼا په څیر، په تیاره کې لاره روښانه کوي.

نن مونږه  ولیدل چې څنګه د سولې او دوستۍ سفیر سعدي وکولای شول چې په لیرې پرتو سیمو کې په  خپلو زړه راښکونکو شعرونو سره د خلکو زړونه تسخیروي . د عربي نړۍ لیکوالانو او مفکرینو، د هغه له لارښوونو الهام اخیستی، ارزښتناک اثار یې رامینځته کړي او د سعدي نوم یې د خپلو ادبیاتو په تاریخ کې تلپاتې کړی دی.

په  عربي ادبیاتو د سعدي اغیز یوازې په  تطبیق او تقلید پورې محدود نه دی، بلکې هغه وکولی شول  چې یو فکري او کلتوري حرکت رامینځته کړي، د لیکوالانو او شاعرانو نسل اغیزمن کړي، او دوی ته یې د هنر د ژبې له لارې نړۍ ته ارزښتناک انساني پیغامونه ورسول.

سعدي  هغوی ته دا ورزده کړه چې څنګه ژور مفاهیم په ساده او روانو الفاظو کې بیان کړي او څنګه د تخیل  له قدرت  کار واخلي ترڅو یوه ښکلې او عادلانه نړۍ انځور  کړي.

په پای  کې باید ووایو چې سعدي د کلتورونو ترمنځ یو پل دی، هغه  پل چې دواړه خواوې یې له  مینې او ملګرتیا، درناوي او تفاهم سره تړلي دي.

هغه مونږ ته یادونه کوي چې زموږله  څرګندو توپیرونو سره سره، انسانان یو ګډ انسانیت شریکوي او کولی شي د خواخوږۍ او همکارۍ له لارې غوره نړۍ رامینځته کړي.

هیله لرو چې دا پروګرام به د دې لوی شاعر په اړه د نورو معلوماتوترلاسه  کولو او د هغه د ارزښتناکو اثارو د مطالعې لپاره هڅونه وي. هیله لرو چې د سعدي له لارښوونو په  الهام اخیستو سره وکولی شو د سولې، دوستۍ، انسانیت او اخلاقو په لور ګامونه پورته کړو.