که تېروتنه وکړئ، نو د خپلو عسکرو یوازې تابوتونه به ووينئ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i171086-که_تېروتنه_وکړئ_نو_د_خپلو_عسکرو_یوازې_تابوتونه_به_ووينئ
پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د درستو قواؤ د ستر قومندان د عقیدتي ـ سیاسي دفتر سیاسي مرستیال د واشنګټن له لورې د تهران پر ضد د هر ډول اقدام په اړه خبرداری ورکړ.
(last modified 2026-02-24T08:03:09+00:00 )
Feb 24, 2026 12:26 Asia/Kabul
  • د اسلامي جمهوریت د ستر قومندان د عقیدتي ـ سیاسي دفتر سیاسي مرستیال سردار  رسول سنایي‌راد
    د اسلامي جمهوریت د ستر قومندان د عقیدتي ـ سیاسي دفتر سیاسي مرستیال سردار  رسول سنایي‌راد

پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د درستو قواؤ د ستر قومندان د عقیدتي ـ سیاسي دفتر سیاسي مرستیال د واشنګټن له لورې د تهران پر ضد د هر ډول اقدام په اړه خبرداری ورکړ.

د پارس ټوډې راپور ورکړی،  سردار  رسول سنایي‌راد  په سیمې  کې د وروستیو بدلونونو په دوام کې د امریکائي  جنګي بېړیو د خوځښتونو په اړه په خبرداری ورکولو سره ټینګار وکړ؛ که امریکایان وغواړي په ایران کې کومه تېروتنه وکړي، نو د خپلو  عسکرو  د ګڼ شمېر تابوتونو هرکلي ته  دې تیارو ووسي. دا موضوع به پخپله په امریکا کې لا خواشینوونکې وي، ځکه چې  اوس  د نتانیاهو د پارونې او د صهیونیسټي بهیر د اهدافو په لړ کې باید دغه هلاکتونه وزغمي؛ داسې بهیر چې په نړۍ کې تر ټولو کرکیجن دی او امریکایان باید د دې کرَکې بیّه ورنه کړي.

سردار سنایي‌راد زیاته کړه: باید پام وشي چې صهیونیسټي رژیم، چې ځان د ډوبېدو په حال کې ویني،په  هېڅ یوه هېواد، حتی پخپل ارباب امریکا هم رحم نه کوي او تیار  دی چې ټول له ځان سره په دې پيښې کې ډوب کړي.

 

د ایران په اړه د ټرمپ نوې څرګندونې

د امریکا کرغیړن ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د خپلو ګډو وډو څرګندونو او ګواښونو په دوام کې وویل چې د ایران په اړه پرېکړه دی کوي او غوره ګڼي چې یو تړون وشي.

هغه پرون  په خپل  ټولنیزچینل «ټروت سوشل» کې هغو راپورونو ته غبرګون وښود چې پکې ویل شوي وو د دغه هېواد تر ټولو لوړپوړي پوځي چارواکو هغه ته د ایران پر ضد د اوږدمهاله پوځي عملیاتو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی. ټرمپ د امریکائي رسنیو پر پوښښ نیوکه وکړه او له خپلو ګواښونو سره ئې بیا ادعا وکړه چې پرېکړه کوونکی دی او غوره بولي چې تړون وشي نه دا چې و نه شي.

د امریکا کرغیړن ولسمشر ټرمپ

 

نوري المالکي: د عراق د لومړي وزارت  له نوماندۍ نه تېرېږم

د عراق د حکومت قانون ائتلاف مشر، نوري المالکي، د امریکا د هغو لاسوهنو په تعقیب چې غواړي هغه د لومړي وزازت له کاندیدیدا لاس واخلي،ووئیل؛چې له خپلې نوماندۍ به تېر نه شي.

په همدې تړاو، «ولید الاسدي» د حکومت د  قانون ائتلاف غړي وویل چې د همغږۍ چوکاټ، چې د لومړي وزیر د نوماند ټاکلو مسؤل ارګان دی، اوسمهال نوري المالکي یوازینی نوماند دی چې په جدي ډول په دې چوکاټ کې ارزول کېږي.

د عراق پخوانی لومړی وزیر نوری المالکی

 

کروشیا له صهیونیستي رژیم سره د پوځي ملګرتیاؤ په پرې کېدو ټینګار وکړ

د کروشیا ولسمشر په خپلو څرګندونو کې د دغه هېواد د دفاع وزیر نیواکي  سیموته په  سفر  په نیوکې سره ټینګار وکړ چې مخکې ئې له صهیونیسټي رژیم سره د ټولو پوځي ملګرتیاؤ پاي ته د رسولو امر کړی دی.

«زوران میلانویچ» وویل: د اسرائیلي پوځ د نه منلو وړ چلند او د نړیوالو بشري قوانینو د بې‌ساري سرغړونو له امله، ما تېر مئ میاشت (۲۰۲۵) کې د کروشیا د وسله‌والو ځواکونو او د اسرائیلو د پوځ ترمینځ د ټولو ملګرتیاؤ د درولو امر صادر کړی و، چې په دې پرېکړې کې د کروشیا د پوځ ټول اورګانونه شاملیږي.

هغه زیاته کړه: د وسله‌والو ځواکونو د ستر قومندان په توګه، یو ځل بیا ټینګار کوم چې زمونږ وسله‌وال ځواکونه به په راتلونکې کې هېڅ ډول له  صهیونیسټي رژیم یعني  د اسرائیلو له پوځ سره ملګرتیا ونه لري.

د  کرویشیا ولسمشر زوران میلانوویچ

 

په ۲۰۲۵ کال کې د لویدیځې غاړې پر ۴۵ جوماتونو د صهیونیسټ میشته ښارګوټو  اوسیدونکو بریدونه

د فلسطین د اوقافو وزارت په یوه راپور کې ویلي چې د صهیونیسټ میشته ښارګوټو اوسیدونکو،دنیواکګرو عسکرو په ملاتړ، په تېر ۲۰۲۵ میلادي کال کې په لویدیځي غاړې کې پر ۴۵ جوماتونو بریدونه کړي دي.

 د فلسطین دغه اورګان پخپلې اعلامیې کې ټینګار وکړ چې دا ډول کړنې په ښکاره توګه هغه وحشت څرګندوي چې د اسرائیلي توکمپالې او پاروونکي تګلارې له مخې د فلسطین پر اسلامي او مسیحي مقدساتو عملي کېږي، او دا جنایت د مسلمانانو او د هغوي د احساساتو پر وړاندې ښکاره تېری بلل کېږي.

په همدې تړاو، د دوشنبې په ورځ د صهیونیسټ میشته ښارګوټو جوړوونکو یوې ډلې د نابلس په سوېل کې پر «تل» کلي برید وکړ او د «ابوبکر صدیق» جومات دروازه ئې وسوځوله.